الیزابېت کډي سټانټون

الیزابېت کډي سټانټون (د ۱۸۱۵ ز کال د نومبر ۱۲مه – د ۱۹۰۲ ز کال د اکتوبر ۲۶مه) یوه امریکایۍ لیکواله او فعاله وه چې د ۱۹مې پېړۍ له منځنیو کلونو نه یې د دغې پېړۍ تر وروستیو پورې د متحدو ایالتونو د ښځو د حقونو غورځنګ رهبري کړ. اغلې سټانټون په ۱۸۴۸ ز کال کې د سنکا فالز کنوانسیون تر شا اصلي ځواک و، دا لومړنی کنوانسیون و چې یوازنی هدف یې د ښځو د حقونو په اړه بحث و او سټانټون یې د احساساتو د اعلامیې اصلي لیکواله وه. د ښځو د رایې د حق لپاره د سټانټون غوښتنې په دغه کنوانسیون کې جنجال راپورته کړ، خو ډېر ژر د ښځو د غورځنګ پر یوه مهم اصل بدل شو. اغلې سټانټون په نورو ټولنیزو اصلاح‌غوښتونکو فعالیتونو، په ځانګړي ډول په غلامۍ ضد مبارزه کې هم فعاله وه.

الیزابېت کډي سټانټون
الیزابېت کډي سټانټون
الیزابېت کډي سټانټون

د شخص معلومات
پيدايښت۱۲ نومبر ۱۸۱۵[۱][۲][۳][۴]
مړینه26 اکتوبر 1902 (87 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملزړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکليکوال [۹][۱۰][۱۱]
لوبگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهد غلامۍ پای
فیمینزم   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریکماورائيت (د ماوراء الطبيعت فلسفه/د لوړوالي اند)
فیمینزم
د غلامۍ پای   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
الیزابېت کډي سټانټون
الیزابېت کډي سټانټون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په ۱۸۵۱ ز کال کې یې له «سوزن انتوني» سره وکتل او د څو لسیزو یو داسې شراکت یې وکړ، چې د ښځو د حقونو غورځنګ د پراختیا لپاره ډېر مهم و. د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې یې د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره د کمپاین په موخه د ښځو ملي اتحادیه جوړه کړه او تر هغه مهاله یې د متحدو ایالتونو په تاریخ کې په تر ټولو لویه کچه رهبري کړه. په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د «انقلاب» (The Revolution) په نامه خپرنۍ جوړه کړه، تر څو د ښځو د حقونو لپاره هڅې وکړي.

تر جګړې وروسته «سټانټون» او «انتوني» د امریکا د برابرو حقونو د ټولنې اصلي تنظیموونکې وې چې د افریقايي‌توکمو امریکایانو او ښځو د برابرو حقونو لپاره یې مبارزه کوله. کله چې د متحدو ایالتونو د اساسي قانون پنځلسم تعدیل وړاندې شو او یوازې تور پوستو نارینه‌وو ته یې د رایې حق ورکړ، دوی له دغه تعدیل سره مخالفت وکړ او ټینګار یې کاوه چې د رایې حق باید ټولو افریقايي‌توکمو امریکایانو او په هم‌مهاله ډول ټولو ښځو ته هم ورکړل شي. د غورځنګ نورو غړو د دغه تعدیل ملاتړ وکړ چې له دې امله په غورځنګ کې درز پیدا شو. سټانټون به په بحثونو کې خپل باورونه په غمجنه توکمیزه ژبه څرګندول چې ملګري یې «فرېډریک ډاګلاس» به په دغه کار ملامتوله.

سټانټون «د ښځو د رایې د حق تاریخ» د لومړیو درېیو ټوکونو اصلي لیکواله ده چې د دغه غورځنګ د تاریخ ثبتولو تر ټولو لویه هڅه وه. اغلې سټانټون «د ښځو بائبل» (The Woman's Bible) کتاب لیکواله هم ده. دا کتاب د بائبل یوه انتقادي څېړنه ده او پر دې فرضیه ولاړه ده چې د ښځو په اړه د بائبل لیدلوری د یوې غیر متمدنې زمانې تعصب منعکسوي.

ماشومتوب او کورنۍ

الیزابېت کډي د نیویارک ایالت په یوه مخکښه کورنۍ کې وزیېږېده. د ښار په منځ کې یې کورنۍ دوولس خدمتګاران لرل. پلار یې «نیل کډي» د ایالت په کچه یو ډېر شتمن کس و. دی د فدرالېست ګوند غړی و، د دې تر څنګ حقوق‌پوه و چې یوه دوره یې د متحدو ایالتونو په کانګرس کې هم خدمت وکړ او د نیویارک د سترې محکمې قاضي شو. د اغلې الیزابېت مور «مارګارټ لیونګسټون کډي» نومېده چې د غلامۍ ضد غورځنګ ملاتړې وه او په ۱۸۶۷ ز کال کې یې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره غوښتن‌پاڼه هم لاسلیک کړه.[۱۴][۱۵]

الیزابېت د مور او پلار د ۱۱ بچیانو په ډله کې اوومه بچۍ وه، چې په دغو ۱۱ بچیانو کې ۶ بلوغ ته تر رسېدو وړاندې مړه شول او په دې کې ټول نارینه ماشومان هم شامل وو. مور یې د دومره ډېرو بچیانو د زېږولو او د هغوی د غمونو له امله ستړې او په رواني ستونزو اخته شوه. وروسته یې مشرې لورې «ټریفنا» او د هغې مېړه «اډوارډ بایارډ» د نورو ماشومانو د لویولو مسؤلیت پر غاړه واخیست.[۱۶][۱۷][۱۸]

زده‌کړې او فکري وده

سټانټون د خپلو هم‌عصرو ښځو په نسبت ښه تحصیلات وکړل. تر ۱۵ کلنۍ پورې یې د خپل ټاټوبي په «جانسټون اکاډمۍ» کې زده‌کړې کولې. یوازنۍ نجلۍ وه چې د ریاضیاتو او ژبو په پرمختللو ټولګیو کې کېناستله. دې په ښوونځي کې د یوناني ژبې په سیالۍ کې د دویم مقام جایزه ترلاسه کړه او یوه ماهره ویناواله شوه. اغلې سټانټون په ښوونځي کې له خپلو تحصیلي کلونو نه خوند اخیست او ویل یې چې هلته د جنسیت له امله له هېڅ ټول ستونزې او خنډ سره نه ده مخامخ شوې.[۱۹][۲۰]

کله یې چې وروستی ژوندی پاتې ورور «الاراز» د نیویارک ایالت د شنکټاډي ښار له یونیون کالج نه تر فارغېدو وروسته د ۲۰ کلنۍ په عمر مړ شو، سټانټون هله پوه شوه چې ټولنه له ښځو نه څومره لږ تمې لري. پلار او مور یې ډېر زیات غمجن شوي وو. لس کلنې سټانټون هڅه کوله چې خپل پلار ته زړه ورکړي، ورته ویې ویل چې: زه به هم د ورور په څېر شم. خو پلار یې ورته وویل: "های لورې! کاش ته هلک وای!"[۲۱][۲۲][۲۳]

مړینه او یادګار

سټانټون د ۱۹۰۲ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه په نیویارک ښار کې مړه شوه. د دې تر مړینې اتلس کاله وروسته ښځو د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د نولسم تعدیل له لارې په متحدو ایالتونو کې د رایې حق ترلاسه کړ. طبي معلوماتو یې د مړینې لامل د زړه ناروغي وبلله. لور یې «هریټ» وویل چې: سټانټون تنفسي ستونزې لرلې چې په کار کې یې ډېر خنډونه ورته راپورته کړي وو. تر مړینې یوه ورځ وړاندې یې خپلې ډاکترې ته ویلي وو چې، که د ستونزې درملنه مې نه‌کېږي، بیا داسې څه راکړه چې ژر مې مړه کړي. سټانټون تر خپلې مړینې دوه کاله وړاندې یو سند لاسلیک کړی و او په کې ویلي یې وو چې: تر مړینې وروسته یې دې مغز د علمي څېړنو لپاره «کرنل» پوهنتون ته ورکړل شي، خو دغه غوښتنه یې عملي نه‌شوه. اغلې سټانټون یې د خپل مېړه تر څنګ د نیویارک ښار په «ووډلاون» هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.[۲۴][۲۵][۲۶]

سرچینې