د جاذبې قوه


د جاذبې قوه(Gravity) د لاتيني ويی gravitas څخه اخېستل شوی دی، چې د وزن معنا لري يا هم د gravitation ویی دی چې «د جاذبې قوه» معنا لري. د جاذبې قوه يوه طبيعي ښکارنده ده، چې په واسطه يې د سيارو، ستورو، کهکشانونو او ان رڼا په ګډون ټوله کتله يا انرژي لرونکي شيان يو بل ته راښکل کېږي يا د يو بل پر لور ورجذبېږي. د جاذبې قوه پر ځمکه باندې فزيکي شيانو ته وزن ورکوي او د سپوږمۍ د جاذبې قوه د سمندرونو د مد او جذر (څپې) سبب کېږي. په نړۍ کې د اصلي ګازي مادې د جاذبي راښکون له يو بل سره د يو ځای کېدلو او ستورو جوړولو سبب شوی دی او ستوري يې د سبب کړي دي چې يو له بله سره ډله او کهکشانونه جوړ کړي، نو له همدې امله د جاذبې قوه په نړۍ کې د زياتره سترو جوړښتونو لامل يا ځواب ويونکې ده. ياده قوه يوه ناتړلې سيمه لري، که څه هم له ځمکې څخه د شيانو د لرې کېدلو په حالت کې يې اغېزې کمزوري کېږي. [۱][۲]

د جاذبې قوه، په ۱۹۱۵ ز کې د البرت انسټاين له لوري د نسبيت عمومي نظريې په وړاندې کولو سره په تر ټوله زيات کره ډول تشرېح شوه، چې ياده نظريه د جاذبې قوه يوازې د يو ځواک يا قوې په توګه نه؛ بلکې د کتلې د نابرابر وېش له امله د فضا وخت د کوږوالي په توګه راپېژني او دا چې ياده قوه د ځمکې د مساحي (مساحت) ليکو سره د کتلو د حرکت سبب کېږي. د فضا وخت د دې کوږوالي تر ټولو جوته بېلګه يو تور سوری دی، چې هېڅ شی ان رڼا هم ورڅخه وروسته له هغې نه شي تېرېدلی چې يو ځل د سوري د پېښې افق تېر شي. که څه هم د جذبې قوه د زياتو کاريالونو لپاره د طبيعي جاذبې قوې په اړه د نيوټن د قانون له لوري په ښه ډول اټکل شوې ده، چې له مخې يې gravity د هغې قوې په توګه روښانه شوې ده، چې يو د بل پر لور د هرو دوو جسمونو (د دوی د کتلو د توليد د متناسب پراخوالي سره او په سرچپه ډول د دوی تر منځ د واټن مربع د متناسب پراخوالي سره) د راښکون سبب کېږي. [۳]

د جاذبې قوه، د فزيک له څلورو بنسټيزو تعاملونو (جوړ) له ډلې تر ټولو کمزوری تعامل دی؛ يانې د پياوړي تعامل په پرتله نږدې ۱۰۳۸ ځله کمزورې ده، د اکترومقناطيسي قوې په پرتله ۱۰۳۶ ځله او د کمزوري تعامل په پرتله ۱۰۲۹ ځله کمزورې ده. د پايلې په ډول د جاذبې قوه له اتوم تر کوچنۍ کچې ذراتو کې د پام وړ اغېزه نه لري، چې له دې خلاف ياده قوه په مکروسکوپيک کچه کې حاکم تعامل او د ستوريز (نجومي) جسمونو په جوړښت، بڼه ورکولو او مسير يا مدار ټاکنې سبب ده. [۴]

د ذروي فزيک اوسني موډلونه دلالت کوي، چې په نړۍ کې د جاذبې قوې تر ټولو لومړنۍ بېلګه چې کېدای شي د عادي فضا او وخت تر څنګ د کوانتم (د انرژي اساسي واحد) جاذبې، لوړې جاذبې يا جاذبي يووالي (مفرديت) په بڼه کې وه؛ د Planck د دورې پر مهال وده وکړه (د نړۍ له پيدايښت څخه تر ۴۳-۱۰ ثانيو وروسته). ياده وده کېدای شي په اوسني ډول پېژندل شوي دود يا ډول کې لکه د يوې ناسمې خلا، کوانټم خلا يا رښتيني ذرې له يو لرغوني حالت څخه وه. د انرژي د اساسي واحد په ميخانيک سره ثابت د جاذبې قوې يوې نظريې ته د ودې ورکولو په موخه هڅې د څېړنې اوسنۍ ساحه ده، چې د جاذبې قوې ته به په يو عام رياضيکي چارچوکاټ کې د فزيک له نورو بنسټيزو تعاملونو سره د متحد (يو ځای) اوسېدلو لاره هواره کړي (د هر شي نظريه). [۵]

د جاذبي نظريې تاريخچه

لرغونې نړۍ

لرغوني يوناني فيلسوف Archimedes د يوه مثلث د جاذبې مرکز وموند. نوموړي همداراز وګڼل چې که چېرې دوه برابر وزنونو د جاذبې ورته مرکز نه لرلی، د دواړو وزنونو د جاذبې مرکز به په ګډه د هغه ليکې په منځ کې وي چې د دوی د جاذبې مرکزونه سره نښلوي. [۶][۷]

په De Architectura کې رومي معمار او انجنير Vitruvius فرض کړل، چې د يو جسم جاذبه د هغې په طبيعت پورې اړه لري، نه د هغې په وزن پورې. [۸]

هندي Aryabhata چې د رياضي او ستورو پوه دی، د جاذبې قوه د دې پوښتنې د تشرېح کولو په موخه څرګنده کړه، چې ولې د ځمکې د څرخېدلو پر مهال شيان له مدار څخه نه ووځي. د Brahamagupta په نوم بل هندي پوه د جاذبې قوه د يو راښکونکي ځواک په توګه روښانه کړه او د gravity لپاره يې د (gurutvākarṣaṇ) اصطلاح وکاروله. [۹][۱۰][۱۱]

د پوهې اوښتون

د ۱۶ مې پېړۍ په نيمايي کې بېلابېلو اروپايانو په ازمېښتي ډول هغه ارستويي نظر ناسم ثابت کړ، چې يو څه درانده شيان په تېزۍ سره غورځېږي (ځمکې خواته ځي). د يادو وختونو ايټالوي فزيکپوه (Giambattista Benedetti) ځيني مقالې خپرې کړې، چې په کې يې ادعا کوله چې د معلومې جاذبې قوې له امله د ورته مادې او بېلابېلو وزنونو شيان به په ورته چټکتيا سره وغورځېږي. د Delft برج، د ۱۵۸۶ ز کال په ازمېښت سره فلمنکي فزيکپوه Simon Stevin څرګنده کړه، چې کله له برج څخه دوه بېلابېلې اندازې او وزن لرونکي توپونه را وغورځول شي؛ په حقيقت کې په ورته وخت کې د ځمکې سطحې ته رسېږي. د ۱۶ مې پېړۍ په وروستيو کې ګاليله هغه منطق (د ازمېښت د فکر په توګه انګېرنې) څرګند کړ، چې د بېلابېلو وزنونو لرونکي دوه بالونه، چې کله له برج څخه راوغورځول شي، په ورته وخت کې ځمکې ته رسېږي. د توپونو د مخ ښکته څرخېدلو میلان په دقيقو اندازو سره د دې پوهې د يو ځای کولو له مخې ګاليله په ټينګه وټاکله، چې جاذبي چټکتيا د ټولو شيانو لپاره يو ډول ده. ګاليله وانګېرله چې د هوا مقاومت هغه سبب دی، چې د ټيټ غلظت او لوړې سطحې سيمې لرونکي شيان په فضا کې په خورا بطي ډول غورځېږي. ګاليله په ۱۶۰۴ ز کې په سم ډول فرض کړل، چې د يوه غورځېدونکي جسم واټن د تېر شوي وخت له مربع سره متناسب دی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د نيول شوي وخت مربع ته په آزاده غورځېدنه کې د شيانو د واټن اړيکه، د ۱۶۴۰ او ۱۶۵۰ ز کالونو تر منځ د دوه ايټالويانو (Jesuits Grimaldi) او (Riccioli) له خوا تاييد شوه. دوی د يوې نڅاګرې د خوځېدنې په ثبتولو سره د ځمکې د جاذبې قوې يوه محاسبه هم وکړه. [۱۸]

د نيوټن د جاذبې قوې نظريه

Robert Hooke په ۱۶۷۹ز کې انګرېز رياضيپوه اسحق نيوټن ته د مدار حرکت په اړه د خپلې فرضیې په اړه وليکل چې: پر سرچپه مربع باندې يو څه تکيه کوي. په ۱۶۸۴ ز کې Hooke او نيوټن دواړو Edmond Halley ته وويل چې: دوی دواړو د سياروي حرکت د سرچپه مربع قانون ثابت کړی و. Hooke د خپلو ثبوتونو له وړاندې کولو یې ډډه وکړه، مګر نيوټن تر (De motu corporum in gyrum ('On the motion of bodies in an orbit')) يعنې په يوه مدار کې د جسمونو حرکت تر سرليک لاندې خپل ثبوت وړاندې کړ، چې نوموړي په کې د سياريو حرکت په اړه د Kepler قوانين تر لاسه کوي (استنباطوي). Halley د طبيعي فلسفې رياضيکي اصولو (Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica (Mathematical Principles of Natural Philosophy)) ته د نيوټن د کار پراختيا ملاتړ وکړ، چې نوموړی په کې د طبيعي جاذبې سرچپه مربع قانون فرض کوي. [۱۹][۲۰]

نيوټن له خپله نظره نتيجه واخيستله: «هغه قوې چې سيارې په خپلو مدارونو کې ساتي، بايد په متقابل ډول له هغو مرکزونو څخه د خپلو واټنونو د مربع ګانو په توګه وي، چې ورڅخه تکامل کوي او له همدې امله د ځمکې په سطحه کې د ځمکې د جاذبې په قوې سره په خپل مدار کې د سپوږمۍ د ساتنې په موخه يې ضروري ځواک يا قوه پرتله او د برابر نږدې ځواب لپاره يې تمويل کړه. معادله يې په لاندې ډول ده: [۲۱]

چې F په کې قوه، m1 او m2 په کې د تعامل کوونکو جسمونو کتلې، r د کتلو د مرکزونو تر منځ واټن او G جاذبي ثابت دی.

د نيوټن نظريې هغه وخت د خپلې سترې بريا څخه خوند واخيست، چې د اورانوس د حرکتونو پر بنسټ د نيپتون د شتون اټکلولو په موخه وکارول شوه، چې د نورو سيارو د عملونو په واسطه ځواب ويوونکې نه شوه اوسېدلی. د John Couch Adams او Urbain le Verreir دواړو له لوري محاسبو، د سيارې عمومي حالت اټکل کړ او د Le Varrier محاسبې هغه څه دي، چې Johann Gottfried Galle ته يې د نيپتون موندلو (کشف کولو) لاره هواره کړه. [۲۲]

سرچینې