مارکسیزم – لینینیزم
دا په ۱۹۲۰لسیزه کې د جوزف سټالین له خوا د ارتودوکس مارکسیزم او لینینیزم د پوهاوي او ترکیب پراساس رامنځته شوی ده. په ۱۹۲۴ز کال کې د ولادیمیر لینین له مړینې وروسته مارکسیزم – لینینیزم په شوروي اتحاد کې یو جلا خوځښت شو، کله چې سټالین او د هغه ملاتړو د ګوند کنټرول ترلاسه کړ. ده د نړۍ د انقلاب په اړه د غربي مارکسیستانو ترمنځ مشترکه مفکوره رد کړه. د هغې د پلویانو په وینا: له کپیټالیزم نه سوسیالیزم ته تدریجي لېږد د لومړي پنځه کلن پلان او د شوروي د ۱۹۳۶ز کال اساسي قانون په معرفي کولو سره لاسلیک شو. د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې سټالین د روسیې کمونست ګوند چې بلشویک نومیږي، شوروي اتحاد او کمونیسټ انټرنیشنل کې ایډیالوژیکه ارتودوکسي رامنځته کړه، ترڅو نړیوال مارکسیستي – لیننیسټ عمل سر ته ورسوي. په ۱۹۳۸ز کال کې د سټالین رسمي درسي کتاب د شوروي اتحاد د کمونست ګوند تاریخ چې بلشویک نومیږي، د مارکسیزم – لینینیزم اصطلاح مشهوره کړه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] د مارکسیزم– لینینیزم نړیوالتوب په نورو هېواادونو کې د انقلابونو په ملاتړ کې څرګند شو، په پیل کې د کمونیسټ انټرنیشنل له لارې او بیا د سټالینیزیشن وروسته د سوسیالیستي هېوادونو د مفکورې له لارې. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته نور جوړ شوي کمونیستي دولتونه شوروي کېدلو ته چمتو شول او دغو دولتونو د شوروي مارکسیستي – لیننیسټ ماډل پنځه کلن پلان او چټک صنعتي کېدل، سیاسي مرکزي کېدل او جبر تعقیب کولو ته لیوالتیا درلوده. د سړې جګړې په لړ کې مارکسیزم-لینینیزم په نړیوالو اړیکو کې یو محرک ځواک و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶] پېژاند، تیوري او اصطلاحاتکمونیستي ایډیالوژیو او افکارو د روسیې له انقلاب وروسته نوې معنا ترلاسه کړه، ځکه چې دوی د مارکسیزم – لینینیزم له نظریو سره برابر شول، یعنې د ولادیمیر لینن او د هغه د ځایناستو له خوا د مارکسیزم تفسیر د وروستۍ موخې تاییدول و. د ټولنې د مالکیت د تولید وسیله رامنځته کول او د هغې هر ګډونوال ته د « دوی اړتیاوو سره سم» مصرف چمتو کول، مارکسیزم – لینینیزم ټولنیز بدلون د غالب اصل په توګه د طبقاتي مبارزې پېژندنه او پراختیا وړاندې کوي. سربېره پر دي کارګران یا پرولتاریه باید د ټولنې د بیارغونې ماموریت ترسره کړي. د سوسیالیستي انقلاب ترسره کول، د هغه څه په واسطه رهبري کېږي، چې پلویان یې د «پرولتاریا مخکښ» بولي، د کمونیست ګوند په توګه تعریف شوی چې د ډیموکراټیک مرکزیت له لارې په ترتیب سره تنظیم شوي او د مارکسیسټ – لیننیسټانو له خوا یو تاریخي اړتیا وګڼل شوه. سربیره پر دي د پرولتاریا ډیکتاتورۍ د معرفي کولو غوښتنه وشوه او هغه ټولګي چې دښمنان ګڼل کېږي، باید د هغوی فعالیتونه ودرول شي. په ۱۹۲۰ مه ز لسیزه کې د لومړي ځل لپاره د جوزف سټالین له خوا د هغه د پوهاوي پر بنسټ د ارتودوکس مارکسیزم او لینینیزم تعریف وشو.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳] په ۱۹۵۳ز کال کې د جوزف سټالین تر مړینې پورې د شوروي کمونیست ګوند خپله ایډیالوژي د مارکسیزم – لینینیزم – سټالینزم په نوم یادوله. مارکسيزم – ليننيزم – ماویزم د چېن د کمونست ګوند او نورو کمونستو ګوندونو د ايډيالوژۍ نوم وګرځېد، چې د چېن – شوروي له بېلېدو وروسته د ملي کمونست ګوندونو نه جلا شو، په تېره بيا کله چې په ۱۹۶۳ز کال کې بېلتون حتمي شو. د ايټاليا کمونست ګوند په عمده توګه د انتونیو ګرامسي له خوا اغېزمن شوی و، چا چې د لینین په پرتله ډېر ډیموکراتیک اغېز ورکړ، چې ولې کارګران غیر فعال پاتې دي. د ماویزم او د مارکسیزم – لینینیزم د نورو ډولونو تر منځ یو اړین توپیر دا دی چې بزګران باید د انقلابي انرژی بنسټ وي، چې د کارګرې طبقې له خوا مشري کېږي. د ماویزم درې مشترک ارزښتونه انقلابي پاپولیزم، پراګماتزم او دیالکتیک دي.[۳۴][۳۵][۳۶] مارکسیزم – لینینیزم تشه اصطلاح ده چې د واکمن کمونیسټ ګوندونو په چلند او اساس پوري اړه لري، دا متحرک یا د تغییر وړ او د بیا تعریفولو لپاره امکانات شته، دواړه ثابت خو په معنا کې ثابت نه دي. د یوي اصطلاح په توګه، مارکسیزم – لینینزم ګمراه کوونکي دي، ځکه چې مارکس او لینن هیڅکله د دوی وروسته د -ایزم رامنځته کولو تصویب یا ملاتړ نه دی کړی او دا په ډاګه کوي چې، د سټالین له خوا د لینن له مړینې وروسته مشهوره شوی اصطلاح ده، دا دري روښانه نظریاتي او بنسټیز اصول لري چې یو یې د لینن په نوم وګرځاوه. د پخواني شوروي ډوله رژیمونو لپاره ماډل، د هغې نړیوال نفوذ چې په خپل وسعت کې یې د نړۍ لږ تر لږه یو پر درې برخه نفوس تر پوښښ لاندې راوستی، مارکسیستي –لینینستي د یوه متحرک ایډیالوژیک نظم په توګه د کمونیستي بلاک لپاره یو مناسب شهرت یا پیژندنه جوړه کړې ده.[۳۷][۳۸][۳۹][۳۸] سرچينې |