میخایل ګورباچف

میخایل سرګي یویچ ګورباچوف (زیږون: د ۱۹۳۱ زکال د مارچ ۲ مه – مړینه؛ د ۲۰۲۲ زکال د اګست ۳۰ مه) د روسیې او پخواني شوروي اتحاد سیاستوال و چې د شوروي اتحاد د وروستي رهبر په توګه یې خدمت وکړ. له ۱۹۸۸ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال پورې د شوروي اتحاد د مشر په توګه نوموړي له ۱۹۸۸ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې د شوروي اتحاد د رهبرۍ د عالي شورا د مشر، له ۱۹۸۹ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال پورې د شوروي اتحاد د جمهوریتونو د عالي شورا د مشر او له ۱۹۹۰ زکال څخه په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد د پاشل کېدو تر مهاله  پورې د شوروي اتحاد د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. له ایډیالوژیک پلوه ګورباچوف په پیل کې مارکسېزم – لینینېزم ته پابند و خو د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې یې د سوسیال دیموکراسۍ خوا ته مخه کړه.

میخایل ګورباچف
(روسي: Михаил Сергеевич Горбачёв د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
میخایل ګورباچف
میخایل ګورباچف

د شخص معلومات
پيدايښت۲ مارچ ۱۹۳۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه30 اگسټ 2022 (91 کاله)[۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو [۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتروسیه (۲۶ ډيسمبر ۱۹۹۱–۳۰ اگسټ ۲۰۲۲)
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (۲ مارچ ۱۹۳۱–۲۶ ډيسمبر ۱۹۹۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهباتيزم [۱۰][۱۱]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندد شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۵۰–۱۹۹۱)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهروسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)روسي [۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهسياست [۱۳]
ډیموکراټیک کېدنه [۱۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثرآنتونیو ګرامشي   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اندرا ګاندي جایزه (۱۹۸۷)[۱۴]
گرمي جایزه
 فلاډلفیا لبرټی میډل [۱۵]
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
میخایل ګورباچف
میخایل ګورباچف

ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه (روسي او انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګورباچوف د ستاوروپول سیمي په پریولونوی سیمه کې په یوه روسي او اوکرایني بېوزله کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی چې د ستالین د واکمنۍ پر مهال را لوی شو، د ځوانۍ پر مهال یې وړاندې له دې چې له کمونیست ګوند سره چې د مارکسېزم – لینینېزم د رایجو دوکتورینو له مخې یې شوروي اتحاد د یو ګوندي دولت په توګه اداره کوه؛ یوځای شي په یوه اشتراکي کرونده کې یې د غلو ټولونکی ماشین چلاوه. نوموړي هغه مهال چې د مسکو په دولتي پوهنتون کې یې زده کړې کولې په ۱۹۵۳ زکال کې یې له رایسا تیتارنکو سره وړاندې له دې چې په ۱۹۵۵ زکال کې له حقوقو پوهنځي فارغ شي؛ واده وکړ. ستاوروپل ته له کډه کولو وروسته یې د کومسومول د ځوانانو له سازمان سره کار وکړ او د ستالین له مړینې وروسته نوموړی د نیکیتا خروشچوف د ستالیني سیاستونو د ختمونکو اصلاحاتو له پیاوړو پلویانو څخه شو. نوموړی په ۱۹۷۰ زکال کې د کمونیست ګوند د ستاوروپل سیمه ئیزې څانګې لومړی منشي وټاکل شو او دلته یې د دندې ترسره کولو پر مهال د ستاوروپل د لوی کانال پر جوړېدو څارنه کوله. په ۱۹۷۸ زکال کې مسکو ته راوګرځېد څو د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې منشي توب وکړي، همدا و چې په ۱۹۷۹ زکال کې یې حاکمې سیاسي کمېټې ته هم لار ومونده. د شوروي د رهبر لئونید برژنف له مړینې درې کاله وروسته او همدارنګه د یوري آندروپوف او کنستانټین چرننکو له لنډ مهالو واکمنیو وروسته په ۱۹۸۵ زکال کې نوموړی د ګوند د سیاسي دفتر له خوا د ګوند د عمومي منشي او د دولت د ډي فکټو رهبر په توګه وټاکل شو.[۱۶]

په داسې حال کې چې ګورباچوف د شوروي د دولت ساتنې او همدارنګه د هغو سوسیالیستي آرمانونو ته ژمن و، خو باور یې درلود چې یو لړ اساسي اصلاحاتو ته اړتیا ده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د ۱۹۸۶ زکال د چرنوبل ناورین رامنځته شو. هغه د شوروي – افغان جګړې څخه پر شا شو او د متحده ایالاتو له ولسمشر رونالډ ریګان سره یې د اټومي وسلو د محدودیت او د سړې جګړې د پای اړوند ناستې وکړې. په کور دننه د هغه ګلاسنوسټ («پرانیستو») سیاستونو د مطبوعاتو او د بیان آزادۍ ته لار برابره کړه؛ په داسې حال کې چې د هغه پروستریکا («په جوړښتونو د بیا کتنې») سیاستونه بیا په اقتصادي پرېکړو کې د موثریت په موخه د مرکزیت د له منځه وړو په لټه کې وو. د هغه دیموکراتیکو اقداماتو او د خلکو د منتخبو استازو د شورا جوړولو یو ګوندي دولت کمزوری کړ. د ۱۹۸۹ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال پورې هغه مهال  چې د ختیځ بلاک بېلابېل هېوادونه له مارکسېستي او لینینیستي حکومتونو لاس پر سر شول، ګورباچوف له پوځي مداخلې لاس ونیو. په کور دننه ملت پاله احساسات هم په مخ پر زیاتېدوني ډول د شوروي اتحاد د پاشل کېدو پر وړاندې ګواښ و چې له امله یې د مارکسېزم – لینینېزم سخت دریځو پلویانو په ۱۹۹۱ زکال کې د هغه پر ضد د کودتا ناکامه هڅه وکړه. له واک پرېښولو وروسته نوموړي د ګورباچوف بنسټ جوړ کړ، د روسیې د ولسمشرانو بوریس یلتیسین او ولادیمیر پوتین کلک منتقد وګرځېد او د روسیې د سوسیال دیموکراتیک خوځښت لپاره یې مبارزه وکړه. ګورباچوف په ۲۰۲۲ زکال کې له یوې دورې ناروغۍ وروسته ومړ.

ګورباچوف چې په پراخه کچه د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي د مهم شخصیت په توګه پېژندل کېږي؛ د هغه د ملاتړو او مخالفینو د بحثونو موضوع ګرځېدلی. هغه په پریمانه کچه ویاوړونه ترلاسه کړي چې له دې ډلې یې؛ سړې جګړې ته د پای ټکي اېښودلو، په شوروي اتحاد کې د نویو سیاسي آزادیو لپاره د لار برابرولو، په ختیځه او مرکزي اروپا کې د مارکسیستي – لینینیستي حکومتونو د پاشل کېدو د زغملو او همدارنګه د جرمني د بېرته یو موټي کولو له امله د سولې د نوبل نړیواله جایزه هم ترلاسه کړې. برعکس په روسیه کې بیا په هغه باندې د شوروي اتحاد د پاشل کېدو د چټکتیا له امله ملنډې وهل کېږي؛ هغه پېښه چې په نړیوال ډګر کې د روسیې د نفوذ د راکمېدو اوهمدارنګه د روسیې د اقتصاد د له منځه تلو لامل وګرځېده.

بهرني سیاستونه

د ۱۹۸۵ زکال په مۍ میاشت کې ګورباچوف د شوروي اتحاد په بهرنیو چارو وزارت کې د وینا پر مهال – د لومړي ځل لپاره یې مستقیما د خپل هېواد دیپلماتانو ته نغوته وکړه – د بهرني سیاست په برخه کې یې د اساسي بدلونونو اړوند خبرې وکړې. یو له هغو مهمو مسایلو څخه چې د هغه دولت ورسره مخ و په افغانستان کې د شوروي مداخله وه؛ له دې سره ۵ کاله کېدل چې کورنۍ جګړه پیل شوې وه. د جګړې پر مهال د شوروي پوځ درنه مرګ ژوبله لرله او سربېره پر دې د خلکو او پوځ ترمنځ د دغې مداخلې اړوند په زیاته کچه مخالفتونو شتون درلود. وروسته له هغه چې ګورباچوف واک ته ورسېد؛ په دغه جګړه کې یې له ښکېلتیا څخه د ځان خلاصون، لومړیتوب باله. هغه د ۱۹۸۵ زکال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان له مارکسیست پلوه مشر ببرک کارمل سره ولیدل او له هغه یې وغوښتل چې له خپل دولت څخه د عامه ملاتړ نه لرل تصدیق او له مخالفو ډلو سره د واک د وېش هوکړه ترسره کړي. همدغه میاشت د ګوند سیاسي دفتر له افغانستان څخه د شوروي د جنګي ځواکونو د ویستلو اړوند د ګورباچوف پرېکړه تائید کړه، خو شوروي ځواکونه د ۱۹۸۹ زکال تر فبروري میاشتې پورې په بشپړ ډول له افغانستان څخه وه نه وتل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ګورباچوف ته د سړې جګړې بېرته را ولاړ شوي کلک ګواښونه په میراث پاتې و. هغه له متحده ایالاتو سره د اړیکو په بیارغونه باور درلود؛ له دې سربېره نوموړی د اټومي جګړې له لرلید څخه وېرېدلی و او پوهېده چې ډېره لرې ده چې شوروي اتحاد دې تسلیحاتي سیالي وګټي. هغه فکر کاوه چې په لوړو نظامي لګښتونو دوامداره تمرکز به د داخلي اصلاحاتو په برخه کې د هغه پر هیلو ناوړه اغېز وکړي. په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر رونالډ ریګان هم د یوې اټومي جګړې له لرلید وېرېدلی و خو ښکارېده چې عملا د ترینګلیتاو د کمولو غوښتونکی نه و او د ترېنګالتیاوو کمښت او تسلیحاتي کنټرول ته یې شا کړې وه؛ هغه د پوځي ځواک په زیاتولو لاس پورې کړ او شوروي اتحاد یې «شیطاني سترواکي» وبلله.  [۲۱][۲۲]

ګورباچوف او ریګان دواړه د سړې جګړې اړوند د یوې غونډې د ترسره کولو په لټه کې و، خو دواړه په خپلو هېوادونو کې له دې امله له یو لړ مخالفتونو سره مخ شول. هغوی د ۱۹۸۵ زکال په نومبر میاشت کې د سویس په جینوا کې د یوې ناستې په کولو هوکړې ته ورسېدل. ګورباچوف د متحده ایالاتو له ناټو ملاتړو سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې و؛ همدا و چې د ۱۹۸۵ زکال په اکتوبر میاشت کې یې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا میتران سره په فرانسه کې ولیدل. په جینوا ناسته کې د ګورباچوف او ریګان ترمنځ بحثونه به ځیني مهال ډېر ګرم شول او ګورباچوف په پیل کې دې باور ته رسېدلی و چې امریکايي سیال یې «داسې نه ښکاري هغه څه چې زه وایم ویې دې اوري». دوی دواړو په افغانستان او نیکاراګوا کې د سړې جګړې د نیابتي جګړو او همدارنګه د بشري حقونو د مسایلو پر سر له خبرو سربېره د متحده ایالاتو د ستراتیژیکې دفاع په نوښت هم خبرې وکړې او ګورباچوف ورسره کلک مخالف و. د دوی دواړو مېرمنو هم په دغه ناسته کې له یو بل سره وخت تېر کړ او خبرې یې سره وکړې. دغه ناسته د دوه مشترکو پرېکړو په کولو چې له اټومي جګړې څخه به ډډه کوي او همدارنګه به دوه نورې ناستې کوي چې یوه به یې په ۱۹۸۶ زکال کې په واشنګټن ډي سي او بله به په ۱۹۸۷ زکال کې په مسکو کې ترسره کېږي؛ پای ته ورسېده. له دغې ناستې وروسته ګورباچوف پراګ ته ولاړ څو د وارسا تړون نور مشران هم له دغو بدلونونو څخه خبر کړي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ګورباچوف د ۱۹۸۶ زکال په جنوري میاشت کې د شلمې پېړۍ تر پایه د نړۍ د اټومي وسلو د له منځه وړو په موخه خپله عملي درې پړاوه لرونکې طرحه اعلان کړه. وروسته یې د ۱۹۸۶ زکال په اکتوبر میاشت کې له ریګان سره د ایسلنډ په ریکجاویک کې له لیدنې (د ریکجاویک غونډه) سره هوکړه وکړه. ګورباچوف غوښتل د متحده ایالاتو د ستراتیژیک دفاعي پروګرام له نه ترسره کېدو ډاډ ترلاسه کړي او په بدل کې به یې د شوروي اتحاد لرې مزل وهونکي اټومي توغندي تر ۵۰ سلنې پورې را کم کړي. دواړو مشرانو د اټومي وسلو په راکمولو هوکړه وکړه خو ریګان د خپل دفاعي پروګرام له پای ته رسولو ډډه وکړه او د دوی ترمنځ په دې اړوند هېڅ هوکړه ترسره نه شوه. له غونډې وروسته د ریګان ډېری پلویانو د اټومي وسلو د له منځه وړو پر سر د هغه په هوکړې نیوکه وکړه. ورته مهال ګورباچوف د ګوند سیاسي دفتر ته وویل چې ریګان «تر ډېره بدوي، وحشي او له فکري پلوه کمزوری سړی دی». [۲۸]

شخصیت

د ګورباچوف د پوهنتون ملګري ملینار نوموړی د «وفاداره او رښتیني» کس په توګه توصیف کړی. نوموړی پر ځان باوري، مودب او با نزاکته و چې ښه خوی یې درلود او تل خوش باوره و. هغه به له تحقیر کوونکو ټوکو او کله هم له ښکنځلو کار اخیست او تر ډېره به یې دریم کس ته اشاره کوله. نوموړی ماهر مدیر و او ښه حافظه یې لرله. په کار باندې د معتاد کس په توګه د ګوند د عمومي منشي توب پر مهال به د سهار په ۷:۰۰ یا ۸:۰۰ بجو له خوبه پاڅېده او د شپې تر ۱:۰۰ یا ۲:۰۰ بجو به نه ویده کېده. نوموړی به د سهار په ۹ یا لس بجو د ښار له لویدیځې څنډې څخه د خپل کاري دفتر پر لور تله او د شپې په اتو بجو به کورته راتله. تاوبمن نوموړی د «ډېر غوړه سړي» په توګه بللی؛ د هغه په آند ګورباچوف «په لوړو اخلاقي معیارونو» سمبال و.

ژوروس مدودوف هغه یو پیاوړی ویناوال باله او په ۱۹۸۶ زکال کې یې څرګنده کړه چې د لئون تروتسکي له مهاله «په ډېر احتمال سره ګورباچوف په ګوند کې د لوړو ځایګیو لرونکو په کتار کې تر ټولو ښه وینا وال دی». مدودوف څرګندوي چې ګورباچوف «کاریزماتیک رهبر» و، په داسې حال کې چې برژنف، آندروپوف او چرننکو کاریزماتیک رهبران نه و. دودر او برانسون نوموړی «هغه جاودګر بللی چې شکونه یې د نورو له افکارو لرې کول او تل یې هڅه کوله هر څه له ټولو سره شریک کړي، یا لږ تر لږه د انتقاد کچه کمرنګه کړي». مک کاولي په دې باور و چې ګورباچوف د خپلې واکمنۍ پر مهال د سخت دریځو مارکسېست – لینېنېستانو او لیبرالېستانو ترمنځ «په ډېره ښه توګه د خپل پیاوړي تکتیکي مهارت» له مخې خپل ځایګی ساتلی و، خو څرګندوي چې هغه «په تاکتیکي او لنډ مهاله سیاستونو کې د ستراتیژیکو او اوږده مهاله تفکر په پرتله ډېر ماهره و»؛ هغه هم تر ډېره پورې له دې امله چې ده ته «د زهرو په منځ کې د پالیسي جوړولو مسئولیت ور تر غاړې و». [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

دودور او برانسون څرګندوي چې ګورباچوف «تر هستې پورې یو روسي او کلک وطن پرست و، بشپړ د هغو وګړو څېر چې په سرحدي سیمو کې ژوند کوي». تاوبمن همدارنګه څرګندوي چې دغه شوروي رهبر «د ځان لوړ بللو او ځان خوښونې یو حس درلود» او په دې سره د خپلو یو شمېر همکارانو «پام او ستاینې ته یې اړتیا لرله». همکاران یې تر ډېره له دې امله چې هغه به خپل مسئولیتونه ناتمامه پرېښودل، ناهیلي کېدل او ځینې مهال به یې دا احساس کاوه چې د هغه د ستاینې او پام وړ نه ګرځي. بیوګرافي لیکونکي دودور او برانسون څرګندوي چې ګورباچوف «په خپل شخصي ژوند کې له نظم سره په لېوالتیا لرلو یو پاک لمنی» و. تاوبمن څرګندوي چې «هغه د محاسبه شوو اغېزو د له منځه وړو وړتیا لرله». د هغه پر خبره په ۱۹۹۰ زکال کې هغه مهال چې داخلي محبوبیت یې مخ پر کمېدو شو، «له رواني پلوه له هېواد بهر یې د ځان اشباع ته اړتیا لرله»، هغه ځانګړنه چې له امله یې له شوروي اتحاد څخه بهر له نیوکو سره مخ شو. مک کالي پر دې باور و چې «د هغه د کمزورتیا یو له ټکو څخه هم د خپلو کړنوعواقبو ته د پام لرنې د وړتیا نه لرل و». [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

مړینه

ګورباچوف د ۲۰۲۲ زکال د اګست په ۳۰ مه د ۹۱ کلونو په عمر د مسکو په مرکزي روغتون کې ومړ. نوموړی د یوې اوږد مهاله شدیدې ناروغۍ وروسته ومړ چې د روغتون د راپور له مخې د ۲۰۲۰ زکال له پیل څخه د ډاکټرانو تر دوامداره پالنې لاندې و. هماغه ډول چې نوموړي په خپل وصیت کې غوښتي و د مسکو په نوودویچي هدیره کې د خپلې مېرمن رایسا په خوا کې خښ کړای شو. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

ګورباچوف د روسیې په تاریخ کې تر ټولو ډېر عمر کوونکی واکمن و چې له الکساندر کرنسکي او د شوروي اتحاد د اسمي رهبر واسیلی کوزنتسوف څخه چې دواړه د ۸۹ کلنۍ په عمر مړه شول، مخکې شو. نوموړی په ۱۹۸۸ زکال کې د ګئورګي مالنکوف له مړینې وروسته د شوروي اتحاد یوازنی ژوندی پاتې شوی رهبر و او همدارنګه یوازنی هغه رهبر و چې د شوروي اتحاد د موجودیت پر مهال زېږېدلی و.

د مړینې اړوند غبرګونونه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ګورباچوف د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړه او په هغه روغتون کې چې نوموړی مړ شو؛ د هغه مړي ته یې د درناوي مراسم ترسره کړل، خو د کریملین د ویاند دیمیتري پسکوف په خبره د کاري مصروفیتونو له امله یې د هغه د جنازې په مراسمو کې ونډه نه لرله. ولسمشر پوتین له دې سره د نوموړي کورنۍ ته د تلګرام په استولو نوموړی د «هغه سیاستوال او دولت مشر په توګه یاد کړ چې سیاسي اصلاحاتو یې د نړۍ پر تاریخ اغېز لرلی». د ګورباچوف نږدې ملګري الکسی وندیکتوف په دې «خواشیني» څرګنده کړه چې پوتین د هغه ټول سیاسي اصلاحات له منځه وړي. د روسیې د فدرال ولسي جرګې (دولتي ډوما) مرستیال ویتالي میلونوف د ګورباچوف اړوند مثبت لیدلوری نه درلود او څرګنده یې کړه چې هغه د روسیې لپاره «له هیلټر څخه بد» و. ورته مهال د روسیې د کمونیست ګوند رهبر ګنادی زیوګانوف څرګنده کړه چې ګورباچوف هغه رهبر و چې حکومت یې «زموږ د ټولو وګړو لپاره غم، بدبختي او مطلقې ستونزې» رامنځته کړې. د اروپايي کمیسیون مشر اورسولا فون در لاین، د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کاندولیزا رایس او د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر میشل مارتین د ټویټرونو په کولو سره هغه ته درناوی وکړ. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش څرګنده کړه چې ګورباچوف د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جیمز بېکر په څېر «یو بې ساری دولت چلونکی و چې د تاریخ لوري ته یې تغیر ورکړ له دې سربېره پیاوړی نړیوال رهبر، څو اړخونو ته پام لرونکی او د سولې څخه نه ستړی کېدونکی مدافع و»؛ هغه زیاته کړه چې «تاریخ به میخایل ګورباچوف د هغه کس په توګه په یاد ولري چې خپل لوی ملت یې د سړې جګړې د پای په اډانه کې د دیموکراسۍ خوا ته رهبري کړ». د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو څرګنده کړه چې «نوموړي د سړې جګړې له پای ته رسولو سره مرسته وکړه، په شوروي اتحاد کې یې اصلاحات ومنل، د اټومي وسلو ګواښ یې راکم کړ او لوی میراث یې له ځانه پرېښود». د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون څرګنده کړه چې هغه «یو سوله غوښتونکی شخصیت و او انتخابونو یې د روسانو د آزادۍ لپاره لاره پرانیسته». د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ګورباچوف د «پام وړ لیدلوري لرونکي کس» په توګه یاد کړ. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

شخصیت

سیاست

سرچينې