فیمینزم

فیمینزم
A generic symbol for feminism

فیمینېزم د هغو ټولنیزو، سیاسي خوځښتونو او مفکورو ټولګه ده کوم چې په سیاسي، اقتصادي، فردي او ټولنیز ډګرونو کې د جنسیتي مساواتو رامنځته کولو موخه لري. د فیمینېزم به بحث کې هغه ټولنې شاملېږي چې په هغو کې د نارینه وو لید یا نظر لومړیتوب لري او له ښځو سره پکې ناسم چلند کېږي. د دغه حالت د بدلون په هڅو کې له جنسیتي کلیشو(دودونو) سره مبارزه، د زده کړو، مسلکي توب او فردي فرصتونو برابرول شاملېږي کوم چې د ښځو لپاره باید له نارینه وو سره یو ډول پایلې ولري.[۱][۲][۳][۴][۵]

فیمینېستي خوځښتونو تل د ښځو د حقونو لکه: د رایو ورکولو حق، دولتي څوکیو لاسته راوړلو، کار، مساوي معاش، مالکیت، زده کړو ترلاسه کولو، په هوکړو کې د شاملېدو، په واده کې د مساوي حق لرلو او ولادت د رخصتۍ په برخه کې تل خپلې هڅې کړي او کوي یې. فیمنېستانو په قانوني توګه د جنین د قانوني سقط او د هغه د ټولنیز ادغام، له تېري، جنسي ځورونې او کورني تاوتریخوالي څخه د ښځو او نجونو د ساتنې په موخه هڅې کړې دي. د ښځو د کالیو اغوستلو په ستنډرډ او هغوی ته د منلو وړ فزیکي فعالیتونو کې بدلونونه د فیمینېستي خوځښتونو یوه برخه ده.[۶][۷]

په دودیز ډول، له ۱۹ مې پېړۍ څخه وروسته، د لیبرال فیمینېزم لومړۍ څپه په سیاسي او قانوني ډګر کې له برابرۍ وروسته په لیبرال ډیموکرات چوکاټ کې د اصلاحاتو له مخې رامینځته شوه؛ په کاریګري بنسټ ولاړ د ښځو له پرولتاریایي خوځښت سره چې د وخت په تېرېدو د طبقاتي مبارزې له امله په ټولنیز او مارکسیستي فیمینېزم اوښتی وو په ټکر کې وه. له ۱۹۶۰ مې لسیزې وروسته دواړه لید لورو له راډیکال فیمینېزم سره ټکر درلود چې له راډیکال نظریې اخیستل شوی وو او د فیمینېزم دویمه څپه ورته ویل کېده کوم چې په بنسټیز ډول په ټولنه کې د نارینه وو د برترۍ د له منځه وړو په هڅه کې وو؛ په ګډه لیبرال، ټولنیز او راډیکال فیمینېزم ته ځینې وختونه د فیمینېزم "درې لوی" فکري مکتبونه هم ویل کېږي.[۸][۹][۱۰]

د شلمې پېړۍ له وروستیوڅخه، د فیمینېزم ګڼ شمېر نور ډولونه هم رامینځته شول. د فیمینېزم یو شمېر دغه ډولونه له دې امله چې یوازې د یوه لوري لکه سپین پوستو، منځنۍ کچه وګړو، د پوهنتون په کچه تحصیل یافته وګړو، همجنس ګرایانو او یا هم دوه جنسه وو لید لوري په پام کې نیولي وو، تر نیوکې لاندې راغلل. چې د دغه ډول نیوکو له امله د فیمینېزم ځانګړي ډولونه لکه د یو خاص قوم او یا هم څو کلتورونو د نظر له مخې جوړ شول، لکه تور فیمینیسم (black feminism) او مقطعي فیمینېزم (intersectional feminism).[۱۱][۱۲]

تاریخچه

ترمینولوژي

فرانسوي آرمان ګرا فیلسوف، چارلس فوریر د دې امتیاز لري چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۸۳۷ کال کې د فیمینېزم"féminisme" کلمه کارولې. د لومړي ځل لپاره د فیمنیزم ("féminisme") او فیمینیست ("féministe") کلمه په ۱۸۷۲ کال کې په فرانسه او هالنډ کې وکارول شوه. په لویه بریتانیا کې په ۱۸۹۰ مه لسیزه کې او د امریکا په متحده ایالاتو کې په کال ۱۹۱۰ کې. آکسفورډ انګلیسي ډیکشنرۍ ۱۸۵۲ کال په لومړي ځل د "فیمینېست" کلمې او ۱۸۹۵ کال د "فیمینېزم" د کارولو مهال ښودلی. تاریخي حالاتو، کلتور او د هر هېواد شرایطو ته په پام فیمینېستانو په ټوله نړۍ کې بېلابېل لاملونه او موخې لرلې دي. ډېری لویدیځ فیمینېست تاریخ پوهان ادعا کوي چې ټول هغه خوځښتونه باید د فمینېستي خوځښتونو په توګه یاد شي کومو چې د ښځو د حقونو په برخه کې هڅې کړې دي، په داسې حال کې چې د خپلو ځانونو لپاره یې دا اصطلاح نه ده کارولې. نور تاریخ پوهان بیا په دې باور دي چې یاده اصطلاح باید مدرن فیمینېستانو او د هغو راتلونکو ته محدوده وي. دغه تاریخ پوهان د پخوانیو خوځښتونو د توصیف په موخه د پروتوفېمنېست "protofeminist" اصطلاح کاروي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

نظریه(تیوري)

د فیمینېزم نظریه (تیوري) په فلسفي او تیوریکي ډګر کې د فیمنیست نظر توضیح کول دي. چې په ګڼ شمېر برخو لکه انسان پېژندنې، ټولن پوهنې، اقتصاد، ښځو په هکله مطالعات، ادبي نقد، د هنر تاریخ، ارواه څېړنې او فلسفې په برخو کې کار رانغاړي. د فیمنیست نظریې موخه د جنسیتي نابرابرۍ درک کول دي کوم چې په جنسیتي سیاست، د قدرت او جنسیت ترمنځ په اړیکو تمرکز لري. په دغو سیاسي او اجتماعي اړیکوکې د نقد سربېره، ګڼ شمېر فیمینېست نظریې د ښځو د حقونو او امتیازاتو د زیاتوالي په هڅه کې دي. په فیمنېستي تیوري کې تبعیض، کلیشې،عینيت ګرايي(په ځانګړې ډول جنسیتي عینیت)، ظلم او نرواکي یا مرد سالاري د بحث وړ موضوعات دي. د ادبي نقد له مخې، ایلین شوالتر فیمینېست تیوري په دریو پړاوونو کې توضیح کوي. نوموړې د هغو لومړی پړاو"فیمینیستي نقد" بولي، په کوم کې چې فیمینېست مطالعه کوونکی هغه د ادبي فاکټونو له مخې څېړي. شوالتر د هغو دویم "ښځ واکي یا زن سالاري"بولي،کوم چې "ښځې متني معنی جوړوي". د هغو درېیم پړاو بیا "جنسي نظر" بولي په کوم کې چې " جنسیتي ایدیالوژیک ډبرلیک او ادبي آثار تر بحث لاندې نیول کېږي".[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

غبرګونونه

د خلکو بېلابېلو ډلو د فیمنېزم پر وړاندې غبرګون ښوولی، نارینه او ښځینه یې د ملاتړو او منتقدینو څخه دي. په امریکايي پوهنتونو کې د زده کړیالانو ترمنځ، د هلکانو او نجونو لپاره، له دې امله چې ځانونه فیمینېست وبولي دا عامه ده چې له فیمنېست نظریې ملاتړ وکړي. امریکايي رسنۍ هڅه کوي چې فیمنېزم منفي وښيي، فیمنېستان هم "ډېر لږ د عادي ښځو له کار/تفریحي مسایلو سره په اړیکه کې دي". له دې سره وروستۍ څېړنو ښوولې، هغه کسان چې ځانونه د فیمنېستانو په توګه څرګندوي او د فیمنېزم په بېلابېلو ډولونو بحث کوي، د دوی ځان پېژندنه له فیمېنیزم سره زیاتېږي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د فېمنېزم پلويتوب(طرفداري)

پرو – فیمنېزم یا د فیمېنیزم پلوي توب له فیمنیزم د ملاتړ په مانا دی پرته له دې چې وښيي ملاتړ کوونکی د فیمینېستي خوځښت غړی دی. دغه اصطلاح تر ډېره هغو نارینه وو ته کارول کېږي کوم چې د فیمینېزم کلک ملاتړي دي. د فیمینېزم څخه د ملاتړو نارینه وو ډلو په چارو، په ښوونځیو کې له هلکانو او ځوانانو سره د تاوتریخوالي ضد کار، په کار ځایونو کې د جنسي ځورونې اړوند ورکشاپونه، په ټولنه کې د روزنیزو کمپاینونو ترسره کول او تاوتریخوالي کوونکو نارینه وو ته مشوره ورکول شاملېږي. کېداي شي فیمینېزم پلوه نارینه د نارینه وو د روغتیا، پورنوګرافي ضد قوانینو په ګډون د پورنوګرافي ضد فعالیتونو، نارینه وو اړوند مطالعاتو او په ښوونځیو کې د جنسیتي مساواتو اړوندو درسي پروګرامونو کې هم ونډه ولري. دغه چاره کله هم د فیمینېستانو او ښځو په برخه کې د خدمتونو لکه د کورني تاوتریخوالي او جنسي جرمونو د مرکزونو له همکاریو سره مل وي.[۳۷][۳۸]

د فیمینېزم ضد او پر فیمینېزم نقد

فیمنېزم ضد(Anti-feminism) د فیمېنېزم پر وړاندې په ټولو یا ځینو مواردو کې مخالفت دی.[۳۹]

په ۱۹مه پېړۍ کې فیمنېزم ضد یوازې د ښځو له رایو ورکولو سره په مخالفت تمرکز درلود. وروسته بیا، لوړو زده کړو ته د ښځو د لاسرسي مخالفینو دا نظر درلود چې لوړې زده کړې د ښځو لپاره لوی فزیکي بار دی. یو شمېر نور بیا کاري قوې ته د ښځو د ورګډېدو په اتحادیو کې ددوی له یو ځای کېدو، د پرېکړه کوونکي په توګه ددوی د کښېناستو، د زېږون اړوند کنترول لرلو او همدارنګه د جنسیت د کنترول مخالف وو.[۴۰]

ځینې نور بیا له دې امله له فیمینېزم سره مخالفت کوي چې پر باور یې دا د دوی له دودیزو او دیني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د بېلګې په توګه، دوی دا استدلال کوي چې په ټولنیز ډول د طلاق او نه واده شویوښځو منل زیان اړونکي دي او دا چې ښځینه او نارینه په اساسي ډول توپیر لري نو باید دودیزې چارې یې پر خپل ځای وي. یو شمېر نور بیا په کاري قوه، سیاسي دفترونو او د رایو کارولو په بهیر کې د ښځو د ګډون او په کورنیو کې د نارینه وو د واک کمېدو مخالف دي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

یو شمېر لیکوالانې لکه کمیلا پګلیا، کریستینا هوف سومر، جین بیتکی ایلشتاین، ایلزابت فاکس جینوویس، لیسا لوسیل اونز او ډیپانی پتای د فیمینېزم د یو شمېر مواردو مخالفې وې، په داسې حال کې چې فیمینېستانې هم وې. د بېلګې په توګه، دوی دا دلیل وړاندې کاوه، چې فیمینېزم ډېری وخت ناسم پوهاوی خپروي او د ښځو حقونه له نارینه وو زیات ګڼي، دوی راډیکال فیمینېست نظر د دواړو نارینه او ښځینه وو لپاره زیان اړونکی باله.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

سرچينې او ياداښتونه