د نانجینګ ټول وژنه

د نانجینګ ټول وژنه یا د نانجینګ جنسي تېری (چې په رسمې توګه یې لاتیني لیک دود د  Nankingپه بڼه دی) د چین-جاپان د جنګ په بهیر کې د چین د پایتخت  نانجینګ له جنګ څخه وروسته، د جاپان د ټولواک پوځ له لوري د چینایي ملکیانو ډله ییزه وژنه وه. نوموړې ټول وژنه د ۱۹۳۷ز کال د دېسمبر په ۱۳مه نېټه پیل او د شپږو اونیو لپاره یې دوام درلود. د دغې پېښې مرتکبینو د ډله ییز جنسي تېري، چور چپاول او سوځولو په ګډون نور جنایتونه هم ترسره کړي وو. نوموړې ټول وژنه د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د پېښو شوو جنایتونو څخه یو تر ټولو بد جنایت و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د نانجینګ ټول وژنه
د نانجینګ ټول وژنه
د نانجینګ ټول وژنه

د شخص معلومات
عملي ژوند
پوځي خدمت
جګړه/جګړېد چین-جاپان دویمه جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د بې شمېره عواملو له امله، د مړو شمېر له ۴۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰۰ پورې، ورسره د جنسي تېریو پېښې له ۲۰۰۰۰ څخه بیا تر ۸۰۰۰۰ پورې اټکل شوې دي. په هر ترتیب، په جاپان کې تر ټولو د لوړې سطحې او معتبر پوهان چې پکې یو لوی شمېر اغېزناکې اکادمیکې څېرې شاملې دي، د لرې ختیځ لپاره د نړیوالې محکمې د قانوني توب او د هغې د موندنو ملاتړ کوي، کومې موندنې چې د لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ تلفاتو او د جنسي تېریو د ۲۰۰۰۰ پېښو اټکل کوي.[۷][۲][۳][۸]

پوځي وضعیت

د ۱۹۳۷ز په اګست کې، جاپاني پوځ په شانګهای باندې حمله وکړه، چېرې چې دوی له سخت مقاومت سره مخ شول او درانه تلفات ورواوښتل. جګړه ډېره خوني وه ځکه دواړې خواوې په ښاري مخامخ او لاس په لاس (hand-to-hand combat) جګړه کې سره ونښتې. د نومبر تر نیمایي پورې جاپانیانو د سمندري او (هوایي) بمباریو په مرسته شانګهای نیولی و. په توکیو کې د لوی درستیز دفتر لومړی پرېکړه وکړه چې جګړه د زیاتو تلفاتو او د پوځیانو د ټېټ مورال له امله نوره پراخه نه کړي. اما له دې سره سره، د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د لوی درستیز دفتر د مرکزي چین زون ته خپل اعزام شوي پوځ او لسم نمبر پوځ ته امر وکړ تر څو نانجینګ، چې هغه وخت- د چېن د جمهوریت پلازمېنه وه، ونیسی.[۹][۱۰]

د پایتخت لېږدول

د شانګهای د له لاسه ورکولو وروسته چیانګ کا ایشېک (Chiang Kai-shek) په دې پوه شو چې د نانجینګ سقوط د وخت یوه مسئله ده. نوموړي او د هغه تر لاس لاندې افسران دې پایلې ته ورسېدل چې دوی نه غواړي د خپلو غوره پوځیانو ژوند د پلازمېنې په سمبولیکه او ناهېلې دفاع کې له منځه یوسي. د پوځ لویه برخه د راتلونکو نورو جنګونو لپاره له نانجینګ څخه په شا شوه. د چیانګ ستراتېژي د هغه د جرمني سلاکارانو د وړاندیزونو تعقیب و چې له مخې یې چین ته په ژوره توګه د جاپاني پوځ راننوتلو اجازه ورکول کېده تر څو یې پر وړاندې د چین پراخه خاوره د دفاعي ځواک په توګه وکارول شي. چیانګ د چين له ښارونو څخه په لرې پرتو سيمو کې د جاپاني پوځ د له منځه وړلو لپاره د یوې اوږدې ستومانوونکې جګړې (war of attrition) پلان جوړ کړ.[۱۱]

له نانجینګ څخه د دفاع ستراتېژي

بهرنیو خبریالانو ته په یوه وړاندې شوې رسنیزه اعلامیه کې، تانګ شینګژي (Tang Shengzhi) اعلان وکړ چې ښار به نه تسلیمېږي او تر مرګه پورې په جګړه کوي، تانګ د ۱۰۰،۰۰۰ په شاوخوا کې پوځیان چې زیاتره یې نا روزلي وو، د هغو چینایي پوځیانو په ګډون چې د شانګهای په جګړه کې یې برخه اخیستې وه، راټول کړل. د چین حکومت د ډېسمبر په لومړۍ نېټه او ولسمشر د ډېسمبر په اوومه نېټه له نانجینګ ښاره ووتل او د دې ښار برخلیک یې د جان رابي (John Rabe) په مشرۍ چې د جرمني تبعه و، یوې نړیوالې کمېټې ته پرېښود.

رابي چې په نانجینګ کې اوسېده، او د نانجینګ د خوندیتوب زون د نړیوالې کمېټې مشري یې په غاړه وه، د جنراليسيمو (له فیلډ مارشال څخه د لوړې پوځي رتبې خاوند) چیانګ کا ایشیک څخه یې د دغه اوربند په اړه د اجازه اخیستنې په پار د دېسمبر په ۹مه نېټه یو اس اس پانای (USS Panay) جنګي بېړۍ ته د ننه شو. له دغې بېړۍ څخه یې دوه تېلګرامه واستول، لومړی یې د یو امریکایي سفیر له لارې چې په هانکوف کې اوسېده، چیانګ ته و او پکې غوښتل شوي وو چې "چینایي پوځیان د په نانجینګ کې په پوځي عملیاتو لاس نه پورې کوي". دوهم یې د شانګهای له لارې جاپانیو پوځي مشرانو ته و چې پکې یې له نانجینګ څخه د چینایانو د په شا کېدو لپاره د ۳-ورځني اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې وه.

راتلونکې ورځ چې د ډېسمبر لسمه وه رابي له جنرالېسیمو (Generalissimo) چیانګ څخه خپل ځواب تر لاسه کړ. په هانکوف کې امریکایي سفیر داسې ځواب ورکړ چې که څه هم هغه خپله د رابي د وړاندیز ملاتړ کوي اما چیانګ ونه منله. رابي وایي چې یاد سفیر همداراز  "موږ ته د یو محرم تلګرام له لارې وویل چې ده ته په رسمي توګه د په هانکوف کې د خارجه وزارت له لارې معلومات ورکړل شوي دي چې زموږ هغه پوهاوی چې جنرال تانګ د درۍ ورځني اوربند موافقه کړې او دا چې هغه به له نانجینګ څخه خپل پوځ وباسي، ناسم دی، او د دې په څنګ کې چیانګ کا ایشیک اعلان کړی چې نوموړی په داسې یو وضعیت کې نه دی چې دا ډول یو وړاندیز ومني".

د ډېسمبر په یولسمه نېټه، رابي ومونده چې د خوندیتوب د زون په ځینو برخو کې لا هم چینایي پوځیان شتون لري، په دې معنا چې نوموړې ساحه د جاپانیانو د حملو مشروع موخه وګرځېده، که څه هم دلته زیاتره بې ګناه ملکیان اوسېدل. رابي په دې تبصره کړې ده چې ولې د چینایي پوځیانو ایستلو هڅې ناکامې شوې او جاپاني عسکرو د پناه غوښتونکو په زون باندې د لاسي بمونو غورځول پیل کړل. [۱۲]

د جاپاني ټولواک پوځ چلند

نانجینګ ته په ننوتلو سره د جاپانیانو جنګی جنایتونه

سره له دې چې یاده ټول وژنه په عمده توګه د نانجینګ له سقوط څخه وروسته د شپږو اونیو په بهیر کې پېښه شوې ده، اما د جاپاني پوځ له خوا تر سره شوي جنایتونه بیا یواز په دې دوره پورې محدود نه دي. له شانګهای څخه نانجینګ لور ته د جاپاني پوځ په پرمختګ سره د هغوی له لوري زیات شمېر وحشتونه راپور شوي وو.

یو جاپانی خبریال  چې په هغه وخت کې په ټولواک پوځ کې مستقر شوی و، وایي چې:[۱۳]

د لسم نمبر لښکر په ډېرې چټکۍ سره نانجینګ ته د ننوتو دلیل د هغه تکتیک له مخې و چې د افسرانو او عسکرو تر منځ دا تړون شوی و چې په هره بڼه چې غواړي کولی شي لوټنه او جنسي تېري تر سره کړي.

د نوموړي له ناول Ikiteiru Heitai  (ژونديو پوځیانو)، څخه تاتسوزو ایشیکاوا (atsuzō Ishikawa) په ښکاره سره دا بیانوي چې شانګهای ته د استول شووو ځواکونو شپاړسمه فرقه څرنګه د ظلمونو مرتکبه شوې وه. ناول پخپله د هغو مرکو پر بنا لیکل شوی و چې ایشیکاوا د ۱۹۳۸ ز کال په جنورۍ کې له عسکرو سره کړې وې.[۱۴]

ښایي تر ټولو رسوا وحشی توب به د دوو جاپاني افسرانو تر منځ د وژلو مسابقه وه، لکه څرنګه چې د توکیو نیچي نيچي شېمبون (Tokyo Nichi Nichi Shimbun) ورځپاڼې او  انګلیسي ژبو جاپان اعلاناتو په راپور کې راغلي دي. نوموړې مسابقه چې- د دوو افسرانو تر منځ د بریالیتو لپاره داسې لوبه وه تر څو وښيي چې کوم یو به وکولی شي چې یوازې په یوه توره باندې ۱۰۰ کسه لومړی ووژني- یادې مسابقې تر ډېره په یوه سپورتي لوبه کې له شرط اېښودنې سره ورته والی درلود چې د ورځو په یوه لړۍ کې یې په منظمه بڼه نمبرې جګېږي. په جاپان کې د یادې مسابقې په اړه د پورتنۍ ورځپاڼې د دغې مقالې رښتیا والی له ۱۹۶۷ز نه را په دېخوا د څو لسیزو لپاره د تندو بحثونو سرټکی و.[۱۵][۱۶][۱۷]

په ۲۰۰۰ز کال کې تاریخ پوه باب تاداشي واکابایاشي (Bob Tadashi Wakabayashi)، د ځانګړو هغو جاپاني پوهانو سره همغږي وښوده چې ادعا یې کړې وه چې یاده مسابقه یوه له ځانه جوړه شوې خیالی کیسه وه په کومه کې چې  د پوځیانو تر منځ د جنګ کولو د ملي روحیې (national fighting spirit) لوړولو لپاره دسیسه نغښتې وه.[۱۸]

په ۲۰۰۵ز کې د توکیو د یوې ولسوالۍ قاضي د بریدمنانو د کورنیو له لوري د سزا ټاکنې غوښتنه چې  ویل یې، "بریدمنان د هغه حقیقت مرتکب شوي چې د ۱۰۰ کسانو و وژلو لپاره به یې مسابقې کولې"  او دا چې دغه کیسه په واضح بڼه دروغ نشي ثابتېدای، رد کړه. نوموړي قاضي همداراز د نوموړو مدعيانو د ملکي ادعاء (سبب الدعوا) پر خلاف حکم وکړ ځکه چې له اصلي قضیې څخه د ۶۰ کلونو څخه زیات تېر شوي وو. د یادې پېښې ریښتینوالی لا هم په جاپان کې تر بحثونو لاندې دی. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې