عضوي کرنه (د ژوندۍ مادې اړونده کرنه)

عضوي کرنه یو کرنیز نظام دی چې عضوي منشا لرونکې سره کاروي، لکه نباتي سره، شنه سره، د هډوکي خواړه او د کروندو د بدلون او دې ته ورته کښت په څېر لارو چارو تمرکز کوي. دا ډول کرنه د شلمې پیړۍ په پیل کې د کرنې د چټک بدلون په غبرګون کې رامنځته شوې. تايید شوې عضوي کرنه د ټولې نړۍ  اويا ملیونه هکتاره ځمکه پوښلې ده چې نیمايي برخه يې په استراليا کې ده. اوسمهال د بېلا بېلو سازمانونو له خوا د عضوي کرنې وده دوام مومي. د بیولوژیکي آفتونو اداره کول، مخلوط کښت او د خزنده ګانو د منځه وړونکو د روزنې ملاتړ کېږي. عضوي معیارونه د دې لپاره ترتيب شوي چې د طبیعي توکو کارولو ته اجازه ورکړي، په داسې حال کې چې مصنوعي توکي منع یا په کلکه محدودوي. د بېلګې په توګه: په طبیعي ډول د حشراتو وژونکو درملو ته، لکه: «پیریترین» او «روټینون» ته اجازه ورکول شوې، خو مصنوعي سرې او خزنده وژونکي درمل په عمومي توګه بند دي. هغه مصنوعي توکي چې اجازه ورکړل شوې دا دي: د بېلګې په توګه: د مسو سلفیټ، عنصري سلفر او «ایورمیکټین». په جینیکي ډول اصلاح شوي ارګانیزمونه، نانومیټریالونه، د انسان فاضله مواد، د نبات د ودې تنظیم کوونکي، هورمونونه او د څارویو په پالنه کې د «انټي بیوټیک» کارول منع دي. د عضوي کرنې ملاتړي د پایښت، پرانيستې، ځان بسیاینې، خپل ځان ادارې، روغتیا، د خوړو خوندیتوب او د خوړو ساتنه کې د دا ډول کرنې د ګټو ادعا لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د عضوي کرنې تګلارې په نړیواله کچه برابرې شوې او په قانوني ډول د ډېرو هیوادونو له خوا پلي کیږي، د هغو معيارونو په ستره برخه ولاړ دي چې د عضوي کرنې غورځنګونو نړیوال فدراسیون (IFOAM) له لوري ټاکل شوي، دا د عضوي کرنې د سازمانونو لپاره د نړيوال چترۍ سازمان دی چې په ۱۹۷۲ز کال کې جوړ شوی. عضوي کرنه د  «کرنې اړوند نظام په توګه تعریف کیدای شي چې د پایښت لپاره هڅه کوي، د خاورې ښېرازۍ او بیولوژیکي تنوع ته وده ورکوي، په داسې حال کې چې له ډېرې کمې استثنا پرته، د مصنوعي خزنده وژونکو درملو، انټي بیوټیکونو، مصنوعي سرې، په جینیکي ډول اصلاح شويو ارګانیزمونو او د هورمونونو وده يې منع کړې ده».[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

له ۱۹۹۰ز کال راهيسې، د عضوي خوړو او نورو محصولاتو بازار په چټکۍ سره وده کړې، چې په ۲۰۱۲ز کال کې په ټوله نړۍ کې دا محصولات درې شپېته ميليارده ډالرو ته ورسېد. دې غوښتنې په عضوي ډول اداره شويو کرنیزو ځمکو کې ورته زیاتوالی راوستی چې دا ځمکه له ۲۰۰۱ز کال  نه تر ۲۰۱۱ز کال  پورې په ټوليزه کچه په کال کې اته اعشاريه نهه سلنه زیاته شوې. تر ۲۰۱۹ز کال پورې، په ټوله نړۍ کې نږدې ۷۲۳۰۰۰۰۰ هکتاره (۱۷۹۰۰۰۰۰۰ جريبه) ځمکه باندې عضوري کرنه شوې وه، دا اندازه د نړۍ د ټولې کرنيزې ځمکې نږدې يو اعشاريه پنځه سلنه برخې استازيتوب کوي. [۱۲][۱۳][۱۴]

تاریخچه

کرنه د زرګونو کلونو لپاره له مصنوعي کیمیاوي توکو پرته ترسره شوې. مصنوعي سرې د لومړي ځل لپاره د نولسمې پیړۍ په منځ کې جوړې شوې. دا لومړنۍ سرې ارزانه، ځواکمنې او په لویه کچه د لېږد لپاره اسانه وې. د ۱۹۴۰ز لسیزه کې د کیمیاوي خزنده وژونکو درملو په برخه کې ورته پرمختګونه وشول چې له امله یې یاده لسیزه د خزنده وژونکې دورې په نامه یادیږي. دا نوې کرنيزې طريقې، په داسې حال کې چې په لنډ مهال کې ګټورې دي، جدي اوږدمهاله هر اړخیزې اغېزې هم لري، لکه د خاورې سره راغونډېدل، توږنه او د خاورې په ټولیزه ښېرازتيا (حاصلخيزي) کې کمښت، د دې تر څنګ په خوړو کې د زهرجنو کیمیاوي توکو د ننوتلو په اړه روغتيايي اندېښنې هم شته. د ۱۹۸۰ز په وروستيو او د ۱۹۰۰ز په لومړيو کې، د خاورې بیولوژي پوهانو د دې اړخیزو اغېزو د درملنې د لارو چارو لټون پيل کړ، خو لاهم دا توکي په لوړه کچه تولیدېږي. [۱۵][۱۶]

په ۱۹۲۱ز کال کې د عضوي خوځښت بنسټ ایښودونکی او مخکښ «البرټ هاوارډ» او د هغه مېرمن «ګبریل هاوارډ»، څوک چې پياوړي بوټي پوهان وو، په هندوستان کې د کرنې د دودیزو تګلارو د ښه کولو لپاره د نباتاتو د صنعت انسټیټیوټ تاسیس کړ. د نورو شیانو تر څنګ، دوی د خپلو ساینسي زده کړو نه د څارویو د پالنې ښه طریقې او ښه وسایل راوړل، له دې وروسته د هندي دوديزو اړخونو په يو ځای کولو سره، دوی د کښتونو د څرخ، د ځمکې د توږل کېدو د مخنيوي د تګلارو، د نباتي سرې او د سرې د منظمو کارولو لپاره يې پروتوکولونه منځ ته راوړل. د دودیزې کرنې د دې تجربو په مټ هڅول شوی البرټ هاوارډ چې کله بېرته د ۱۹۳۰ز لسيزې په وروستيو کې برتانيې ته ستون شو، هغه د عضوي کرنې د نظام په خپراوي پيل وکړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۲۴ز کال کې «روډولف سټینر» د کرنې په اړه اته درسونه ورکړل، چې د سپوږمۍ، سیارو، غیر فزيکي موجوداتو او عنصري ځواکونو پر اغېزو متمرکز وو. دا درسونه د ژمنو بزګرانو د غوښتنې په ځواب کې ترسره شول، چا چې د کیمیاوي سرې کارولو په پایله کې د خاورې خراب حالت او د فصلونو او څارویو روغتیا او کیفیت کې خرابوالی لیدلی و. دا درسونه د ۱۰۲۴ز کال د نومبر په مياشت کې خپاره شول؛ لومړۍ انګلیسي ژباړه یې په ۱۹۲۸ز کال کې د «کرنې کورس» په توګه خپره شوه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ۱۹۳۹ز کال د جولای په مياشت کې، «ایرنفریډ فیفر»، د بایوډینامیک کرنې په اړه د معياري اثر (بایو ډینامیک کرنې او باغدارۍ) لیکوال، د نارتبورن د څلورم بارون «والټر جیمز» په بلنه د «بیټسینګر سمر ښوونځي» کې د درس و رکوونکي په توګه او په «کینټ» کې د «نارتبورن» په کرونده کې د «بایوډینامیک فارمینګ» کنفرانس لپاره انګلستان ته راغی. د کنفرانس یوه مهمه موخه دا وه چې د عضوي کرنې لپاره د ګڼو طریقو پلویان راټول کړي، د دې لپاره چې شونې ده، دوی په يو پراخ خوځښت کې همکاري وکړي. هاورډ په کنفرانس کې ګډون وکړ، چیرې چې هغه له «پیفیفر» سره ولیدل. په راتلونکي کال کې، «نارتبورن» د «ځمکې ته وګورئ» په عنوان د عضوي کرنې خپلې څرګندونې (اعلامیه) خپرې کړې، په کوم کې چې هغه د "عضوي کرنې" اصطلاح جوړه کړه. د «بیټیشنګر» کنفرانس د بایوډینامیک کرنې او د عضوي کرنې نورو ډولونو ترمنځ د "ورکې اړیکې" په توګه پېژندل کېږي.[۲۹][۳۰][۳۱]

په ۱۹۴۰ز کال کې «هاوارډ» د «يوه کرنيزه وصيتنامه) په نوم خپله ليکنه خپره کړه. په دې کتاب کې هغه د نارتبورن د "عضوي کرنې" اصطلاح غوره کړه. د هاورډ دا اثر په پراخه کچه خپور شو، د مختلفو دودیزو او طبیعي تګلارو لپاره د ساینسي پوهې او اصولو په پلي کولو کې د هغه د کار له امله د "عضوي کرنې پلار" په توګه پیژندل کېږي. په متحده ایالاتو کې «روډیل»، چا چې د هاورډ په اندونو او بایوډینامیکونو کې ډېره لېوالتیا درلوده، د ۱۹۴۰ز په لسیزه کې، د روډيل انستيتيوت او روډيل پريس په نامه، هم د آزموینې او هم تجربو لپاره هغه د کار عضوي کروندځای جوړ کړ، تر څو ډېرو خلکو ته عضوي لارې چارې وښيي او هم له دې نه ملاتړ وکړي. دې چارې د عضوي کرنې په خپریدو د پام وړ اغېزې پرېښودې. له دې ورهاخوا په انګلستان کې نور کار د مېرمن «ايو بالفور» (د هاګلي تجربې) له خوا او په نوره نړۍ کې د ډېرو نورو له خوا تر سره شو. [۳۲]

د "ایکو کرنې" اصطلاح، په ۱۹۷۰ز کال کې «چارلس والټرز» د «اکرس» مجلې بنسټ ایښودونکي له لوري رامنځ ته شوه، تر څو هغه کرنه تشرېح کړي، کومه چې «د انسان له خوا جوړه شوې د خونديتابه زهرجن کيمياوي ماليکولونه» نه کاروي، «ايکو کرنه» په اغېزمنه توګه د عضوي کرنې بل نوم بلل کېدای شي.[۳۳]

په اوس وخت کې، په عامو خلکو کې د چاپېریال د پوهاوي زیاتوالي، په اصل کې د مهيا کولو په مټ چليدونکی عضوي خوځښت د غوښتنې پر بنسټ عضوي خوځښت بدل کړی دی. ښو نرخونو ځینې دولتي مرستندویانو د بزګرانو توجه جلب کړه. په پرمختللې نړۍ کې، ډیری تولیدونکي د دودیزو لارو چارو  سره سم کرنه پر مخ وړي چې د عضوي کرنې سره پرتله کیږي، خو تاييد شوې نه ده او شونې ده چې د عضوي کرنې په برخه کې وروستي علمي پرمختګونه په کې شامل نه شي. په نورو حالتونو کې، په مخ پر ودې نړۍ کې کروندګرو د اقتصادي دلایلو لپاره عصري عضوي تګلارو ته بدلون ورکړی. [۳۴]

اصطلاحات

د "عضوي" ټکي کارول چې د هاورډ او روډیل له خوا مشهور شوی، د نباتاتو له سرې او حیواني سرې نه ترلاسه شویو عضوي توکو کارولو ته په ډېر لنډ ډول اشاره کوي، تر څو د خاورې «هوموز» مواد پياوړي کړي، د خاورې د لومړنيو ساینس پوهانو په آثارو کې ځای ورکړل شوی، چا چې هغه څه منځ ته راوړل، چې هغه مهال ورته د (هوموس کرنه) ویل کېده. د ۱۹۴۰ز لسیزې له لومړيو راهيسې دې دواړو مرکزونو په يو بل کې د ادغام لېوالتيا لري. [۳۵][۳۶]

سرچینې