دمشق

دمشق
دمشق الشام
دوتنه:Damsacus infobox.jpg
هېواد سوریه

مساحت۱۰۵ کلومترو مربع
د نفوس شمېر۱،۷۱۱،۰۰۰
ښاروالبشر الصبان

دمشق يا دَمِشْق (په عربی: دمشق الشام) د سوريې پلازمېنه ده، چې د دې هېواد لوى ښار هم گڼل کېږي. يو لرغونى او ودان ښار گڼل کېږي، د وگړو شمېر يې ٢ مليونو ته رسېږي. د دمشق مساحت ۱۰۵ کلومترو مربع ده.

دمشق ( /dəˈmæskəs/ də-MASS-kəs؛ انګريزي کې د /dəˈmɑːskəs/ də-MAH-skəs په بڼه هم لوستل کېږي، عربي: دمشق، رومي: Dimashq، IPA: [diˈmaʃq]) د سوريې پلازمېنه ده، چې د نړۍ لرغونی ښار دی او د ځينو په اند په اسلام کې څلوم سپېڅلی ښار دی.[۱][۲][۳]

دا ښار په عاميانه ژبه سوريه کې د “as-Sam” (الشَّام) په نوم پېژندل کېږي او «د ياسمن ښار:City of Jasmine» (مدينة الياسمين Madinat al-Yasmin) وړ نوم ورکړل شوی دی. دمشق د ختيځ (مشرق) “Levant” او عربي نړۍ يو ستتر کلتوري مرکز دی، چې په ۲۰۱۹ ز کال کې يې د اټکل له مخې (۲۰۷۹۰۰۰) تنه نفوس درلود.[۴]

په سويل لويديځه سوريه کې دمشق د يوې پراخه ښاري سيمې مرکز دی. په ۲۰۰۴ ز کال کې يې نفوس ۲،۷ ميليون تنه اټکل شوی و. دمشق چې د سمندر له کچې څخه ۶۸۰ متره (۲۲۳۰ فوټه) پورته پر لوړه سطحه باندې د مديترانې له ختيځ ساحل څخه ۸۰ کېلومتره (۵۰ ميله) د خاورې دننه د انټي لبنان (Anti Lebanon) غر پر ختيځو غونډويو باندې ځای پر ځای شوی [پروت] دی، د باران سيوري د اغېز له امله وچ اقليم ازمايي. د باراډا سيند (Barada River) د دمشق په منځ کې بهېږي.[۵]

دمشق د نړۍ په کچه په پرله پسې ډول له لرغونو اباد شويو ښارونو څخه دی. لومړۍ استوګنه له ميلاد څخه مخکې درېيمه زريزه کې وشوه او ښار له ۶۶۱ څخه تر ۷۵۰ ز کال پورې د اميه خلافت (Umayyad Caliphate) د پلازمېنې په توګه وټاکل شو. د عباسي (Abbasid) کورنۍ له بريا څخه وروسته د اسلامي ځواک مرکز بغداد ته ولېږدول شو. دمشق د عباسي دورې پر مهال د خپلې مهمې پرېوتنې يا شاتګ شاهد و او يوازې د ايوبي (Ayyubid) او مملوک (Mamluk) دورو پر مهال يې د پام وړ ارزښت بېرته تر لاسه کړ. دا ښار اوسمهال د سوريې د مرکزي حکومت مرکز دی. دمشق چې د ۲۰۱۹ ز کال تر سپټمبر پورې د اته کالونو لپاره د سوريې په کورنۍ جګړه “Syrian Civil War” کې و، د ژوند وړ نړيوالې ډلبندۍ (Global Liveability Ranking) کې د ۱۴۰ نړيوالو ښارونو له ډلې د ژوند لپاره تر ټولو لږ وړ ښار ونومول شو.[۶][۷]

نومونه او ايتمولوژي

د دمشق نوم ۱۵ پېړۍ کې د درېيم تټموس (Thutmose III) په جغرافيوي لښتليک کې د “T –m-s-q” په لومړي ځل څرګند شو. د “T –m-s-q” لرغوني نوم ريښه ناڅرګنده ده. ياد ويی په “Akkadian” کې د (𒀲𒋙 Imerišú)، مصري کې د (T-m-ś-q )، لرغونې ارامايک او Dammeśeq کې د « Dammaśq » (דמשק) او بابلي عبراني کې د دمشقي (عبراني: דַּמֶּשֶׂק) په بڼه ثابت شوی دی. يو شمېر اکادي “Akkadian” ليکدودونه له ميلاد څخه مخکې ۱۴ پېړۍ څخه په امارنا تورو “Amarna letters” کې موندل کېږي. لکه: 𒁲𒈦𒋡 Dimasqa, 𒁲𒈦𒀸𒄀 Dimàsqì او  𒁲𒈦𒀸𒋡 Dimàsqa ليکدود.[۸]

وروسته د ياد نوم ارامايک “Aramaic” ليکدودونه زياتره وختونه يو نابللی يا اضافي resh (د r توری) رانغاړي، چې ښايي له “dr” ريښې به څخه اغېزمن شوی وي چې د ټاټوبي يا استوګنځي معنا لري. په دې ډول د ښار لاتيني او انګليسي نوم ډيماسکس “Damascus” دی، چې له يوناني « Δαμασκός » څخه راوړل شوی او په سوريايي ژبه کې له د Qumranic Darmeśeq له (דרמשק) او Darmsuq (ܕܪܡܣܘܩ) څخه يې سرچينه اخېستې ده، چې په ښه ډول د اوبه شوې (خړوب) ځمکې معنا لري.[۹][۱۰][۱۱]

په عربي کې دې ښار ته دمشق وايي، چې رومي بڼه يې “Dimasq” ده. دا ښار د دمشق، سوريې او نورو عربي ګاونډيو سيمو د اتباعو له لورې د “As-Sam” (الشام) او د ترکي (eş-Şam) په نوم هم پېژندل کېږي. As-Sam (الشام) د ختيځ يا مشرق او سوريې لپاره کارېدونکې عربي اصطلاح ده، چې وروستۍ ياده شوې سيمه او په ځانګړي ډول د سوريې تاريخي سيمې ته بلاد الشام “Biladu s-Sami” (د ختيځ يا مشرق ځمکه) وايي. همدارنګه وروستۍ اصطلاح په ايتمولوژيک ډول د «د کيڼ لاسي اړخ ځمکه» يا «شمال» معنا هم لري او دا ځکه چې که چېرې په هجاز “Hijaz” کې يو څوک ختيځ ته مخامخ کېږي، نو لمر خاته ختيځ لور ته به «شمال» کيڼ اړخ ته ومومي. دا د يمن “Yemen” (اليمن al-Yaman) له نوم سره مخالف ده، چې په برابر ډول «د ښي لاسي اړخ» يا «سويل» معنا لري. د خورا نمونه يي «ش م ل» (s-m-l) د «ش ء م» (s- - m) بدلون په ورته سيمانتيک پرمختګ سره په لرغوني سويلي عربي کې د (𐩦𐩱𐩣 (s²ʾm)) په بڼه هم ثابت شوی دی.[۱۲][۱۳][۱۴]

جغرافيه

دمشق د سمندر له سطحې څخه ۶۸۰ متره (۲۲۳۰ فوټه) پورته لوړه سطحه باندې او له مديترانې څخه نږدې ۸۰ کېلومتره (۵۰ ميله) د هېواد دننه پر يوه ستراتيژيکه سيمه کې جوړ شوی و، چې د “Anti-Lebanon” غرونو په واسطه ساتل شوی دی، د باراډا سيند (Barada River) په واسطه ورته اوبه رسېږي او د سوداګريزو لارو تر منځ تېرېدونکو سړکونو کې پروت دی: د شمال او سويل لاره چې مصر له کوچنۍ اسيا سره نښلوي او د ختيځ او لويديځ تر منځ د تېرېدونکې دښتې لاره، چې لبنان د ايوفرېټس “Euphrates” سيند له تنګي سره نښلوي. د “Anti-Lebanon” غرونه د سوريې او لبنان تر منځ پوله ټاکي. د غرونو ياده لړۍ له مديترانې سمندرګي څخه ۱۰۰۰۰ فوټو څخه لوړې څوکې او سخت اورښت لري. که څه هم په لرغونو وختونو کې د بارادا سيند له لورې د دې سيمې اغېز کم شوی و، چې د ويلي کېدونکې واورې له لورې له مشبوع غرنيو ويالو څخه سرچينه اخلي. دمشق د “Ghouta” له لورې راچاپېر شوی دی، چې يوه خړوبه کرنيزه ځمکه ده چې له لرغونو وختونو راهيسې په کې زياته سبزي، غلې دانې او مېوې کرل شوې دي. د رومي سوريې نقشه په ډاګه کوي، چې د بارادا سيند د دمشق د ختيځ په يو څه اندازه کې خالي شو. نن ورځ ياد شکمن جهيل ته باهيرا اتايبا “Bahira Atayba” ځکه وايي، چې دا سيمه د سختې وچکالۍ په کالونو کې ان هيڅ نه وه. د دمشق معاصر ښار ۱۰۵ کېلومتر مربع (۴۱ ميل مربع) پراخوالی لري، چې له ډلې يې ۷۷ کېلومتر مربع (۳۰ ميل مربع) سيمه ښاري ده، په داسې حال کې چې د قاسيون په نوم غر يا جبل قاسيون “Jabal Qasioun” يې پاتې برخه رانغاړي.[۱۵][۱۶]

د دمشق لرغونی ښار چې د ښار په دېوالو کې رانغښتل شوی دی، چې د بارادا سيند پر سويلي څنډه باندې پروت دی، چې نږدې وچ (۳ سانتي متره) وچ دی. سويل او ختيځ تر منځ، او د شمال او شمال ختيځ تر منځ د کليوالي سيمو په واسطه راچاپېر شوی دی، چې تاريخ يې بېرته منځنيو پېړيو ته رسېږي، چې مايدان (Midan) کليوالي سيمه په سويل ختيځ کې، ساروجا (Sarouja) او امارا (Imara) په شمال او شمال لويديځ کې پرتې دي. دا ګاونډ سيمې په اصل کې پر هغو سړکونو باندې راپورته کېږي، چې له ښاره د باندې غځېږي او د مذهبي بڼو قبرونو ته نږدې پرتې دي. په ۱۹ پېړۍ کې قاسيون غره  لرې پرتو کليو د قاسيون غره پر ډډو باندې وده وکړه، چې د ښار په نظر کې نيولو سره د الصالحيه سيمې ګاونډيتوب وار له مخه د منځنۍ پېړۍ د اندلسي شېخ او فيلسوف ابن عربي “Ibn Arabi” پر مهم زيارت باندې تمرکز وکړ. دې نويو ګاونډ سيمو کې په لومړيو کې د عثماني سترواکۍ له اروپايي سيمو څخه کردي پوځي او مسلمان کډوال استوګن شول، چې تر عيسوي واکمنۍ يا حکومت لاندې راغلې. دوی په دې ډول د الاکراد “al-Akrad” (کردانو) او المهاجرين “al-Muhajirin” (کډوالو) په نوم پېژندل کېدل. دوی د لرغوني ښار شمال ته له ۲ څخه تر ۳ کېلومتر (۱ – ۲ ميلو) پورې پراته دي.

د ۱۹ پېړۍ له وروستيو څخه راپدېخوا يو معاصر اداري او سوداګريز مرکز بارادا سيند ته نږدې د لرغوني ښار لويديځ لور ته خپرېدل پيل کړل، چې د المرجي (al-Marjeh) يا «چمن» په نوم سيمه کې متمرکز شو. المرجي ژر د هغه ځای نوم شو، چې په لومړيو کې په کې د ښار د لويې خونې يا سالون په درلودلو سره د معاصر دمشق مرکزي څلور لاری و. د عدالت محکمې، ډاګ خانې او د اورګاډي تم ځای لږ څه سويل لور ته پر لوړې هوارې ځمکه باندې ځای پر ځای شول. د يوې اروپايي شوې استوګنيزې سيمې د جوړېدلو چارې په نږدې وخت کې د المرجي او الصالحيه تر منځ سړک باندې پيل شوې. د نوي ښار اداري او سوداګريز مرکز په وار وار د دې سيمې پر لور لږ څه شمال لوريو ته وغځېد.

تاریخ

سرچينې