د چین او شوروي وېش

د چین او شوروي وېش د چین د خلق جمهوریت او شوروي اتحاد تر منځ د سیاسي اړیکو ماتول وو چې د مارکېسیزم - لینېنیزم له بېلابېلو تفسیرونو او عملي غوښتنلیکونو څخه د نظر د اختلاف له امله د سړې جګړې په بهیر کې له  ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې د هغوی له اړونده جیوپولیټېک اغیز لاندې رامنځته شو. د ۱۹۵۰ مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د مارکیسیزم اورټوډوکس د تفسیر په اړه د چین او شوروي اتحاد تر منځ بحثونه د ملي سټالینېلرې کولو او له لویدیځ بلوک سره د نړیوال سوله ییز ګډ ژوند پر بنسټ  د شوروي اتحاد د سیاستونو په اړه پر خاصو مناقشو بدل شول. چې د یو مارکېسست په توګه بنسټ ګر چیني پلار مایوزیډونګ د مارکېسسټ رېوېژن (مارکیسسټي بیاکتنه) په توګه تشرېح کړ. د دغه اېډیولوژيک شالید پر وړاندې چین د لویديځې نړۍ پر وړاندې غلیمانه دريځ خپل کړ او د ختيخ بلوک او لوېديځ بلوک تر منځ يې د سوله‌ييز ګډ ژوند پر بنسټ د شوروي اتحاد سیاست په ښکاره ډول رد کړ. پر دې سربېره پيکېن له هند سره د شوروي اتحاد د ودې په حال کې اړیکو لپاره د هند او چين د سرحدي اختلافاتو له امله ناخوښ و او مسکو وېره لرله چې مایو د اتومي جګړې له وحشت څخه له اندازې زیاته بې پروايي وکړي.  [۱][۲]

د شوروي اتحاد د کمونیستي ګوند لومړي منشي نیکیتا خروشچف په ۱۹۵۶ کال کې د نيکونو د شخصیت پالنې او د هغې د پایلو په ويناوالۍ کې سټالین او سټالینیزم محکوم کړ او له شوروي اتحاد څخه یې سټالين لرې‌کول پيل کړل. مایو او د چين مشرتابه له دې څخه چې په ورو ورو چين او شوروي اتحاد د لنینېستي تيوریو د تفسیرونو او کارونې په برخه کې له یو بل څخه جلا شول په ډار کې شول. په ۱۹۶۱ کال کې د هغوی نه‌حل کېدونکي اېډیولوژیک اختلافات د چين د خلق جمهوریت له خوا  په شوروي اتحاد کې د «درغلګرو بیاکتونکو» د کار په توګه د شوري کمونیزم د رسمي محکومیت لامل شو. د چين د خلق جمهوریت هم شوروي اتحاد سوشل امپریالیست (ټولنیز امپریالیزم) اعلام کړ. د ختيځ بلوک هېوادونو لپاره د چين او شوروي وېش دا پوښتنه وه چې څوک به د نړیوال کمونیزم لپاره د انقلاب مشري وکړي او نړیوال مخکښ ګوندونه به چا سره (چين یا شوروي اتحاد) سیاسي مشوره، مالي ملاتړ او پوځي مرسته وکړي. دواړه هېوادونه په دغه برخه کې د خپلې نفوذي حوزې هېوادونو د مخکښو ګوندونو له لارې د سیالۍ ډګر ته ووتل.  [۳][۴][۵]

د چين او شوروي وېش په لویديځه نړۍ کې دوه قطبي سړه جګړه په درې قطبي جګړه بدله کړه. دغې سیالۍ د مایو په واسطه د چين او امریکا د نږدې‌والي ريښتیاینه په ۱۹۷۲ کال کې چين ته د متحده ایالاتو د ولسمشر ریچارد نیکسون له سفر سره برابره کړه. په لویديځ کې مثلثي او نښلېدلې سیاسي پالیسۍ څرګندې شوې. پر دې سربېره د چين او شوروي د وېش پېښې د واحد کمونیزم مفهوم باطل کړ، په دې اساس د لویديځ انځور چې کمونیست هېوادونه په ټوله کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په جيوپولتیک کې واحد لوبغاړي وو، په ځانګړي ډول د ويتنام په جګړه کې د ۱۹۴۷ او ۱۹۵۰ کلونو تر منځ دوره، کله چې متحده ایالاتو د هند او چين په لومړۍ جګړه کې (۱۹۴۶-۱۹۵۴) لاسوهنه وکړه. که څه هم شوروي اتحاد او چين په نورو ځایونو کې د سیالۍ سره سره د هند او چين د جګړې په بهیر کې تر ۱۹۷۰ لسیزې پورې په شمالي ویتنام کې همکارۍ ته دوام ورکړ. له تاریخي پلوه د چين او شوروي وېش ریښتينی مارکسیستي-لنینېستي سیاست اسان/برابر کړ چې له هغه سره مایو د سړې جګړې د دور (۱۹۵۶-۱۹۹۱) په وروستیو کې د شوروې ضد جبهې د رامنځته کولو لپاره درې قطبي جیوپولتیک (PRC–USA–USSR/ د چين د خلق جمهوریت- متحده ایالات-شوروي اتحاد) رامنځته کړ. مایوئيستان د درېیو نړیو له نظریې/تیوري سره ونښلول شول. د لوتي په وینا، «هېڅ مستند مدرک نه‌شته چې وښيي چنایان یا شورویان په دغه دوره کې په یو مثلثي چارچوکاټ کې د خپلو اړیکو په اړه فکر کوي» دا دوره له څلور قطبي نومي/اسمي جیوپولوتيک (PRC-UK-USA-USSR) سره په ۱۹۵۶ کال کې د سویس له کړکېچ سره پرتله شوې.  [۶][۷][۸][۹]

سرچینه

کډې غلیمانه ښکېلې خواوې

د چين او جاپان د دویمې جګړې په بهیر کې د چين کمونیست ګوند (CCP) او کومېنټانګ ملت پال ګوند (KMT) خپله کورنۍ جګره یوې خواته پرېښوده تر څو د جاپان امپراتوري د چين له جمهوریت څخه بهر کړي. په پای کې له دې امله د شوروي مشر جوزف استالین د سي سي پي (CCP) مشر مایو زيډونګ ته امر وکړ تر څو د KMT مشر جنرال سیمو چیانګ کای‌شاک سره د جاپانیانو خلاف مبارزه کې همکاري وکړي. د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان تر تسلیمېدو وروسته دواړو ګوندونو خپله مورنۍ جکړه له سره پيل کړه چې تر ۱۹۴۹ کال پورې کمونیست ګوند ګټونکی شو. [۱۰]

د جګړې په پای کې سټالین مایو ته سپارښتنه وکړه چې هغه مهال سیاسي واک ترلاسه نه‌کړي او په بدل کې يې د شوروي اتحاد - کومېنټانګ ملت پال ګوند (KMT) د ۱۹۴۵ د ملګرتیا او همکارۍ تړون له امله له چیانګ سره همکاري وکړه. مایو د اسټالین له کمونیستي پيوستون څخه ملاتړ وکړ. په دې توګه د ۱۹۴۵ کال په نوامبر کې د جاپان تر تسلېمېدو درې میاشتې وروسته کله چې چیانګ له شوروي اتحاد سره د تانویوریانخای (منګولیا/مغولستان) له یو ځای کېدو سره مخالفت وکړ، اسټالین هغه تړون مات کړ چې له منچوري (د مایو د سیمو کنترول په لاس کې ورکول) څخه یې د سره پوځ شاتګ ته اړتیا لرله او جنرال رودیون مالینوفسکي ته یې امر وکړ چې د جاپان پاتې وسلې چینايي کمونیستانو ته ورکړي.   [۱۱][۱۲][۱۳]

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په پنځه کلنه دوره کې متحده ایالاتو تر یوې کچې له چیانګ، د هغه له ملت‌پال سیاسي ګوند او له ملي انقلابي پوځ څخه مالي ملاتړ وکړ. په دې توګه واشنګټن له کمونیستانو سره د یو ګډ دولت د رامنځته کولو لپاره پر چيانګ ډېر فشار راوړ. د متحده ایالاتو استازي جورج مارشال په متحده ایالاتو کې ۱۳ میاشتې تېرې کړې او د سولې د منځکړیتوب لپاره يې نابریالۍ هڅه وکړه. د چين د کورنۍ جګړې د درې کلنې دورې په پای کې د چين کمونیست ګوند، کومېنټانګ ملت پال ګوند ته ماته ورکړه او د چين له اصلي خاورې څخه یې بهر کړ. په پایله کې کومېنټانګ ملت پال ګوند د ۱۹۴۹ کال په ډېسمبر کې ټایوان ته شاتګ وکړ. [۱۴]

د چين کمونیستي انقلاب

مایو د کمونیزم د یو انقلابي نظریه پرداز/مفکر په توګه په چين کې د یو سوسیالیستي دولت د ریښتیا کولو په لټه کې و، د اورټوډوکس مارکېسیزم ښاري اېډیولوژۍ ته یې د چين په ارضي شرایطو کې د عملي کارونې لپاره د چین تر خلکو او صنعت مخکې پراختیا ورکړه او پلې يې کړه. د مایو زېډونک د مارکېسیزم – لیننیزم تفکر، د یو هېواد او خلکو د چټک مدرن کېدو لپاره سیاسي عمل پالنې ته لومړیتوب ورکړ او اېډیولوژیک اورټوډوکس یې خپل ثانوي لومړیتوب وټاکه، ځکه چې اورټودوکس مارکیسېزم په ټولنیزو – اقتصادي شرایطو کې د عملي پلي کولو لپاره په ۱۹مه پېړۍ کې له لویديځې صنعتي اروپا څخه سرچینه اخیستې.  [۱۵][۱۶]

په ۱۹۴۷ کال کې د چین د کورنۍ جګړې په بهیر کې، مایو یوې امریکايي خبریالې انالویز سټرانګ له سیاسي اسنادو سره چې د چين راتلونکې يې تشرېح کوله لویديځ ته ولېږه او له هغې څخه يې وغوښتل چې «یاد اسناد په متحده ایالاتو او اروپا کې د ګوند مشرانو ته وروښيي» تر څو د چين له کمونیستي انقلاب څخه غوره درک ولري، خو «دا اړینه نه وه چې هغه دې مسکو ته یوړل شي.»

مایو د هغه په اړه د کمونیزم د یو مفکر په توګه د «مایو تېسه ټونګ مفکوره» په نوم مقاله کې د مثبت راپور له امله او د «سپېده چاوده لکه برېښنا داسې له چین څخه راپورته کېږي» په نوم کتاب کې چې په ۱۹۴۸ کال کې د چین د کمونیست انقلاب په اړه خپور شوی، پر سټرانک باور وکړ: دا په چين کې د ازادو شویو سیمو په اړه یو کره حساب و، داسې راپور ورکوي؛ چې د مایو فکري لاسته راوړنه «په داسې توګه له اروپايي بڼې څخه اسیايي بڼې ته د مارکسیزم بدلول وو... چې نه مارکس او نه لینن د هغه خوب هم نه شوی لیدلی.»  

سرچينې