يونانيان

يونانيان يا هلينيز يوه قومي ډله او يو ملت دی چې د اوسېدو اصلي ځای يې ختيځه مديترانه او د تور سمندرګي سيمې دي، په دې سيمو کې یونان، قبرص، البانيا، ايټاليا، ترکيه، مصر او تر يوې کمې اندازې د مديترانې په شا او خوا کې پراته نور هېوادونه شامل دي. دوی همدا راز په ټوله نړۍ کې د يوناني ټولنو سره يو ځای د پام وړ کډوال شوي (اموجينيا) هم تشکيلوي.[۱]

له تاریخي اړخه يوناني مستعمرې او ټولنې د مديترانې سمندر او تور سمندرګي په څنډو جوړې شوي دي، خو یونانيان خپله د تل لپاره په ايجين او ايونين سمندرونو متمرکز وو، چېرته چې د ژيړو له عصر څخه په یوناني ژبه خبرې کېدې. د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې، يونانيان د يوناني ټاپووزمې، د کوچنۍ اسیا د لوېديځ ساحل، تور سمندرګي ساحل، په منځنۍ اناتوليه کې کيپاډوکيا، مصر، بالکان، قبرص او قسطنطنيې ترمنځ وېشل شوي دي. له دې ډېرې سيمې د يوولسمې پېړۍ په وروستيو کې د بيزانس سترواکۍ له پولو او لرغوني يوناني استعمار د ختيځې مديترانې سيمو سره تر ډېره بريده همغاړې وې. د يونانيانو په کلتوري مرکزونو کې په مختلفو پړاونو کې اتن، تيسالونيکا، سکندريه، سميرنا او قطنطنيه شامل دي.[۲][۳][۴]

په وروستیو وختونو کې، ډيری قومي يونانيان د اوسني يونان دولت او قبرص د پولو په داخل کې اوسېدل. د يونانيانو نسل وژنه او د يونان او ترکيې تر منځ د نفوسو تبادلې په کوچنۍ اسيا کې د نژدې درې زريزو زوړ يوناني حضور پای ته ورساوه. نور پخواني يوناني خلک سويلي ايټاليې څخه نيولې بيا تر قفقاز او سويلي روسيې او اوکراين پورې او په ګڼو نورو هېوادونو کې په يوناني کوچېدلو ټولنو کې موندل کېدای شي. نن سبا، ډېری يونانيان په رسمي ډول د يوناني ارتودوکس کليسا د غړيو په توګه ثبت شوي دي.[۵]

يونانيانو په کلتور، بصري هنرونو، موندنو، صحنو، ادب، فلسفې، اخلاقياتو، سياست، فن تعمير، موسيقۍ، رياضۍ، طب، ساينس، ټيکنالوژۍ، سوداګرۍ، خوراکونو او لوبو کې ډېر اغېز درلودلی او ډېره مرسته يې ورسره کړې. يوناني ژبه تر ټولو لرغونې لېکل کېدونکې ژبه ده چې اوس هم کارول کېږي او د هغې ويي پانګه د انګريزۍ تر څنګ د نړيوالو ساينسي نومونو په ګډون د یو شمېر ژبو بنسټ دی. د مديترانې په نړۍ کې یوناني هغه ژبه ده چې تر اوسه ډېر زيات ويونکي لري، همدا راز د مسيحي بايبل عهد جديد هم په بنسټيز ډول په يوناني ژبه ليکل شوی و.[۶][۷][۸]

تاريخ

یونانيان په يوناني ژبه غږېږي، کومه چې د ژبو په اندو-اروپايي کورنۍ کې خپله بې سياله څانګه جوړوي چې هغه هيلينيکي ده. دوی د کلاسيکي نسلونو د يوې ډلې برخه دي چې «انتوني ډي.سميت» د «کوچېدلو خلکو د اصلي بېلګې» په توګه تشريح کړي دي.[۹][۱۰]

اصليت

د دې شونتيا شته چې لومړي يونانيان د ۲۲۰۰ او ۱۹۰۰ مخزېږديزو کلونو تر منځ د درېيمې مخزېږديزې زريزې په پای کې د بالکان ټاپووزمې له سويلي څوکې څخه هغه سيمې ته رسېدلي دي چې اوس يونان بلل کېږي. د دويمې مخزېږديزې زرېزې په اوږدو کې یوناني اصلي ځمکو ته د کډوالۍ لړۍ بايد د لرغونې يوناني لهجو پر بنسټ بیا جوړه کړای شي، لکه چې دوی پېړۍ وروسته خپل ځان وړاندې کړ او په همدې اساس د ځينې بې باورۍ ښکار ګرځېدلي دي. لږ تر لږه دوه ځلې کوچ شوی دی، لومړۍ يې لونيان او اخيان دي، د کوم په پايله کې چې په شپاړسمه مخزېږديزه پېړۍ کې ميسيني منځ ته راغلل، دويمه کډوالي يې د «دوريانو» بريد دی چې د يوولسمې مخزېږدېزې پېړۍ په شا اوخوا کې منځ ته راغلی، او «ارکاډوسيپريټي» لهجې يې بې ځايه کړي دي، کومې چې له «ميسيني» پړاو څخه راوتلې وې. دواړه کډوالۍ په ثابتو پړاونو کې منځ ته راغلي دي، د ژړو د پړاو په پای کې په لېږدېدو سره «ميسيني» او د ژړو د پړاو په پای سره «ډورک».[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مايسينيان

په ۱۶۰۰ کلاسيکي مخزېږديز کې، ميسيني يونانيانو له «مينون» مدنيت څخه د هغوی نصابي ليکلی نظام (Linear A) پور کړ او خپل نصابي رسم الخط يې جوړ کړ چې د Linear B په نوم پېژندل کېدو، کوم چې د يوناني ژبې لومړی او تر ټولو لرغونی ليکلی ثبوت وړاندې کوي. ميسينيان په چټکۍ سره د ايجين سمندرګي ته داخل شول او تر پنځلمسې مخزېږديزې پېړۍ پورې روډس، کريټ، قبرص او کوچنۍ اسيا تر څنډو ورسېدل.[۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۲۰۰ مخزېږديز په شا اوخوا کې، په يوناني غږېدونکي نور خلک ډوريان، له ايپيرس څخه راغلي دي. لرغونو تاريخي څېړنې ډېر ځله د «ډورين» د بريد وړانديز کوي، د کوم په پايله کې چې د ميسيني مدنيت له منځه تللی و، خو په ټولو اوسنيو څېړنو کې دا روايت پرېشودل شوی دی. شونتيا شته چې د ميسيني ماڼۍ په نړېدو کې مهمه ونډه لرونکو لاملونو کې يو لامل د هغو ډلو بريدونو اړوند  و، کوم چې په تاريخ ليکنه کې د «سمندري خلکو» په نوم يادېږي، چا چې د ۱۱۸۰ مخزېږديز په شا اوخوا کې په ختيځه مديترانه کې سفرونه کړي دي. د ډوريانو بريد څخه وروسته د کډوالۍ يو نيمګړی تاييد شوی پړاو راغلی دی، کوم ته چې د تور يوناني پړاو مناسب نوم ورکړل شوی دی، خو تر ۸۰۰ مخزېږديز پورې د لرغوني او کلاسيکي يونان ليد د تشريح وړ و.[۱۸][۱۹][۲۰]

د کلاسيکي لرغونې پړاو يونانيانو خپل ميسيني نيکونه او ميسيني پړاو د اتلانو پرتمينه دوره، خدايانو ته نژدوالي او د مادي شتمنۍ له اړخه بېلګه ييز وګرځاول. هومري حماسه (يعنې ايلياد او اوديسي) په خاص او عام ډول د يوناني ماضي د برخې په توګه منل شوې وه او دا د «يوهيميرزم» تر پړاو پورې نه وه چې پوهانو د «هومر» په تاريخيت پوښتنې پورته کړې. د ميسيني ميراث د يوې برخې په توګه چې پاتې شوې وه، د مسينيايي يونان خدايانو او ښځينه خدايانو نومونه (لکه زيوس، پوسيډن او هيډز) وروسته د لرغونې زمانې المپيايي پينتين مهم شخصيات وګرځېدل.[۲۱][۲۲][۲۳]

کلاسيکي

د يوناني قوم توکم ليکنه په اتمه مخزېږديزه پېړۍ کې د «پان هيلينيزم» تر پرمختګ پورې تړلې ده. د ځينو پوهانو په اند، بنسټ اېښودونکې پېښه يې په ۷۷۶ مخزېږديز کې د المپيک لوبې وې، کله چې د يوناني قبيلو په منځ کې د شريک هيلنيزم تصور په لومړي ځل د يوې شریکې کلتوري تجربې په توګه تشريح شوې وه او هيلينيزم په بنسټيز ډول د شریک کلتور موضوع وه. د هومر (یعنې الياد او اوډيسي) او هيسيوډ (يعنې تيوګوني) اثار په اتمه مخزېږديزه پېړۍ کې لیکل شوي وو چې د ملي دين، اخلاقياتو، تاريخ او افسانو بنسټ وګرځېلد. په «ډيلفي» کې د «اپالو» «اوريکل» په همدې پړاو کې منځ ته راغلی و.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د يوناني مدنيت کلاسيکي پړاو هغه وخت په ځآن رانغاړي، کوم چې د پنځمې مخزېږديزې پېړۍ له لومړيو څخه په ۳۲۳ مخزېږديز کې د ستر سکندر تر مړينې پورې رسېږي (ځینې لیکوالان غوره بولي چې دا پړاو په کلاسيکي ووېشي د يوناني-فارسي جګړو له پای ته رسېدو څخه نيولې بيا د پيلوپونيشين جګړې پای او څلورمې پېړۍ کې د سکندر تر مړينې پورې). له دې امله دا نوم ورکړل شوی چې هغه معيارونه يې مرتب کړي، د کومو په مټ چې په وروستيو پړاونو کې د يوناني مدنيت په اړوند پرېکړه کېږي. کلاسيکي پړاو همدا راز د يوناني مدنيت زرين پړاو بلل شوی دی او د دې پړاو هنر، فلسفه، فن تعمير او ادبيات د لوېديځ کلتور د جوړولو او ودې په برخه کې مهمه ونډه لري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې