بطلیموسي پاچاهي

بطلیموسي پاچاهي یا بطلیموسي سترواکي هغه لرغوني یوناني دولت ته ویل کېږي چې د هلنېستي دورې پر مهال یې مرکز په مصر کې و. دغه پاچاهي له میلاد وړاندې ۳۰۵ کال کې د لوی سکندر د نږدې کس او مقدوني جنرال بطلیموس لومړني سوتر له خوا تاسیس او له میلاد وړاندې ۳۰ کال کې د اوومې کلئوپاترا د مړینې تر مهاله د بطلیموسي لړۍ له خوا اداره شوه. بطلیموسیانو چې نږدې ۳ پېړۍ یې حکومت وکړ، د لرغوني مصر تر ټولو اوږده او وروستۍ لړۍ وه چې د دیني تلفیق او همدارنګه د یوناني – مصري کلتور د یو ځای کېدو پر مټ یې په بشپړه توګه نوې دوره رامنځته کړه. [۱][۲][۳][۴][۵]

مقدوني سکندر له میلاد وړاندې ۳۳۲ کال پر مهال د هخامنشي سترواکۍ په وړاندې د خپلو لښکرکشیو په ترڅ کې د فارس تر کنټرول لاندې مصر ونیو. له میلاد وړاندې ۳۲۳ کال کې د سکندر له مړینې وروسته د نوموړي سترواکي ډېر ژر د هغه د نږدې ملګرو او جنرالانو ترمنځ وویشل شوه. بطلیموس چې د سکندر تر ټولو باور وړ کس او جنرال و، له خپلو سیالانو څخه یې د مصر کنټرول خپل کړ او ځان یې د هغو حاکم اعلان کړ. په دې سره د سکندر له خوا تاسیس شوی د السکندریې یونانی ښار د څو راتلونکو پېړیو لپاره د یوناني کلتور، زده کړو او سوداګرۍ په مرکزي او مهم ښار واوښت. له سلوکي سترواکۍ سره د سوریې له جګړو وروسته د هغوی سیال یوناني دولت یا هم بطلیموسي پاچاهۍ خپل قلمرو ته پراختیا ورکړه چې په دغو کې د لیبیا ختیځ، سینا او شمالي النوبه شاملېده. [۶][۷]

بطلیموسیانو د دې لپاره چې د بومي مصري وګړو څخه مشروعیت ترلاسه او هغوی یې حکومت په رسمیت وپېژني، د یوناني باسلیوس لقب په خوا کې یې په خپلو نومونو کې د فرعون لقب هم ور زیات کړ؛ همدارنګه به په عامه محضر کې په مصري سبک او جامو کې راڅرګند کېدل. په داسې حال کې چې پاچاهۍ یې په کلکه سره خپلې یوناني ځانګړنې او کړنلارې لرلې، خو پېچلی دولتي اداري سیسټم یې درلود او د دغه هېواد له لویو اقتصادي منابعو څخه یې په پوځي، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د داسې حاکمې یوناني طبقې په ګټه کار اخیست چې په ډېر ندرت سره د مصر په ټولنه او کلتور کې ادغام شوې وه. ورته مهال مصري بومي وګړو بیا د دغه هېواد په سیمه ییزو او مذهبي بنسټونو خپل واک ساتلی و، خو په دولت کې یې په تدریج سره په دې شرط ځای وموند چې باید یوناني شوي وای . د لومړي بطلیموس څخه وروسته د هغه د زوی او ځای ناستي، دویم بطلیموس فیلادلفوس د واکمنۍ په پیل کېدو سره دوی مصري دودونو ته مخه کړه؛ د بېلګې په توګه د اوزیریس افسانې پر بنسټ دوی هم له خپلو خویندو او وروڼو سره ودونه کول او همدارنګه یې په مصري مذهبي چارو کې ونډه اخیسته. نوي معبدونه یې جوړ کړل، پخواني بېرته ورغول شول او کشیشانو بیاځلي سلطنتي ملاتړ ته لاسرسی وموند. [۸][۹][۱۰]

له میلاد وړاندې دریمې پېړۍ له نیمايي وروسته، بطلیموسي مصر د سکندر په ځای ناستو دولتونو کې تر ټولو بډایه او پیاوړی دولت او همدارنګه د یوناني تمدن پام وړ بېلګه وه. له میلاد وړاندې دویمې پېړۍ را وروسته یو لړ کورنیو شخړو او بهرنیو جګړو دغه پاچاهي کمزورې کړه او په مخ پر زیاتوالي ډول د روم جمهوریت ته اړونده شوه. د اوومې کلئوپاترا د واکمنۍ پر مهال چې د بطلیموسي ځواک د بېرته زیاتولو هڅه یې وکړه، مصر د روم په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې له امله یې وروستی هغه خپلواک یوناني دولت شو چې روم ونیو. رومي مصر د روم په بډایه ولایت او همدارنګه د مقدونیايي کلتور په مرکز واوښت. له همدې امله له میلاد وروسته ۶۴۱ کال کې د مسلمانانو له خوا د مصر د فتحې تر مهاله یې رسمي او سوداګریزه ژبه یوناني وه. ورته مهال سکندریه هم د منځنیو پېړیو تر پایه پورې د مدیترانې د مخکښ ښار په توګه وځلېده. [۱۱][۱۲]

تاریخچه

په مصر کې د بطلیموسي سلطنت دوره د هلنېستي دورې یو له غوره مستندو شوو دورو څخه ده ځکه چې دغه مهال ته اړوندې ګڼ شمېر پاپیروس پاڼې او ستراکون لوښي کشف شوي چې په کوینه یوناني او مصري ژبو باندې پرې لیکنې شوې دي. [۱۳]

مخینه

له میلاد وړاندې ۳۳۲ کال کې د مقدونیې پاچا، مقدوني سکندر په مصر برید وکړ، دغه مهال مصر هخامنشي سترواکۍ ته اړونده ساتراپي (ولایت) وه چې د مصر د ۳۱مې لړۍ له مهاله د سترواک دریم اردشېر تر واکمنۍ لاندې و. سکندر ممفیس ته سفر وکړ او په سیوه کې د آمون بت لیدو ته ورغی. په دې سره د آمون کاهنانو هغه د آمون زوی وباله. [۱۴]

سکندر د مصریانو مذهب ته په درناوي کولو مصریان په ځان راغونډ کړل، خو هغه د دغه هېواد په لوړ پوړو څوکیو باندې یوازې مقدوني وګړي وګمارل او د سکندریې په نامه یې نوې یوناني پلازمېنه تاسیس کړه. په دې سره سکندر د مصر له شتمنۍ څخه د هخامنشي سترواکۍ د پاتې برخو په نیولو کې ګټنه وکړه. له میلاد وړاندې ۳۳۱ کال په لومړیو کې نوموړی د فنیقیې پر لور د ځواکونو د لېږلو په موخه حرکت ته چمتو شو. دغه مهال ده د نقراطس کلیومینس په خپل غیابت کې د مصر واکیال وټاکه، خو سکندر بیا هېڅکله مصر ته راستون نه شو.

تاسیس

له میلاد وړاندې ۳۲۳ کال پر مهال په بابل کې د سکندر له مړینې وروسته د هغه د باور وړ کسانو او جنرالانو ترمنځ د ځای ناستوب کړکېچ رامنځته شو. په پیل کې پردیکاس د سکندر د میرني ورور او وروسته د دریم مقدوني فیلېپ اریدائوس د نایب السلطنت او وروسته یې د دریم فیلېپ او د سکندر د ماشوم زوی د نایب السلطنت په توګه چې د سکندر د زیږون پر مهال لا نه و زیږېدلی په ټولې دغې سترواکۍ واک وچلاوه. پردیکاس، بطلیموس چې د سکندر یو له نږدې ملګرو او جنرالانو څخه و د مصر د ساتراپ یا حاکم په توګه وټاکه. بطلیموس له میلاد وړاندې ۳۲۳ کال را وروسته د خپلو مشترکو پاچاهانو دریم فیلېپ او څلورم سکندر په استازولۍ په مصر حکومت وکړ. ورته مهال کله چې د مقدوني سکندر سترواکي وپاشل شوه بطلیموس ډېر ژر ځان کور واکه واکمن اعلان کړ. ده په بریالیتوب سره وکولای شول له میلاد وړاندې ۳۲۱ کال کې د پردیکاس پر وړاندې د مصر دفاع وکړي او په دې سره یې په مصر او نورو نږدې سیمو کې د ډیاوډوخي جګړو (له میلاد وړاندې ۳۲۲ – ۳۰۱ کال) پر مهال خپل ځایګی تثبیت کړ. له میلاد وړاندې ۳۰۵ کال کې بطلیموس په خپل نامه کې د باسیلئوس او فرعون لقبونه اضافه کړل. هغه د بطلیموس لومړني سوتر («ژغورونکی») په توګه د بطلیموسي لړۍ بنسټ کېښود چې بیا یې د نږدې ۳۰۰ کلونو لپاره په مصر حکومت وکړ. [۱۵]

سرچينې