تاتار

تاتار یا تاتاریان په (انګریزي: Tatars) د مغولو یوه قبیله ده چې په پنځمې میلادي پيړۍ کې دغه نوم هغو ترکي توکمو قبیلو ورکړل شوې ده چې د بایکال د سیند پر غاړه اوسیدل او کوچیاني ژوند یې درلود.Tatars of Kazan

د تاتاریانو ټاټوبۍ

تاتار په پیل کې د اوسني مغولستان د ګوبي د صحرا په شمال ختیزه برخه کې اوسیدل چې وروسته دچیني ترکستان ځينو سیمو او له هغو نه ختن ته هم ولیږدیدل او بیا دا قبیله دګونش خان په لښکرو کې شامله شوه چې هغه هم مغول و او د روسانو او هنګریانو سره یې جګړه کوله نو اروپایانو چې کله دوی ولیدل نو دوی ته یې تاتار ویل چې معنا یې پردي دي .

تاتاریان او ترکان

د ترکي ژبې مشهور څیړونکي ،محقق او د ترکي ژبې د قاموس لیکوال محمود کاشغر ي د پنځمې هجري پيړۍ په دویمه نیمایي کې هم د تاتار یادونه کړې ده او د دوي ژبه د ترکي ژبې یوه بېل ګړدود ګڼي.

د تاتاریانو اوسنی وطن

تاتاریان وروسته تر هغه د مغولي ګونش خان د لمسي باتوخان له خوا لویدیز لوري ته ولیږدول شول او داوسنۍ روسیې دآلتای په دښتو کې میشته شول . اوس تاتاریان دروسیې دفدریشن په لویدیزه برخه کې د تاتارستان په جمهوریت ،سابیریا او منځنۍایشیا کې استوګنه لري ،د تاتارستان تاتاریانوته دقازان تاتار هم وایي چې شمیریې د۲۰۰۲زیږدیز/ میلادي کال دسرشمیرنې له مخې (پنځه نیم ) ملیونو تنو په شاوخواکې ښودل شوي دي چې په ټوله نړۍ کې یې ټول شمیرشپږ نیمو ملیونو ته رسیږي .همداراز دروسیې دولګا او کریمیا په سیمو کې هم تاتار میشته دي . .دروسیې نه سربیره نور تاتار په ازبکستان، قزاقستان ،ترکمنستان ، تاجیکستان، آذربایجان، اوکراین، آذربایجان اوایران کې هم میشته دي.

د تاتاریانو ژبې

د کریمیا تاتار او د اوکراین په جنوبي برخو کې مېشت تاتار د هغوی ژبه د تاتاري ژبې سره توپیر لري او د اوغور د ژبو څخه شمیرله کیږي . همدا راز د آستراخان تاتار دخزر د دریاب په شمالي برخو کې میشته دي د سایبریا تاتار د آلتایي ترکانو پاتې شوني دي چې ژبه یې د مغولي او ترکي ژبو یوه ګډوله ده. اوس د دوی ژبه په دوو ډوله الفباوو لاتین او سیریلیک سره لیکله کیږي

د تاتاریانو مذهب

تاتاریان ډېری سني مذهبه مسلمانان او د حنفي مذهب پیروان دي

سر چینې :

۱- تاتار ،دانشنامه جهان اسلام.