اوونۍ

د سپوږميز کال د مياشتې څلورمه برخه چې اووه ورځې کيږي.
اوونۍاپرېلوریشوال
ونۍ۱۳۲۵۴
يونۍ۱۴۲۶۵
دوه نۍ۱۵۲۷۶
درې نۍ۱۶۲۸۷
څلرنۍ۱۷۲۹۸
پينځه نۍ۱۸۳۰۹
جمعه۱۹۳۱۱۰

اوونۍ چې له اوو ورځو ونۍ، يونۍ، دوه نۍ، درې نۍ، څلرنۍ، پنځه نۍ او جمعه څخه جوړه ده هغه وېش دی چې له لرغونې زمانې پرې مياشتې او کلونه وېشل شوي ديپه پاړسي ژبه کې (هفته) په کالښود کې د مهال هغه برخه ده چې له اوو ورځو جوړه وي. دا د کالښود يوازنۍ برخه ده چې طبيعي بنسټ لري. شواروز د ځمکې پر چوليځ (محور) د هغې يوې بشپړې څرخېدنې وخت ته وايي، يانې چې بنسټ يې پر پنځ (طبيعت) ولاړ دی. کال د لمر پر شاوخوا باندې د ځمکې يوه وار بشپړ څرخېدلو وخت دی چې بنسټ يې پر يوه طبيعي پېښه باندې تکیه لري. خو اوونۍ داسې نه ده. په بېلابېلو اديانو کې د اوونۍ د ورځو لپاره د اووه عدد د ټاکلو لپاره ځينې توجيهات راغلي دي. خو داسې شواهد شته چې اوونۍ د ډېرو هغو لرغونو ولسو له خوا لا پېژندل شوې وه، چې په عيسويت يا نورو اديانو بيخي خبر نه ول .[۱]

د پیړۍ نمبرونه

د نړۍ نقشه د اونۍ لومړۍ ورځ ښیې چې په بېلابېلو هېوادونو کې کارول کیږي د عامه ځايي ډېټا پربنسټ[۲]     دوه نۍ      جمعه      پيلنۍ      يونۍ
په نقشه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د رخصتۍ ورځ ښودل شوې د عامه ځايي ډېټا پربنسټ[۲]     دوه نۍ      جمعه      پيلنۍ      يونۍ

سرچینیې