د ایران اقتصاد

د ايران اقتصاد يو مخلوط اقتصاد دی چې زیاته برخه يې د دولت په واک کې ده او د اسمي جي ډي پي پر بنسټ په منځني ختيځ کې تر ټولو ستر اقتصاد دی. د دې هېواد اقتصاد د رانيولو ځواک برابرۍ (PPP) بر بنسټ د نړۍ درويشتم ستر اقتصاد دی. د ايران د اقتصاد نږدې ۶۰٪ د مرکز له خوا طرحه شوی. د دې هېواد پر اقتصاد د تيلو او ګاز توليد غالب دی، که څه هم له څلوېښتو زيات صنعتونه د تهران د ونډو په بازار کې نېغ په نېغه ښکېل دي. په تېره لسيزه کې د دې هېواد د ونډو بازار د نړۍ په کچه يو له غوره فعاليت کوونکو ونډو بازارونو څخه دی. د نړۍ د ۱۰٪ ثابتو شويو تيلو زېرمو او ۱۵٪ ګاز زېرمو سره، ايران د «انرژۍ زبرځواک» بلل شوی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د ایران اقتصاد
څنګزنې وېشنيزېد اسيا اقتصاد
هېوادايران
ځایايران

د ايران د اقتصاد يوه بې ساري ځانګړتيا د سترو مذهبي بنسټونو شتون دی چې بنيادونه بلل کېږي، د کوم شريکه بوديجه چې د مرکزي حکومت د لګښتونو دېرش سلنه برخې ښودنه کوي.[۸]

په نرخونو کنترول او امتيازات، په ځانګړي ډول په خوراکونو او انرژۍ، په اقتصاد کې زیات روښانه دي. ممنوعيت، اداري مديريتونه، پراخه فساد او نورو محدوديتي لاملونو د خصوصي سکتور تر مشرۍ لاندې وده کمزوې کړې ده. د حکومت په شل کلن لرليد (تر ۲۰۲۰ پورې) کې د باراز پر بنسټ سمونونه شامل دي، کوم چې د حکومت له خوا منعکس کېږي، په کوم کې چې د پنځه کلنې پرمختيايي طرحې (د ۲۰۱۶ مالي کال څخه تر ۲۰۲۱ مالي کال پورې) توجه په «يو پراخېدونکی اقتصاد» او «په ساينس او ټيکنالوژۍ کې پرمختګ» باندې متمرکزه ده. د دې هېواد زيات صادرات تيل او ګاز دي، کوم چې په ۲۰۱۰ز کال کې د دولتي عايد يوه ستره برخه وه. خو د ۲۰۲۲ز کال د مارچ په مياشت کې، د نوي ولسمشر ابراهيم رئيسي په حکومت کې د ايران پارلمان پرېکړه وکړه چې د واردو شويو خوراکونو، درملو او څارويو خوراکونو لپاره مرسته له منځه يوسي، د کوم ارزښت چې په ۲۰۲۱ مالي کال کې پنخلس ميليارده امريکايي ډالره وو. همدا راز د ۲۰۲۲ز کال د مارچ په مياشت کې، د خوراکي غوړيو، غنمو، وربشو او جوارو په ګډون له روسيې څخه د شل ميليارده ټنه توکو په واردولو موافقه شوې وه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ايران باسواده نفوس، لوړ بشري پرمختګ، محدود اقتصاد او کمې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې د ايران زياتېدونکي نفوس هڅولی چې له هېواده بهر د دندو لټون وکړي، په پايله کې يې له هېواده د مغزونو پام وړ تېښته منځ ته راغلې ده. په هر حال، په ۲۰۱۵ز کال کې، ايران او P5+1 د هستوي پرګرام پر سر يو جوړجاړي ته ورسېدل، د کوم په پايله کې چې ډېری نړيوال بنديزونه لرې شول. د پايلې په توګه، په لنډه موده کې، د ګرځندويۍ صنعت د پام وړ پرمختګ وکړ او د هېواد د پيسو پړسوب (د پيسو ارزښت کمېدل) کم شو، که څه هم په ۲۰۱۸ز کال کې له JCPOA څخه د متحده ايالاتو وتلو يو ځل بيا د هېواد اقتصادي وده ودروله او انفلاسيون يې زيات کړ.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ز کال کې په جي ډي پي کې کمښت راغی، خو په ۲۰۲۰ز کال کې د معمولي رغېدلو تمه وه. په ننګونو کې د کوويډ-۱۹ وبا پيليدل، کومه چې د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې پيل شوې وه او د متحده ايالاتو بنديزونه شامل دي، کوم چې د ۲۰۱۸ز کال په منځ کې لګول شوي وو، د بنديزونو، انفلاسيون، «په دايمي توګه کمزوری او د کمې پانګې» بانکدارۍ نظام او کمزوری خصوصي سکتور شامل دي. د ايران دودپيسه (ايراني ريال) راغورځېدلی دی او ايران په پرتليز ډول کمه «اقتصادي ازادي» او د سوداګرۍ کولو اسانتيا لري. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

تاريخ

په ۵۴۶ مخزېږديز کې، د «ليډيا» «کرزوس» ته ماتې وکړل شوه او فارسيانو ونيو، چا چې له دې وروسته سره زره د خپلې سکې لپاره د بنسټيز فلز په توګه وټاکه. د ايستر د بايبل په کتاب کې داسې روايتونه شته، کوم چې له «سوش» څخه دومره لرې ولايتونو ته استول شوي وو، لکه هندوستان او د لوی «زرکسيس» (خشايار شاه) (۴۸۵-۴۶۵مخزېږديز) د واکمنۍ پر مهال کش پاچايۍ ته. د هيرودوت د واکمنۍ پر مهال (شا او خوا ۴۷۵ مخزېږديز)، د پارسي سترواکۍ شاهي سرک شا اوخوا ۲۸۵۷ کيلومتره د شوش له ښار څخه د کارون (د دجلې له ختيځ څخه ۲۵۰ کيلومتره) په تېرېدو سره د سمايرنا (په اوسنۍ ترکيه کې ازمير) له بندر څخه د «اژه» سمندر ته رسېدو.[۲۸][۲۹]

په ايران کې عصري کرنه د ۱۸۵۰ز کال څخه پيل شوې ده، هغه مهال کله چې امير کبير په دوديز کرنيز نظام کې یو لړ بدلونونه راوستل. په دې بدلونونو کې د اصلاح شويو تخمونو واردول او له نورو هېوادونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیکول شامل وو. د پولياکوف استقراضي بانک په ۱۸۹۸ز کال کې د روسيې تزاري حکومت رانيولی و او وروسته په ۱۹۲۰ز کال کې د یو تړون پر بنسټ د ايران حکومت ته ولېږدول شو. تر ۱۹۳۳ز کال پورې دې بانک د ايران د بانک تر نامه لاندې فعاليت ته دوام ورکړ، تر هغه وخته کله چې له نوي تاسيس شوي کشاورزي بانک سره يو ځای کړای شو.[۳۰][۳۱]

د ايران شاهي بانک په ۱۸۸۵ز کال کې جوړ شوی و چې د پارس په ټولو سترو ښارونو کې يې دفترونه درلودل.  رضا شاه پهلوي (۱۹۲۵-۴۱) د ټول هېواد زېربناوو ته وده ورکړه، تعلیمي سمونونه يې پلي کړل، د بهرنۍ لاسوهنې په وړاندې يې مبازره وکړه، حقوقي نظام يې سم کړ او نوي صنعتونه يې متعارف کړل. په دې مهال کې ايران د يو ټولنيز بدلون، اقتصادي پرمختګ او پرتليز سياسي ثبات پړاو تجربه کړ.[۳۲]

رضا شاه پهلوي په ۱۹۴۱ز کال کې له واکمنۍ لرې شو، د هغه زوی محمد رضا شاه پهلوي (۱۹۴۱-۷۹) د هغه ځایناستی شو. د دویمې نړيوالې جګړې (۱۹۳۹-۴۵) په اوږدو کې او له هغې سمدستي وروسته کلونو کې په ايران کې کوم بنسټيز بدلون منځ ته رانه غی. په هرحال، د ۱۹۵۴ او ۱۹۶۰ز  کلونو تر منځ، د تيلو په عايد کې چټک زياتولي او پرله پسې بهرنۍ مرسته په بنسټيز ډول په دولتي برخه کې د زیاتې پانګونې او چټکې اقتصادي ودې لامل وګرځېدل. له هغې وروسته، د پيسو پړسوب زیات شو، د ملي دودپيسې (ريال) ارزښت کم شو او د بهرنۍ سوداګرۍ کسر منځ ته راغی. د دې ستونزو سره د مبارزې لپاره پلي کړای شويو تګلارو له امله تر ۱۹۶۱ز کال پورې،  اسمي اقتصادي وده او د سړي سر عايد کچه کمه شوه. [۳۳]

له ۱۹۷۹ز کال څخه مخکې ايران په چټکۍ سره پرمختګ وکړ. په دوديز ډول کرنيز هېواد، تر ۱۹۷۰ز لسيزې پورې، دا هېواد د پام وړ صنعتي کېدو او عصري کېدو له پړاو څخه تېر شوی و. تر ۱۹۷۸ز کال پورې دا يون کرار شو، ځکه چې له انقلاب څخه مخکې د پانګې تېښته له دېرش څخه څلوېښت ميلیونه ۱۹۸۰ امريکايي ډالرو ته ورسېده.[۳۴][۳۵][۳۶]

په ۱۹۷۹ز کال کې له ملي کېدو او د ايران-عراق جګړې له پيل کېدو وروسته، له ۸۰٪ څخه زيات اقتصاد د حکومت تر واک لاندې راغی. له عراق سره په اته کلنې جګړې کې لږ تر لږه ۳۰۰۰۰۰ ايرانيان ووژل شول او له ۵۰۰۰۰۰ څخه زيات نور ټپيان شول. د دې هېواد د اقتصاد لپاره د دې جګړې قيمت شا اوخوا ۵۰۰ ميليارده امریکايي ډالره و.[۳۷][۳۸][۳۹]

په ۱۹۸۸ز کال کې د دې دوښمنۍ له پای ته رسېدو وروسته، حکومت هڅه وکړه چې د هېواد مخابرات، نقل او حمل، توليدات، روغتيا، تعلیم او انرژۍ (د دې هېواد د ممکنه هستوي انرژۍ د مرکزونو په ګډون) برخو ته وده ورکړي او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د خپل مخابراتي او نقل او حمل نظامونو پر تړلو پيل وکړ.[۴۰]

له اوښتون وروسته  د حکومت په اوږدمهالو موخو کې اقتصادي خپلواکي، بشپړ استخدام او د ژوند سوکاله معيار ښودل شوی و، خو د ۱۹۸۰ او ۲۰۰۰ز کلونو تر منځ د ايران د وګړو شمېر له دوه برابره هم لوړ شو او د وګړو د ژوند منځنۍ کچه يې کمه شوه. که څه هم ډيری ايرانيان کروندګر دي، له ۱۹۶۰ز لسيزې راهيسې په پرله پسې ډول د کرنې توليدات مخ په زوړ روان دي. د ۱۹۹۰ز لسيزې تر وروستيو پورې، ايران د خوراک زیاته برخه وارده کړې ده. په دې مهال کې، د کليوالو سيمو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې ډېر خلک ښارونو ته وکوچېږي.[۴۱][۴۲]

ستر اقتصادي بهيرونه

له دوه په درې برخې څخه نفوس (۷۴ ميلیونه خلک) له دېرش کلونو څخه کم عمر لري. په لومړنيو ښوونځيو کې خالصه داخله نږدې ۱۰۰۰٪ ده، کوم چې د ثانوي «وګړ شمېرنې ودې» ښودنه کوي.[۴۳][۴۴]

په ۲۰۰۵ز کال کې د ايران د ملي ساينس بوديجه شا او خوا ۹۰۰ ميليونه ډالره وه چې دا تقريباً د ۱۹۹۰ز کال له شمېرې سره برابره ده. د ۲۰۰۰ز کال تر لومړيو پورې، ايران د خپل جي ډي پي شا او خوا ۰.۴٪ د څېړنې او پرمختګ لپاره ځانګړې کړې،  د کوم له امله چې دا هېواد د نړیوالې منځنۍ کچې ۱.۴٪ څخه شاته پاتې دی. په ۲۰۰۹ز کال کې، د څېړنې د جي ډي پي تناسب ۰.۸۷٪ و، په داسې حال کې چې د حکومت د منځمهالې مودې موخه ۲.۵٪ و. په ۲۰۱۱ز کال کې ايران په نړۍ کې ساينسي ودې تهپه کتنې سره لومړی درجه ډلبندي شوی و او په ۲۰۱۲ز کال کې د سانيس د تولید له نظره اولس شمېره مقام ورکړل شوی و.[۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې