جوسیا ویلارد ګیبس

جوسیا ویلیارد ګیبس (Josiah Willard Gibbs) ( د فبروري ۱۱ مه، ۱۸۳۹- د اپریل ۲۸ مه، ۱۹۰۳ ز) امریکايي ساینس پوه او عالم و، چې د فزیک، کیمیا او ریاضي په برخو کې یې مهم تیوریکي ګامونه اخیستي دي. په ترمودینامیک (thermodynamics) برخه کې د هغه څېړنو په یوه کره استنتاجي علم، د فزیکي کیمیا (physical chemistry) د اوښتو په برخه کې د پام وړ اغېز لرلی دی. هغه له جیمز کلارک ماکسوېل (James Clerk Maxwell) او لودونک بولتزمان (Ludwig Boltzmann) سره په ګډه ستاتیک میخانیک (statistical mechanics)(هغه اصطلاح چې ده  په خپله جوړه کړې) رامنځته او ترمودینامیک قوانین یې له ذراتو څخه جوړ فزیکي سیستم د ممکنه حالاتو د آماري خواصو د پایلو په توګه معرفي کړل. ګیبس همدارنګه د ماکسویل په معادلاتو کار وکړ، څو د فزیکي نور پېژندنې ستونزې حل کړي. د ریاضي پوه په توګه یې ویکتور کالکولس (vector calculus) یا د حساب ماشین رامنځته کړ ( دغه اختراع له بریتانوي ساینس پوه اولیور هویساید نه په جلا ډول، چې هم مهاله یې په دغه پروژه کار کاوه، ترسره شوه).[۱۳]

جوسیا ویلارد ګیبس
جوسیا ویلارد ګیبس
جوسیا ویلارد ګیبس

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۱۱ فبروري ۱۸۳۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه28 اپرېل 1903 (64 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځاید امریکا متحده ایالات   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکفزيک پوه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثررودولف کلاوزيوس   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جوسیا ویلارد ګیبس
جوسیا ویلارد ګیبس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په ۱۸۶۳ ز کال کې، د ییل پوهنتون د انجینرۍ په برخه کې ګیبس ته د لومړني امریکايي په توګه افتخاري دوکتورا ورکړه. په اروپا کې له درې کلن لنډ مهاله هستوګنې وروسته، ګیبس په ییل پوهنتون کې په خپلو چارو پیل وکړ، چېرې چې هغه له ۱۸۷۱ ز کال نه تر ۱۹۰۳ ز کال پورې د ریاضیکي فزیک د پروفیسور په توګه تر خپل مرګه تدریس وکړ. هغه چې په نسبي ګوښه توب کې کار کاوه، د امریکا د لومړني تیوریکي عالم یا څېړونکي په توګه وپېژندل شو او نړیوال شهرت یې ترلاسه کړ، چې د البرت انشټاین له خوا ورته " د امریکا په تاریخ کې د متفکر مغز" لقب ورکړل شو. په ۱۹۰۱ ز کال کې ګیبس د "ریاضیکي فزیک په برخه کې د خدمتونو له امله" په نړیواله کچه تر ټولو لوړ علمي افتخار، یعنې د لندن د سلطنتي ټولنې (Royal Society) کاپلي مډال (Copley Medal) ترلاسه کړ.[۱۴][۱۵]

مفسرین او ژوند لیک لیکونکي، په نیوانګلنډ کې د ده د ارامه او ګوښه ژوند او په نړیواله کچه د ده د نظریاتو د اغېزو ترمنځ د اختلاف خبرې کوي. په داسې حال کې چې د ده ډېری آثار د تئوري په ډول دي، خو په عملي ډګر کې د ګیبس د چارو ارزښت د ۲۰ مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د کیمیاوي صنعت په پرمختګ کې لیدل کېږي. رابرت ای میلیکان (Robert A. Millikan) څرګندوي چې: د سوچه علم په توګه، ګیبس "د ستاتیک میخانیک او ترمودینامیک په برخه کې هغه کارونه ترسره کړي، چې لاپلاس (Laplace) د اسماني میخانیک (celestial mechanics) او ماکسول (Maxwell) د الکترودینامیک په برخه کې ترسره کړي وو، چې خپله تخصصي څانګه یې له تیوریکي پلوه بشپړه کړې وه".[۱۶]

ژوند لیک

کورنۍ مخینه(شالید)

ګیبس په کنتیکت نیو هېون (New Haven, Connecticut) کې وزېږید. هغه د یانکي دودیزې کورنې غړی و، چې له ۱۷مې پېړۍ وروسته د امریکا پیاوړي روحانیون او پوهان له دغه نسل څخه وو. هغه د جوسایا ویلارد ګیبس سر (Josiah Willard Gibbs Sr) او د هغه د مېرمنې ماري انا چې اصلي نوم یې وان کلو و، څلورم بچی او یوازنی زوی و. د پلار له لوري هغه د ساموئل ویلیارد لمسی و، چې له ۱۷۰۱ ز کال څخه یې تر ۱۷۰۷ ز کال پورې د هاروارد پوهنتون مشري پر غاړه لرله. د مور له لوري د جانتان ډیکنیسون لمسی دی، چې د نیوجرسي پوهنتون (وروسته په پرینسیټون پوهنتون واوښت) لومړنی مشر و. د ګېبس نوم چې یې له پلار او د کورنۍ له ګڼ شمېر غړو سره مشترک دی، له خپل نیکه جوسیا ویلیارد نه، چې په ۱۸ مه پېړۍ کې د ماساچوستس ایالت وزیر و، ورته په میراث پاتې دي.[۱۷]

مشر ګیبس تر ډېره په کورنۍ کې او د همکارانو ترمنځ د "جوسیا" په نوم په پېژندل کېده، چې زوی ته به یې بیا "ویلیارد" ویل. جوسیا ګیبس ژب پوه او د الهیاتو متخصص و چې له ۱۸۲۴ ز کال څخه یې په ۱۸۶۱ ز کال کې تر خپل مرګه د ییل پوهنتون د الهیاتو په پوهنځي کې تدریس وکړ. اوسمهال هغه د غلامۍ د لغوې کولو د پلوی په توګه پېژندل کېږي، ځکه هغه د امیستاد (Amistad) بېړۍ افریقايي مسافرو ته یو ژباړن پیدا کړ، څو په هغه محکمه  کې چې د دوی له خرڅېدو وروسته بغاوت له امله رامنځته شوې وه، په شهادت ورکولو کې ورسره مرسته وکړي.[۱۸][۱۹]

زده کړې

ویلیارد ګیبس په هاپکېنس ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۸۵۴ ز کال، کله چې ۱۵ کلن و، ییل کالج ته شامل شو. په ییل کې ګیبس د ریاضیاتو او لاتین په برخه کې ګڼ شمېر جایزې ترلاسه کړې او په ۱۸۵۸ ز کال کې له هغه ځایه په خپل ټولګي کې په لوړه درجه فارغ شو. هغه له فراغت وروسته په یل کې له شیفلډ علمي ښوونځي سره پاتې شو. په ۱۹ کلنۍ کې له کالج څخه له فراغت وروسته، ګیبس د کنتیکت د هنرونو او علومو اکاډمۍ ته چې ډېری غړي یې د ییل پوهنتون د علمي پلاوي غړي وو، لار ومونده.[۲۰][۲۱]

له دې امله چې، له هغه مهاله تر اوسه پورې ډېر کم اسناد پاتې شوي، نو دا به ستونزمنه وي چې د ګیبس د لومړني مهال چارې دې په بشپړه توګه روښانه کړای شي. د ژوند لیک د لیکونکو پر باور، د ګېبس لارښود او اتل په دواړو ییل او کنتیکت اکاډمیو کې ستوري پېژندونکی او ریاضي پوه هوبرت انسون نیوټن (Hubert Anson Newton) و، چې د شهاب ډبرو په مطالعه کې مخکښ و او د ګیبس تلپاتی ملګری او باوري کس و. په ۱۸۶۱ ز کال کې، د هغه د پلار له مړینې وروسته ګیبس له خپل پلار څخه دومره پانګه په میراث کې ترلاسه کړه، چې د ټول عمر لپاره یې هغه له مالي پلوه خپلواک کړ.[۲۲][۲۳]

ځوان ګیبس په مکرر ډول د سږو له ستونزو سره مخامخ شو او ډاکټران یې په دې فکر کړل، چې کېدای شي هغه په تبرکلوز ناروغۍ اخته شوی وي، ځکه همدغې ناروغۍ یې مور وژلې وه. هغه د استېګماتیزم له ناروغۍ رنځېده، چې هغه مهال د سترګو په طبابت کې د دغې ناروغۍ درملنه ډېره ستونزمنه وه. له همدې امله به ګیبس په خپله ځان معاینه کاوه او د خپل تشخیص له مخې به یې د خپلو سترګو لپاره لېنز ټاکه. وروسته هغه له عینکو څخه د مطالعې او ورته نورو چارو پر مهال کار اخیست. د ګیبس نازک روغتیايي حالت او د کمزوری لید د دې لامل شو چې، د ۱۸۶۱- ۱۸۶۵ ز کال پورې، د امریکا په کورنۍ جګړه کې له خپلې خوښې ګډون څخه د ده مخه ونیسي. هغه د عسکرۍ خدمت ته نه ولاړ او د جګړې پر مهال په ییل کې پاتې شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ګیبس په ۱۸۶۳ ز کال کې، د انجینرۍ په برخه کې خپله لومړی Ph.D. د موټرو د ګېر په برخه کې د څرخونو د غاښونو( "On the Form of the Teeth of Wheels in Spur Gearing") تر سرلیک لاندې تېزس په لیکلو ترلاسه کړه، چې په کې یې د موټرو د ګېر په برخه کې له هندسي تخنیکونو کار اخیستی و. دغه دکتورا (Ph.D.)، د امریکا په متحده ایالاتو کې په بېلابېلو علومو کې پنځمه دوکتورا وه.[۲۸][۲۹][۳۰]

مسلک، ۱۸۶۳-۱۸۷۱ز

له فراغت وروسته، هغه د درېو کلونو لپاره په درس ورکولو بوخت شو. په لومړیو دوو کلونو کې، هغه د لاتین درس ورکړ او په درېم کال کې هغه "د طبیعي فلسفې" (لکه فزیک) درس ورکړ. په ۱۸۶۶ ز کال کې یې د رېل ګاډي د برېک ډیزاین اختراع کړ او وړاندې له دې چې کنتیکت اکاډمۍ ته ولاړ شي، د " اوږدوالي د انکچې معلومولو د واحد د مناسب مقدار" تر عنوان لاندې مقاله یې خپره کړه، چې په کې یې په میخانیک کې د کچې اخیستنې د منطقي سیستم په موخه طرحه وړاندیز کړې وه.[۳۱][۳۲]

د زده کړو ورکولو د دورې له پای ته رسېدو وروسته، ګیبس له خپلو خویندو سره اروپا ته سفروکړ. دوی د ۱۸۶۶-۱۸۶۷ ز کال ترمنځ ژمی په پاریس کې تېر کړ. چېرې چې ګیبس په سوربون (Sorbonne) او کلژ دو فرانس (Collège de France) پوهنتونونو کې په څو لکچرونو کې برخه واخیسته چې په کې مشهورو ریاضي پوهانو، لکه: جوزف لیوول او مشل شالس خپلې مقالې وړاندې کولې. د زده کړو د تنبیهي نظام په ترلاسه کولو سره، هغه سخت زکام ونیو او ډاکټر یې له تبرکلوز څخه د وېرې له امله هغه ته مشوره ورکړه چې، د فرانسې په ریوریای کې، چېرې چې ده او خویندو یې څو میاشتې هلته تېرې کړې وې، پاتې شي او هلته روغ شو.[۳۳][۳۴]

سرچینې