فرانک زاپا

فرانک ویسنټ زاپا (زوکړه د ۱۹۴۰ز کال د دسمبر ۲۱مه ـــ مړینه د ۱۹۹۳ز کال د دسمبر څلورمه نېټه) یو امریکایی سازنده، کمپوزر او د موسیقۍ د ډلو لارښود و. د هغه د کار ځانګړنې له نورو څخه له نه پیروۍ، خپلواکې في البدیهې، د اواز له تجربو، د موسیقۍ له هنري مهارت او د امریکایي کلتور له هجوې څخه عبارت دي. زاپا له ۳۰ کلونو څخه د زیاتې مودې یو مسلک په ترڅ کې، د راک، پاپ، جاز، مختلط جاز، ارکسترایي او د کانکرېټ موسیقۍ اثار (musique concrète) کمپوز کړل، او له شپېتو څخه زیات البومونه یې تولید کړل چې د اختراعاتو د مور په نامه خپلې مجموعې سره او د یو جلا هنرمند په توګه سره یې واوایستل. زاپا همدارنګه ننداریز فلمونه، وېدیویي موسیقۍ هدایتکاري کړې او له البومونو پوښونه یې ډیزاین کړل. هغه د خپل دور له تر ټولو ابتکاري او د سبک له پلوه د متنوعو سندرغاړو څخه یو شمېرل کېږي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

فرانک زاپا
فرانک زاپا
فرانک زاپا

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۲۱ ډيسمبر ۱۹۴۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه4 ډيسمبر 1993 (53 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاس انجلس   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملد پروستات سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديرهوست وود هدیره   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد1.83 متر [۱۵]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
اولاد
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۲۰][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر
ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې[۲۷][۲۸]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

زاپا د یو له خپل ځان څخه د زده کړه کوونکي او اجرا کوونکي په توګه، د موسیقۍ بېلابېلې توانایۍ درلودې چې هغه یې د دې جوګه کړی و تر څو داسې موسیقي ایجاد کړي چې کله کله یې طبقه بندي کول سخت وو. په داسې حال کې چې نوموړي د خپل عمر له ۱۳ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ د کلاسیکې عصریت پالنې (modernism) یوه سلیقه، د افریقایي-امریکایي اهنګ د جاز موسیقۍ بلوز ډول (rhythm and blues)، او ډوو-وپ موسیقي (doo-wop) کسب کړه. هغه د لېسې په دوره کې د کلاسیکې موسیقۍ لیکل پیل کړل، په داسې حال کې چې په عین وخت کې یې د اهنګونو او د جاز موسیقۍ له بلوز ډول سره ډول وهنه کوله، چې وروسته بیا برقي ګیتار ته واوښت.  د هغه د ۱۹۶۶ز کال لومړنی ظاهرېدونکی البوم چې د اختراعاتو مورګانې، ترهېدنه!، د دودیز راک او رول په قالب کې ترکیبي سندرې چې د ابتکارونو مجموعې او له آډیو څخه رامنځته شوی د اواز هنري مخلوط پکې شامل وو. نوموړي خپل ګلچین او تجربوي مېتود ته ادامه ورکړه، په داسې توګه چې بنسټیز قالب یې راک، جاز یا کلاسیک و.[۳۳]

د زاپا هنري محصولات د یو فرضي استمرار چې هغه ورته د "پروژې/موخې" نوم ورکړی و، د موسیقۍ د زیات شمېر عباراتو، مفکورو، او طبعو سره چې د هغه په البوم کې تر سرترګو کېږي، راټول شوي دي. د هغه اشعارو د مروجو ټولنیزو او سیاسي پروسو، جوړښتونو، او حرکتونو پر وړاندې د هغه ماتوونکې نظریې منعکسې کړې، چې ځینې وختونه دا د ټوکو په انداز کې وې، او نوموړی د کمېډی راک موسیقۍ د معنوي پلار په نامه  پېژندل کېږي. هغه د معمول ښوونیز سېستم  او تنظیم شوي دین پر وړاندې له شور و ځوږ څخه ډک نقد کوونکی او د بیان د ازادۍ، پخپله زده کړې، سیاسي ونډې اخیستنې او د سانسور د له منځه وړلو یو کلک او تند مزاجه مدافع و. د هغه د دورې د راک د زیات شمېر نورو سندرغاړو خلاف، هغه د تفرېحي مخدره توکو د کارولو تایید نه کاوه، بلکې د جرمونو له منځه وړلو او مقرراتو څخه یې ملاتړ کاوه[۳۴][۳۵]

زاپا له یو متنازع نقد کوونکي موقف سره په لویه پیمانه زېږند، او کارنده هنرمند و؛ د هغه د موسیقۍ مینه والو د هغه د موسیقۍ د کمپوزي پېچلتیا ستاینه کوله، حال دا چې منتقدینو یې یاده موسیقي له احساسي ژوروالي څخه تشه ګڼله. هغه له متحده ایالاتو څخه بهر په ځانګړې توګه په اروپا کې په لوړه کچه سوداګریزه بریا تر لاسه کړې وه. سره له دې چې زاپا د یو مستقل هنرمند په توګه کار کاوه، اما تر ډېره د توزېع په هغو تړونونو متکي و چې د موسیقۍ د لویو خپروندویو شرکتونو سره یې امضا کړي وو. هغه په زیات شمېر سندرغاړو او کمپوزرانو باندې اغېزې اچولې دي. د نوموړي د زیات شمېر ویاړونو له جملې څخه په ۱۹۹۵ز کال کې د مشاهیرو په تالار کې هغه ته غړیتوب ورکول او د ۱۹۹۷ز کال د ټول عمر د لاسته راوړنو ګرامي جایزه (Grammy Lifetime Achievement Award) یادولی شو.

له ۱۹۴۰مې زېږدیزې لسیزې څخه تر ۱۹۶۰مې زېږدیزې لسیزې:  د ژوند لومړني وختونه او حرفه یي ژوند

زاپا د ۱۹۴۰ز کال د دسمبر په ۲۱مه نېټه د ماری لنډ په بالتېمور کې زیږېدلی دی. د هغه مور، روز ماري (چې د زېږون پر وخت یې تخلص کالیمور و) له اېټالوي ( د نیاپولیتي او سیسلي) او فرانسوي نسل څخه  رېښه درلوده؛  د هغه پلار چې نوم یې د فرانسیس ویسنټ زاپا په بڼه انګلیسي شوی و، د سیسلي د ټاپو له پارتینیکو (ښارګوټي) څخه یو مهاجر و چې له یوناني او عربي نسل څخه و.

فرانک، چې د څلورو ماشومانو په منځ کې تر ټولو مشر و، په یوه داسې اېټالوۍ-امریکایۍ کورنۍ کې رالوی شو، چېرته چې د هغه د نیکه او نیا له خوا ډیری په اېټالوي ژبه خبرې کېدې. کورنۍ یې له دې امله چې پلار یې یو کېمیا پوه او ریاضي پوه و، او د فاع په فابریکه کې یې کار کاوه، وخت ناوخته بې ځایه کېده. په ۱۹۴۰مه زېږدیزه لسیزه کې، په فلوریډا کې له یو څه وخت تېرولو وروسته، د نوموړې کورنۍ بېرته ماریلنډ ته راستنه شوه، او پلار یې هلته د ابرډین پروېنګ ګراونډ د اېډووډ د کېمیاوي جګړې وسله تون په تاسیساتو کې چې د متحده ایالاتو د اردو له خوا ورڅخه ګټه اخیستل کېده، کال پیل کړ. وسله تون ته چې د شړشمو ګاز پکې ساتل کېده، د هغوی د کور د نږدې والي له کبله د ګاز ماسکونه د د احتمالي پېښې د رامنځته کېدو په خاطر د هغه په کور کې ساتل کېدل. د ژوند کولو دغه ترتیب په زاپا باندې یو ژور اغېز کېښود، او د هغه د کار په اوږدو کې مېکروبونو ته، د مېکروبونو سره جګړې، ناروغینو او دفاعي فابریکې ته په تکراري ډول اشارې شوې دي.[۳۶][۳۷]

د زاپا پلار به کله کله له سیمابو څخه ډک شوي لابراتواري تجهیزات د خپل کار له ځای څخه کور ته راوړل او زاپا ته به یې د لوبو لپاره ورکول. زاپا وایي چې د یو ماشوم په توګه به یې د تل لپاره له نوموړو تجهیزاتو سره لوبې کولې، ځینې وختونه به یې مایع سیماب په ځمکه اېښودل او د یو چکش په کارولو سره به یې هغه په دایروي بڼه شیندل، چې په پایله کې یې د خپل خوب د خونې ټول غولی په سیمابو پوښلی و. په ماشومتوب کې په پوځي اډو کې له زهري عنصري سیماب سره سروکار درلودل، له بلوغ څخه وروسته د پروستات د سرطان خطر زیاتوي. په زاپا کې په ۱۹۹۰ز کال کې د ۴۹ کلنۍ په عمر د پروستات د وروستۍ برخې سرطان تشخیص شو او په ۱۹۹۳ز کال کې ورڅخه ومړ.[۳۸][۳۹][۴۰]

زاپا چې کله ماشوم و، زیاتره وخت به ناروغ و، چې له سابندۍ، د غوږونو د درد، او د سینوز له ستونزو سره لاس او ګرېوان و. یو ډاکتر یې د پزې په سوریو کې د رادیوم د مردکیو په ځای پر ځای کولو سره د سینوزیت ناروغۍ درملنه وکړه. په هغه وخت کې حتې د درملنې اړوندې تشعشع د لږ مقدارونو په اړه ډېر لږ معلومات موجود وو. که څه هم چې له هغه وخته څخه ادعا کېږي چې د رادیوم په واسطه د پزې درملنه له په سرطان د اخته کېدو لامل ګرځېدی شي، خو هېڅ یوې مطالعې په کافي اندازه شواهد نه دي وړاندې کړي چې دا ادعا تایید کړي.[۴۱][۴۲]

د پزې انځورېدل او هغې ته اشارې د نوموړي په موسیقۍ او غزلو کې او همدارنګه د نوموړي د اوږدې مودې ملګري کال شنګل له خوا د جوړو شوو البومونو په مجموعو کې له ورایه ښکاري. زاپا باور درلود چې د هغه د ماشومتوب ناروغۍ ښایي د شړشمو د ګاز د اغېزو له امله وي چې د کېمیاوي جکړې له تاسیساتو څخه خپرېده، او کله چې هغه په بالتېمور کې اوسېده، روغتیایي وضعیت یې د خرابۍ خوا ته ولاړ. په ۱۹۵۲ز کال کې، د هغه کورنۍ د روغتیایي دلایلو لپاره د کالیفورنیا مونټېري ته بې ځایه شوه، چېرته چې د هغه پلار، د سمندریزو ځواکونو په فوق لېسانس پوهنتون کې مېټالورژي تدریس کوله. هغوی مخکې له دې چې په پای کې په ورڅېرمه سان دیاګو کې میېشت شي، ډېر ژر کلایرمونټ او بیا ال کاجون (El Cajon) ته کډه شول.[۴۳][۴۴][۴۵]

د موسیقۍ لومړني علایق

زاپا له خپلې لومړنۍ ډلې سره د سان دیاګو په مېشن بې لېسه کې د ډولچي په توګه یو ځای شو. تقریباً په عین وخت کې یې والدینو یو فونوګراف ورته واخیست، کوم چې هغه د دې جوګه کړ تر څو په موسیقۍ کې خپلو علایقو ته وده ورکړي، او د خپلو ریکارډونو مجموعې یې پیل کړې. د راک په اړه د لنډ لارښود (۲۰۰۳ز کال) له مخې، "زاپا له ۱۳ تر ۱۹ کلنۍ پورې، په پرله پسې ډول د تور R&B (جاني ګیتار واټسون، ګیتارسلیم، ډوو ووپ (چینلونو، وېلوېټونو)، د ایګور ستراوینسکي او انتون ویبېرن، او د اېدګار وارېز د نا موزونو آوازونو مجذوب شو. "[۴۶]

R&B انتخابونه د زاپا لپاره لومړنۍ پېرنې وې، چې ورسره یې یو لوی کولېکسیون جوړ کړ، کوم یې چې د خپل پاتې ژوند لپاره وساته، هغه له اوازونو سره د هغوی د ځانګړتیاوو له امله علاقه درلوده، په ځانګړې بڼه یې د ډولونو او نورو هغو وسیلو سره چې وهل کېږي، مینه لرله. هغه چې کله دوولس کلن و، یو تاري ډول یې تر لاسه کړ او د ډنګولو (وهلو) اړوند ارکسترایي سازونو د اساساتو زده کړه یې پیل کړه.[۴۷]

سرچينې