كلک څرمنې ژوې
Crustacea كلک څرمنې ژوې | |
---|---|
مملکه | ژوی |
څانگه | بند پښه لرونکې ژوې |
څېرمه څانگه | كلک پو ستى ژوي |
كلک څرمنې ژوې (په لاتين: Crustacea) د بند پښه لرونکو ژويو څخه یوه لویه ډله (څېرمه شاخه) ده چې په اوبو کې یا اوبو ته نږدې ژوند کوي. د هغو ژويو څخه چنگاښ، كركند، کریل، خرچنگ خاردار او شريمپ تر ټولو پېژندل شوي دي. تر اوسه پورې د دغو ژويو ۵۲ زره ډوله توصيف شوي دي.
توصيف
هر كلک څرمنی ژوی دوه مرکبې سترگې، کرغښې، څلور انتنه (د دي انتنونو پر سر باندي کیمیايي غوږۍ پروت دی چې په اوبو کې کیمیايي توکې تحليلوي) او څو جوړې پښې لري. بدن یې د سر، ټټر یا cephalothorax نس څخه جوړ شوی دی او د كاسو یا كلکې څرمنې په مرسته پوښ شوی دی چې هر كلک څرمنې ژوې باید په خپل ژوند کې څو ځله تبدیل کړي.
د كلک څرمنو ژويو تقسیم
كلک څرمنې ژوې په شپږو طبقو تقسیمېږي:
- Branchiopoda - كونجكه پښې ژوي
- Remipedia - غوږ پښې ژوي
- Maxillopoda
- Ostracoda - صدف ډوله ژوي
- Malacostraca - چنگاښ ډوله ژوي
🔥 Top keywords: لومړی مخماري انتوانېتځانگړی:زما خبرې اترېځانگړی:پلټنهدويمه نړېواله جګړهمطالعهلارښود:منځپانګهسمندري انجینريويکيپېډيا:جرګهويکيپېډيا:له موږ سره اړيکهتانبه:مېنځپانگه/تانبېويکيپېډيا:تازه پېښېويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړهکارن:Af420/common.cssويکيپېډياافغانستانکونړ ولايتپښتوويکيپېډيا:General disclaimerمحمد (ص) په اسلام کېويکيپېډيا:دوتنه پورته کولننګرهار ولایتد افغانستان ولايتونهتوماس اډیسوناحمد شاه درانیښوونځیځانگړی:اوسني بدلونونهد ښځې تناسلي آلهسردار محمد يوسف خانانګلیسيد افغانستان سيندونهسل سوالونهپوهنهد امریکا متحده آیالاتونهد پښتو ژبدودويکيپېډيا:بنډارځایويکيپېډيا:مخګرځکينډۍ:AF420/ډاټادوتنه:LAGUNA ARCOIRIS P.N. CONGUILLIO.jpg