سهيونېزم

څهيونتوب يا صهیونیزم (په عبري کې وروسته له صهیونه צִיּוֹנוּת Tsiyyonut [tsijoˈnut]) یو ملتپال خوځښت دی چې د یهود قوم لپاره په یوه داسې سیمه کې لکه اسراييل سیمه، فلسطین سیمه، کنعان یا سپېڅلې ځمکې کې د یوه هېواد له جوړولو څخه  ملاتړ کوي، ځکه چې یهودان داسې سیمو سره اوږدې اړیکې او نږدېوالی لري.[۱][۲][۳]

سهيونېزم
اړوند
په نامه د
Zion (en) ژباړل Edit the value on ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
ټاټوبی هیواد
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخې
د اسرايل رپی, دا رپی په ۱۸۹۰ کال کې د سهيونيستي خوځښت د پيلام په توگه پېژندل شوي وو،

عصري صهیونیزم د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په مرکزي او ختیځې اروپا کې هم د یهودضد څپو او هم د Haskalah یا یهودي روښانتیا په ځواب کې د یو ملي احیا خوځښت په توګه څرګند شو. له هغه وروسته سمدستي، د دې خوځښت ډېری مشرانو خپله اصلي موخه دا وګرځوله چې په فلسطین کې ځان ته یو وطن جوړ کړي، کوم ځای چې په هغه وخت کې د عثماني امپراتورۍ تر کنټرول لاندې وه.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د دې آیډیالوژي د دیاسپورا څخه انکار مطرح کړ او تر ۱۹۴۸م کال پورې یې د یهود قوم په لرغوني زړه کې د جلاوطنو مثالي راټولنه (کیبوتس ګالیوت) خپله اصلي موخه ګڼله، او د ملي خودمختارۍ یا د خپلواک دولت جوړولو له لارې، یهودان له عام وژنې، ځورونې او یهود ضد کارونو څخه خلاص کړي کوم کار چې دوی ورسره مخامخ وو. د صهیون مینه وال په ۱۸۸۴م کال کې متحد شول او په ۱۸۹۷م کال کې لومړنی صهیونیستي کانګرس تنظیم شو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د صهیونیزم یوه بڼه د فرهنګي صهیونیزم په نوم چې د احد حام له خوا یې بنسټ ایښودل شوی او هغه یې استازیتوب کوي، په اسرائیل کې یې د یهودي «معنوي مرکز» څخه سېکولار لیدلوري ته وده ورکړه. د هرزل په خلاف، چې د سیاسي صهیونیزم بنسټ ایښودونکی وو، احد حام هڅه وکړه ترڅو اسرائیل «یو یهودي هېواد وي نه یوازې یو یهودي دولت». نور هغه د سوسیالیستي یوټوپیا (موزس هس) د تحقق په توګه، د ټولنیزو تعصباتو په مقابل کې د پایښت او د خودمختارۍ تایید (لئون پینسکر)، د فردي حقونو او آزادۍ رښتیا کېدل (مکس نوردو) او یا هم د عبري هیومانیزم د پیدا کېدو (مارتین بوبر) په توګه تیوریزه کړي دي. یو مذهبي صهیونیزم له هغو یهودیانو څخه ملاتړ کوي چې خپل یهودي پېژندنې څخه چې مذهبي یهودیت څخه اطاعت کوي او اسرائیلو ته د یهودانو د بیا راتګ څخه ملاتړ کوي. په ۱۹۴۸م کال کې د اسرائیل دولت له جوړېدو راهیسې، صهیونیزم په عمده توګه له اسرائیلو څخه د ملاتړ او هلته د ژوند دوام په اړه د شته ګواښونو او امنیت ساتلو ته دوام ورکړی.[۱۴][۱۵][۱۶]

د صهیونیزم پلویان صهیونیزم د یوه آزادي پاله خوځښت په توګه ګوري چې غواړي ځورول شوي خلک بېرته خپل پلارني سیمو ته راګرځوي. د صهیونیست ضد کسان هغه ته یوه استعماري، نژادپرسته او استثنایي آیډیولوژي یا خوځښت په توګه ګوري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

لغت پېژنونه

د «صهیونیزم» اصطلاح د صهیون (په عبري کې ציון، Tzi-yon) له کلیمې څخه اخیستل شوې، په بیت المقدس کې یوه تپه په پراخه توګه د اسرائیل د ځمکې سمبول په توګه کارول کېږي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په ټوله ختیځه اروپا کې، د ملي یهودانو متعددو ډلو په خپلو مورنۍ ځمکه کې د یهودانو ملي بیا میشته کېدو ته، همدارنګه د عبري ژبې بیا ژوندي کېدو او پراختیا ته، وده ورکړه. دا ډلې په ټوله کې «د صهیون مینه وال» نومول شوي او د جذب په لور د یهودیانو د مخ پر ودې خوځښت د مقابلې په توګه ګڼل کېږي. د دې اصطلاح لومړنۍ کارول اتریشي ناتان بېرن باوم، د نشنلیسټه یهودي زده کوونکو د خوځښت Kadimah بنسټ ایښودونکي، ته منسوب ده. هغه دا اصطلاح په ۱۸۹۰م کال کې په خپل ژورنال Selbstemanzipation (د ځان خلاصون) کې وکاروله!، چې په خپله د لئون پینسکر د ۱۸۸۲م کال د «اتومات خلاصون» کتاب نوم ته ډېر ورته والی لري.[۲۷][۲۸][۲۹]

عمومي کتنه

د ټولو صهیونیستانو ترمنځ مشترک ټکی د فلسطین ادعا ده، هغه سیمه چې په دودیز ډول په یهودي لیکنو کې د اسرائیل سیمه (Eretz Israel) د یهودیانو د ملي وطن په توګه او د یهودانو د ملي خودمختارۍ د ټاکل کېدو مشروع لارې په توګه پېژندل کېږي. دا د تاریخي او مذهبي دودونو پر بنسټ ده چې یهودي خلک له اسرائیل ځمکو سره تړي. صهیونیزم یوشان آیډیالوژي نه لري، بلکې د ډېرو آیډیولوژي ګانو د خبرو اترو ترمنځ یې وده کړې لکه: عمومي صهیونیزم، مذهبي صهیونیزم، کارګري صهیونیزم، بیاکتونکی صهیونیزم، زرغون صهیونیزم او داسې نور.[۳۰][۳۱]

کابو دوه زره کاله وروسته له دې چې یهودان په بې ملي دولته بېلابېلو هېوادونو کې میشت وو، صهیونیستي خوځښت د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د سېکولار یهودانو له خوا، په عمده توګه اروپا کې د یهود ضد کارونو په زیاتوالي سره د اشکنازي یهودانو له خوا، چې بېلګې یې په فرانسه کې د دریفوس ماجرا او د روسیې امپراتورۍ کې د یهود ضد وژنې، تاسیس شو. دا سیاسي خوځښت په رسمي ډول د تئودور هرتزل، اتریشي-مجارستاني خبریال، له خوا په ۱۸۹۷م کال کې او د هغه د Der Judenstaat (یهودي دولت) کتاب له خپرېدو وروسته تاسیس شو. په هغه وخت کې، دا خوځښت په دې هڅه کې وو چې یهودان عثماني فلسطین ته مهاجر شي، په ځانګړې توګه د غریبو یهودي ټولنو په منځ کې یې هڅونه کوله ترڅو هغوی جذب شي او هلته شتون پیدا کړي، د هرتزل له نظره، دا کار د جذب شویو یهودانو په منځ کې د اندیښنې او د مسیحیانو په منځ کې د یهود ضد فکر رامنځته کېدو لامل شو.[۳۲][۳۳][۳۴]

که څه هم په لومړیو کې د یهودي سیاسي خوځښتونو څخه هغه یو وو چې د یهودانو د جذب او د یهود ضد کړنلارو ته یې بدیل ځوابونه لرل، ځکه صهیونیزم په سرعت سره وده وکړه. په لومړیو مراحلو کې، پلویانو یې د فلسطین په تاریخي سیمه کې د یو یهودي هېواد په جوړولو فکر وکړ. له دوهمې نړیوالې جګړې او په مرکزي او ختیځې اروپا کې د یهودانو د ژوند له منځه تلو وروسته، چېرته چې دې بدیلو خوځښتونو ریښه درلودله، په تفکر کې د ملي یهودي دولت فکر غالب شو.

صهیونیستانو له لویې بریتانیا سره د اتحاد په جوړولو او فلسطین ته د یهودیانو د مهاجرت څخه د څو کلن ملاتړ سره، اروپایي یهودان هم فلسطین ته د مهاجرت لپاره وګومارل، په ځانګړې توګه هغه یهودان چې د روسیې تر امپراتورۍ لاندې سیمو کې یې ژوند کاوه، چېرته چې د یهود ضد کړنو څپې وهلې. بریتانیا سره اتحاد په فلسطین کې د عربانو لپاره د یهودانو خوځښتونو په پایله کې خراب شو، خو صهیونیستانو دوام راوړ. دا خوځښت بلآخره بریالی شو د ۱۹۴۸م کال د مې په ۱۴مه (د عبري تاریخ د ۵۷۰۸م کال د آیاه په ۵مه) نېټه اسرائیل د یهودانو د وطن په توګه تاسیس کړي. د یهودانو تناسب په نړۍ کې چې په اسرائیلو کې ژوند کوي د خوځښت د څرګندېدو راهیسې په دوامدار ډول وده کړې. د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې، د نړۍ له ۴۰ سلنو ډېرو یهودانو په اسرائیل کې ژوند کاوه، له بل هر هېواد څخه زیات. دا دوه پایلې د صهیونیزم د یوې تاریخي بریا ښکارندویي کوي او په مخکنیو ۲۰۰۰ کالو کې له هیڅ کوم سیاسي یهودي خوځښت سره د مقایسې وړ نه دی. په ځینو اکاډمیکو مطالعاتو کې، صهیونیزم هم د دیاسپورا سیاست په چوکاټ کې او هم د عصري ملي آزادي پاله خوځښت د بېلګې په توګه تحلیل شوی دی.[۳۵]

سرچينې