بلاکي زنځیر (بلاک چین)

بلاکي زنځیر د بلاکونو په نوم د اطلاعاتو/ډاټا مخ پر ودې نوملړ دی چې د کوډونو له مخې په خوندي توګه له یوبل سره اړوندېږي. هر بلاک له پخواني بلاک څخه لوګاریتمي کوډونه اخلي، مهالیز مهر (timestamp) او د لېږد وړ ډاټا لري (چې په ټولیزه توګه د مرکل ونې په توګه څرګندېږي چېرې چې د ډاټا غوټې (data nodes) د هغو د پاڼو په توګه څرګندېږي). مهالیز مهر ثابتوي چې د لېږد وړ ډاټا هغه مهال شتون درلود کله چې بلاک خپور شوی او لوګاریتم ته یې لار موندلې. له دې امله چې هر بلاک وړاندني بلاک ته اړوند اطلاعات لري، یو زنځیر جوړوي چې هر اضافي بلاک خپل مخکني بلاکونه پیاوړي کوي. له همدې امله بلاکي زنځیر د خپلې ډاټا د تغیر پر وړاندې قوي پاتې کېږي، ځکه له ثبت وروسته، د هر ټاکل شوي بلاک اطلاعات نه شي کېدلای د هغو د ورپسې ټولو بلاکونو د اطلاعاتو له بدلون پرته د هغو پخوانیو ته واړول شي. [۱]

بلاکي زنځیرونه معمولا له یو بل سره د سیالو (peer-to-peer) شبکو له مخې د ویشل شوي عامه لیچر (د راکړې ورکړې د ثبت کتابچې) په توګه په عمومي بڼه مدیریت کېږي؛ چېرې چې غوټې په ټولیز ډول د نویو بلاکونو د اعتبار ارزونې او اړیکو د ټینګښت په موخه یو پروتوکول ته پابندې دي. په داسې حال کې چې د بلاکي زنځیر سوابق د تغیر وړ نه دي؛ خو په فورکونو (نویو بلاکونو) کې بیا دغه چاره شونې ده، بلاکي زنځیرونه کېدای شي د خوندي طراحۍ له مخې په پام کې ونیول شي او د لوړې بیزانسي تېروتنې په زغملو سره د یو توزیع شوي محاسباتي سیسټم بېلګه وي. [۲]

بلاکي زنځیر په ۲۰۰۸ زکال کې د یوه کس (یا یوې ډلې کسانو له خوا) د ساتوشي ناکاموتو نوم څخه په ګټنې د بیټ کوین د عامه راکړو ورکړو د لیچر په توګه د ستوارت هابر، ډبلیو سکاټ ستورنتا او ډیوبایر د چارو پر بنسټ دود وموند. د ساتوشي ناکاموتو هویت تر نن ورځې څرګند شوی نه دی. بیټ کوین له بلاکي زنځیر څخه په ګټنې په لومړنۍ ډیجټال پولي واحد واوښته چې یوې باور وړ مرجع یا مرکزي سرور ته یې له اړتیا پرته د دوه ځلي لګښت ورکړې (double-spending) ستونزه هواره کړه. د بیټ کوین طراحي نورو هغو پروګرامونو او بلاکي زنځیرونو ته الهام ورکړ، چې نن ورځ د ټولو لپاره د لوستو وړ دي او په پراخه کچه ډیجیټال پولي واحدونه ترې ګټنه کوي. بلاکي زنځیر د تادیاتو د رېل (د تادیاتو له ورکوونکي څخه د هغو اخیستونکي ته د انتقال کوونکی) په توګه په پام کې نیول کېږي.[۳][۴][۵][۶]

ګټنه

د بلاکي زنځیر تکنالوژي کېدای شي، په څو حوزو کې ادغام شي. له بلاکي زنځیر څخه لومړنۍ ګټنه د ډیجیټل پولي واحدونو لکه د بیټ کوین لپاره د ویش شوي لیچر په توګه وه؛ له دې سره یو شمېر نورو عملیاتي محصولاتو هم شتون درلود چې د ۲۰۱۶ زکال په وروستیو کې د هغو د مفهوم له اثبات وروسته بشپړ شوي و. [۷][۸]

په ۲۰۱۹ زکال کې اټکل وشو چې، نږدې ۲.۹ میلیارده ډالر د بلاکي زنځیر په تکنالوژۍ کې پانګونه شوې چې د تېر کال په پرتله د ۸۹ سلنه زیاتوالي څرګندويي کوي. له دې سربېره International Data Corp اټکل کړی چې تر ۲۰۲۲ زکال پورې به د بلاکي زنځیر په فناوري کې د شرکتونو د پانګونې کچه ۱۲.۴ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. له دې سربېره په نړۍ کې د حرفوي خدمتونو د دویمې لویې شبکې PricewaterhouseCoopers د راپور له مخې تر ۲۰۳۰ زکال پورې به بلاکي زنځیر په کلني ډول د ۳ تریلیونو ډالرو سوداګریز ارزښت د جوړولو وړتیا ولري.[۹][۱۰][۱۱]

ډیجیټل پولي واحدونه (کریپټو کرنسۍ)

ډېری ډیجیټل پولي واحدونه د خپلو راکړو ورکړو د ثبت په موخه د بلاکي زنځیر له تکنالوژۍ کار اخلي. د بېلګې په توګه د بیټ کوین او اتریوم شبکې دواړې د بلاکي زنځیر پر بنسټ دي. د ۲۰۱۸ زکال د مۍ په ۸ مې نېټې فیس بوک ومنله چې د بلاکي زنځیر نوی ګروپ جوړوي چې د ډېوېډ مارکوس له خوا به یې رهبري کېږي چې د مسنجر مخکنی مسئول و. د فیس بوک د ډیجیټل پولي واحد پلټفورم، لیبرا (چې اوس د ډئیم په نوم پېژندل کېږي) په رسمي توګه د ۲۰۱۹ زکال د جون په ۱۸ مه معرفي شو.[۱۲][۱۳][۱۴]

دولتونه د خپلو هغو وګړو یا بانکونو اړوند چې ډیجیټال پولي واحدونه لري، بېلابېل سیاستونه پلي کوي. چین د بلاکي زنځیر له ټکنالوژۍ څخه په خپلو څو صنعتونو کې له دې ډلې د ملي ډیجیټل پولي واحد په برخه کې چې په ۲۰۲۰ زکال کې یې رامنځته کړ، ګټنه کوي. لویدیځو دولتونو له دې ډلې متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د خپلو اړوندو ډیجیټل پولي واحدونو د ملاتړ په موخه ورته پروژې پیل کړې دي. [۱۵][۱۶][۱۷]

ځیرکې هوکړې

د بلاکي زنځیر پر مټ ځیرکې هوکړې، هغه وړاندیز کېدونې هوکړې دي چې په جزیي یا بشپړ ډول له انساني تعامل پرته ترسره کېږي. د ځیرکو هوکړو یو له اصلي موخو څخه دریم ګړي اتوماتیک سیسټم ته د واک سپارل دي. د دغو هوکړو یو له کلیدي ځانګړنو څخه دا ده چې هغه دریم ګړي باور وړ کس (متولي ته) اړتیا نه لري؛ څو د هوکړې د اړخونو ترمنځ د واسطې دنده ترسره کړي - د بلاکي زنځیر شبکه هوکړې په یوازې توګه ترسره کوي. دغه چاره کېدای شي د لورو ترمنځ د ارزښتونو د لېږد اصطکاک راکم کړي او ورپسې کولای شي په لوړه کچه د معاملاتو اتوماتیک لېږد ته لار برابره کړي.[۱۸][۱۹]

د پیسو د نړیوال صندوق یوې جلسې په ۲۰۱۸ زکال کې راپور وکړ چې د بلاکي زنځیر پر مټ ځیرکې هوکړې کېدای شي، اخلاقي ګواښونه راکم او په ټولیزه توګه له هوکړو څخه د ګټنې سیسټم ښه کړي، خو له دې سره تر اوسه «د ځیرکو هوکړو دوامداره سیسټم په پراخه کچه د هغو څخه د نه ګټنې او د هغو د نامعلوم قانوني وضعیت له امله نه دی رامنځته شوی».[۲۰][۲۱]

مالي خدمتونه

د Reason په نامه مجلې پر بنسټ، ډېری بانکونو په بانکوالۍ کې د ویشل شوي لیچر له ګټنې سره لیوالتیا ښوولې او له هغو شرکتونو سره چې د خصوصي بلاکي زنځیرونو په جوړولو کې کار کوي مرسته کوي. د ۲۰۱۶ز کال په سپټمبر میاشت کې د IBM د څېړنې له مخې دغه چاره کېدای شي، د تمې کېدنې مهال وړاندې رامنځته شي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

یو شمېر بانکونه، لکه: UBS د بلاکي زنځیر لپاره د ځانګړو شوو نوو څېړنیزو ازمویښت ځایونو د پرانیستو په لټه کې دي څو ومومي چې څه ډول له بلاکي زنځیر څخه په مالي خدمتونو کې د موثریت او د لګښت د کمښت په موخه کار واخیستل شي. [۲۶][۲۷]

د برنبرګ په نامه جرمنی بانک په دې باور دی چې بلاکي زنځیر یوه «له حده زیاته پرمختللې ټکنالوژي» ده چې په زیاته کچه د «خپل مفهوم د اثبات» شواهد لري، خو لا تراوسه یې پر وړاندې ګڼې ننګونې شتون لري او د بریا ډېرې لږ کیسې لري.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

لوبې

د بلاکي زنځیر له ټکنالوژي څخه د ډیجیټل پولي واحدونو او نه بدلېدونکو ټوکنونو (NFTs) په څېر په ویډیويي لوبو کې د عاید د ترلاسه کولو په موخه ګټنه کېږي. د ژونديو خدمتونو لرونکې ډېرې لوبې په لوبه کې دننه د سپارښتي کولو ګڼ شمېر ټاکنې لرې، لکه د لوبې کوونکي شخصیت څېره او په لوبو کې نور هغه شیان چې لوبغاړی یې کولای شي ترلاسه کړي کړي او کولای شي د لوبې د پولي واحد په بدل کې له نورو لوبغاړو سره پرې معامله وکړي. یو شمېر لوبې هم د مجازي توکو د راکړې ورکړې امکان له واقعي پولي واحدونو څخه په ګټنې وړاندې کوي، خو کېدای شي په هغو هېوادونو کې چې دغه ډول لوبې قمار ته ورته بلل کېږي غیر قانوني وي او د خړ مارکېټ (gray market) یا د مجازي توکو د راکړې ورکړې (skin gambling) لامل وګرځي او خپرونکي په معمول ډول لوبو کوونکو ته د واقعي عوایدو له ورکړې ډډه وکړي. د بلاکي زنځیر لوبې په معمول ډول لوبغاړو ته د دې اجازه ورکوي څو په لوبو کې دننه توکي له ډیجیټل پولي واحدونو سره مبادله کړي او بیا کولای شي، هغه له پیسو سره تبادله کړي. [۳۳][۳۴]

لومړنۍ هغه لوبه چې د بلاکي زنځیر له تکنالوژۍ په کې ګټنه کېدله، CryptoKitties وه چې د ۲۰۱۷ زکال په نومبر میاشت کې رامنځته شوه، په دغه لوبه کې به لوبغاړو د NFT په نوم ډیجیټل اتریوم پولي واحد پېره او په هر NFT کې یو کورنی حیوان شامل و چې لوبغاړي کولای شول هغه وروزي او بیا د هغو د بچیانو له ترکیبي ځانګړنو څخه نوي NFT ګان رامنځته کړي. دغه لوبې د ۲۰۱۷ زکال په ډسمبر میاشت کې هغه مهال د ورځپاڼو سرخط ته لار ومونده چې یو مجازي کورنی حیوان په کې په ۱۰۰۰۰۰ ډالرو وپلورل شو. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د Valve په نامه شرکت د بلاکي زنځیر لوبې، په ځانګړې توګه هغه لوبې چې له ډیجیټل پولي واحدونو او NFT ګانو څخه یې ګټنه کوله، د خپل ډیجیټل پلورنځي په سرویس کې چې په پراخ ډول په شخصي کمپیوټرونو کې د لوبو لپاره کارول کېده منع کړې او ادعا یې وکړه چې د دوی دغه پرېکړه د واقعي نړۍ د ارزښتونو په بدل کې د لوبې د توکو د ورکولو د ممنوعیت اړوند د دوی د پالیسۍ له مخې ده. د قمار په ځانګړې توګه د توکو د قمار (skin gambling) په برخه کې د Valve پخوانۍ مخینې ته په پام داسې انګېرل کېږي چې همدغه مخینه د بلاکي زنځیر د لوبو د ممنوعیت لامل شوې ده. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې