براندېنبورګ

د جرمني په شمال ختيځ کې يو ايالت
(له براندنبورگ نه مخ گرځېدلی)

براندنبورګ په الماني: Brandenburg) د المان یو ايالت دی.[۱]د براندنبورگ ايالت، د المان په شمال ختيځ کې پروت دی. دغه ايالت د جرمني پر پايتخت برلين باندی راگرځيدلی دی، او د ۲۹،۴۷۷ کيلومتره مکعبه مساحت په درلودلو سره د المان د ډيرو هوارو مځکو درلودونکو، ايالتونو څخه بلل کيږي . د دغه ايالت مرکز پوتسدام، پخوا د پرويس د پاچا هانو دربار ؤ. په دغه ځای کی بې شمېره ماڼۍ او شاهي پارکونه، د هغه وخت د طلايی وختونو شهادت ورکوي. د ښايسته معماريو په درلودلو، د ښه زيربنا له کبله او همدارنگه برلين ته د نژديوالی په خاطر، په دغه ايالت کی د ژوند کيفيت ډېر لوړ دی.

Brandenburg
رسمي نښان

د براندنبورګ آیالات بیرغ

Brandenburg
د Brandenburg انځور
د Brandenburg انځور
د Brandenburg انځور

Map
Brandenburg

Map
کورډېناټونه: ۵۲°۲۱′۴۳″شمال ۱۳°۰۰′۲۹″ختیځ / 52.361944444444°شمال 13.008055555556°ختيځ / 52.361944444444; 13.008055555556   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
د رامنځته کېدو نېټه۳ اکتوبر ۱۹۹۰  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیوادالمان
مرکزپوتسدام
اداري وېش
حکومت
 • هيئةLandtag of Brandenburg
 • والیدیتمر وویدکي (کينډۍ:Polparty)
 • Governing partiesکينډۍ:Polparty / کينډۍ:Polparty
 • Bundesrat votes4 (of 69)
پراخوالی
 • Total۲۹٬۴۷۸٫۶۳ کلوميټر٢ (۱۱٬۳۸۱٫۷۶ میله  مربع)
لوړوالی0 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2017-12-31)[۳]
 • Total۲,۵۰۴,۰۴۰
 • د نفوسو کثافت۸۵/کلوميټر٢ (۲۲۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زونCET (ه.ن.و+1)
 • د اوړي وختCEST (ت.ع.م +2)
جيو کوډ2945356[۴]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166DE-BB
موټر پلېټformerly: BP (1945–1947), SB (1948–1953)[۵]
خورلڼې ښارونه
GDP (nominal)€73 / $87 billion (2018)[۶]
GDP per capita€29,411 / $34,700 (2018)
NUTS RegionDE4
HDI (2017)0.911[۷]
very high · 14th of 16
رسمي وېبپاڼهbrandenburg.de
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لنډ معلومات

  • نفوس: ۲،۵۰ ميليون
  • مساحت: ۲۹۰۴۷۷کيلومتر مکعب
  • ايالتي مرکز: پوتسدام
  • د جوړېدو نېټه: ۳،۱۰،۱۹۹۰
  • مهمه اقتصادی څانگه: ثقيل صنعت

د هواری مځکی يو پر دريمه برخه تر حفاظې اوساتنی لاندی ده.

د دې کبله چی براندنبورگ لاس نه خوړلی او د پوره اوبو درلودونکی طبيعت لری، نو دغه ايالت ورځ په ورځ د ټوريستانو د علاقې وړ هم گرځي . ددغه ايالت يو پر دريمه هواره مځکه، د لاس نه خوړلی طبيعت په حيث ساتل کيږي . بې حسابه سيندونه، د درو زرو په شاوخواکی بحيرې،د زړودرختو کُندې او لوی ځنگلونه ، د چکر او تفريح دپاره سيلانیان او سياحان ځانته راجذبوي .

دجرمني د پايتخت برلين پر شاوخوا، د دغه کمربند مهمه اقتصادی څانگه، د اوسپنی عنعنوي صنعت، دهوايی ترانسپورت تخنيک او کيمياوی صنعت دی .په اوس وخت کی نوې تکنالوژی لکه د چاپيریال ساتنی تخنيک او بيوـ تکنالوژی ، د نورو تر څنگ د ماکس پلانک او فراونهوفر بې حسابه انستيتونه په براندنبورگ کی موجود دي .

د پرويسانو تاريخ

د براندنبورگ نوم په هافل کی د برينابورگ څخه چی پاچا،هاينریش اول په۹۲۹ کی د سلاويانو څخه تصرف کی، اخيستل سوی دی . تر څوارلسمی پیړۍ پوری دغه ځای د جرمنی د پاچاهانو سيمه وه. په نولسمه او شلمه پيړۍ کی براندنبورگ د برلين سره یو ځای د آلمان او د پرويسيانو په سیاسی مرکز واوښتۍ . بلاخره په ۱۹۴۷کال کی پرويسيان د متحدينو د کنترول د شورا لخوا منحل سوه .براندنبورگ پر ناحيو باندی وويشل سو،يوه برخه يې ( ډي ـ ډي ـ آر) يا شرقی آلمان ته ولاړه. د جرمني تر بيايوځای کېدو وروسته ،براندنبورگ د جرمنی د ايالت په حيث نوی تأسيس سو، يعنی د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر پر دريمه د جرمني د بيا اتحاد په ورځ .

سرچينې