جان هنري نيومن

جان هنري نيومن
جان هنري نيومن
جان هنري نيومن

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۲۱ فبروري ۱۸۰۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
لندن [۱۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه11 اگسټ 1890 (89 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملسینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهبکاتولیکه کلیسا (۹ اکتوبر ۱۸۴۵–)[۱۸]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
نامتو زده کونکيهيلير بېلاک   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلکدينپوهنه [۱۵]
شاعر
فیلسوف
ليکوال [۱۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۲۰][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان هنري نيومن (۱۹۸۰ اګسټ ۱۱-۱۸۰۱ فبروري ۲۱) يو انګليسي دينپوه، پوه او شاعر، په لومړيو کې د انجيلي پروتستانت پادري او وروسته د کاتوليک پادري او له پاپ څخه ټيټ رتبه (کارډينال) شو، چې په ۱۹ پېړۍ کې د انګليستان په مذهبي تاريخ کې يوه مهمه او د بحث وړ څېره وه. نوموړی د ۱۸۳۰ لسيزې په نيمايي کې په ملي ډول پېژندل شوی و او په ۲۰۱۹ ز کال په کاتوليک کليسا کې د يو ولي يا بزرګ په توګه غوره او سپېڅلو خلکو کې وګڼل شو. [۲۲]

نيومن چې په اصل کې په اکسفورډ پوهنتون کې د انجيلي پروتستانت مذهب يوه پوهنيزه څېره او د انګيستان کليسا (Church of England) کې پادري يا کشيش و، د انجيل اصالت د سترې کليسا دود ته راوګرځېد. نوموړی د اکسفورډ خوځښت (Oxford Movement) د يادونې وړ مشرانو له ډلې څخه شو. ياد خوځښت د انجيلي پروتستانتو يوه اغېزناکه او د بحث وړ راټولېدنه وه، چې د انګليسي سمون څخه له وړاندې څخه يې د انګليستان کليسا ته د زياتو کاتوليک عقيدو او د عباداتو اړوند دودونو د ورګرځولو هيله درلوده. په دې برخه کې خوځښت يو څه بريا هم درلوده. په ۱۸۴۱ ز کال کې له خپل کړکېچن «۹۰ تړون: Tract 90» له خپرونې څخه وروسته نيومن وليکل: «له انجيلي کليسا سره زما غړيتوب ته په پام سره، زه مې د مرګ پر بستر وم». په ۱۹۴۵ ز کال کې له نوموړي سره ځيني پيروان يې يو ځای شول، په رسمي ډول يې د انګلېنډ کليسا او په اکسفورډ پوهنتون کې د استادۍ دنده پرېښوده او کاتوليک کليسا ته راغی. په چټکۍ سره د پادري په توګه وټاکل شو او د يو اغېزناک مذهبي مشر برمنګهم کې دندې ته دوام ورکړ. نيومن په ۱۸۷۹ ز کال کې د ديارلسم پاپ ليو (Pop Leo XIII) له لورې په انګليستان کې د کاتوليک کليسا لپاره د نوموړي د خدمتونو په وياړ له پاپ څخه ټيټ رتبه مشر (کارډينال) وټاکل شو. هغه په ۱۸۵۴ ز کال کې د ايرلينډ کاتوليک پوهنتون (Catholic University of Ireland) په بنسټ ايښودنه کې يو ګټور شخص و، که څه هم په ۱۸۵۹ ز کال کې له ډوبلېن (Dublin) څخه تللی و. [۲۳][۲۴]

نيومن يوه ادبي څېره هم وه. د نوموړي سترې ليکنې «د وختونو لپاره ليکونه: Tracts for the Times» (۱۸۴۱-۱۸۳۳ز کلونه)، د (Apologia Pro Vita Sua (1865–1866)) تر سرليک لاندې د نوموړي خپل ژوندليک، د «خوښې ګرامر:Grammar of Assent» (۱۸۷۰ ز کال ) او (The Dream of Gerontius (1865)) شعر دی، چې په ۱۹۰۰ ز کال کې د Edward Elgar له لورې موسيقۍ ته برابر شو. نوموړي نامتو مذهبي سندرې هم وليکلې. لکه: "Lead, Kindly Light", "Firmly I believe, and truly", and "Praise to the Holiest in the Height"، چې وروستۍ دوه يې له “Gerontius” څخه اخيستل شوي دي. [۲۵]

د نيومن نيکمرغي د ۲۰۱۰ ز کال د سپټمبر پر ۱۹ د څوارلسم پاپ بينيډېکټ (Pope Benedict XVI) له لورې انګليستان څخه د نوموړي د کتنې پر مهال اعلان شوه. د غوره او سپېڅلي شخص په توګه ټاکنه يې د ۲۰۱۹ ز کال د فبروري پر ۱۲ باندې د پاپ فرانسس (Pope Francis) له لورې په رسمي ډول ومنل او د همدې کال د اکتوبر پر ۱۳ نېټه پېښه شوه. نوموړی د لندن ښار پينځم ولي يا د برخې څښتن دی، چې ورڅخه مخکې څلور تنه توماس بيکيټ “Thomas Becket”، چې په “Cheapside” کې زېږېدلی دی، توماس مور “Thomas More”، چې پر “Milk Street” باندې زېږېدلی دی، ايډمنډ کمپين “Edmund Caompion”، چې د لندن د يو کتابپلورونکي زوی و او د “Fleet Street” پوليډور پلېسډن “Polydore Plasden” وو. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې

نيومن د ۱۸۰۱ ز کال د فبروري پر ۲۱ د لندن ښار کې زېږېدلی دی، چې د خپلې کورنۍ د درې زامنو او درې لوڼو تر ټولو مشر و. پلار يې جان نيومن (John Newman) په “Lombard Street” کې له رېمسبوټټم، نيومن او شرکت (Ramsbottom, Newman and Company) سره د بانک مامور و. مور يې جيميما “Jemima” چې کورنی نوم يې “Fourdrinier” و، په انګليستان کې د Huguenot په نوم کډوالو د يوې درنې کورنۍ له نسل څخه وه. د يادې کورنۍ بنسټګر “Paul Fourdrinier” و، چې د حکاکۍ، چاپولو او د ليکنې اړوند توکو د پلورلو دنده يې درلوده. فرانسس ويليم نيومن “Francis William Newman” يې کشر ورور و. کشره خور يې “Harriet Elizabeth” نومېده، چې له توماس موزلي “Thomas Mozley” سره يې واده وکړ او په اکسفورډ خوځښت کې هم نامتو وه. يادې کورنۍ د “Bloomsbury” په “Southampton Street” (ننني Southampton Place) کې ژوند وکړ او د ۱۸۰۰ ز کال په لومړيو کې يې “Richmond” ته نږدې په “Ham” سيمه کې يې د استوګنې کور واخيست. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

نوموړی د اووه کلنۍ په عمر “Great Ealing” ښوونځي ته واستول شو، چې مشري يې د جورج نيوکلاس “George Nicholas” له لورې وشوه. په ياد ښوونځي کې د توماس هنري هکسلي “Thomas Henry Huxley” پلار جورج هکسلي “George Huxley” د رياضياتو تدريس وکړ او د لرغوني ادبياتو استاد والټر مايرس “Walter Mayers” و. نيومن د ښوونځي په سببي لوبو کې هېڅ ګډون ونه کړ. نوموړی د هغه وخت د خپرونو په دوره کې د والټر سکاټ او روبرت ساوتي “Robert Southy” د ناولونو ستر لوستونکی و. د ۱۴ کلنۍ په عمر يې د “Thomas Paine”، “David Hume” او ښايي “Voltaire” له لورې ليکل شوي د بې دينۍ کتابونه ولوستل. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

ښوونځي

د ۱۵ کلنۍ په عمر هغه مهال چې د ښوونځي وروستی کال يې و، نيومن انجيلي عيسويت ته واوښت. نوموړي د يادې پېښې په اړه په خپل ژوند ليک “Apologia” کې وليکل، چې: «دا له دې څخه هم ډېره څرګنده وه، چې زه دې لاسونه او پښې لرم». نږدې په ورته وخت (۱۸۱۶ ز کال مارچ) کې د “Ramsbottom, Newman and Company” بانک مات شو ) سقوط يې وکړ)، که څه هم خپل پورونه يې ادا کړل او پلار يې د شراب جوړولو د يوې فابريکې اداره کول پرېښودل. “Mayors” چې په خپله يې هم په ۱۸۱۴ ز کال کې له دين څخه اوښتون ازمايلی و، له انګليسي کالوين پلوي دود څخه يې نيومن ته کتابونه په پور ورکړل. د ۱۸۱۶ ز کال په مني کې نيومن ځان د يوې څرګندې کليمې تر نفوذ لاندې حس کړ او د dogma په اړه د خپلې پوهې يا هوښيارۍ نښې يې تر لاسه کړې، چې وروسته يې هيڅکله پاکې نه کړې. نوموړی د انجيلي پروتستانت يو کالوي پلوی شو او دا ځانګړې عقيده يې وساتله، چې پاپ د توماس نيوټن د ليکنو او همدرانګه د جوزف ميلنر د «د عيسی عليه السلام د کليسا تاريخچه:History of the Church of Christ» کتاب د لوستنې تر اغېز لاندې د حضرت عيسی عليه السلام ضد و. مايرس “Mayors” د منځني “Clampham” مذهب کالوين پلوي په توګه ګڼل کېږي او نيومن د مينې يا جذبې ادبياتو کې د ويليم لا  (William Law) او ويليم بيوريج (William Beveridge) ليکنې ولوستلې. نوموړي د توماس سکاټ (Thomas Scott) له لورې ليکل شوی «د رښتيا ځواک:The Force of Truth» هم ولوست. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

که څه هم نيومن د خپل ژوند په پای کې د خپل روح د ساتنې په توګه په ۱۸۱۶ ز کې انجيلي عيسويت ته بېرته اوښتون ته پام وکړ، مګر په پرله پسې ډول له خپل پخواني کالوين پلوي درېځ څخه لرې ولاړ. لکه څرنګه چې ايمون ډففي (Emon Duffy) څرګندوي: «نوموړی د مذهب پر احساس او يوازې د ايمان له مخې د باربرۍ د سمون اصولو پر بنسټ له ټينګار سره د انجيلي پروتستانت اصالت ليدلو ته راغی، لکه د يو بې تعصبه مذهبي فردپالنې د Trojan د يو آس غوندې چې د څرګند رښتيا په لېږدونه کې يې د کليسا ونډه له پامه وغورځوله او هغه بايد په نه منونکې توګه موضوعيت (subjectivism) او د شک يا بدبينۍ د فلسفې (skepticism) لامل شي. [۴۷]

په پوهنتون کې

د نيومن نوم د لينکلن په مسافرخانه کې شامل شو. که څه هم څه لږه موده وروسته د اکسفورډ “Trinity College” ته واستول شو، چې پراخه زده کړې يې په کې وکړې. په وروستيو ښوونځيو [ټولګيو؟] کې په ښه ډول د تر سره کولو اندېښنې يې سرچپه پايلې ورکړې. نوموړی د توماس اوولر شورټ “Thomas Vowler Short” ښوونکي په مضمون کې پاتې شو او «تر کرښې لاندې» لېسانس په توګه فارغ شو (په لرغوني ادبياتو کې د دويم ټولګي په ښکته وياړونو او د رياضياتو ازموينو په ډلبندۍ کې پاتې کېدلو سره).  [۴۸]

نيومن چې په اکسفورډ کې د پاتې کېدلو هيله يې درلوده، شخصي زده کوونکي ونيول او په “Oriel College” کې يې د فيلوشيپ او وروسته د اکسفورډ د روښانفکرۍ اصالت د منل شوي مرکز لپاره ولوستل. نوموړی د ۱۸۲۲ ز کال د اپرېل پر ۱۲ نېټه په “Oriel” کې د يو ملګري په توګه غوره شو. ايډوارډ بوويري پوسي (Edward Bouverie Pusey) په ۱۸۲۳ ز کال کې د همدې پوهنځي (Oriel College) يو ملګری وټاکل شو.

سرچينې