ربات

رباط یا په عربي ژبه کې الرباط د مراکش هېواد پلازمېنه او د دې هېواد تر ټولو ستر اوم ښار دی چې د اټکل له مخې په ۲۰۱۴ ز کال کې ۵۸۰۰۰۰ ښاري وګړو پکې ژوند کاوه چې د شاوخوا سیمو د وګړو په ګډون دا شمېر ۱.۲ میلیون وګړو ته رسېده. دا ښار همداشان د رباط سالي کینیترا د اداري سیمې ښاري مرکز دی. رباط د اتلانتیک سمندر پر غاړه د بو ریګریګ سیند په خوله کې پروت ښار دی.[۶][۷][۸][۹]

رباط
(عربي: الرباط د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د پنظم محمد قبر
د پنظم محمد قبر
د پنظم محمد قبر

Rabat city
د مراکش په نقشه کې د رباط موقیعت
د مراکش په نقشه کې د رباط موقیعت
د مراکش په نقشه کې د رباط موقیعت

Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۳۴°۰۲′ شمال ۶°۵۰′ لویدیځ / 34.033°شمال 6.833°لويديځ / 34.033; -6.833
بنسټ ایښودنه۱۱۴۶
بنسټګرموحدون
اداري وېش
هیوادکينډۍ:Morocco
د مراکش ولایتونه22px رباط سلا زمور زعیر
پلازمینه د:
مراکش (۱۹۵۶–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حکومت
 • شهردارفتح‌الله و العلو
 • پادشاهشپږم محمد (مراکش)
 • ښاروالHassan Amrani
پراخوالی
 • شهر۱۱۷ کلوميټر٢ (۴۵ میله  مربع)
لوړوالی۷۵ ميټره (۲۴۶ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۲)
 • شهر۶۲۰٬۹۹۶
 • ترتيب۳ ام
 • د نفوسو کثافت۵٬۳۰۰/کلوميټر٢ (۱۴٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه۲٬۱۲۰٬۱۹۲
د گڼه گوڼې نومRabatí
وروستي مالومات
وخت زونWET (ه.ن.و۰+)
 • د اوړي وختWEST (ت.ع.م ۱+)
رسمي ژبهعربي   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کدپستی۱۰۰۰۰
سيمه ييز د زنګ کوډ537  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ2538475[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼهwww.rabat.ma/portal/
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رباط په ۱۲مه پېړۍ کې د الموحدونو د سترواکۍ له خوا جوړ شو. دې ښار په چټکه توګه سره وده وکړه، خو د الموحدونو د سترواکۍ په نړیدو سره د یوه څه مودې لپاره له زوال سره مخ شو. په ۱۷مه پېړۍ کې، رباط د بربري سمندري غلو لپاره په یوه پټنځای بدل شو.  فرانسویانو په ۱۹۱۲ ز کال کې مراکش تر خپل قیمومیت لاندې راوست او رباط یې د هغه اداري مرکز وګرځاوه. مراکش په ۱۹۵۵ ز کال کې خپله خپلواکي واخیسته او رباط یې خپله پلازمېنه وګرځوله.

رباط، تماره او سلا د څه باندې ۱.۸ میلیون وګړو یو شهرک جوړوي. د خټو او چیکړو د ستونزو له امله د رباط نقش د یوه بندري ښار په توګه را کم شوی دی. خو بیا هم، رباط او سلا د نساجي مهم صنایع، د خوراکي توکو تولید او ودانیز صنعت لري. سربېره پر دې، ګرځندوی او په رباط کې د ټولو بهرنیو سفارتونو شتون د دې لامل ګرځیدلی چې رباط د هېواد یو مهم مرکز پاتې شي. د هغې سروې له مخې چې د CNN له خوا په ۲۰۱۳ ز کال کې تر سره شوه، د مراکش پلازمېنه رباط  «په ۲۰۱۳ ز کال کې د غوره سفر کوونکو مسیرونو» په توګه ټاکل شوې وه. دا ښار د مراکش د امپریالیستي څلورو ښارونو نه یو دی او د رباط مدینه بیا د نړۍ د میراث لرونکې سیمې په توګه هم ثبت شوې ده. رباط ته د ONCF سیستم له لارې په ټرین سره سفر کېدای شي  او همداشان د الوتکو په مټ د رباط – سلا هوايي ډګر له لارې. [۱۰]

ایتمولوژي

د رباط نوم د عربې کلیمې الرباط نه را اخیستل شوی دی چې معنی یې رباط ده یعنې اسلامي مرکز یا مورچه. دا نوم د رباط الفتح لنډیز دی چې د فتحې د مورچې یا د کامیابۍ د مورچې معنی ورکوی- دا هغه نوم دی چې الموحدونو په ۱۱۷۰ ز کال کې د یوې سمندرې پایګاه په توګه د دې ښار د جوړولو پر مهال ورکړ.[۱۱][۱۲]

لرغونې سلا

له میلاد نه وړاندې په لومړۍ زریزه کې، فنیقیانو د اوسني مراکش د اطلس سمندر پر غاړو باندې ګڼې سوداګریزې مستعمرې جوړې کړي، خو په دغه سیمه  کې د سلا یا شلات په نوم د فنیقي هستوګنځي د شتون په اړه لرغون پیژندونکې ځینې بحثونه لري. له میلاد نه وړاندې په لومړۍ پېړۍ کې، سیمه ییزو اوسېدونکو لا په نیو-پونیکي ژبه باندې لیکل کول، خو دا سیمه د روم تر اغېز لاندې راغله. تر څو چې دا هېواد له میلاد نه وړاندې په لومړۍ پېړۍ کې په رسمي بڼه د روم له خوا ضمیمه شو، د لرغونې موریتاني سلطنت تر کنټرول لاندې و. هغه سیمه چې د چیله په نوم مشهوره وه او د ننني ښار په سویلي سیمه کې واقع وه، رومیانو د سلا په نوم یوه مستعمره جوړه کړه. په دې ښار کې کېندنو ښودلې چې له رومي جوړښتونو نه وړاندې دلته موریتاني جوړښتونه موجود و. له لیکسوس سره یو ځای، د سلا مستعمره یوه له هغو دوو سمندري ځایونو څخه و چې د رومیانو تر کنټرول لاندې و. د سلا بندر (چې اوس له منځه تللی) د رومیانو د سوداګریزو کښتیو له خوا له Anfa او Insula Purpuraria سره د سویل لویدیځو لارو لپاره کاریده.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

لرغونې توکي چې ویزیګوتي او بیزانسي منشا لري په دغه سمه کې موندل شوي دي، د سلا او رومي اروپا تر منځ د سوداګریزو او سیاسي اړیکو تداوم تر هغه مهاله ښیي چې په اومه پېړۍ کې د افریقا په شمال کې د بیزانس سترواکي ټینګه شوه. خو بیا هم، سلا په پنځمه پېړۍ کې یو ډول متروک شو او کله چې په ۷مه پېړۍ کې مسلمان اعراب دلته راغلل او په سیمه کې یې اسلامي نفوذ رامنځته کړ، دا ښار زیاتره ویران و. [۱۸][۱۹]

سرچينې