آزادي
په فلسفه کې، د منفي آزادي او مثبتې آزادي ترمنځ دا توپیرونه د علتي اړیکو په هکله توپیرونو ته اړتیا لري، چېازاده اراده له جبر څخه جلا کوي. [۶] په الهیاتوکې آزادي د «ګناه، معنوي غلامۍ یا دنیوي اړیکو» له اغېزو څخه خلاصېدل دي. ځینې وختونه آزادي په لومړۍ درجه کې د آزادي کلمۍ په کارولو سره د هغه څه ترسره کولو وړتیا ته وایي، چې د یو چا د خوښې وړ وي او د ترسره کولو واک یې لري، کنه په منحصره توګه د آزادي کلیمې کارول د خپل سري محدودیتونو د نشتوالي په معنی ده، چې د ټولو ښکېلو وګړو د حقونو په پام کې نیولو سره توپیر کېږي.په دې معنا چې د آزادي اعمال او عملي کېدل د وړتیا تابعاو د نورو د حقونوپه وسیله محدود دي. له همدې املهآزادي د بل کس د آزادي له محدودولو او سلب کولو پرته د قانون تر حاکمیت لاندې لهآزادي څخه مسئولانه ګټه اخیستنې ته اړتیا لري. آزادي له دې امله ډېره پراخه ده، چېدمحدودیت په پوره توګه نشتوالی یا د یو چا د غوښتنو د پوره کولو په برخه کېنامحدوده وړتیاوې څرګندوي. د بېلګې په توګه یو شخص کولای شي د قتل اختیارولري؛ خو د قتل آزادي نه لري، ځکه چې وروستی مثال یې نور وګړي له خپل حق یعنې هغوی ته د زیان نه رسېدو څخه محروموي. آزادي د یو ډولسزا او مجازاتو په توګه سلب او اخیستل کیدای شي. په ډېریو هیوادونو کې خلک په جرمي کړنو د محکوم کېدو له امله له خپلې آزادي څخه محرومېدلای شي.[۷][۸] د «آزادي» کلیمه تر ډېره په یو شمېر شعارونو کې، لکه: «ژوند، آزادي او د خوښۍ په لټه» یا «آزادي، برابري او ورورولي» کارول کیږي.[۹][۱۰] د آزادي کلیمه دlibertasلاتیني کلیمې څخه رامنځته شوې، چې د لیبرتاس په نامه د خدای له نوم نهاخیستل شوې اوله ډېرو لرغونو شخصیتونو سره ډېری وخت د لرغوني رومي خدای (Liber) د مفهوم انځورولو لپاره کارول کیږي. فلسفه او میتافزیکفیلسوفانو له پخوا وختونو راهیسې د آزادي پوښتنې ته ډېر پام کړی دی. د روم سترواک مارکوس اورلیوس (۱۸۰ ـ ۱۲۱ ز کال) یې په اړه لیکي:د توماس هابز (۱۵۸۸ ـ ۱۶۷۹ ز کال) متناسبې وینا پر بنسټ: جان لاک (۱۶۳۲ ـ ۱۷۰۴ ز کال) د آزادي دا تعریف رد کړ. حال دا چې په ځانګړې توګه توماس هابزته اشاره نه کوي او په فلم جوړونکي سر رابرټ باندې برید کوي، چې دې ته ورته تعریف یې درلود، د لاک په وینا: جان ستوارتمېل (۱۸۰۶ ـ ۱۸۷۳ ز کال) لومړنی کس و، چې د آزادي په هکله خپل اثر کې یې د عمل د آزادي په توګه او آزادي د جبر د نشتوالي په توګه د آزادي ترمنځ توپیر تشخیص کړ.[۱۳] ازایا برلین د آزادي دوه نظریې کتاب کې په رسمي توګه د دوه لیدلورو ترمنځ توپیرونه د آزادي د دوو مخالفو مفکورو ترمنځ توپیر په توګه بیان کړ: مثبتهآزادي او منفي آزادي. دویم مفهوم یې هغه منفي حالت مشخصوي، چې په هغه کې یو فرد د ظلم او د واک له خپل سري کار څخه ساتل کېږي، حال دا چې لومړنی مفهوم هغې آزادي ته اشاره کوي چې پر ځان د حاکمیت او د داخلي مجبوریتونو لکه ضعف او ويرې نه رامنځته شوې وي. [۱۴] سیاستتاریخچهد سیاسي آزادي عصري نظریه د آزادي او غلامۍ اړوند یوناني نظریونه اخیستل شوې ده. د یونانیانو لپاره ازاد اوسېدل د دې په معنی نه و، چې استاد ولري، بلکې له استاد لرلو نه خپلواک اوسېدو په معنی وه (څنګه چې غواړي هسې ژوند کول)، دا د آزادي اصلي یوناني مفهوم و، لکه څنګه چې ارسطو وایي، د ډیموکراسۍ له مفهوم سره نېږدې تړاو لري:[۱۵][۱۶][۱۷]دا یوازې دازادو نارینه وو په هکله سم و. د بېلګې په توګه: په اتن ښار کې ښځو نشو کولای، چې رایه ورکړي، یا کومه دنده ولري او دغه راز له قانوني او ټولنیز پلوه د نارینه وو له یو قوم سره به تړلې وې. [۱۹] د فارس سترواکۍ خلک له یو څه اندازې آزادي څخه برخمن وو. د ټولو مذهبونو او توکمونو اتباعو ته یو شان حقوق ورکړل شوي و او له مساوي دیني آزادي څخه برخمن و، ښځې هم د نارینه په څېر ورته حقونو څخه برخمنې وي او غلامي ختمه شوه (۵۵۰ م.ز کال). د فارس د پاچاهانو ټولې ماڼۍ په داسې وخت کې د تنخواه اخیستونکو کارګرانو په وسیله جوړې شوې وې، چې تر ډېره به غلامانو دا ډول کارونه ترسره کول.[۲۰] سرچينې |