هراکلیوس

هراکلیوس (زوکړه: شاوخوا ۵۷۵ زکال – مړینه: د ۶۴۱ زکال د فبروري ۱۱ مه) چې ځینې مهال ورته لومړی هراکلیوس هم ویل کېږي له ۶۱۰ زکال څخه تر ۶۴۱ زکال پورې د ختیځ روم سترواک و. واک ته د هغه رسېدل په ۶۰۸ زکال کې هغه مهال پیل شول کله چې هغه او پلار یې، مشر هراکلیوس چې په افریقا کې بیزانسي واکمن و د محبوبیت نه لرونکي غاصب فوکاس پر وړاندې پاڅون رهبري کړ.

هراکلیوس
هراکلیوس
هراکلیوس

د شخص معلومات
پيدايښت۰۵۷۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه11 فبروري 641 (65–66 کاله)[۹][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قسطنطنیه   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
کورنۍ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د هراکلیوس پاچاهي په څو لښکرکشیو سره څرګنده شوه. هغه کال چې هراکلیوس واک ته ورسېد، د نوموړي سترواکي له څو خواو څخه له ګواښ سره مخ شوه. هراکلیوس له ځنډ پرته د بیزانسانو – ساسانیانو د جګړې (۶۰۲- ۶۰۸ زکال) مسئولیت پر غاړه واخیست. لومړنۍ جګړه د بیزانسانو په ماتې پای ته ورسېده. د فارس پوځ حرکت وکړ، خو له دې امله چې قسطنطنیه د پیاوړو دیوالونو او همدارنګه پیاوړي سمندري ځواک له خوا ساتل کېدله هراکلیوس وکولای شول له بشپړې ماتې څخه ځان وژغوري. له ځنډ پرته نوموړي د پوځ په بېرته رغونې او اصلاح لاس پورې کړ. هراکلیوس فارسیان له کوچنۍ آسیا څخه وشړل هغوی یې تر خپل قلمرو پورې ورسول او په ۶۲۷ زکال کې یې د نینوا په جګړه کې سخته ماته ورکړه. د فارس پاچا دویم خسرو د خپل زوی دویم کواد له خوا له واکه راوپرځول شو او هغه یې اعدام کړ؛ کواد ډیر ژر د سولې د تړون غوښتنه وکړه او هوکړه یې وکړه چې له ټولو نیولو قلمرونو څخه پر شا کېږي. په دې توګه د دغو دواړو سترواکیو ترمنځ ترینګلې اړیکې په سوله ئیزو اړیکو واوښتې.

ورته مهال هراکلیوس ډیری هغه سیمې چې په وروستیو کې یې نیولې وې د خلفای راشدینو پر وړاندې له لاسه ورکړې. مسلمانانو چې د عربستان له ټاپو وزمې څخه یې حرکت کړی و په چټکۍ سره یې ساساني سترواکي فتح کړه. په ۶۳۶ زکال کې مسلمانانو په رومي سوریه برید وکړ او د هراکلیوس ورور تئودور ته یې ماته ورکړه. عربو په ډېر لنډ مهال کې بین النهرین، ارمنستان او مصر ونیول. هراکلیوس د هغوی پر وړاندې اصلاحي غبرګون وښود او خپلو ځای ناستو ته یې اجازه ورکړه چې د عربو پر وړاندې جګړه وکړي خو له بشپړ تخریب څخه ډډه وکړي.

هراکلیوس په بالکان کې له صربانو او کراوسیانو سره دیپلماتیکې اړیکې جوړې کړې. هغه هڅه وکړه چې د مونوتلیتېزم په نامه د دوکتورینو په ترویج کولو سره د عیسوي کلیساو ترمنځ د مونوفیزیت اړوند فاصله له منځه یوسي. ختیځې کلیسا (چې په عام ډول ورته نسطوري ویل کېږي) هم په دغه بهیر کې ونډه لرله. په پایله کې دغه پروژه د ټولو اختلافي اړخونو له خوا رد شوه. [۱۰]

رېښه

هراکلیوس د مشر هراکلیوس او اپیفانیا مشر زوی و. پلار یې هر چېرې د ارمني الاصله په توګه پېژندل کېږي. مور یې اپیفانیا په ډېر احتمال کاپادوکايي الاصله وه. والټر کایګلي د هراکلیوس ارمني ریښه «احتمالي» بولی او څرګندوي چې په ډېر احتمال سره «له ماشومتوبه دوه ژبې لرونکی (ارمني او یونانی) و». خو دغه موضوع هم نامعلومه ده. د اوومې پېړۍ د ارمني تاریخ لیکونکي سبئوس په خبره، هراکلیوس د ارمنستان له اشکاني سلسلې سره اړیکه لرله، خو الیزابت ردګیت د هغه ارمني اصل احتمالي بولی. له دې سره آنتونی کالدلیس استدلال کوي چې هېڅ داسې واحده منبع شتون نه لري چې وه دې وايي [مشر] هراکلیوس یو ارمنی و او دغه ادعا د تئوفیلاکت سیموکاتا د غلطې مطالعې پر بنسټ ده. په یوه لیک کې د لوی هراکلیوس ځای ناستی جنرال پریسکوس هغه ته لیکلي: «پوځ پرېږده او خپل ښار ارمنستان ته وګرځه». کالدلیس بیا هغه د لوی هراکلیوس د قوماندانۍ د مرکز په توګه تفسیر کوي نه د هغه د زېږون ځای په توګه. له دې سره بیا هم د هغه د ریښې اړوند ډېر لږ اطلاعات موندل شوی. پلار یې په ۵۹۰ زکال کې د ساساني سترواکۍ له غاصب بهرام چوبین سره د جګړې پر مهال د سترواک موریس له کلیدي جنرالانو څخه و. له جګړې وروسته هغه، مشر هراکلیوس د افریقا د واکمن په توګه وګماره. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لومړی ژوند

د فوکاس پر وړاندې پاڅون او واک ته رسېدل

په ۶۰۸ زکال کې مشر هراکلیوس، د سترواک فوکاس له وفادارۍ لاس پر سر شو، هغه چې شپږ کاله وړاندې یې موریس له واکه راپرځولی و. پاڅون کوونکو داسې سکې ضرب کړې چې په کې هراکلیوس د هیپاتوس جامې اغوستې وې، په داسې حال کې چې له دوی دواړو څخه یوه هم تر دغه مهاله پورې د سترواکۍ ادعا نه وه کړې. نیکتاس چې د هراکلیوس د کوچني تره زوی و، په مصر یې برید وکړ. په ۶۰۹ زکال کې هغه فوکاس ته اړوند جنرال بونوسوس مات کړ او دغه ځای یې ونیو. ورته مهال ځوان هراکلیوس د سیسیل او قبرس له لارې د ختیځ پر لور حرکت وکړ. [۱۷]

قسطنطنیې ته په نږدې کېدو یې له مخکښو رهبرانو سره اړیکه ټینګه کړه په دغه ښار کې یې د اشرافو د واکمنۍ د راپرځولو په موخه پلان جوړ کړ. هغه مهال چې نوموړی پلازمېنې ته نږدې شو د اکسبیتورز په نامه د سلطنتي ځانګړي ځواک یوه ډلګۍ چې د فوکاس زوم فریسکاز یې مشري کوله له جدي مقاومت پرته ښار ورته پرېښود. هغه مهال چې هراکلیوس فوکاس ونیو له هغه یې وپوښتل، «اې بدبخته، تا همداسې حکومت کاوه؟» فوکاس ځواب ورکړ - «آیا ته به له دې غوره حکومت وکړې؟» - په دې سره هراکلیوس دومره غصه شو چې په همدغه ځای کې یې له هراکلیوس څخه سر غوڅ کړ. وروسته یې د هغه تناسلي آله غوڅه کړه ځکه چې هغه د فوتیوس په مېرمن باندې چې د ښار مخکښ سیاستوال و تېری کړی و. [۱۸][۱۹]

د ۶۱۰ زکال د اکتوبر په ۵ مه هراکلیوس د لویې ماڼۍ په سنت سټیفان کلیسا کې پر سر تاج کېښود. هغه له فابیا سره چې وروسته یې د اودوکیا نوم غوره کړه، واده وکړ. په ۶۱۲ زکال کې د هغې له مړینې وروسته یې د هغې له خورځې مارتینا سره په ۶۱۳ زکال کې واده وکړ، خو دغه دویم واده یې له محارمو سره د واده له امله ډېر منفور و. [۲۰][۲۱]

له ۶۰۲ زکال څخه تر ۶۲۸ زکال پورې د بیزانسیانو – ساسانیانو جګړه

د فارسیانو لومړنی مخکې تګ

د بالکان د جګړو پر مهال، سترواک موریس او د هغه کورنۍ د ۶۰۲ زکال د نومبر میاشتې له پاڅون وروسته د فوکاس له خوا ووژل شول. د ساساني سترواکۍ دویم خسرو د موریس له خوا بېرته واکمن کړای شوی و او دوی دواړه تر مرګه د یوبل متحدین پاتې شول. د خسرو په دربار کې د تئودوسیوس په نامه یو کس و چې ادعا یې کوله د موریس زوی دی؛ همدا و چې خسرو له بیزانسانو وغوښتل تئودوسیوس د سترواک په توګه ومني. [۲۲][۲۳]

جګړه په پیل کې د فارسیانو پر لار مخکې ولاړه، تر یوه بریده هم د فوکاس د وحشیانه ځپلو او همدارنګه د ځای ناستوب د کړکېچ له امله ځکه چې هراکلیوس خپل وراره نیکتاس ولېږه څو په مصر برید وکړي، هغه لار برابره کړه چې ځوان هراکلیوس په ۶۱۰ زکال کې د هغو د تخت دعوی وکړي. منفور واکمن، فوکاس چې تل په تاریخي منابعو کې د ظالم په توګه توصیف شوی بالاخره د هراکلیوس له خوا چې د بېړۍ په واسطه له کارتاژ څخه قسطنطیې ته ولاړ له واکه ګوښه کړای شو. [۲۴][۲۵][۲۶]

دغه مهال فارسیانو بین النهرین او قفقاز نیولي و او په ۶۱۱ زکال کې یې په سوریه هم واک وموند او انادولو ته ننوتل. دوه کاله وروسته د برید ضد لوی عملیات د هراکلیوس له خوا ترسره شول چې له انطاکیه بهر یې د شهربراز او شاهین پر وړاندې پریکنده ماته وخوړه او په دې سره د رومیانو ځایګی له منځه ولاړ. فارسیانو د کوچنۍ آسیا یو شمېر برخې ونړولې او له قسطنطنیې څخه باسفورس ته په لار کې یې خلقیدون ښار ونیو. [۲۷][۲۸]

سرچينې