تانبه:درملګري

مخپاڼه وېشنيزې او سکالو تانبې او پروژې
سمول  

درملګرۍ تانبه


درملګري طب له ناروغ څخه د پالنې او د ناروغیو د تشخیص، وړاندوینې، مخنیوي، درملنې، د ټپونو یا ناروغيو تسکین او د روغتیا د غښتلتیا علم او عمل دی. په طب کې د روغتیا پالنې بېلابېلې طریقې شاملې دي چې د روغتیا د خوندیتوب او بیارغونې لپاره د ناروغیو د درملنې او مخنیوي لپاره رامنځته شوی. معاصر طب له حیاتي/بیومېډيکل علومو، طبي څېړنو، جنتیک او طبي تکنالوژۍ څخه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او د ټپونو او ناروغیو د مخنیوي لپاره کار اخلي، چې معمولاً د درملو یا جراحۍ او همداراز د بېلابېلو درملنو لکه (external splints and traction) او اروايي درملنې، طبي وسایلو لکه بیولوژیکي او ایوني وړانګو لارې ترسره کېږي. طب له تاریخ څخه مخکې دورو کې پلي شوی، چې په ډېری دورو کې یو هنر ګڼل شوی (د پوهې او هنر برخه) چې تر ډېره د ځايي کلتور له مذهبي او فلسفي بارونو سره په اړیکه کې و. د مثال په ډول، یو درمل جوړوونکي به له درملیزو بوټو څخه کار اخیست او د شفا لپاره به یې دعا کوله، یا به هم یو لرغوني ډاکتر یا فلیسوف د هېمورویزم (humorism) له تیوري سره سم د وینې‌بهولو/ bloodletting (په سنتي طب کې له بدن څخه د مضرې وینې ایستل) په وروستیو پېړیو کې د مدرن علم له ظهور سره، طب تر ډېره د علم او هنر په یو ترکیب بدل شوی چې د طب تر چتر لاندې دواړه اساسي او تطبیقي علوم په کې شامل دي. د بخۍ لپاره د ګنډلو تخنیکونه هغه هنر دی چې په تمرین کولو سره زده شوی، دا چې د حجرې او مالیکول په سطحه په ګنډل کېدونکي نسج کې څه پېښږي دا پوهه له سانیس څخه اخیستل کېږي.نور...

سمول  

غوره ليکنه

تانبه:درملګري/غوره ليکنه/۳

غوره ليکنې...
سمول  

نوميالی درملګر

ابن سينا محمد بلخي
ابن سينا محمد بلخي

ابو علي سينا چې له آره د اوسني افغانستان د بلخ ولايت دى، اصلي نوم يې حسين، پلار يې عبدالله او د نيکه نوم يې سينا ؤ. دې په درې سوه اويا هجري سپوږميز کال، چې د ۹۸۰زېږيز کال سره سمون خوري، د سامانيانو د واکمنۍ په دوره کې د بخارا د افشنې په کلي کې وزېږېد. سينا څه کم و زيات ۱۱۵- ټوکه کتابونه ليکلي چې په بېلابېلو علومو کې دي، زياتره کتابونه يې د فلسفې او رنځپوهنې امورو کې دي. ابن سينا د اسلامي نړۍ نوموتې فلسفي دى چې اسلامي فلسفې ته يې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي. د ابن سينا مشهور کتاب (کتاب القانون) نومېږي چې په رنځپوهنه کې يې ليکلې دى.نور

سمول  

غوره انځور

کواشيور کور

سمول  

پوهېږئ

ایا پوهېدئ چې د پوزې د وېښتو ویستل مو ژوند ګواښلی شي؟ډېر کسان دي چې د پوزې وېښته وباسي او دې ته یې پام نه وي چې د پوزې وېښته الله ج د انسان په خیر او ګټه پیدا کړي.ډېری نارینه ددې له پاره چې په مخ به یې د پوزې وېښته ښکاره کيږي ، وباسي حتی چې ځينې ښځې دي چې د پوزې وېښته په نوسي باندې له پزې له ريښو سره راکاږي.ډېر پام کوئ چې د پوزې وېښتو په ويستلو سره مو ژوند هم له خطر سره مخ کيږي.هو د پوزې وېښته د عمر په ډېرېدو سره غټيږي او ډبل هم شي نو له ورایه هم ښکاره کيږي. متخصصین وايي، چې د پوزې د وېښتو په ایستلو سره دوړې د پوزې له لارې سږو ته ننوځي، چې د تنفسي ناروغیو او په ځانګړې توګه د ساه لنډۍ لامل کیږي.د کارپوهانو په وینا، د پوزې انتان د "Nissel vestibuletz" له امله رامنځ ته کیدی شي، چې په پایله کې یې د پوزې دننه او بهر سوځیدل، د پوزې په شاوخوا کې پړسوب، یا په پوزه کې خارښت شامل دي.سربیره پردې ، دغه میکروبونه معمولا د پړسوب او سوځیدنې لامل کیږي ، مګر په ځینو حالتونو کې ، دوی کولی شي د سینوس ترومبوسس لامل شي ، په کوم کې چې د سترګو شاته د پوزې په برخه کې د وینې ټوټې راټولیږي ، او دا د وینې ټوټه وژونکي کیدی شي.

سمول  

نورې تانبې

شمېرپوهنهفيزيکتاريخفلسفهځمکپوهنهبيولوژيکېمياستورپوهنه‏ادبياتتېکنالوژيدرملګري
سمول  

د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې

تاسې د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې هم دا موضوعگانې پلټلی شئ :

ويکي وراشه 
سوالونه

ويکي سرچينه 
ويکي سرچينه

ويکي پوهنتون
ويکي پوهنتون

ويکيسفر  
ويکيسفر

ويکي سيند 
ويکي سيند

ويکي ډېټا 
ويکي ډېټا

ويکي نوعي 
ويکي نوعي

د همدې مخ حافظه سپينول