د ستورو فزيک


د ستورو فزيک هغه پوهه ده، چې د ستوريزو شيانو او ښکارندو په څېړلو کې د فزيک او کيميا مېتودونه او اصول کاروي. لکه څرنګه چې د دې سمون يو بنسټګر وايي: د ستورو فزيک په فضا کې د اسماني جسمونو د درکونو يا حرکتونو په پرتله د هغوی ماهيت کره کولو غوښتنه کوي؛ يعې دا چې دوی څه شی دی نه چې چېرته دي. د څېړل شویو موضوعګانو له ډلې لمر، نور ستوري، کهکشانونه، له لمر څخه سترې سيارې، د ستورو تر منځ وسط او د دنيايي کوچنۍ څپې شاليد دي. له دې شيانو څخه د ګازونو توليد د الکترومقناطيس طيف په ټولو برخو کې ازمايل شوي دي او د ازمايل شوې ځانګړنې روښانتيا، غلظت، د تودوخې درجه او کيمياوي ترکيب دي. دا چې د ستورو فزيک يو پراخ مضمون دی، د ستورو فزيکپوهان د لرغوني ميخانيک، الکترومقناطيسيت، احصائيوي ميخانيک، ترموډيناميک، د انرژي د اساسي واحد ميخانيک، نسبيت، هستوي او ذروي فزيک او اتومي او ماليکولي فزيک په ګډون د فزيک او کيميا له زياتره کړنلارو څخه مفهومونه او مېتودونه پلي کوي. [۱][۲][۳][۴][۵]

په عمل کې د ستورو معاصره څېړنه، د نظرياتي او مشاهداتي فزيک په برخو کې د کار اړينه اندازه رانغاړي. د ستورو فزيک د څېړلو په ځينو برخو کې د تياره مادې، تياره انرژي، تور سوري او نورو اسماني جسمونو د ځانګړتياوو او د نړۍ اصلي او وروستنی برخليک معلومولو په موخه د دوی هڅې رانغاړي. د ستورو د نظرياتي فزيکپوهانو له لوري څېړل شوې موضوعګانې د لمريز نظام جوړښت او بشپړتيا، ستورو ته ورته جسمونو محرکې قوې او بشپړتيا، د کهکشان جوړښت او بشپړتيا، magnetohydrodynamics، په نړۍ کې د لويې مادې جوړښت، د دنيايي وړانګو پيل، عمومي نسبيت، ځانګړی يا خاص نسبيت، د انرژي بنسټيز واحد يا کوانټم او د تار يا لړۍ (string) نړۍ پېژندنې او د ستورو ذروي فزيک (astroparticle physics) په ګډون فزيکي کیهان پېژندنه دي. [۴]

تاريخ

د ستورو پېژندنه يوه لرغونې پوهه ده، چې د ځمکني فزيک له څېړنې څخه بېله شوې ده. د ارستو نړۍ ليد له مخې په اسمان کې جسمونه بدلون نه کوونکي کُرې ښکاري، چې يوازې حرکت يې په يوه کړۍ کې ورته حرکت و، په داسې حال کې چې ځمکنۍ نړۍ هغه سيمه وه چې وده او له منځه تلنه [خوسا کېدنه] يې وزغمله او طبيعي حرکت په کې په سيده ليکه کې و او هغه وخت پای ته ورسېد، چې خوځنده جسم خپلې موخې ته ورسېد. په پای کې په پام کې ونيول شول، چې اسماني سيمه په بنسټيز ډول د مادې له بېل ډول (هغه چې په ځمکنۍ کره کې وموندل شو) څخه جوړه شوې وه، چې ياده ماده د اپلاتون د نظر له مخې اور او د ارستو د نظر له مخې ايتر و. د ۱۷ مې پېړۍ پر مهال د ګاليله، ديکارت او نيوټن په شان د طبيعي علومو فيلسوفانو دې ته پام شو، چې اسماني او ځمکنۍ سيمې د مادې له ورته ډول څخه جوړ شوي وو او د ورته طبيعي قوانينو تابع وو. د دوی ګواښ دا وو چې، هغه توکي تر اوسه اختراع نه شول، چې پر مټ يې دا انګېرنې ثابتې شي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۹ مې پېړۍ د ډېرې مودې لپاره نجومي څېړنه د ستوريزو شيانو درکونو او حرکتونو د محاسبې د اندازې اخيستلو پر ورځني کار باندې متمرکز وه. د ستورو يوه نوې پوهه چې ډېر ژر يې د ستورو فزيک ونوموله، هغه وخت راښکاره کېدل پيل کړل، چې William Hyde Wollaston او Joseph von Fraunhofer په خپلواک ډول وموندل چې له لمر څخه د رڼا د بېلولو پر مهال په طيف کې ګڼې تياره ليکې (په هغه سيمو کې چې لږه يا هيڅ رڼا په کې نه وه) کتل شوې وې. په ۱۸۶۰ ز لسيزه کې فزيکپوه Gustav Kirchhoff او کيمياپوه Robert Bunsen څرګنده کړې ده، چې په لمريز طيف کې تياره ليکې د معلومو ګازونو په طيفونو کې روښانه ليکو ته او ځانګړي ليکې بې ساري کيمياوي عناصرو ته ځواب ويونکې وې. Kirchhoff دا نتیجه تر لاسه کړه چې په لمريز طيف کې تيارې ليکې په لمريزه فضا کې د کيمياوي عناصرو له لوري د زغم (جذب) له امله دي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

Norman Lockyer د لمريز او ستورو طيفونو څېړنې ته د پراختيا ورکوونکو پوهانو له ډلې څخه و، چې په ۱۸۶۸ ز کې يې په لمريزو طيفونو کې روښانه او تياره ليکې وموندلې. نوموړي په ډول ډول حرارت درجو او فشار کې د عناصرو د طيفونو پلټلو په موخه له کيمياپوه Edward Frankland سره په کار کولو سره ونه شول کولی، په لمريز طيف کې له نورو هرو پېژندل شویو عناصرو سره يو ژيړ رنګه ليکه مل کړي. نوموړي داسې ادعا وکړه، چې يادې ليکې د يوه نوي عنصر استازولي وکړه، چې وروسته هيليم ونومول شو. [۱۸][۱۹]

په ۱۸۸۵ز کې Edward C. Pickering د ستورو طيفي ډبلندۍ يو هيله بخښونکی خپرونه جوړه کړه، چې په کې د ښځينه محاسبه کوونکو يوې ډلې چې Williamina Fleming, Antonia Maury او Annie Jump Cannon يې زيات د يادونې وړ دي، پر انځوريزو پاڼو باندې ثبت شوي طيفونه ډلبندي کړل. په ۱۸۹۰ ز کې له ۱۰۰۰۰ څخه د زیاتو ستورو يو بنسټيز لښتليک چمتو شو، چې دوی يې په ۱۳ طيفي ډولونو باندې ووېشل. د Pickering له نسخې څخه وروسته په ۱۹۲۴ ز کې Cannon د Harvard Classification Scheme په رامنځته کولو سره ياد لښتليک نهه حجمونو او د يو ميليون ستورو څلورمې برخې ته پراخ کړ، چې په ۱۹۲۲ ز کې د نړيوالې کارونې لپاره ومنل شو. [۲۰]

په ۱۸۹۵ ز کې George Ellery Hale او James E. Keeler له اروپا او متحده ايالتونو څخه د لس کسيزې ډلې په ملتيا د «ستورو فزيکي ژورنال: د ليدلو طيف او ستورو فزيک يوه نړيواله کتنه: The Astrophysical Journal: An International Review of Spectroscopy and Astronomical Physics» خپره کړه. اراده وه چې ياد ژورنال به د ليدلو طيف د نجومي کاريالونو په اړه د مقالو خپرولو لپاره د يو venue په برابرولو سره د ستورو فزیک سره د نږدې يو ځای (متحد) لابراتواري څېړنې په اړه د وړانګې اچونې او جذب، د لمر د نظرياتو، سپوږمۍ، سيارو، اسماني تيږو، لکۍ لرونکو ستورو او نيبولا او د دوربينونو او لابراتوارونو لپاره د وسايلو په اړه د فلزي او ګازي طیفونو او ازمېښتونو د څپې اوږدوالي د ارادو په ګډون د فزيک او ستورپېژندنې تر منځ درز ډک کړي.[۲۱][۲۲]

نږدې  په  ۱۹۲۰ز کال کې د Hertzsprung-Russel طرحې له موندلو وروسته چې اوس هم د ستورو د ډلبندي کولو او د هغوی د بشپړتيا لپاره کارول کېږي، Arthur Eddington د «د ستورو دنننی جوړښت» تر سرليک لاندې خپله مقاله کې په ستورو کې د ذروي چاودنې د پړاوونو د موندنې او ميکانيزم اټکل وکړ. په هغه وخت کې د ستورو انرژي سرچينه يو بشپړ راز و، Eddington په سم ډول وانګېرل چې ياده چاودنه په هيليم د هايدروجن وه چې د انسټاين معادلې (E = mc2) له مخې يې پراخه انرژي ازادوله. دا په ځانګړې ډول د پام وړ يو پرمختګ ځکه و، چې په هغه وخت کې چاودنه، ترمونيوکلير (حرارتي ذروي) انرژي او ان دا تر اوسه نه وو موندل شوي، چې ستوري په پراخه ډول له هايدروجن څخه ترکيب شوي دي. [۲۳][۲۴][۲۵]

په ۱۹۲۵ ز کې Cecilia Helena Payne (چې وروسته Cecilia Payne-Gaposchkin ونومول شوه) په Radcliffe College کې د دوکتورا يو اغېزناک تيزس وليکه، چې نوموړې په کې د ستورو حرارت درجې سره د طيفي ټولګو تړلو په پار د ستورو فضاګانو باندې د ايوني کولو نظریه پلې کړه. هغې په خورا اغېزناک ډول وموندل چې هايدروجن او هيلیم د ستورو بنسټيزې برخې وې. د Eddington د وړانديز تر څنګ دا موندنه دومره د تمې خلاف وه، چې د نوموړې د تيزس لوستونکو هغه د تيزس له چاپولو وړاندې د پايلې مشخص کولو ته وهڅوله. که څه هم وروستۍ څېړنې د هغې موندنه تاييد کړه. [۲۶][۲۷]

د ۲۰ مې پېړۍ په پای کې د ستورو طيفي څېړنې له بې سيم څپو څخه د طيفي، ايکس وړانګې او ګاما څپې اندازو څخه د څپې اندازو د پراخوالی پوښلو په موخه پراخه شوې وې. په ۲۱ مه پېړۍ کې يادې څېړنې د جاذبي څپو بر بنسټ د کتنو رانغاړلو په موخه لا زياتې وغوړېدلې.[۲۸]

سرچینې