ګډژوندون

ګډژوندون (چې په انګليسي کې د Symbiosis  ټکی له يوناني ژبې اخستل شوی او معنا يې ده يو ځای ژوند) د دوو جلا جلا بيالوژيکي ژونديو موجوداتو تر منځ د اوږدې مودې لپاره او نژدې بيالوژيکي هر ډول تعامل ته ګډژوندون ويل کېږي، که دا تعامل دوه اړخيز وي، د ورته والي وي يا پرازيتي وي. دا ژوندي موجودات چې هر يو ته ګډژوندي ويل کېږي، بايد له جلا انواعو څخه وي. په ۱۸۷۹ز کال کې، «هينريک انټن ډي بيري» په دې ډول تعريف کړي چې «د هغه ژونديو موجوداتو يو ځای ژوند کول چې يو بل ته ورته نه دي». دا اصطلاح د يوې پېړۍ لپاره د بحث موضوع وه چې ايا دا په ځانګړي ډول دوه اړخيزوالي ته اشاره کوي لکه «ليچنګ» (د ونو پپونک يا پرښه). اوس مهال بيالوژيپوهانو دا محدوديت لرې کړی دی. [۱][۲]

شونې ده چې ګډژوندون لازمي وي، دا معنا چې يو يا له يو زيات ګډ ژوندي د ژوندي پاتې کېدو لپاره يو پر بل تکيه لري، يا اختياري (د خپلې خوښې) وي، دا هغه مهال چې عموماً کولای شي يو له بل جلا ژوند وکړي.

ګډژوندي د بدني نښلېدونکو په توګه هم ډلبندي شوي دي. کله چې ګډژوندي له يو بدن جوړ وي، هغه سره نښتي ګډژوندي بولي، په داسې حال کې چې نورو ټولو جوړښتونو ته يې سره بېل ګډژوندي ويل کېږي. کله چې يو ژوندی موجود د بل ژوندي موجود په سطحه ژوند کوی، لکه د انسان په سر کې سپږې، هغه «اکټوسيمبوسيس» بولي؛ کله چې يو شريک د بل د نسجونو په داخل کې ژوند کوي، لکه په مرجان کې «ساينبوډينيوم» هغه «اينډوسامبوسيس» بلل کېږي.[۳][۴][۵]

پېژند

د ګډژوندو تعريف د ۱۳۰ کلونو لپاره د بحث موضوع وه. په ۱۸۷۷ز کال کې، «البرټ بيرنهارډ فرانک) د ګډژوندو (symbiosis ) اصطلاح، د «ليچنز» (ګلسنګ/پپونک شان مرض چې د ونې ډډ يې کوي) د دوه اړخيزې اړيکې د تشریح کولو لپاره وکاروله. په ۱۸۷۸ز کال کې، چڼياسکه پېژندونکي (مايکولوجيسټ) «هينريک انډن ډي بيري» په دې ډول تعريف کړل چې «د غېر مشابهو ژونديو موجوداتو يو ځای اوسېدل». سيانسپوهانو يې جلا جلا تعريفونه کړي، ځينې د دې پلويان دي چې دا اصطلاح بايد يواځې پايدونکو دوه اړخيزو ته وويل شي، ځينې نور بيا په دې باور دي چې دا اصطلاح بايد په ټولو دايمي بيالوژيکي تعاملاتو عملي شي (په نورو ټکو، په دوه اړخيزو، د ورته والي او پرازيتي، خو د لنډې مودې تعاملات ترې باسي، لکه ښکار کول). په يوويشتمه پېړۍ کې، وروستی تعريف يې بيالوژي پوهانو په پراخه کچه منلی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۹۴۹ز کال کې، «ايډوارډ هاسکيل» د «شريکو کارونو» د ډلبندۍ په ګډون يو جامع اند وړاندې کړ، همدا وړانديز وروسته بيالوژي پوهانو د «تعاملاتو» په نوم خپل کړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

لازمي د اختياري په مقابل کې

شونې ده چې اړيکې لازمي وي، دا معنا چې يو ګډژوندی يا دواړه د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بشپړ ډول يو په بل تکيه لري. د بېلګې په ډول: «ليچنز»، کوم چې له فنګي او فوټوسينتيټيک ګډژوندو څخه جوړ دی، فنګي اړخ يې په خپله ځانله ژوند نه شي کولای. په «لينچيز» کې ابړۍ يا «سينوباکتريايي» ګډژوندي، لکه «ټرينټي فولي» عموماً په خپلواک ډول ژوند کولای شي، په همدې بنسټ د دوی په برخه کې اړيکه بيا اختياري (د خپلې خوښې) يا غېر لازمي تشرېح شوې ده.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

فزيکي تعامل

«ايندوسيمبوسيز» هرهغه ګډه ژوندۍ اړیکه ده، په کومه کې چې يو ګډژوندی د يو بل د نسجونو په دننه کې ژوند کوي، يا د هغې په حجرو يا يې له حجرو څخه دباندې. د بېلګې په ډول يې بېلا بېل ډول «مايکروبيوم» ته اشاره کېدای شي لکه: ريزوبيا، د نايتروجين تثبيتونکي باکتریا، کوم چې د وليو (جرړو) لرونکو دانو (حبوباتو) د وليو په غوټو کې ژوند کوي؛ اکتینوميسيټس، ناتروجين تثبيتونکې باکتریا لکه فرانکيا، کومې چې د «اډلر» غوټو په جرړو کې ژوند کوي، يو حجروي اوبړۍ (پرښه) چې د ګارې جوړونکې مرجان په داخل کې وي، او باکتریايي «اينډو ګډژوندي»، کوم چې نږدې ۱۰٪ - ۱۵٪ خځنده ګانو ته مهم غذايي توکي مهيا کوي.[۲۳][۲۴]

«اکټو ګډژوندي» هغه ګډژوندې اړيکه ده، په کومه کې چې ګډژوندي د کوربه د بدن په سطحه ژوند کوي، د هاضمې د سيمې د داخلي سطحې يا د بهر ته وتونکي مرغيړي د نلکې په ګډون. د دې په بېلګو کې «اکټوپرازيتونه» شامل دي، لکه سپږې، ګډ خوراکي «اکټوګډژوندي» لکه «برانسلونه»، کوم چې خپل ځان د کبانو تر هډوکو پورې نښلوي؛ او او دوه اړخيز «اکټوګډژوندي» لکه کلينر فيش.[۲۵][۲۶]

سيالي

سيالي د ژونديو موجوداتو يا انواعو ترمنځ د هغه تعامل په توګه تعريفېدای شي، په کوم کې چې د يو روغوالی د يو بل د شتون له امله کميږي. د لږ تر لږه يوې سرچينې محدوده توښه (لکه خوراک، اوبه او سيمه) د دواړو له خوا کارول کېږي دا ډول تعامل وړاندې کوي، که څه هم شونې ده چې په نورو برخو کې هم دا سياري موجوده وي، لکه ښځينه د بيا توليد لپاره (په هغه حال کې چې د همدې نوعې نارينه موجود هم وي).[۲۷]

دوه اړخيز والی

دوه اړخيز والی يا د انواعو ترمنځ متقابل خدمت کول د دوه افرادو يا مختلفو انواعو تر منځ د اوږدې مودې اړیکه ده، چېرته چې دواړه افراد ګټه اخلي. شونې ده چې دوه اړخيزې اړیکې د دواړو انواعو لپاره لازمي وي، د يو لپاره لازمي خو د بل لپاره اختياري وي، يا د دواړو لپاره اختياري وي.[۲۸]

د واښه خوړونکو ژويو ډېره سلنه يې دوه اړخيزه د کولمو ګياه لري، څو له دوی سره مرسته وکړي، د بوټې ماده هضم کړي. کوم چې د ژويو د خوراک پرته نورو ته د هغې هضمول خوا ستونزمن دي. دا د ګياوو کولمه د سلولي-هازمې له «پروټوزونونو» يا باکترياوو څخه جوړه ده، کوم چې د واښه خوړونکو په کولمو کې ژوند کوي. د مرجانو کاړ د مرجانو د ژونديو موجوداتو او د اوبړيو د بېلا بېلو ډولونو تر منځ، کوم چې د دوی په منځ کې ژوند کوي، دوه اړخيزه اړيکه ده. ډيری بوټي او د ځمکې ګډ ژوند د بوټو ترمنځ په دوه اړخيزوالي متکي دي، کوم چې له هوا څخه کاربون برابروي، او «ماکورايزل» چڼياسکې، کوم چې له ځمکې څخه د اوبو او کاني موادو په را ايستلو کې مرسته کوي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د دې يوه بېلګه د «اسيلاريس کلاونفيش» تر منځ اړيکه ده، کوم چې د سمندر د ريدي ګل «ريډري» په څانګو کې ډوبيږي. دا ځای پر ځای شوی کب ريديګل د ريدي ګل خوړونکو کبانو څخه ساتي، په مقابل کې د ريدي ګل دا اغزي لرونکې څانګې کلاونفيش د هغې له ښکاريانو ژغوري. يو ډول بلغمي ماده چې په کلافيش وي، له اغزيو يې ساتنه کوي.[۳۳]

بله بلېګه يې «ګوبي» ده، يو کب دی چې کله ناکله له «شريمپ» سره يو ځای ژوند کوي. شريمپ په شږو کې يو غار کني او پاکوي يې، په دې غار کې بیا دواړه شريمپ او ګوبي دواړه ژوند کوي. شريمپ د تل لپاره ړوند وي، کله چې له خپل غار څخه بهر وي، نو بيا د ښکاريانو په وړاندې اسانه موخه وي. د ګواښ پر مهال، ګوبي به خپله لکۍ شريمپ وهي تر څو هغه خبر کړي. کله چې دا حالت راځي نو دواړه شريمپ او ګوبي خپل غار ته په شا کېږي. د ګوبي ډېر ډولونه (Elacatinus spp.) همدا راز په نورو کبانو کې «ايکټوپرازيت» پاکوي، شونې ده چې دا يو بل ډول دوه اړخيزه اړيکه وي. [۳۴][۳۵]

یو اختياري ګډژوندی په «بريوزوان» پوښ ورکونکي او په ګوښه شوي چنګاښ  کې لېدل شوی دی (دا دواړه سمندري کوچني ژوي دي). د بريوزون سيمه (Acanthodesia commensale) يوه څرخېدونکې وده منځ ته راوړي او چنګاښ (Pseudopagurus granulimanus) ته د هغې د اوسېدلو د خونې یو نل وزمه مارپېچ ځای ورکوي، کوم چې په لومړي سر کې په يو «ګاسټروپوډ» په خول کې موجود و. (ګاسټروپوډ يعنې کونجکه يا کونجکې ته ورته ژوی چې  په اوبو کې ژوند کوي او يو خول يا پوښ لري).[۳۶][۳۷]

ايندوګډژوندون (داخلي ګډ ژوند)

په ايندوګډژوندون کې په کوربه حجره کې يو څه غذايي کمي وي چې همدا کمی د اینډوګډژوندي له خوا برابريږي. د پايلې په توګه، کوربه يو څه ځانګړې حجرې توليدوي او په خپل داخل کې د اینډوګډژوندو د ودې د پروسې سره مرسته کوي. دا حجرې د کوربه جنيتیکي جوړښت په دې موخه اغېزمن کوي، تر څو د ایندوګډژوندو مخ پر وده نفوس منظم کړي او دا باوري کړي چې دا جنيتيکي بدلونونه عمودي لېږد (وراثتي) په مټ زوزات ته ولېږدوي.[۳۸]

د لازمي دوه اړخيز يوه په زړه پورې بېلګه، د «سيبوګلينډ» نل د چينجيو او ګډژوندو باکترياو تر منځ اړيکه ده، کوم چې په تودو سوريو او يخو بهېدونکو سيمو کې ژوند کوي. دا چينجی د هاضمې ځای نه لري او د تغذيې لپاره په ټوله معنا په خپلو داخلي ګډژوندو پورې تړلی دی. باکترياوې هايډروجين سلفايد يا ميتان اکسډايز کوي، کوم چې کوربه دوی ته برابروي. دا چينجي د ۱۹۸۰ز لسيزې په وروستيو کې د «ګالاپاګوس» ټاپوګانو سره نژدې په تودو سوریو کې موندل شوي وو، او تراوسه د سمندر په ژورو تودو سوريو او يخو بهېدونکو ځايونو کې د نړۍ په ټولو سمندرونو کې موندل کېږي.[۳۹]

سرچينې