د شوروي اتحاد جمهوریتونه

د شوروي سوسیالیسټي جمهوریتونو اتحاد جمهوریتونه یا د اتحادیې جمهوریتونه (په روسي کې: Сою́зные Респу́блики, tr. Soyúznye Respúbliki) هغه پخواني پر ملي بنسټ ولاړ هېوادونه او پر قومي بنسټ ولاړ اداري واحدونه وو چې د شوروي اتحاد په سوسیالیسټي جمهوریتونو (USSR) کې شامل وو. د شوروي اتحاد جمهوریتونه شوروي سوسیالیسټي جمهوریتونو لکه بېلاروس، اوکراین، روسیه او د قفقاز سیمې فدراسیون ترمنځ د تړون په اساس رامنځته شول چې د هغه پر اساس دوی اساسي جمهوریتونه شول. د شوروي اتحاد جمهوریتونه په خپل ډېری تاریخ کې، سربېره پر دې چې د نوم له مخې د جمهوریتونو یوه فډراسیون په توګه جوړ شوی، یو ډېر متمرکز دولت وو. د غیرمرکزي کولو اصلاحات د پرسټرویکا («د جوړښت نوي کول») او ګلاسنوسټ («خلاص توب») په دورو کې د میخایل ګورباچوف لخوا ترسره شوي چې په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد جمهوریتونو د نړېدو لپاره یو له لاملونو څخه شمېرل کېږي.[۱]

د شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې دوه بېلابېل جمهوري ډولونو شتون درلود: لوی اتحادي جمهوریتونه، چې د اتحادیې اصلي قومي ډلو استازي وو او د اساسي قانون له مخې یې له هغو څخه د جلا کېدو حق درلود، او خودمختاره کوچني جمهوریتونه چې د اتحاد جمهوریتونو په منځ کې یې شتون درلود او د قومي لږکیو استازیتوب یې کاوه.

د کارېلو – فنلنډ شوروي سوسیالیسټي جمهوري، د شوروي او فنلنډ د جګړې یادګار، یوازنی اتحادي جمهوریت شو چې په ۱۹۵۶م کال کې له خپل وضعیت څخه محروم شو. د RSFSR د ننه یوه خودمختاره جمهوریت ته د کارېلا د رتبې ټیټېدو په هکله پرېکړه پرته له دې چې د هغه هېواد له نفوس سره مشوره وشي د مرکزي‌ دولت له لوري په یواړخیز ډول ونیول شوه.

عمومي کتنه

د شوروي اتحاد جمهوریتونو د ۱۹۷۷م کال اساسي قانون ۷۶مې مادې په اساس، یو متحد جمهوریت د شوروي سوسیالیسټي هېواد په توګه خپلواک وو چې له نورو شوروي جمهوریتونو سره په USSR کې یوځای شوی وو. د اساسي قانون ۸۱مه ماده کې راغلي دي چې: «د اتحاد جمهوریتونو د حاکمیت حقونه باید د USSR لخوا وساتل شي.»[۲]

د شوروي اتحاد جمهوریتونه د خپل شتون په وروستیو لسیزو کې په رسمي توګه د پنځه لسو شوروي سوسیالیسټي جمهوریتونو (SSR) څخه جوړ وو. دا ټول، د روسیې فډراسیون پرته (تر ۱۹۹۰م کاله)، د ټول اتحاد کمونیسټي ګوند کې خپل ځایي ګوندي شعبې لرلې.

د روسیې فډراسیون له سیمې د باندې، جمهوریتونه په عمده ډول هغو سیمو کې جوړېدل چې پخوا یې د روسیې امپراتورۍ پورې تړاو درلود او د ۱۷۰۰م کال لویې شمالي جګړې او د ۱۹۰۷م کال کې د انګلیس کنوانسیون او روسیې جګړې ترمنځ یې تصرف کړې.

په ۱۹۴۴م کال کې، د شوروي اتحاد جمهوریتونو په اساسي قانون کې ځینو اصلاحاتو د هر شوروي جمهوریت ته دا اجازه ورکړه ترڅو د سور پوځ بېلابېلې څانګې جوړې کړي. هغو همدارنګه د جمهوریت په کچه د بهرنیو چارو او دفاع کمیساریانو جوړولو اجازه ورکړه او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې په نړیوالو حقوقو کې د قانوني خپلواکو هېوادونو په توګه وپېژندل شي. دا کار د شوروي دوه جمهوریتونو، اوکراین او بلاروس (او همدارنګه په ټولیزه توګه USSR) ته اجازه ورکړه ترڅو په ۱۹۴۵م کال کې د موسسو غړو په توګه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې سره یوځای شي.[۳][۴][۵]

د اتحاد ټول پخواني جمهوریتونه اوس خپلواک هېوادونه دي او لس هېواده یې (د بالټیک، ګرجستان او اوکراین پرته نور ټول) په ضعیف ډول د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو په توګه تنظیم شوي دي. د بالټیک هېوادونه ادعا کوي چې په ۱۹۴۰م کال کې د شوروي اتحاد جمهوریتونو سره د هغوی الحاق کېدل (د لیټوانیا، لاټویا او اسټونیا SSR په توګه) د ۱۹۳۹م کال د مولوټوف – ریبنټروپ تړون په اساس غیرقانوني دی او له همدې کبله هغوی د شوروي تر اشغال لاندې خپلواک هېوادونه پاتې کېږي. د هغوی موقف د اروپا ټولنې، د بشر حقونو اروپايي محکمې، د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو شورا او متحده ایالتونو لخوا ملاتړ کېږي. په مقابل کې، د روسیې دولت او دولتي چارواکي په دې باور دي چې شوروي سره د بالټیک هېوادونو الحاق قانوني وو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د اساسي قانون له مخې، د شوروي اتحاد یو فډراسیون وو. په اساسي قانون کې د شته مقرراتو په اساس (په ۱۹۲۴، ۱۹۳۶ او ۱۹۷۷ کې تصویب شوې نسخې)، د شوروي اتحاد جمهوریتونو څخه د هر جمهوریت د وتلو حق وساته. د سړې جګړې په اوږدو کې، دا حق په پراخ ډول بې معنی ګڼل کېده. په هرحال، د ۱۹۷۷م کال اساسي قانون اړونده ۷۲مه ماده د ۱۹۹۱م کال په ډسمبر کې په اغېزناک ډول د شوروي اتحاد له منځه وړلو لپاره وکارول شوه، کله چې روسیه، اوکراین او بلاروس له دې اتحاد څخه جلا شول.

په عمل کې، د شوروي اتحاد سوسیالیسټي جمهوریتونه په ۱۹۲۲م کال کې د جوړېدو له وخته د ۱۹۸۰مې لسیزې ترمنځه، کله چې د میخایل ګورباچوف لخوا ترسره شويو اصلاحاتو سره سیاسي ځواکونه د مرکزي کنټرول د کمېدو او په پایله کې د هغې د حتمي له منځه تللو لامل شول، یو ډېر متمرکز نهاد وو. د هغه اساسي قانون پر اساس چې په ۱۹۳۶م کال کې تصویب شو او د وخت په تېرېدو سره د ۱۹۷۷م کال تر اکټوبره پورې اصلاح شو، د شوروي اتحاد سیاسي بنسټ د خلکو استازو شوراګانو لخوا جوړ شو. دې د اداري سلسله مراتبو په ټولو کچو کې شتون درلود، چې د شوروي اتحاد د یوه کُل په توګه د USSR عالي شوروي تر کنټرول لاندې وه، کوم چې د روسي SFSR د ننه په مسکو کې موقعیت درلود.

له ایالتي اداري سلسله مراتبو سره، هلته د ګوندي سازمانونو موازي جوړښتونو شتون درلود چې سیاسي دفتر ته یې اجازه ورکوله ترڅو پر جمهوریتونو لا ډېر کنټرول ولري. دولتي اداري ارګانونو ته د ګوند موازي ارګانونو لخوا لارښوونه کېده او د ټولو ګوندي او دولتي چارواکو انتصاب د ګوند مرکزي ارګانونو تایید ته اړتیا لرله.

هر جمهوریت د خپلو دولتي سمبولونو ځانګړې ټولګه درلودله: یو بیرق، د پوځیانو جامې، او تر ۱۹۹۰م کاله د روسیې په استثنا، یو سرود. همدارنګه د شوروي اتحاد هر جمهوریت ته د لنین نښان ډالۍ ورکړل شو.

د شوروي اتحاد متحد جمهوریتونه

د شوروي اتحاد د متحدو جمهوریتونو شمېر له ۴ تر ۱۶ پورې توپیر درلود. له ۱۹۵۶م کاله تر ۱۹۹۱م کاله چې ونړېد، د شوروي اتحاد له ۱۵ شوروي سوسیالیسټي جمهوریتونو څخه جوړ وو. د دې پرځای چې جمهوریتونه د الفبا له مخې ترتیب کړي، جمهوریتونه د اساسي قانون په ترتیب سره لیسټ شول، چې په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد په وروستیو لسیزو کې، نه د نفوس له مخې او نه هم د اقتصادي قدرت له مخې جمهوریتونو له دې ترتیب سره سمون نه درلود.

د ترکستان شوروي فډراټیف جمهوریت په ۱۹۱۸م کال کې اعلان شو خو د شوروي اتحاد تر جوړېدو پورې یې دوام ونکړ او د شوروي سوسیالیسټي جمهوریت په لنډ عمره خودمختاره ترکستان RSFSR باندې بدل شو. د کریمیې شوروي سوسیالیسټي جمهوریت (د تاوریډا شوروي سوسیالیسټي جمهوریت) هم په ۱۹۱۸م کال کې اعلان شو، خو د اتحاد په یوه جمهوریت بدل نشو او د RSFSR په خودمختاره جمهوریت بدل شو، که څه هم د کریمیې تاتارانو د سرشمېرنو له مخې تر ۱۹۳۰مې لسیزې یا ۱۹۴۰مې لسیزې پورې نسبي اکثریت درلود. کله چې په ۱۹۴۴م کال کې د تووان د خلکو جمهوریت د شوروي اتحاد سره یوځای شو، هغه د اتحاد په یوه جمهوریت بدل نشو، او پرځای یې د RSFSR یوه خودمختاره جمهوریت په توګه تاسیس شو.

د بلغارستان د خلکو جمهوریت مشر، ټوډور ژیوکوف، د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې سپارښتنه وکړه چې هېواد یې باید د اتحاد په یوه جمهوریت بدل شي، خو دا سپارښتنه رد شوه. د شوروي – افغانستان جګړې په اوږدو کې، د شوروي اتحاد سپارښتنه وکړه چې د افغانستان شمال د خپل اتحاد شپاړسم جمهوریت په توګه ضمیمه کړي چې په پایله کې به ورته د افغان شوروي سوسیالیسټي جمهوریت نوم ورکړي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې