برلين

برلین (/bɜːrˈlɪn/ bur-LIN، آلماني: [bɛʁˈliːn]) د آلمان یا جرمني پلازمېنه او د مساحت او نفوس دواړو له مخې د دغه هېواد لوی ښار دی. په ښاري حدودو کې دننه نفوس له مخې، په دغه ښار کې ۳.۷ میلیونه تنه اوسېږي او په دې توګه د اروپايي اتحادیې تر ټولو ګڼ مېشته ښار هم دی. برلین، چې د آلمان له شپاړسو ایالتونو څخه یو ایالت دی، د برانډنبورګ ایالت لخوا احاطه شوی او د برانډنبرګ له مرکز پوټسدام سره نښلېدلی دی. د برلین ښاري سیمه چې شاوخوا ۴.۵ ملیونه نفوس لري، له روهر وروسته په آلمان کې دویمه ډېره ګڼ مېشته یا ډېر نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. د برلین–برانډنبرګ مرکزي سیمه له شپږ ملیونو ډېر اوسېدونکي لري او له راین–روهر او راین–مین سیمو وروسته د آلمان درېیمه لویه ښاري سیمه ده.[۱][۲][۳][۴][۵]

برلين
بە ئەڵمانی: Berlin
برخه دBerlin-Brandenburg Metropolitan Region، agglomeration of Berlin
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۱۲۴۴
رسمي نښهBerlin
لنډنومB
IPA transcriptionbərˈlɪn، bɛʁ.lɛ̃
Archives atLandesarchiv Berlin
Official languageآلماني ژبه
لويه وچهاروپا
هېوادجرمني
Capital ofجرمني
ځاي د هيواد په برخه کېجرمني
وختزون موقعيتCentral European Standard Time (GMT+1)
Enclave withinبراندېنبورګ
کوارډينېټي موقعيت۵۲°۳۱′۰″N ۱۳°۲۳′۰″E
Coordinates of easternmost point۵۲°۲۶′۱۶″N ۱۳°۴۵′۴۰″E
Coordinates of northernmost point۵۲°۴۰′۳۱″N ۱۳°۲۸′۴۶″E
Coordinates of southernmost point۵۲°۲۰′۱۹″N ۱۳°۳۸′۵۳″E
Coordinates of westernmost point۵۲°۲۵′۱۱″N ۱۳°۵′۱۸″E
ترټولو لوړه څوکهArkenberge
Office held by head of governmentGoverning Mayor of Berlin
د حکومت مشرKai Wegner
Legislative bodyAbgeordnetenhaus of Berlin
Highest judicial authorityConstitutional Court of the State of Berlin
Public holidayد ښځو نړیواله ورځ
د وگړو شمېر۳٬۷۵۵٬۲۵۱
د سمندر له سطحې جګوالی۳۴±۱ متر
خورلڼې ښارونهکيېف
Shares border withبراندېنبورګ
واک ورپاته کيدنه لهAlt-Berlin، East Berlin
Language usedآلماني ژبه، Berlin German
Award receivedFührerstadt، City of Design، Princess of Asturias Award for Concord
Connects withEuropean route E55
سيمه۸۹۱٫۱۲ کیلومتره مربع
پوستي کوډ10115–14199
رسمي وېبځیhttps://www.berlin.de/politik-verwaltung-buerger/
HashtagBerlin
Flagflag of Berlin
Coat of armscoat of arms of Berlin
Geography of topicgeography of Berlin
Economy of topiceconomy of Berlin
Demographics of topicdemographics of Berlin
District heating gridBerliner Fernwärmenetz
Time of earliest written record۱ی جنوري ۱۲۳۷
Official map URLhttps://www.berlin.de/stadtplan/
Mastodon instance URLhttps://berlin.social، https://mastodon.berlin
Local dialing code030
Licence plate codeB
Category for honorary citizens of entityCategory:Honorary citizens of Berlin
Map

برلین د سپري سیند پر څنډو غځېږي، کوم چې د سپنداو په لویدیځ کې هافل (د ایلب مرستندوی سیند) ته بهېږي. د دغه ښار له اصلي توپوګرافیک ځانګړتیاو څخه په لوېدیځ او سوېل ختیځ برخو کې شته ګڼ جهيلونه دي چې د سپري، هافل او دامه رودونو لخوا رامنځته شوي او ترټولو لوی یې د موګېلسي جهيل دی. د اروپا په دښته کې یې د موقعیت له امله، برلین د معتدل موسمي اقلیم تر اغېزې لاندې راځي. د ښار شاوخوا یو پر دریمه برخه له ځنګلونو، پارکونو، باغونو، سیندونو، کانالونو او جهيلونو څخه جوړه ده. [۶]

دا چې برلین په ۱۳مه پېړۍ کې تر ټولو لومړی مستند شوی او همدا راز دوې مهمې تاریخي سوداګریزې لارې ترې تېرې شوې وې، دا ښار د برانډنبرګ د مارګراویټ دولت (۱۴۱۷-۱۷۰۱)، د پروشیا پادشاهۍ (۱۷۰۱-۱۹۱۸)، د جرمني امپراتورۍ (۱۸۷۱ - ۱۹۱۸)، د وایمار جمهوریت (۱۹۱۹-۱۹۳۳)، او دریم رایش (۱۹۳۳-۱۹۴۵) پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۰ لسیزه کې برلین په نړۍ کې دریمه لویه ښاروالي وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته او ورپسې د فاتحو هېوادونو له خوا تر اشغال وروسته دا ښار ووېشل شو؛ لويديځ برلين د لويديځ المان يوه جلا شوې سیمه شوه، چې د برلين دېوال (د ۱۹۶۱ له اګست څخه د ۱۹۸۹ تر نوامبر پورې) او د ختيځ المان د سیمې په وسیله احاطه شو. ختیځ برلین د ختیځ آلمان پلازمېنه اعلان شوه، په داسې حال کې چې بن د لویدیځ آلمان پلازمېنه شوه. په ۱۹۹۰ کال کې د آلمان تر بیا یوځای کېدو وروسته، برلین یو ځل بیا د ټول آلمان پلازمېنه شوه.[۷]

برلین د نړۍ د کلتور، سیاست، رسنیو او علم ښار دی. د دغه ښار اقتصاد پر لوړو او پرمختللو تخنیکي شرکتونو او د خدماتو پر سکټور ولاړ دی، چې د تخلیقي صنعتونو، څیړنیزو تاسیساتو، رسنیزو مؤسساتو او د غونډو د ځایونو یوه متفاوته لړۍ پکې شاملېږي. برلین د هوايي او ریل ټرافیک لپاره د لویې وچې یا براعظمي مرکز په توګه کار کوي او د عامه ترانسپورت خورا پیچلې شبکه لري. دا ستر ښار یو مشهور سیاحتي ځای هم دی. په پام وړ صنعتونو کې یې آی ټي، درمل جوړونه، بایو میډیکل انجینري، صفایۍ ټکنالوژي، بایو ټیکنالوژي، ساختماني او برقیات شامل دي.[۸][۹][۱۰]

برلین د نړۍ معتبر پوهنتونونه هم لري، لکه د همبولډ پوهنتون، تخنیکي پوهنتون، آزاد پوهنتون، د هنرونو پوهنتون، د برلین د ادارې او تکنالوژۍ اروپایي پوهنتون (ESMT)، او د برلین بارډ کالج. د دغه ښار ژوبڼ په اروپا کې ترټولو ډېر لیدل شوی ژوبڼ دی او په ټوله نړۍ کې یو له خورا مشهورو هغو څخه دی. بابلزبرګ یې د نړۍ لومړی ستر فلمي سټوډیو کمپلیکس دی، چې له کبله یې برلین د نړیوالو فلمونو د تولید خورا مشهور ځای دی. دغه ښار د جشنونو، متنوع معمارۍ، شپني ژوند، معاصرو هنرونو او د ژوند خورا لوړ کیفیت له پلوه یو پېژندل شوی ښار دی. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ډیموګرافي

د ۲۰۱۸ کال په پای کې، د برلین ښاري دولت په ۸۹۱.۱ کیلومتره مربع (۳۴۴.۱ مربع میل) ساحه کې ۳.۷۵ ملیون اوسېدونکي راجسټر کړي وو. د ښار د نفوس تراکم په هر کیلومتر مربع کې ۴۲۰۶ تنه و. برلین په اروپایي اتحادیه کې ترټولو ګڼ نفوسه ښار دی. په ۲۰۱۹ کال کې د برلین ښاري سیمې (urban area) شاوخوا ۴.۵ ملیونه اوسېدونکي لرل. تر ۲۰۱۹ کال پورې فعالې ښاري سیمې (functional urban area) هم ۵.۲ ملیونه مېشت وګړي لرل. د برلین-برانډنبورګ ټوله مرکزي سیمه (capital region) هم په ۳۰۵۴۶ کیلومتره مربع (۱۱۷۹۴ مربع میل) مساحت کې له ۶ ملیون څخه ډېر نفوس لري.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ژبې

جرمني یا آلماني ژبه په برلین کې رسمي او ډېره ویل کېدونکې ژبه ده. دا د لوېدیځو آلماني ژبو له ډلې یوه ژبه ده چې ډېری لغتونه یې د هندو-اروپایي ژبې کورنۍ له آلماني څانګې څخه اخیستل شوي. الماني د اروپايي اتحادیې له ۲۴ ژبو څخه یوه ده، او د اروپايي کمیسیون د دریو کاري ژبو له جملې څخه هم ده.[۲۵]

دین

د ۲۰۱۱ کال د سرشمېرنې له مخې، نږدې ۳۷ سلنه نفوس راپور ورکړی چې د قانوني پېژندل شوې کلیسا یا مذهبي سازمان غړي دي. پاتې کسان یا له داسې کوم سازمان سره تړاو نه لري او یا هم د دوی په اړه هېڅ معلومات نشته.[۲۶]

د ژوند کچه

د مرسر شرکت په وینا، برلین په ۲۰۱۹ کال کې د ژوند د کیفیت له پلوه د ښارونو په درجه بندۍ کې ۱۳ ځای درلود.[۲۷]

د مونوکل مجلې په وینا، برلین په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره ترټولو وړ ښارونو په لړ کې شپږم ځای خپل کړی و. د اکونومېست اطلاعاتو واحد بیا د نړۍ د ټولو ښارونو په کتار کې برلین ته ۲۱ ځای ورکړی. برلین د نړیوال ښاري ځواک شاخص انستیتوت د درجه بندۍ له مخې ۸ نمبر ښار دی.[۲۸][۲۹][۳۰]

د HWWI او برنبرګ بانک په وینا، برلین په ۲۰۱۹ کال کې د آلمان د ټولو ښارونو په پرتله غوره راتلونکی لرلید درلود. د فورسنګ سنسټیټوټ پروګنوس (Forschungsinstitut Prognos) د ۲۰۱۹ کال د څېړنې له مخې، برلین په آلمان کې له ټولو ۴۰۱ سیمو څخه ۹۲ نمبر و. دا ښار په پخواني ختیځ آلمان کې له جینا، ډریسډن او پوټسډم وروسته څلورمه درجه سیمه ده.[۳۱][۳۲][۳۳]

زېربناوې

ټرانسپورټ

سړکونه

د برلین د ترانسپورت زېربنا خورا پیچلې ده، چې د ښاري خوځښت یا تګ راتګ لپاره یوه متنوع لړۍ چمتو کوي. په ټولیز ډول ۹۷۹ پلونه له ۱۹۷ کیلومتره (۱۲۲ میل) د ښار دننه د اوبو لارو باندې تړل شوي دي. په برلین ښار کې ۵۴۲۲ کیلومتره (۳۳۶۹ میله) سړکونه شته، چې له دې جملې څخه یې ۷۷ کیلومتره (۴۸ میله) موټروې ده. په ۲۰۱۳ کال کې، په دغه ښار کې ۱.۳۴۴ ملیون موټر ثبت شوي. دا چې په ۲۰۱۳ کال کې په دغه ښار کې هرو ۱۰۰۰ تنو ۳۷۷ موټرونه لرل (په آلمان کې د هرو ۱۰۰۰ لپاره ۵۷۷ موټرونه)، دا ښار د هغه لویدیځ نړیوال ښار په توګه مطرح دی چې د موټرونو کچه پکې تر ټولو ټیټه ده. په ۲۰۱۲ کال کې شاوخوا ۷۶۰۰ رنګ شوې ټیکسۍ په دغه ښار کې چلېدلې. له ۲۰۱۱ کال راهیسې، د اپلیکېشن پر بنسټ یو شمېر الکترونیکي موټرونو او الکترونکي سکواټورونو خدماتو هم وده کړې ده. [۳۴][۳۵]

د تاريخ څرگندويه ښار

د المان د تاريخ زياتره اړخونه په برلين کي څرگندويه دي. په دويمه جهانې جگړه کي د نازيانو د ماتې وروسته دغه ستر ښار د څلورو فاتح متحدينو قدرتونو امريکا، فرانسې، برطانيې او روسيې تر منځ سره ووېشل سو. په ۱۹۶۱ م مېلادي کال دغه ښار بالاخره په رشتيا تقسيم کړل سو او د برلين په مېنځ کي دېوال ووهل سو. د سوليزه انقلاب په ترڅ کي د شرقي المان حکومت له منځه ولاړی. د۱۹۸۹ م مېلادي کال د نوامبر په نهه نېټه د ختيځ او لوېديځ المان تر منځ پوله ليري کړل سوه او پدې توگه المان بېرته يو هيواد سو.

برلين په بدلون کې

اوس برلين د المان د فېډرالي دولت پلازمېنه دی. پدغه ښار کي د المان پارلمان بونډس ټاگ او دپارلمان سره تړلي ټوله مهه دفترونه او ادارې ځای پر ځای دي. خو د وزارتونو سره تړلې بعضي داسي ادارې هم سته چي په پخوانۍ پلازمېنه بون کي ځای پر ځای دي. د حکومتي ودانيو ناحيه، د برانډن بورگ دروازه او ژانډارمن بازار د برلين هغه ځايونه دي کوم چي ددغه ښار د تاريخ شاهدان دي او د سېلانيانو لپاره زيات کشش لري. په سړ جگړه کي د پوسټامرپلاټڅ ځای ته د مړې تراړې نوم ورکول سوی و، خو اوس پدغه سيمه کي جگې جگې ودانۍ جوړي کړل سوي دي. د الېکزانډرپلاټڅ نومي ځای څېره هم د تاريخ په څپو کي بدله سوې ده. الېکزانډر پلاټڅ پخوا د ختيځ برلين مرکز و. په زياته بيا د ختيځ ښار برخې او ناحيې ددغه ښار د تاريخ په هکله ډېر څه څرگندوي. د برلين ښار په تيرو کلنو کي داسي بدل سوی دی چي حتی اوس د بعضو خلکو لپاره مشکله وي چي د برلين د پخواني ديوال پولي وپېژني.

کلتوري مرکز

د برلين ښار يوازي تاريخي ښار نه دی. ددغه ښار کلتوري څېره هم د ستاينې وړ ده. دښار د موزيم د جزيرې نومي په برخه کي زړې ودانۍ د پروسيا د پاچهۍ وختونو بېرته راژوندي کوي. سترومهندسانو لکه شينکل او لانگانس دلته د ودانيو په جوړولو سره خپل ځانونه ابدي کړي دي. د ښار ددغي برخي په بهترينه ودانيو کي د بوډه ميوزيم ودانۍ هم شمېرل کيږي. د ښارستر اپراتياترونه، سېنماوي، نندارتونونه او کوچني هنري تياترونه د دغه ښار د ښاريانو د ساعت تېرولو دنده په غاړه لري. دهر مېلادي کال په فروري مياشت کي د برليناله په نوم يوه لمانځنه او غونډه تر سره کيږي. پدغه غونډه کي د فلم او هنر سره تړاو درلودونکي ستوري راټوليږي.

سرچينې