له هالوکاسټ انکار

له هالوکاسټ انکار، يوه د پام وړ دسيسې نظريه ده او ټينګار کوي چې، د نازيانو له خوا د يهوديانو نسل وژنه چې د هالوکاسټ په نوم پېژندل کېږي، يوه افسانه يا جعلسازي ده. د هالوکاسټ څخه انکار کوونکي لاندې يوه يا ډېرې ناسمې څرګندونې کوي:[۱][۲]

  • د نازي المانيانو د وروستۍ حل لارې موخه، يوازې د يهوديانو ايستل و، د هغوی بشپړه بربادي په کې شامله نه وه.
  • نازي چارواکو د يهوديانو ډله یيزې نسل وژنې لپاره ، د تباهۍ پنډغالي او ګاز خونې نه دي کارولې.
  • د وژل شوو يهوديانو رښتینې شمېره، له هغو منل شوو شمېرو څخه چې پنځو تر شپږو میليونو ښودل شوې، خورا کمه ده، معمولاً د يادې شمېرې شاو خوا لسمې برخې ته رسېږي.
  • هالوکاسټ يوه غولونه ده، چې د ائيتلافيانو يا د شوروي اتحاد له خوا پر لار اچول شوې. [۳]

د هالوکاسټ د نه منونکو طريقه له وړاندې څخه په ټاکل شوې پايله ولاړه ده، چې د دې پر ضد تاريخي پریکنده شواهد له نظره غورځوي. پوهانو د انکار لفظ کارولی، تر څو د هالوکاسټ د نه منونکو نظريات او مصطلحات تشرېح کړي او له مشروعو تاريخي بيا کتونکو سره د هغوی توپير وکړي. مشروع تاريخي بيا کتونکي، هغه څوک دي چې د سمو تاريخي تګلارو په کارولو سره د تاريخ  منل شوی تفسير ننګوي. د هالوکاسټ څخه انکار کوونکي په عمومي توکه، د خپلو فعاليتونو لپاره د انکار لفظ مناسب نه بولي، بلکې د دې پر ځای د بيا کتنې غوښتنې په توګه ورڅخه تعبير کوي.د ختيځ بلاک په ځينو پخوانيو هېوادونو کې، د هالوکاسټ منکرين د يهودو ډله یيزه وژنه نه ردوي، بلکې په هالوکاسټ کې د دوی د هېوادوالو ګډون ردوي. په ۲۰۱۹ زکال کې، د هالوکاسټ د يادښت پروژې راپور کې د دا ډول انکار راپور هم ورکول شوی و، چې دوی د «بيا کتنې غوښتنه» په توګه ياد کړی و. دوی هنګري، پولنډ، کروشيا او ليتوانيا تر ټولو بد مجرمان غوره کړي وو.[۴]

په ډېرو ځايونو کې دهالوکاسټ انکار ته د کلکې ټولنيزې ستونزې په سترګه کتل کېږي، په اسرائيلو او ډېرو اروپايي هېوادونو کې غيرقانوني دی.

اصطلاحات او ريښه پېژندنه

د هالوکاسټ څخه انکار کوونکي غوره بولي چې، د دوی کار ته د تاريخي بيا کتنې د غوښتنې په سترګه وکتل شي او د انکار کوونکو په توګه، په خپله يادونه نيوکه کوي. د اموري پوهنتون پروفيسر ديبورا ليپسټاد ليکلي: «د انکار کوونکو له خوا د خپل ځان لپاره د بيا کتونکو د غوښتنو نوم غوره کول، د دوی د غولولو اساسي تګلارې او تحريف څرګندونه کوي او د دوی د دې هڅې څرګندونه کوي چې، ځانونه د مشروع تاريخ پوهانو په توګه وښيي، څوک چې د ماضي د روښانه کولو په دوديز کار اخته دي». پوهان دا مسئله بې لارې کوونکې بولي، ځکه چې له هالوکاسټ څخه د انکار کوونکو طريقه د مشروعې تاريخي بيا کتنې څخه بدله ده. د روا تاريخي بيا کتنې غوښتنه، د ډوک پوهنتون د تاريخ د څانګې له خوا د ۱۹۹۱ ز کال د نومبر په اتمه نېټه، په يوه پریکړه ليک کې تصويب شوې، همدا پريکړه ليک د هالوکاسټ په اړه، د بحث لپاره د براډلي ار سميټ کمېټې له خوا د يوه اعلان په ځواب کې په دوک کرونيکل کې د ۱۹۹۱ ز کال د نومبر په ديارلسمه نېټه بيا چاپ شوې ده.[۵][۶][۷]

دا سمه ده چې، تاريخ په پرله پسې ډول په تاريخي بيا کتنه بوخت دي. په هر حال، هغه څه چې تاريخ پوهان يې کوي، له دې اعلان سره زيات توپير لري. د سترو پېښو تاريخي بيا کتنه...د دې پېښو له واقعیت سره اړه نه لري، بلکې په عمومي توګه، د هغې په تاريخي تفسير، لاملونو او پايلو پورې اړه لري.

لپيستاد ليکي چې: د هالوکاسټ اوسني منکرين له بېلا بېلو سرچينو څخه الهام اخلي. له هغې فکري تګلارې څخه د ګټې اخستنې په ګډون، چې د دولتي سياستونو تر پوښتنې لاندې راوستلو يوه ثابته تګلاره هم په کې شامله ده.[۸]په ۱۹۹۲ ز کال کې «ډونالډ ايل. نيويک» د مشروع تاريخي بيا کتنې د غوښتنې ځينې بېلګې ورکړې – د منل شوي تاريخ بيا ازمايل او له نوو تر لاسه شوو کشفياتو سره د هغې تازه کول، چې زيات دقيق يا کم توپيري معلومات وي – شونې ده چې د هالوکاسټ په مطالعه کې ورڅخه ګټه واخستل شي، ځکه چې د هغې له بدلون څخه نوي حقايق راڅرګنديږي:

دا چې د هالوکاسټ موضوع ډېره روښانه ده، له همدې امله تاريخ پوهانو خپله پاملرنه د کيسې هغو اړخونو ته اړولې ده، په کومه برخه کې چې شواهد يا نيمګړي دي او يا هم ګونګ(مبهم) دي. دا په هېڅ وجه کوچني موضوعات نه دي، بلکې په دې پېښه کې د هيټلر د رول، د ربړولو په اړه د يهوديانو غبرګون،  د نازي اروپا څخه د باندې او دننه کې، د کتونکو غبرګونونو په څېر مسائلو په شاو خوا راڅرخي.[۹]

بالمقابل، د هالوکاسټ انکار کوونکو خوځښت خپل ليد له مخکې څخه په پرېکړه شوې نظريې ردوي چې هالوکاسټ، لکه چې اصلي پېژندل شوی تاريخي جريان يې مني، نه دی رامنځ ته شوی. ځينې وخت د هانري روسو له خوا وړاندې شوې اصطلاح (négationnisme) ګوري، چې د نفي کولو په معنا ده. له هالوکاسټ څخه منکران هڅه کوي چې، د اساسي حقايقو په کوچني کولو، ردولو يا په اسانه ډول له نظره غورځولو سره تاريخ بيا وليکي. کيونارډ الست ليکي:

ردول يعنې د بشريت په وړاندې د تاريخي جرمونو نه منل. هغه د پېژندل شوو حقايقو بيا تفسير نه دی، بلکې د پېژندل شوو حقايقو نه منل دي. د بشريت پر ضد له ځانګړي جنايت څخه انکار، په ۱۹۴۱-۴۵ ز کال کې، د نازيانو له خوا د يهوديانو د نسل وژنې، کوم چې د هالوکاسټ په نوم هم يادېږي، اوس د نفي کولو په اصطلاح سره د يوه خوځښت نوم ګرځېدلی. همدې جنايت ته په يوناني ژبه کې بشپړه سوځونه او په عبري ژبه کې ورته «شوأ» يا ناورين وايي. د نفې کولو اصطلاح، تر ډېره بريده په دې توګه پېژندل کېږي چې، په داسې طريقه د تاريخ د بيا لیکلو هڅه کوي، چې د هالوکاسټ حقيقت په کې نفې کړي.[۱۰]

کليمنس هيني، په خپل کتاب «د دویم پړاو د سامي ضد: له سختې هستې څخه تر نرمې هستې د شوأ څخه انکار» کې ليکي:

د سختې هستې د بڼې پر خلاف نرم انکار، ډېر ځله په اسانۍ سره نه پېژندل کېږي. نه يوازې په المان کې، دا چې ډېر ځله زغمل کېږي، ان هڅول کېږي او په روان بهیر کې بيا توليدېږي. په وروستيو کې پوهانو د دې اندېښنه زېږوونکې ښکارندې کشف پيل کړی دی. مانفرد ګرستنفلډ، په خپله لیکنه کې چې په ۲۰۰۸ ز کال کې خپره شوه، د هالوکاسټ د بې ارزښتۍ په اړه بحث کړی. په ۲۰۰۷ ز کال کې په المان کې دوو پوهانو، هر يوه تورستن ايتز او ګورګ استوتزل، د ملي سوسياليزم او هالوکاسټ په اړه د الماني ژبې يو ستر قاموس خپور کړ. په هغې کې د هالوکاسټ د بې ارزښته کولو او له ځانه جوړو شوو پرتلو په اړه څپرکي( فصلونه )هم شته، لکه «اتومي هالوکاسټ »، «بی بی کاسټ»، «د سقط جنين هالوکاسټ»، «سور هالوکاسټ»، يا «بيولوژيکي هالوکاسټ».[۱۱]

مخینه(شالید)

انکار د نسل وژنې د وسيلې په ډول

لاورسن ډاګلاس وايي چې: انکار د مرتکبينو له خوا رامنځته شوی او د نسل وژنې د وسيلې په توګه کار ځنې اخستل شوی. د بېلګې په ډول: د زايکولين بي  په موټرو د سور صليب نښان لګول شوی و او قربانيانو ته ويل شوي وچې، دوی به په بل ځای کې مېشت کړای شي. ډاګلاس په هغه وخت کې چې نسل وژنه روانه وه، د پوزن ويناوې د انکار د نمونې په توګه راوړي او هيملر هالوکاسټ ته، «د وياړونو ناڅرګنده پاڼه، چې هېڅکله به نوم ورنه کړل شي» په توګه يادوي. د ډاګلاس په وينا:  د ډله یيزو وژنو له ګازي خونو انکار، د نازيانو د دې هڅو تکرار دی، تر څو قربانيان قانع کړي چې، په حقيقت کې دوی بې زيانه وو. [۱۲]

د تاريخي سرچينو د پټولو هڅې

د المان هڅې

د دویمې نړيوالې جګړې په وخت کې، نازيانو له مخکې څخه يوه اضطراري طرحه جوړه کړې وه او هغه دا چې:  که چېرې ماتې حتمي وه، نو دوی به د المان ټولې سرچينې (ثبت شوي توکي) له منځه وړي. تاريخ پوهانو داسې شواهد مستند کړي دي: کله چې د المان ماتې نژدې شوه او نازي مشران په دې پوه شول چې، په ډېرې شونتيا سره دوی به ونيول شي او محکمې ته به راکش کړای شي، پراخه هڅې وشوې چې د ټولوژنې شواهد له منځه يووړل شي.هاينريش هيملر د خپل پوځي مرکز قوماندانانو ته امر وکړ چې، سوانح، د مړو سوځولو ځايونه او نورد ټولوژنې نښې له منځه يوسي. د ډېرو له منخه، د يوې بېلګې په توګه، د ۲۵۰۰۰  انسانو جسدونه، چې ډېری يې ليتويايي يهوديان و او کوم چې فردريش جکلن او د هغه تر امر لاندې سرتېرو په رومبولا (له ريګا سره نژدې)، د ۱۹۴۱ ز کال په پای کې په ډزو ويشتلي وو، په ۱۹۴۳ ز کال کې خښ او وسوخول شول. همدا ډول کارونه په بلزک، تربلينکا او د وژنو په نورو مرکزونو کې هم تر سره شوي دي.[۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې او ياداښتونه