د سارس کوویډ ۲ اومیکرون بڼه

اومیکرون بڼه (B.1.1.529) د سارس کوویډ ۲ (هغه ویروس چې د کوويډ-۱۹ لامل کېږي) یو ډول دی چې په لومړي ځل یې د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه له سوېلي افریقا څخه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ته راپور ورکړل شو.[۱][۲]

اومیکرون بڼه د ډلټا بڼې په نسبت د سږیو د هوا په لارو کې ۷۰ برابره چټکه خپرېږي، خو شواهد ښيي چې شدت یې د مخکېنیو بڼو په تېره د ډلټا په پرتله کم دی. کم امکان لري چې اومیکرون بڼه د سږیو ژورو بافتونو ته نفوذ وکړي. د اومیکرون سرایت د ډلټا بڼې په نسبت ۹۱ سلنه کم وژونکی دی او په روغتونونو کې یې د بستري کېدو خطر هم ۵۱ سلنه کم دی. له دې سره سره، په روغتونونو کې د بستري کېدو په خطر کې اټکل شوی توپیر تر ۰-۳۰ سلنې پورې راکم شوی چې بیاځلي سرایت یې له منځه ځي. په ټولیز ډول د خپرېدو لوړه کچه په دې معنا ده چې د ټولو هغو ناروغانو شمېر چې روغتیايي پالنو ته اړتیا لري، لا هم د اندېښنې وړ دی.[۳][۴][۵][۶][۷]

واکسینونه د سختې ناروغۍ او په روغتونونو کې د بستري کېدو په مقابل کې په ځانګړي ډول د یوه mRNA واکسین تر اخیستو وروسته خوندیتوب ته دوام ورکوي. لومړنۍ شمېرې ښيي چې غبرګ واکسیناسیون د سرایت په مقابل کې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه پورې خوندیتوب او په روغتونونو کې د بستري کېدو په مقابل کې شاوخوا ۷۰ سلنه خوندیتوب رامنځته کوي. د واکسین درېیم ډوز د سرایت په مقابل کې د اغېزناکتیا کچه ۷۵ سلنه او د سختې ناروغۍ په مقابل کې تر ۸۰ سلنه پورې ډېروي.[۸][۹][۱۰]

نښې نښانې

د اومیکرون بڼې یوه بې‌سارې نښه چې تر دې دمه یې راپورونه ورکړل شوي، د شپې له‌خوا خولې کېدل دي. په دې بڼه کې د خوند (ذایقې) او بوی (شامې) له منځه تلل د نورو بڼو په نسبت غیر معمول دي.[۱۱][۱۲]

هغه څېړنه چې د ډسمبر له لومړۍ تر ۷مې نېټې پورې د ناروغیو د کنترول د مرکز له‌خوا وشوه، ویې ښوده چې: "تر ټولو معمولې نښې یې ټوخی، ستړیا او پوزه بهېدل دي" چې له یوه کم زیان‌لرونکي یا بل ډول ویروس سره د دغې بڼې تفکیک سختوي.[۱۳]

د ۲۰۲۱ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه په لندن کې خپرې شوې څېړنې ښيي چې د زوئي کوویډ (Zoe Covid) اپلیکېشن کاروونکو د دغې بڼې نښانې "پوزه بهېدل، سر درد، ستړیا، پرنجی او د ستوني درد" بللې دي.[۱۴]

مخنیوی

د نورو بڼو په څېر د دې بڼې په اړه هم د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه وکړه چې خلک باید په تړلو فضاوو کې مناسبه هوا وساتي، له ګڼې ګوڼې او نږدې تماسونو څخه ځانونه وساتي، مناسب ماسکونه وکاروي، لاسونه بیا بیا ووينځي او واکسین وکړي.[۱۵][۱۶]

د واکسین تولیدوونکو غبرګون

د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه بیو اېن‌ټېک شرکت اعلان وکړ چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به پوه شي چې اوسنی واکسین یې د اومیکرون بڼې په مقابل کې اغېزناک دی که نه او که اړتیا شي نو اپډېټ شوی واکسین به تر ۱۰۰ ورځو پورې وړاندې کړي. اسټرازېنکا، مډېرنا او جانسون انډ جانسون شرکتونه هم پر دې بڼه د خپلو واکسینونو د اغېزناکتیا د څېړنې په حال کې وو. په هماغه ورځ نواواکس شرکت وویل چې د یوه داسې اپډېټ شوي واکسین د پراختیا په حال کې دي چې د اومیکرون بڼې لپاره دوو ډوزونو ته اړتیا لري او شرکت په پام کې لري چې دا واکسین په څو اونیو کې چمتو شي، وازمایل شي او تولید شي. د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر په ۲۹مه نېټه ګامالیا انستېتیوت وویل چې «سپوټنیک لایټ» واکسین باید د دغې بڼې په مقابل کې اغېزناک وي او موږ به د «سپوټنیک وي» واکسین تعدیل پیل کړو، اپډېټ شوې بڼه به یې تر ۴۵ ورځو پورې د ډېر تولید لپاره چمتو شي. سینوواک شرکت وویل چې د دغې بڼې په مقابل کې په لویه اندازه یو غیر فعال واکسین تولیدولی شي او پر هغو څېړنو د نظارت او بېلګو راټولولو په حال کې دي چې وښيي نوي واکسین ته اړتیا شته که نه. سینوواک د ۲۰۲۱ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۷مه نېټه له خپل برازیلي شریک «بوټانټان انستېتیوت» سره په یوه ګډه غونډه کې وویل چې خپل واکسین اپډېټ کوي او په راتلونکو درېیو میاشتو کې به د لاسرسي وړ وي. د ډسمبر میاشتې په ۲یمه نېټه فاینلي انستېتیوت د دې بڼې په مقابل کې د «سوبرانا پلس» واکسین د پراختیا په حال کې و. فایزر تمه ښودلې چې د ۲۰۲۲ ز کال تر مارچ میاشتې پورې به د اومیکرون په مقابل کې د خونديتوب لپاره یو واکسین چمتو کړي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تاریخچه

د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر په ۲۶مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان B.1.1.529 وپېژانده او اومیکرون نوم یې پرې کېښود چې د یوناني البفا پنځلسم توری دی. اومیکرون په لومړي ځل د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د بوټسوانا او سوېلي افریقا په لابراتوارونو کې د نومبر میاشتې د ۱۱-۱۶ نېټو د راټولو شویو بېلګو له مخې وپېژندل شو. لومړنۍ پېژندل شوې بېلګه یې د نومبر میاشتې په ۸مه نېټه په سوېلي افریقا کې راټوله شوه. له سوېلي افریقا بهر لومړنۍ پېژندل شوې پېښه هغه کس و چې د نومبر میاشتې په ۱۱مه نېټه له سوېلي افریقا څخه د قطر له لارې هانګ کانګ ته لاړ او بل کس هم هغه و چې په همدې نېټه له مصر څخه د ترکیې له لارې بلجیم ته لاړ. د ۲۰۲۲ ز کال د جنورۍ له ۲۲مې نېټې راهیسې دا بڼه په ۱۳۵ هېوادونو کې تایید شوې ده. اومیکرون د نورو مخکېنیو بڼو په پرتله ډېر بدلونونه لري. ځینې بدلونونه یې نوي دي چې په سپایک پروتین کې راغلي بدلونونه په کې شاملېږي او د ناروغۍ په مقابل کې د کوویډ-۱۹ د واکسینونو وړتیا کموي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

ثبت شوې پېښې

د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه په لومړي ځل د اومیکرون بڼې راپور له سوېلي افریقا څخه د روغتیا نړیوال سازمان ته د نومبر میاشتې د ۱۴-۱۶ نېټو د راټولو شویو بېلګو له مخې ورکړل شو. د سوېلي افریقا پوهانو ته د نومبر میاشتې د لومړیو ورځو بېلګې او په ګوتنبرګ کې د کوویډ-۱۹ د پېښو ناڅاپي ډېرېدل لومړنی خبرداری و. د نومبر میاشتې د ۱۴مې او ۲۳مې نېټې تر منځ په دې سیمه کې څه باندې ۷۰ سلنه راټولې شوې بېلګې نوې بڼې وې. د اومیکرون لومړنۍ تایید شوې بېلګې په افریقا کې د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر میاشتې په ۸مه نېټه او او په بوټسوانا کې د نومبر میاشتې په ۹مه نېټه راټولې شوې. د اومیکرون احتمالي بېلګې د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر میاشتې په ۴مه نېټه د سوېلي افریقا په پرټوریا کې ترلاسه شوې دي.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

نړیوال غبرګون

د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان هېوادونو ته سپارښتنه وکړه، چې پر سفرونو نوي محدودیتونه ونه لګوي، پر ځای یې "پر خطر ولاړه او علمي" تګلاره وړاندې کړه. په هماغه ورځ د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول مرکز یو ماډل وړاندې کړ. دغه ماډل وښوده چې د سفر سخت محدودیتونه پر اروپايي هېوادونو د دغې بڼې اغېز تر دوو اونیو پورې ځنډولی شي او احتمالاً هېوادونو ته موکه ورکوي چې ورته چمتو شي.[۴۶][۴۷]

د روغتیا د نړیوال سازمان تر اعلان وروسته په هماغه ورځ ګڼو هېوادونو د دغې بڼې د پېژندل کېدو په غبرګون کې له سوېلي افریقا څخه هر ډول سفر منع کړ؛ په دې ډله کې متحده ایالتونه هم وو چې له اتو افریقايي هېوادونو څخه یې سفر بند کړ، که څه هم له هېڅ اروپايي هېواد، اسرائیل، کاناډا او اسټرالیا څخه یې سفر منع نه‌کړ چې د ممنوعیتونو د اعلان پر مهال ځینې پېښې هم په کې ثبت شوې وې. نور هغه هېوادونه چې پر سفر یې بندیزونه ولګول هغه جاپان، کاناډا، اروپايي اتحادیه، اسرائیل، اسټرالیا، بریتانیا، سینګاپور، مالیزیا، اندونیزیا، مراکش او نیوزلنډ وو.[۴۸][۴۹][۵۰]

سرچينې