هېپارخوس

هېپارخوس (په یوناني ژبه: Ἵππαρχος, Hipparkhos; ، له میلاد نه مخکې د ۱۹۰ کال نه تر ۱۲۰ کال پورې) یو یوناني ستورپوه، جغرافیه پوه او ریاضي پوه و. هغه د مثلثاتو بنسټګر ګڼل کېږي، خو د شپې او روځې د کره اعتدال د کشف له امله شهرت لري. هېپارخوس د بیتیانا په نیکایا کې زیږېدلی و او ښایي د یونان په روډس ټاپو کې مړ شوی وي. هغه د ۱۶۲ او ۱۲۷ کلونو مخکې له میلاد نه د فعال ستورپوه په توګه شهرت درلود.  [۳][۴][۵]

هېپارخوس
هېپارخوس
هېپارخوس

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۰۱۹۰ ق.م
مړینهکال 120 ق م   د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګهستورپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې

هېپارخوس د لرغونی زمانې د ستور څېړنې تر ټولو برلاسې څېره د ځینو له انده د لرغونی زمانې تر ټولو ستر ستورپوه ګڼل کېږي. هغه لومړنی کس و چې د لمر او سپوږمۍ د حرکت لپاره یې دقیق او عددي ماډلونه لا تر اوسه پاتې دي. ښايي د دې لپاره نوموړي له مشاهداتو او شاید له ریاضي تخنیکونو څخه کار اخیستی وی چې د پېړیو په اوږدو کې د بابلیانو او د آتن د میتون (پنځمه پېړۍ مخکې له میلاد نه)، تیموخاریس، اریستیلوس، د ساموس اریستارخوس، او ایراتوستینس له خوا راټول شوي. [۶][۷][۸]

نوموړي مثلثات پراخ کړ او د مثلثاتو جدولونه یې جوړ کړل، او هغه د کروی مثلثاتو زیاتې پوښتنې حل کړې. هغه په خپل مثلثات او لمریزو او قمري تیوریو سره، نوموړی ښایي لومړی کس وي چې د کسوف (لمر نیونې) د وړاندوینې لپاره د باوري میتود وړاندې کړل.  

د نوموړي په نورو مشهورو لاسته راوړنو کې د ځمکې د حرکت کشف او سنجش، په لوېدیځه نړۍ کې د ستورو د لومړی جامع کتلاګ (نوملړ) تالیف، اوښایي د اسطرلاب (ستوری موندونکی) اختراع، همدارنګه د اسطرلاب کره چې هغه د ډېرو ستورو د کتلاګ د جوړولو په وخت کې کارولی. زیاتره هېپارخوس ته د "د ستورپوهنې پلار" هم ویل کېږي، چې هغه ته دا لقب لومړی د ژان بابټیسټ جوزف ډیلامبر له لوري ورکړل شو. [۹][۱۰][۱۱]

ژوند او کار

هېپارخوس د بیتینیا په نیکایا (په یوناني ژبه: Νίκαια) کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د ژوند کره نیټې یې ناڅرګنده دي، خو بطلیموس هغه ته د ۱۴۷ څخه ۱۲۷ کلونه مخکې له میلاد نه د ستورپوهنې مشاهدات اړوند ګني او د دې ځینې یې په روډس کې ترسره شوي چې د ۱۶۲ کال مخکې له میلاد نه پخواني مشاهدې ښایي د هغه له خوا ترسره شوې وي. د هغه د زیږون نیټه (شاوخوا ۱۹۰ مخکې له میلاد نه) د ډیلامبر له خو د اثارو د شواهد پر بنسټ محاسبه شوی دی.

هېپارخوس باید له میلاد نه مخکې له ۱۲۷ کال وروسته یو څه وخت ژوند کړی وي ځکه چې نوموړي د هغه کال څخه خپل مشاهدات تحلیل او خپاره کړل. هېپارخوس د اسکندریه او بابل څخه معلومات ترلاسه کړل، خو دا نه ده څرګنده چې کله یا په ریښتیا هم هغه له دې ځایونو څخه لیدنه کړې ده. داسې انګېرل کېږي چې د روډس په ټاپو کې مړ شوی وي، چې په هغه ځای کې نوموړي د خپل وروستي ژوند ډېره برخه تېره کړې ده.

په بیتینیا کې په دویمه او دریمه پېړۍ کې، د هغه په ویاړ سکې جوړې شوې چې د هغه نوم پې لیکل شوی و  لري او هغه له یوې کرې سره ښیي.  [۱۲]

د هېپارخوس مستقیم کار نسبتاً لږ تر عصري زمانې پورې پاتې دی. که څه هم هغه لږ تر لږه څوارلس کتابونه لیکلي، یوازې د اراتوس د ستورپوهنې د مشهور شعر په اړه د هغه تبصره د وروستیو نقل کونکو له خوا ساتل شوې ده. ډېری هغه څه چې د هېپارخوس په اړه پېژندل شوي د لومړۍ پېړۍ د سترابو له جغرافیې او د پیلني له طبیعي تاریخ، د بطلیموس د دویمې پېړۍ له المجسطي؛ او په څلورمه پېړۍ کې د نوموړي په اړه نورې سرچینې چې د اسکندریې د پاپس او تیون له خوا د المجسطي په اړه د هغوی تبصرې دي، څخه لاس ته راځي.[۱۳]

هېپارخوس لومړی کس و چې د هیلیوسینتریک (لمر مرکز په توګه) نظام یې محاسبه یې کړ، خو هغه خپل کار پرېښود ځکه چې د هغه وخت د ساینس له خوا په بشپړ دایروي لازمي ګڼل کیده. که څه هم د هېپارخوس هم عصرو، د سیلیوکیا سیلیوکس، د هېلیوسینتریک ماډل پلوی پاتې شو، د هېپارخوس د هییلو سینتریزم رد د ارسطو د نظریاتو له خوا ملاتړ شو او نږدې ۲۰۰۰ کاله برلاسی نظر پاتې شو تر هغه چې د کوپرنیک هیلیوسنتریزم د بحث موضوع شوه. [۱۴]

د هېپارخوس یوازینی پاتې  شوی اثر Τῶν Ἀράτου καὶ Εὐδόξου φαινομένων ἐξήγησις  ("د ادوکوس او اراتوس د پدېدو په اړه تبصره") دی. دا د ایدوکسوس د اثر پر بنسټ د اراتوس د مشهور شعر په اړه په دوه جلدو کتابونو کې یوه ډېره نیوکه کونکې تبصره ده. هېپارخوس د خپلو لویو اثارو یو لیست هم ترتیب کړی چې ظاهرا یې د څوارلس کتابونو یادونه کړې ده، خو دا یوازې د وروستیو لیکوالانو د سرچینو پر بنسټ پېژندل شوي. د هغه مشهور د ستورو کتلاګ د بطلیموس له لوري په خپل کتلاګ کې مدغم شوی و او ښایي د بطلیموس د ستورو له عرض البلد څخه د دوه او دوه پر دریمې درجې تفریق سره تقریبا په بشپړ ډول بېرته ترتیب شوی وي. ظاهراً لومړی مثلثاتي جدول د هېپارخوس له خوا ترتیب شوی، چې له امله یې اوس د "مثلثات پلار" ګڼل کېږي. [۱۵]

بابلي سرچینې

د یونان پخواني ستورپوهانو او ریاضي پوهانو تر یوې کچې د بابل د ستورپوهنې تر اغېز لاندې وو، د بېلګې په توګه د میتونیک دوران او ساروس دوران دوراني اړیکې ښایي د بابلي سرچینو څخه اخیستل شوي وي ("د بابل ستورپوهنې کتابونه" وګورئ). داسې بریښي چې هېپارخوس لومړنی کس و چې د بابل د ستورپوهنې له پوهې او تخنیکونو یې په سیستماتیک ډول ګټه پورته کړه. په څلورمه پېړۍ کې ایودوکسوس او په دریمه پېړۍ کې تیموخاریس او اریستیلوس له وړاندې په د لمر مدار د ۳۶۰ برخو (درجو، یوناني: موریرا) په ۶۰ قوسي دقیقو و ثانیو وېشلی و او هېپارخوس دې دود ته دوام ورکړ. دا یوازې د هېپارخوس په وخت کې و (-دوهمه پېړۍ) چې دا وېش د ټولو ریاضیکي دروانونو لپاره (شاید د هېپارخوس د هم عصر هایپسیکلس له خوا) معرفي شو. برعکس، ایراتوستینس (دریمه پېړۍ) یو ساده ۶۰ درجه سیسټم وکارو چې یوه دایره یې په ۶۰ برخو ووېشله. هېپارخوس د بابلي ستورپوهنې کیوبېت (cubit) واحد (په اکادي ژبه کې ammatu، په یوناني ژبه کې πῆχυς pēchys) هم وکارو  چې د ۲ درجې، یا ۲.۵ درجې (لوی کیوبېت) و.  [۱۶][۱۷]

ښایي هېپارخوس د بابل د ستورپوهنې د مشاهداتو نوملړ ترتیب کړی وي. ، د ستورپوهنې یو تاریخپوه، جې. جې تومر وایي چې په المجسطي کې د کسوف/خسوف اسناد او د نورو بابلي مشاهدات په اړه د بطلیموس پوهه د هېپارخوس په لاس د ترتیب لیست اخیستل شوې ده. د بابلي سرچینو څخه د هېپارخوس استفاده، د بطلیموس د نظریاتو له امله، تل په عمومي ډول پېژندل شوي، خو د هېپارچوس یوازینی پاتې شوی متن پوره معلومات نه وړاندې کوي تر څو پرېکړه وکړو چې آیا د هېپارخوس پوهه (لکه کیوبېت او ګوتو کارول، درجې او دقیقې، یا د ساعت ستورو اند) د بابلیانو د کړنو پر بنسټ ولاړه او کنه. خو فرانز ژاویر کوګلر په ډاکه کړه چې د تقارن (د ستورو نږدې والی) او د لمر څخه د واټن دورې چې بطلیموس یې هېپارخوس ته اړوند ګني لا دمخه د بابل په نجومي جدولونو کې کارول شوي وو، په ځانګړې توګه د هغو متنونو ټولګه چې نن ورځ د " System B " په نوم یادېږي (چې کله ناکله کډیننو ته منسوب ګڼل کېږي). [۱۸][۱۹]

د هېپارخوس د قمري مدار دوره (۵۴۵۸ میاشتې = د تقاطع د نقطو ۵۹۲۳ دروې) هم څو ځله د بابل په اسنادو کې څرګند شوي دي. خو یوازینی دا ډول تابلو چې په واضح ډول تاریخ لري، د هېپارخوس څخه وروسته دی، نو د لېږد سمت د ټابلوګانو په واسیله نه ټاکل کېږي. [۲۰]

د د هېپارخوس د اعتدال قمري حرکت چې د قمري څلور فرضیو په وسیله نشي حل کېدای، کله ناکله د هغه د لمر څخه د وآټن حرکت د تشریح کولو لپاره وړاندیز کېږي. هغه حل چې دقیق ۵۹۲۳/۵۴۵۸ تناسب یې را منځ ته کړی د زیاتره تاریخ پوهانو له خوا رد شوی که څه هم هغه د دې ډول نسبتونو د تشخیص لپاره یوازینی لرغونی تصدیق شوی میتود کاروي، او دا په اتومات ډول د تناسب څلور عددي صورت او مخرج وړاندې کوي. هېپارخوس په پیل کې (المجسطي ۶.۹) د ۱۴۱ کال مخکې له میلاد نه خپل کسوف/خسوف  د ۷۲۰ کال مخکې له میلاد نه د بابلي کسوف/خسوف سره وکارو ترڅو د ۷۱۶۰ د تقارن میاشتو = د ۷۷۷۰ د اعتدال میاشتو لږ دقیق تناسب ومومي، هغه په ساده ډول په ۱۰ د تقسیم له لارې ۷۷۷ = ۷۱۶ لاس ته راوړ. (هغه د ۳۴۵ کلنو د دورې له تناسب څخه ۴۲۶۷ تقارن میاشتې = ۴۵۷۳ د اعتدال میاشتې وموندله او هغه یې په ۱۷ تقسیم کړ ترڅو ۲۵۱ تقارن میاشتې = ۲۶۹ د اعتدال میاشتې معیاري تناسب ترلاسه کړي. که چېرې هغه اعتدال د دې تحقیقاتو لپاره د اوږد مهاله اساس په لټه کې وي نو کولای یې شو د ۱۴۱ کال (مخکې له میلاد نه) ورته خپل کسوف/خسوف د ۱۲۴۵ کال (مخکې له میلاد نه) د سپوږمي ختو د بابل کسوف/خسوف سره وکاروي، چې د ۱۳۶۴۵ تقارن میاشتې = ۲/۱+۱۴۸۸۰۷ د اعتدال میاشتې ≈ ۲/۱+۱۴۶۲۶ تعادل میاشتې یو انتروال دی. په ۲/۵ له تقسیم وروسته په کره توګه ۵۴۵۸ تقارن میاشتې = ۵۹۳۵ لاس ته راځي. که څه هم دا پخپله د حیرانتیا خبره نه ده، ښکاره اصلي نیوکه دا ده چې وختي کسوف/خسوف نه دی تایید شوی، او په دې اړه هېڅ اجماع نشته چې آیا د بابلیانو مشاهدې په دومره لرې وخت کې ثبت شوې او کنه. که څه هم د هېپارخوس جدولونه په رسمي ډول یوازې ۷۴۷ کال مخکې له میلاد ته رسېدل، یعنې د هغه له دورې څخه ۶۰۰ کاله وړاندې، جدولونه د کسوف/خسوف له مسئلې مخکې وړاندې وختونو کې غوره وو ځکه لکه څنګه چې پدې وروستیو کې لیدل شوي، د پخوا په پرتله د هغوی کارول په راتلونکي کې ستونزمن نه دي. [۲۱][۲۲]

سرچينې