جان ګلن

امریکایي سیاستوال او فضانورد (۲۰۱۶-۱۹۲۱)

جان هرشل ګلن جونیور (زوکړه: د ۱۹۲۱ زکال د جولای ۱۸ مه – مړینه: د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر ۸ مه) د امریکا سمندریز ځواک ته اړوند پیلوټ، انجینر، فضانورد، سوداګر او سیاستوال و. نوموړی دریم امریکایي و چې فضا ته یې سفر وکړ او همدارنګه لومړی امریکايي و چې په ۱۹۶۲ زکال کې د ځمکې مدارته ولاړ او درې ځله د ځمکې په شاوخوا وڅرخېد. له ناسا څخه له تقاعد وروسته نوموړي له ۱۹۷۴ زکال څخه تر ۱۹۹۹ زکال پورې د اوهایو ایالت څخه د متحده ایالاتو د دیموکرات سناتور په توګه خدمت وکړ؛ په ۱۹۹۸ زکال کې نوموړي د ۷۷ کلونو په عمر یوځل بیا فضا ته سفر وکړ.

جان ګلن
(انګلیسي: John Herschel Glenn د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان ګلن
جان ګلن

د شخص معلومات
زیږون نوم(انګلیسي: John Herschel Glenn د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۱۸ جولای ۱۹۲۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه8 ډيسمبر 2016 (95 کاله)[۱۳][۲][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال
پوځي افسر
سکرين ليکوال
الوتګر
تشیالیونی (۹ اپرېل ۱۹۵۹–۱۶ جنوري ۱۹۶۴)
تشیالیونی (۲۹ اکتوبر ۱۹۹۸–۷ نومبر ۱۹۹۸)
سوداگر
ميوزيشن [۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکیناسا   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقامډګروال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړېد کوريا جګړه
دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان ګلن
جان ګلن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګلن له ناسا سره له یوځای کېدو وړاندې په دویمه نړیواله جګړه، د چین په کورنۍ جګړه او د کوریا په جګړه کې د جنګي الوتکې پیلوټ و. نوموړي درې میګ – ۱۵ الوتکې راغورځولې دي؛ د غوره پرواز کولو شپږ صلیبونه او هوايي فعالیت ته اړوند ۱۸ مډالونه یې ترلاسه کړي دي. په ۱۹۵۷ زکال کې نوموړي د لومړي ځل لپاره په متحده ایالاتو کې له غږ څخه چټکه الوتنه ترسره کړه. د هغه په الوتکه کې نصبې کمرې د متحده ایالاتو لومړنی دوامداره پانورما انځور واخیست.

هغه د ازمېښت کېدونکو پوځي پیلوټانو د مرکیوري ۷ ډلې غړی و چې په ۱۹۵۹ زکال کې د ناسا له خوا د هېواد د لومړني ستورمزلي په توګه وټاکل شو. د ۱۹۶۲ زکال د فبروي په ۲۰ مه ګلن د فرینډشېپ ۷ ماموریت ترسره کړ او لومړنی امریکايي و چې د ځمکې په مدار کې وڅرخېد او همدارنګه فضا ته تللی دریم امریکایي او فضا ته د ټولو تللو په ډله کې پنځم و. نوموړي په ۱۹۶۲ زکال کې د ناسا لپاره د غوره خدماتو او په ۱۹۷۸ زکال کې د کانګرس له خوا د فضایي ویاړ مډالونه ترلاسه کړل. ګلن په ۱۹۹۰ زکال کې د متحده ایالاتو د فضانوردانو د مشاهیرو په تالار کې ثبت شو او په ۲۰۱۲ زکال کې یې د آزادۍ ولسمشریز مډال ترلاسه کړ.

ګلن د ۱۹۶۴ زکال په جنوري میاشت کې له ناسا استعفا ورکړه. نوموړی چې د دیموکرات ګوند غړی و په ۱۹۷۴ زکال کې یې د متحده ایالاتو سنا ته لار ومونده او په دې سره یې د ۲۴ کلونو لپاره د ۱۹۹۹ زکال تر جنوري میاشتې پورې هلته خدمت وکړ. ګلن د ۷۷ کلونو په عمر په STS-95 فضایي شاتل ډیسکوري ماموریت کې فضا ته ولاړ، له همدې امله تر ټولو زیات عمر لرونکی کس وبلل شو چې د ځمکې مدار ته یې سفر کړی؛ همدارنګه یوازنی کس شو چې په مرکیوري او فضایي شاتل دواړو پروګرامونو کې یې فضا ته سفر وکړ. ګلن د مرکیوري اووه سفر څخه پاتې وروستی کس و چې د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر په ۸مه د ۹۵ کلونو په عمر ومړ.

لومړنی ژوند او زده کړې

جان هرشل ګلن جونیر د ۱۹۲۱ زکال د جولای په ۱۸ مه د اوهایو په کمبرېج کې وزېږېد. نوموړی د لوله کشۍ د شرکت د کارکوونکي جان هرشل ګلن (۱۸۹۵- ۱۹۶۶ زکال) او د ښوونکې کلارا ترزا ګلن (کورنی نوم یې سپروات: ۱۸۹۷-۱۹۷۱ زکال) زوی و. مور او پلار یې ډېر لږ وړاندې له دې چې پلار یې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال لویدیځې جبهې ته د امریکایي ځواکونو په ډله کې ولاړ شي واده کړی و. د نوموړي له زیږون ډېر ژر وروسته کورنۍ یې د اوهایو کانکورډ ته کډه شوه او پلار یې خپله سوداګري د ګلن لوله کشۍ د شرکت تر نامه لاندې پیل کړه. ځوان ګلن له آنا مارګاریت کاستور سره چې بیا یې وروسته ورسره واده وکړ هغه مهال ولیدل چې لا ماشوم و. دوی دواړو نشو کولای هغه وخت په یاد راوړي چې دوی یو بل نه پېژندل. نوموړی اته کلن و چې د لومړي ځل لپاره یې له خپل پلار سره په الوتکه کې سفر وکړ. هغه له الوتکې سره لیوالتیا پیدا کړه او د بلزا ونې له لرګیو څخه یې ګڼ شمېر د لوبو الوتکې جوړې کړې. نوموړي له خپلې خور بللې، ژان سره د نیوکانکورډ په ابتدايي ښوونځي کې زده کړې وکړې. هغه موټر وینځل او رواش یې خرڅول څو د بایسکل پېرلو پیسې ځانته غونډې کړي؛ له دې وروسته یې د ډیسپیچ کلمبوس اخبار د ویشلو دنده پر غاړه واخیسته. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ګلن د نیوکنکورډ عالي لیسې ته ولاړ چېرې چې نوموړي د ښوونځي په فوټبال ټیم کې د مرکزي دفاع کوونکي او کرښې ساتونکي په توګه لوبه کوله. نوموړي همدارنګه د ښوونځي د باسکټبال او ټینس لوبډلې جوړې کړې او د ځوانو عیسویانو له ټولنې سره یې هم اړیکې ساتلې. په ۱۹۳۹ زکال کې له فراغت وروسته ګلن ماسکینګوم کالج ته ولاړ (اوس مهال د ماسکینګوم پوهنتون دی) هلته د کیمیا په څانګه کې زده کړې وکړې؛ د سټج کلب (Stag Club) اتحادیې سره مل شو او همدارنګه یې د کالج په فوټبال لوبډله کې لوبه کوله. ګلن په ۱۹۴۱ زکال کې د ملکي پیلوټانو له روزنیز پروګرام څخه د خصوصي پیلوټۍ جواز او د فزیک د دورې سند په وړیا توګه ترلاسه کړ. هغه د خپلو لوړو زده کړو په وروستي کال کې ونډه وا نه خیستله او نه یې هم د لیاقت امتحان ورکړ چې دواړه د لیسانس درجې ترلاسه کولو لپاره ضرور و. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

پوځي خدمت

دویمه نړیواله جګړه

هغه مهال چې متحده ایالات په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل شول، ګلن کالج پرېښود څو د متحده ایالاتو په هوايي ځواک کې نوم ثبت کړي. نوموړی د پوځ له خوا خدمت ته نه وغوښتل شوی او هغه خپله د ۱۹۴۲ زکال په مارچ میاشت کې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک د هوايي برخې روزنیز مرکز ته ولاړ او نوم یې ثبت کړ. ګلن له پرواز وړاندې روزنیزو چارو لپاره په لوا ښار کې د لوا پوهنتون ته ولاړ او خپل لومړنی انفرادي پرواز یې د یوې پوځي الوتکې پر مټ په تکزاس کې د سمندریز ځواک له کورپوس کریسټي هوايي اډې څخه ترسره کړ او په سمندریز ځواک کې یې د شاملېدو وړاندیز ومانه. ګلن د ۱۹۴۳ زکال په مارچ میاشت کې د هوايي زده کړو له بشپړولو وروسته د دوهم بریدمن په رتبه وګمارل شو. نوموړي د ۱۹۴۳ زکال د اپرېل په شپږمه د پروتستانتي مراسمو په ترڅ کې د اوهایو ایالت د نیوکانګورډ سیمې په کالج ډرایو کلیسا کې له آني سره واده وکړ. د کالیفورنیا په کرني کمپ کې له پرمختللې روزنې وروسته هغه د سمندریز ځواب د هوايي برخې په VMJ-353 ډلګۍ کې وګمارل شو او له دغه ځایه یې د R4D ټرانسپورټي الوتکو پیلوټي کوله. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د جنګي الوتکو واحد VMO-155 هم په کرني کمپ کې و چې له ګرومن اف ۴ اف وایلډ کټ(Grumman F4F Wildcat) الوتکو څخه یې کار اخیست. ګلن د دغه واحد قوماندان جنرال جې. پي هاینز ته وړاندیز وکړ چې هغه جنګي برخې ته تبدیل کړي. دغه غوښتنه ومنل شوه او ګلن دوه ورځې وړاندې له هغه چې دغه واحد په کالیفورنیا کې د سمندریزو ځواکونو هوايي اډې ایل سنټرو ته ولېږدول شي د ۱۹۴۳ زکال د جولای په ۲مه VMO-155 ته تبدیل شو. دغه مهال له وایلډکټ الوتکو ګټنه ودرول شوه او VMO-155 واحد د ۱۹۴۳ زکال په سپټمبر میاشت کې په اف۴ یو کرسر (F4U Corsair) الوتکو سمبال شو. نوموړي د ۱۹۴۳ زکال په اکتوبر میاشت کې د لومړي بریدمن رتبه واخیسته او د ۱۹۴۴ زکال په جنوري میاشت کې هاوايی ته ولېږل. VMO-155 د فبروري په ۲۱مه د میډوې په مرجاني جزیره کې د مستقرو ځواکونو برخه وګرځېد او ورپسې د ۱۹۴۴ زکال په جون میاشت کې مارشال جزایرو ته ولاړل او هلته یې ۵۷ تهاجمي ماموریتونه ترسره کړل. نوموړي دغه مهال د غوره الوتنې دوه صلیبونه او ۱۰ هوايي مډالونه ترلاسه کړل. [۳۶][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

ګلن د ۱۹۴۵ زکال په فبروري میاشت کې هغه مهال چې د نوموړي د پوځي ماموریت یو کلن سفر په بشپړېدو و په شمالي کارولینا کې د سمندریز ځواک په چري پاینټ هوايي اډه او وروسته د مریلنډ په پاټوکسنټ سیند کې د سمندریز ځواک په هوايي مرکز کې وګمارل شو. نوموړي د ۱۹۴۵ زکال په جولای میاشت کې د تورن رتبه ترلاسه کړه او بېرته چري پاینټ ته راوګرځېد. په دغه ځای کې نوموړی یوځل بیا د هوايي کروسر ځواک له بل واحد VMF-913 سره یوځای شو او وه یې لیدل چې د یو منظمې ډلګۍ مشرۍ ته چمتو دی. د ۱۹۴۶ زکال په مارچ میاشت کې نوموړی په سویلي کالیفورنیا کې د سمندریز ځواک په ال ټورو هوايي اډه کې وګمارل شو. هغه دواطلب شو چې د شمالي چین د نیولو په عملیاتو کې ګډون کوي، په دې باور چې دا به یو لنډ سفر وي. نوموړی د ۱۹۴۶ زکال په ډسمبر میاشت د کورسر واحدونو له بل واحد VMF-218 سره یوځای شو چې بیجنګ ته څېرمه په نانیوان هوايي ډګر کې یې موقعیت درلود؛ هغه د ګزمه کولو په ماموریتونو کې ونډه اخیسته تر هغه چې دغه واحد د ۱۹۴۷ زکال په مارچ میاشت کې ګوام ته ولېږدول شو. [۳۶][۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې