د ختیځ او لوېدیځ وېش

د ختیځ او لوېدیځ وېش ( د ستر وېش یا د ۱۰۵۴ز کال د وېش په نوم هم پېژندل کېږي) چې له ۱۰۵۴ کال راهیسې د رومن کاتولیک او ختیځ ارتودوکس کلیساګانو ترمنځ د اړیکو له منځه تلل په ګوته کوي. له وېش سمدستي وروسته اټکل کېږي، چې ختیځ عیسویت په ټوله نړۍ کې د عیسویانو یو کوچنی اکثریت تشکیلوي په داسې حال کې چې ډېری پاتې عیسویان لوېدیځ دي. دا وېش د هغو دیني او سیاسي اختلافاتو پایله وه، چې په تېرو پېړیو کې د ختیځ او لوېدیځ عیسویت ترمنځ رامنځته شوي.[۱][۲]

په ۱۰۵۳ز کال کې لومړی ګام، چې د رسمي اختلاف لامل شو واخیستل شو. په دې ډول چې په سویلي ایټالیا کې یوناني کلیساګانې دې ته اړ ایستل شوې چې د لاتیني دودونو سره سمون ولري او که چېرې داسې ونه کړي نو یادې کلیساګانې به وتړل شي. په ځواب کې د قسطنطنیه مشر لومړۍ مایکل سرولاریوس په قسطنطنیه کې د لاتیني کلیساګانو د تړلو امر وکړ. په ۱۰۵۴ز کال کې د پاپ پلاوۍ چې د نهم لیو له خوا د ځینو موخو لپاره قسطنطنیه ته ولېږل شو. د پاپ د پلاوي اصلي موخې د نارمنانو له خوا د جنوبي ایټالیا د فتحې په پام کې نیولو سره له بازنطین امپراتور او د  قسطنطین نهم مونوماکس نه  د مرستې راجلبول او د لیو اهرید له خوا د غربي دودونو په وړاندې د وروستیو بریدونو په وړاندې چې د سرولاریوس له خوا ملاتړ کېده و. تاریخ لیکونکی اکسل بایر وايي چې یاد پلاوی د دوو لیکونو په ځواب کې لیږل شوی و، چې یو یې د امپراتور له خوا د نارمنانو پر وړاندې د ختیځ او لوېدیځ امپراتوریو د ګډ پوځۍ عملیاتو په تنظیمولو کې د مرستې غوښتنه کوله او بل یې د قسطنطینه مشر سیرولاریوس له خوا و.سیرولاریوس د پلاوي د غوښتنې له منلو انکار وکړ او په دې توګه د پلاوي مشر کارډینل همبرټ هغه  وراټه او په بدل کې یې سرولاریوس هم همبرټ او د پلاوي نور غړي ورټل. [۲][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د لوېدیځو استازو د عمل صداقت شکمن و ځکه چې پاپ لیو مړ شوی و او سرولاریوس د پلاوي شخصي ملحوظات پر بنسټ رټل شوی و. په هر حال کلیسا د نظریاتي، دیني، ژبني، سیاسي او جغرافیایي کرښو پر بنسټ ووېشل شوه، خو دا بنسټیزه شخړه هېڅ کله هم حل نه شو ځکه هر اړخ  به یو بل په بدعت او د وېش په پیل تورن کاو. د لاتین په مشرۍ صلیبی جنګونه، په ۱۱۸۲ز کال کې د لاتینانو قتل عام، په ۱۱۸۵ز کال کې د لوېدیځ د غچ اخیستلو په ځواب کې د تیسالونیکا لوټول، په ۱۲۰۴ز کال کې د څلورم صلیبی جګړې په لړ کې د قسطنطنیه نیول او لوټ کول او د لاتین مشرانو واکمنېدل د پخلاینه مسله نوره هم ستونزمنه کړه. [۲][۲][۲][۱۲]

خو د دواړو کلیساګانو ترمنځ اړیکو دوام درلود. په دې ډول چې هر کال به له دواړو خواوو نه یو پلاوی به د جشنونو په لمانځلو کې ګډون کاو. د کاتولیک کلیسا سره د پخلاینې لپاره د نړیوالو مشرانو هڅې زیاتره د دوی د ځینو ارتودوکس هېوادوالو له خوا د سختو نیوکو سره مخ شوې.[۱۳]

د لویدیځ

د لویدیځ او ختیځ عیسویانو ترمنځ وېش د بېلابېلو سیاسي، کلتوري او دیني عواملو لا امله د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شو. همدارنګه ستونزمنه ده چې د وېش کره نیټه چې د شخرو پیل واښایي په ګوته شي کري، خو ښايي دا د روم د وکتور په وخت کې د کوارټوډیسیمن شخړې په پیل کې رامنځته شوې وي. د ارتودوکس مدافعین دې پیښې ته د روم له خوا د پاپانو د واکمنۍ او د ختیځ کلیساګانو له خوا د یادې ادعا د ردولو یو بېلګې په توګه اشاره کوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

په ګډو اتحادونو کې ځینې خال خال وېشونه په ۴مې او ۵مې پېړیو کې د لومړي پاپ داماس په وخت کې رامنځته شول. د الهیاتو او نورو پوښتنو په اړه شخړې له ۴۸۲ نه تر ۵۱۹ پورې د ۳۷ کلونو لپاره د روم او قسطنطنیه د کلیساګانو ترمنځ د وېش لامل شوې (د اکاسین وېش). ډېری سرچینې په دې اند دي چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ جلاوالی له ۸۶۳ نه تر ۸۶۷ پورې د فوټین وېش سره په ښکاره ډول څرګند شو.[۱۷][۱۸][۱۹]

د تخلیق ړنا

ارتودوکس الهیات پوهان ادعا کوي چې د ختیځ او لوېدیځ دیني وېش په مستقیمه مذهبي شخړه کې، چې د هیسیکاسم شخړې په نوم یادیږي او د ۱۳۴۱ او ۱۳۵۱ کلونو تر منځ په قسطنطنیه کې د څو شوراګانو په لړ کې خپل اوج ته ورسېد. همدارنګه دوی استدلال کوي چې یاده شخړه د هغه څه تر منځ سخت توپیر په ګوته کوي چې د کاتولیک کلیسا له خوا د مناسبې الهیاتو عقیدې په توګه منل کېده او د ختیځ ارتودوکس له خوا د معتبر الهیات په توګه ګڼل کېږي.

حکومتوالۍ

د بازنطین امپراتورۍ د یو دیني حکومت په توګه پېژندل کېده، چې امپراتور په کلیسا او دولت دواړو باندې واک درلود. پاچا د خلکو په منځ کې خدای نه بلکه د خدای ځایناستۍ ګڼل کېده. هغه په ​​ځانګړې توګه ټاکل شوی او په دوامداره توګه د خدای لخوا الهام اخلي، د خدای دوست، د خدای د کلام ترجمان په توګه ګڼل کېده. هغه تل پورته ګوري تر څو د خدای پیغامونو ترلاسه کړي. هغه ته باید داسې عزت او وقار ورکول شې لکه څنګه چې د ځمکې په سر د خدای ځایناستۍ سره ښایۍ. او هغه به « خپل د ځمکې حکومت د الهي اصولو سره سم جوړ کړي او د خدای د واکمنۍ سره سم به ځواکمن شي.

په اسکندریه، انطاکیه او بیت المقدس سیمو کې د مسلمانانو د فتوحاتو په پایله کې، یوازې د کلیسا د واک دوه ځواکمن مرکزونه په توګه قسطنطنیه او روم پاتې شول. روم ډېری وختونه هڅه کوله چې د ختیځ پادریانو ترمنځ په شخړو کې د بې طرفه خواوو په توګه منځګړیتوب وکړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د پخلاینې په هڅو نیوکې

د کاتولیک کلیسا سره د پخلاینې لپاره د ارتودوکس مشرانو هڅې د ۲۰۰۸ز کال په نومبر کې د ځینې ختیځ ارتودوکس عناصرو لکه د کالواریتا میټروپولیټان او یونان له خوا تر سختو نیوکو لاندې راغلې. په ۲۰۱۰ز کال کې لومړۍ پاتریارک بارتولومئوس یو سرکلر خپور کړ، چې په هغه کې هغه د ارتودوکس کلیسا او نورو عیسوي کلیساګانو ترمنځ د روانو خبرو اترو ستاینه وکړه او په خواشینۍ سره یې وویل چې د دوو کلیساګانو ترمنځ خبرې اترې د ځینو له خوا چې د ارتودوکسي دفاع ادعا کوي د نه منلو وړ تعصب سره  تر نیوکې لاندې راځي . حقیقت دا دی چې دا خبرې اترې «د ټولو سیمه اېزو اورتودوکس کلیساګانو د موافقې او دوه اړخیز ګډون سره ترسره کېږي». همدارنګه هغه خبرداری ورکړ چې « دا ډول مخالفین ځانونه د پادري کلیساګانو نه اوچت ګڼي او د وېش خطر رامنځته کوي ». همدارنګه هغه یو شمېر منتقدین د حقیقت په تحریفولو تورن کړل. د بېلګې په ډول هغه «ځینو درواغجنو اوازو ته لکه د کاتولیک او رومن ارتودوکس کلیساګانو ترمنځ یووالی نږدې دی، اشاره وکړه » او ادعا یې وکړه چې د دې افواهاتو خپرونکي په بشپړ ډول خبر دي چې « په دې دیولوژیکي خبرو اترو کې ځینې توپیرونه ډېر او اوږد بحثونو ته اړتیا لري». همدارنګه هغه بیا ټینګار وکړ چې « یووالی د دیولوژیکي کمیسیونونو له خوا نه بلکې د کلیساګانو د اتحادیو له خوا ټاکل کېږي».

مقدسات

د ارتودوکس ډیری کلیساګانې د هغه چا لپاره چې دمخه یې په کاتولیک کلیسا کې د تعمید غسل کړې وي په ارتودوکس کلیسا کې یاد غسل ته اړتیا نه لري. ډېری ارتودوکس قضاوتونه د ارتودوکس عیسوي او ځینې غیر ارتودوکس عیسویانو ترمنځ وادونو ته اجازه ورکوي. همدارنګه د کاتولیک کینن قانون له مخې د کاتولیک او ارتودوکس ترمنځ هم واده ته اجازه ورکول شوې. کاتولیک کلیسا خپلو پادریانو ته اجازه ورکوي چې د ختیځ ارتودوکس کلیسا غړو ته د توبه او د ناروغانو مسح وړکړي، په دې شرط چې دوی په خپله خوښه د مقدساتو غوښتنه وکړي. خو د ارتودوکس کلیسا یوازې د بیړني حالت په صورت کې د غیر ارتودوکس عیسویانو لپاره مقدسات ترسره کوي.[۲۹]

سرچينې