انډری سيخاروف

انډری ډیمیټرویچ سيخاروف (۱۹۲۱ مۍ ۲۱ – ۱۹۸۹ دیسمبر ۱۴) یو شوروي اتومي فزیکپوه، مخالف، د نوبل جایزې ګټونکی او د اتومي بې وسلې کولو، سولې او بشري حقوقو فعال و. [۱۶]

انډری سيخاروف
انډری سيخاروف
انډری سيخاروف

د شخص معلومات
پيدايښت۲۱ مې ۱۹۲۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مسکو [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه14 ډيسمبر 1989 (68 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۹][۱۰][۱۱][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو [۱۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (۱۹۲۲–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسلروسی [۱۳]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکفزيک پوه [۱۲]
د بشري حقوقو فعال [۱۲]
اټومي ساينسپوه [۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)روسي [۱۴][۱۲][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهپنځپوهنه [۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثرمیخایل ګورباچف   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هغه د شوروي د RDS-37  د طراح په توګه شهرت پيدا کړ چې د شوروي اتحاد د «ترمو هستوي» وسلو د پرمختګ لپاره یو شفري نوم دی. سيخاروف وروسته په شوروي اتحاد کې د مدني ازادیو او د مدني اصلاحاتو مدافع شو، د کوم له امله چې هغه د دولتي تعقيب سره مخ شو؛ د دې هڅو په پايله کې نوموړي ته په ۱۹۷۵ز کال کې د نوبل جايزه ورکړل شوه. د سيخاروف جایزه، کومه چې هر کال د اروپایی پارلمان له خوا بشري حقوقو او ازادۍ ته ژمنو خلکو او شرکتونو ته ورکول کیږی، د هغه په ویاړ نومول شوې. [۱۷]

ژوند ليک

د ژوند لومړي کلونه

سيخاروف د ۱۹۲۱ز کال د مۍ د میاشې په يو ويشتمه نیټه په «ماسکاو» کې زیږیدلی دی. د هغه پلار «ډمیټري ایوانویچ سيخاروف» و چې د فزیک پروفیسور او د پیانو یو شوقي غږوونکی و. د هغه پلار د «مسکاو» ایالت دويم پوهنتون کې تدریس کاوه. د انډري نیکه «ایوان» په روسي سترواکۍ کې يو پېژندل شوی وکيل و چا چې د ټولنیز پوهاوي او بشري اصولو (د اعدام د سزا له منځه وړلو په ګډون) ته درناوی کاوه ، کوم څه چې وروسته د هغه پر لمسي اغیز وکړ. د سيخاروف مور «یکاترینا الیکسیونا سوفیانو» وه چې د پوځ د یو جنرال «الیکسي سیمیناویچ سوفیانو» لور وه. د سيخاروف مور او پلار او د پلار له خوا نیا، «ماریا پیټروانا»، د هغه په شخصيت جوړولو کې ستره ونډه درلوده. د هغه مور او نیا کلیسا ته تلونکې مېرمنې وې؛ پلار يې په دين باور نه درلود. کله چې «انډري» شاوخوا ديارلس کلن و، په دې پوه شو چې هغه هېڅ باور نه لري. په هر حال، سره له دې چې يو ملحد و، هغه په یو «لارښونکي اصل» باور درلود چې له فزیکي قانون څخه ماوراء څه دي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

زده کړه او مسلک

سيخاروف په ۱۹۳۸ز کال کې د ماسکو ايالتي پوهنتون د فزیک څانګه کې داخل شو. د سترې هېوادپالې جګړې (دويمه نړیواله جګړه) په اوږدو کې په ۱۹۴۱ز  کال کې له تبعيد وروسته، هغه په عشق اباد کې فارغ شو چې د نن ورځې ترکمنستان اړونده سيمه ده. نوموړي وروسته په «یولیانوسکا» کې د لابراتوار په کار وګمارل شو. په ۱۹۴۳ز کال کې، هغه له «کلافدیا الیکسیونا ویخریوا» سره واده وکړ، له چا سره چې هغه دوه لورګانې او یو زوی رالوی کړل. «کلافدیا» وروسته په ۱۹۶۹ز کال کې مړه شوه. هغه په ۱۹۴۵ز کال کې د «FIAN» (د ساینس د شوروي اکاډمۍ فزیکي انستیتوت) کې د زدکړو لپاره ماسکو ته ستون شو. هغه په ۱۹۴۷ز کې خپله دوکتورا تر لاسه کړه. [۲۴][۲۵]

د ترموهستوي وسايلو جوړول

له دويې نړیوالې جګړې وروسته، هغه د کائناتي وړانګو څیړنه وکړه. د ۱۹۴۸ز کال په نيمايي هغه د «ایګورکرچاتوف» او «ایګور ټام» تر سرپرستۍ لاندې د شوروي اتومی بم پروژه کې برخه واخیسته. په ۱۹۴۸ز کې په FIAN  کې د سيخاروف د څيړنې ډلې په اګست-سیپتمبر ۱۹۴۸ کې دویم اند وړاندې کړ.[۲۶]

د «ډیوټیریم» په شا او خوا کې د طبیعی او ناغني شويو یورانیمو یوه خول زياتولو کولای شول په یورانیم-ډیوټیریم پوله کې د ډيوټيريم غلظت او د دې الې مجموعي توليد زيات کړي، ځکه چې طبیعي یورانیم به د ترمو هستوي غبرګون د برخې په توګه نيوتران او خپله خپل ځان سره جلا کړي. د طبقه لرونکي جلا کېدو-يوځای کېدو-جلا کېدو بم نظريې، سيخاروف اړ کړ چې چې دې ته «سلویکا» یا طبقه لرونکی کيک نوم  ورکړي.[۲۶]

د شوروي اتحاد لومړۍ اټومي وسيله د ۱۹۹۴ز کال د اګسټ د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه وازمایل شو. په ۱۹۵۰ز کال کې «ساروف» ته له تګ وروسته، سخاروف لومړی ميګاټن اندازې لرونکی شوروي هايډروجن بم په جوړول کې مهمه ونډه درلوده، د دې بم په جوړولو کې هغه يوه طرحه وکاروله، کومه چې په روسيه کې د سخاروف د درېیمې نظريې او په متحده ايالاتو کې د « Teller–Ulam design» په نوم پېژندل کېږي. د خپل درېیم اند څخه مخکې، سیخاروف د جلا کېدو او يوځای کېدو سون توکو د طبقو په بدلولو سره د يو «طبقه لرونکي کيک» ازموينه وکړه. پایلې یې ناهيلې کوونکې وې چې له یو عادي جلا کېدونکي بم پرته يې بل څه توليد نه کړل.

په هرحال، داسی بریښیده چې دې طرحې د پر مخ وړلو وړتيا درلوده، ځکه ډیټوریم ډیر دی او یورانیم کم او هغه نه پوهیده چې د متحده ایالاتو طرحه (ډیزاین/جوړښت) څومره پیاوړی و. سیخاروف پوه شو چې په متناسب ډول د يوځای شويو سون توکو د تخته کولو لپاره، څو د سون توکو په لوري د چاودنې لامل وګرځي، بايد يوه اينه وکارول شي، څو وړانګې منعکسې کړي.

کله چې سخاروف خپل یادښتونه لیکل، نو په روسيه کې يې جزئیات په رسمي ډول نه و خپاره شوي، خو د « Teller–Ulam design» کې، د جلا کېدونکي بم څخه وتونکي نرم X-وړانګې د ليتيم د ډيوټيرايډ په استوانه تمرکز درلود، تر څو دا په متناسب ډول تخته کړای شي. دا د وړانګو د داخلي چاودنې په نوم یادیږي. د Teller–Ulam design هم د یوځای کونکې استوانې دننه د دويمې جلا کېدونکې اله لري، څو د يو ځای کېدو د سون توکو له فشار سره مرسته وکړي او نیوټرونونه پيدا کړي، تر څو ځیني لیتیوم په تریتیوم تبدیل کړي چې د ډیټوریم او تریتیوم یو مخلوط تولیدوي. په ۱۹۵۵ز کال کې د RDS-37 په توګه د سیخاروف نظریه د لومړي ځل لپاره وازمایل شوه. د ورته ډیزاین یو لوی توپیر چې سیخاروف په هغې کار کاوه د ۱۹۶۱ز کال د اکتوبر د میاشتې د 50 Mt Tsar Bomba په نوم وه، کومه چې تر اوسه چاودول شوې ترټولو پیاوړی هستوي اله وه.[۲۷][۲۸]

سیخاروف د خپل برخلیک او په متحده ایالاتو کې د «جی. رابرټ اوپینهیمیر» او «ایډورډ ټیلر» تر منځ «هېښونکی ورته والی» ولید. سیخاروف باور درلود چې «د دوه نامتو خلکو په دې غمژنه مقابله» کې، دواړه د درناوي وړ دي، ځکه چې «د دوی هر یو ډاډه و چې هغه په حقه دی او په اخلاقي توګه مکلف و چې د حقیقت په نوم پای ته ورسي».

په داسې حال کې چې سیخاروف له «ټیلر» سره په اتموسفیر کې د هستوي ازموينې او ستراتیژیک دفاعي نوښت په اړوند کل مخالف و، هغه په ​​دې باور و چې امریکایی پوهانو د متحده ایالاتو لپاره د « H-bomb » (ترمو هستوي بم) تر لاسه کولو لپاره د «ټیلر» هوډ سره غیر عادلانه و، ځکه چې  «د امریکایانو له خوا د ترموهستوي وسلو د پراختیا په اړه د لنډمهاله یا دایمي رد ټولو اقداماتو ته به یا د یو هوښیار خیانت په سترګه کتل کېدل، یا د حماقت د څرګندونې په توګه. په دواړو حالتونو کې، غبرګون به یو شان و – له دې لومې ځان وژغوره او په سملاسي ډول د دوښمن له حماقت ګټه پورته کړه».

سیخاروف هیڅکله دا احساس ونه کړ چې د اتومی وسلو په جوړلو سره هغه «پېژندل شوې ګناه» کړې ده،  د «اوپینهیمیر» په اصطلاح کې. هغه وروسته لیکلي دي:

له څلویښتو کلونو وروسته، موږ درېیمه نړیواله جګړه نه درلوده، او د هستوي ترهګرۍ توازن... کیدای شي د هغې په مخ نیوي کې مرسته کړې وي. خو زه په دې بشپړ ډاډه نه یم؛ وروسته بیا، په دې اوږدو کلونو کې، دا پوښتنه هیڅ راپورته شوې نه وه. هغه څه چې اوس ما تر ټولو ډیر ځوروي، د انډول بې ثباتي ، د اوسني وضعیت خورا لوی ګواښ، د وسلو د سیالۍ ویرونکي ضایع کول دي ... موږ هر یو مسؤلیت لرو چې په دې اړه په نړیوالو شرایطو کې په زغم، باور او صداقت سره فکر وکړو، د ایډیالوژیکي توکمپالنې، تعصبي ګټو، یا ملي غرور څخه پاک واوسو. انډری سيخاروف

سرچينې