ټولنيزې رسنۍ

ټولنيزې رسنۍ دوه‌اړخیزې یا تعاملي (Interactive) ټېکنالوژۍ دي چې د مجازي ټولنو او شبکو له لارې د معلوماتو، نظرونو، ذوقونو او خوښو او د بیان نورو ډولونو رامنځته کولو او شريکولو لپاره اسانتیاوې برابروي. په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو د بېلابېل ډوله خپلواکو (stand-alone) او نه بېلېدونکو (built-in) خدمتونو له کبله چې اوسمهال شته، د ټولنيزو رسنيو تعريف ستونزمن شوی، خو بیا هم ټولنیزې رسنۍ ځينې ګډې ځانګړتياوې لري، چې په لاندې ډول دي:[۱][۲][۳][۴]

  1. ولنيزې رسنۍ د دوه‌ اړخیز چلند اړوند یا تعاملي ((Interactive مشارکتي (Web 2.0) انټرنېټي اپليکېشنونه دي.[۵]
  2. د کارن (User) له لوري تولید شوې منځپانګه – لکه متني پوستونه يا تبصرې، ډیجیټل انځورونه يا وېډیوګانې او نور مواد او معلومات چې د انلاين تعاملونو په نتيجه کې منځته راځي – د ټولنيزو رسنيو حیاتي برخه ده.
  3. کارنان یا کاروونکي په هغو وېبپاڼو یا اپلیکېشنونو کې د اړوندو خدماتو ځانګړي پروفایلونه جوړوي چې د اړوندې ټولنیزې رسنۍ د ادارې له خوا ډیزاین او ساتنه یې کېږي.
  4. ټولنیزې رسنۍ له نورو افرادو یا ډلو سره د یوه کارن (User) د پروفایل نښلولو له لارې د انلاین ټولنیزو شبکو په پراختیا کې مرسته کوي.[۶]
  5. ټولنیزې رسنۍ د خلکو ژوندونو ته داخلې شوې دي.[۶]

کاروونکي معمولا د ټولنيزو رسنيو خدمتونو ته په ډېسکټاپونو کې د اېنټرنېټي اپليکېشنونو له لارې يا د ډانلوډ خدمتونو له لارې چې د دوی ګرځنده وسیلو (لکه ځیرکو موبايلونو او ټبلېټونو ته) په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت زمینه برابروي، لاسرسی پیدا کوي. کله چې کاروونکي له دغو برېښنایي خدمتونو سره ښکېلېږي، دوی داسې د لوړې کچې تعاملي یا (interactive) جوړښتونه یا پلېټفارمونه رامنځته کوي چې افراد، ټولنې، او سازمانونه کولی شي د کاروونکو له خوا تولید شوې (user-generated) یا په خپله رامنځته شوې (self-curated) او په انلاین بڼه خپرې شوې منځپانګې سره شریکې کړي، په ګډه یې رامنځته کړي، بحث پرې وکړي، ګډون په کې وکړي، او یا هم سمونونه پکې راوړي. دغه راز، ټولنیزې رسنۍ د خاطراتو او یادونو د مستندولو، د بېلابېلو څیزونو د زده کړې او سپړنې، ځان مشهورولو (advertise oneself)، او د بلاګونو، غږيزو فايلونو، ویډیوګانو، او د ګېمونو اړوند سایټونو د جوړولو له لارې د نظریاتو له پراختیا سره د ملګرتیاوو جوړولو لپاره کارېږي.[۷][۸]

د انسانانو او ټېکنالوژۍ تر منځ همدا بدلېدونکې اړیکې د ټېکنالوژيکي ځاني-څېړنو (technological self-studies) د پراخېدونکي ډګر د تمرکز ساحه هم ده. د ټولنیزو رسنیو ځینې خورا مشهور وېبسايټونه چې تر ۱۰۰ مېليونه زیات راجسټر شوي کاروونکي یا کارنان لري، عبارت دي له: فېسبوک (Facebook) او ورسره تړلي فېسبوک مېسنجر (Facebook Messenger)، ټيک ټاک (TikTok)، وي چټ (WeChat)، انسټاګرام (Instagram)، کیوزرن (QZone)، ویبو (Weibo)، ټویټر (Twitter)، ټمبلر (Tumblr)، بایدو تېبا (Baidu Tieba) او لېنکډ اېن (LinkedIn). ځینو تعبیرونو ته په پام، نور مشهور پلېټفارمونه هم ځینې وختونه د ټولنیزو رسنیو د خدمتونو په ډله کې شاملېږي. په دغو پلېټفارمونو کې یوټوب (YouTube)، کیوکیو (QQ)، کورا (Quora)، ټېلېګرام (Telegram)، وټسپ (WhatsApp)، سېګنل (Signal)، لاین (LINE)، سنپ چټ (Snapchat)، پېنټرسټ (Pinterest)، وایبر (Viber)، رېډېټ (Reddit)، ډای سکورډ (Discord)، وي کې (VK)، مایکروسافټ ټیمز (Microsoft Teams) او ګڼ نور شاملېږي. ویکي‌ګانې (Wikis ) بیا د ګډ کار په پایله کې د منځپانګو جوړولو بېلګې دي.[۹][۱۰][۱۱]

ډېری ټولنیزې رسنۍ له دودیزو رسنیو (لکه: چاپي مجلو او ورځپاڼو، تلویزیون، او راډیويي خپرونو) سره د څرنګوالي، لاسرسي، فریکونسۍ، کارونې، تړاو او اهمیت، او دوام په شمول بېلابېلو برخو کې توپیر لري. د دې ترڅنګ، ټولنیزې رسنۍ د ډیالوګیک (dialogic) لېږد سیسټم پر بنسټ کار کوي، په دې معنا چې ډېرو ترلاسه کوونکو لپاره به ډېرې سرچینې وي، په داسې حال کې چې دودیزې رسنۍ د مونولوژیک (monologic) لېږد ماډل پر بنسټ کار کوي کار کوي (یعني دا چې د ډېرو کاروونکو لپاره به یوه سرچینه وي).  د بېلګې په توګه: يوه ورځپاڼه ډېرو پېرودونکو ته رسول کېږي او د راډيو یو سټېشن هماغه پروګرامونه د ټول ښار لپاره خپروي.

د انټرنیټ د ډرامټيکې پراختیا له کبله، ډیجیټل رسنۍ یا ډیجیټل بیانات (digital rhetoric) د یوه کلتور د استازیتوب یا پېژندلو لپاره کارېدای شي. دا څېړل چې بيانات (rhetoric) څه ډول په ډیجیټل چاپېریال کې ځای پر ځای دي، د ډېری پوهانو لپاره د څېړنو یو نوی او مهم بهیر ګرځېدلی.

کتونکي او څارونکي د ټولنیزو رسنیو د کارولو ګڼې مثبتې او منفي اغېزې بیانوي. ټولنیزې رسنۍ کولی شي له حقیقي یا مجازي ټولنو سره د یوه کس د نښلون او اړیکې په پراختیا کې مرسته وکړي او د شرکتونو، پانګه اچوونکو، غیر انتفاعي سازمانونو، مدافع ډلو، سیاسي ګوندونو، او حکومتونو لپاره د اړیکو (یا بازارموندنې) اغېزناکه وسیله شي.  څارونکي همدا راز په دې اند دي، چې د سیاسي ناکراریو پر مهال له ټولنیزو رسنیو څخه د ټولنيزو خوځښتونو د اړیکو او تنظیم لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول هم زیات شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو تاریخچه

پلاټو سیستم (PLATO system) په ۱۹۶۰ کال کې وروسته له هغه کار پیل کړ، چې په ایلینوی پوهنتون (University of Illinois) کې جوړ او وروسته د CDC شرکت (Control Data Corporation) له لوري بازار ته وړاندې شو. دغه سیستم د ټولنیزو رسنیو د ځانګړنو لومړنۍ بڼې د ۱۹۷۳ دورې له نوښتونو سره وړاندې کړې، د بېلګې په توګه: نوټونه (Notes) چې د پلاټو پیغام-فورم اپلیکېشن (PLATO Messege-forum) و، ټرم-ټاک (TERM-talk) چې د بيړنۍ پيغام رسونې ځانګړتیا یې لرله؛ ټاکوماتیک (Talkomatic) چې ښایي لومړۍ انلاین چټ خونه وه؛  خبري راپور (News Report) چې یوه انلاین ورځپاڼه او بلاګ و؛ او د لاسرسي لیستونه (Access Lists) چې د نوټ فایل یا بل اپلیکېشن مالک ته یې دا شونتیا برابروله چې د کاروونکو ځانګړې ډلې ته لاسرسی محدود کړي، د بېلګې په توګه: یوازې ملګري، ټولګیوال، یا همکاران.

ارپانېټ شبکه (ARPANET) چې په لومړي ځل په ۱۹۶۷ کال کې انلاین شوه، د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو کې د نادولتي/سوداګریزو نظریاتو او اړیکو یوې بډایه کلتوري تبادلې ته وده ورکړه، چې د شبکې د ادابو (یا 'netiquette') له لارې دMIT  مصنوعي ځيرکتيا لابراتوار د ۱۹۸۲ کال په یوه لارښود کتاب کې ښودل شوي دي. ارپانېټ د لېږد د کنټرول پروتوکول (TCP) د مشخصاتو یعني RFC 675 چې په ۱۹۷۴ کال کې د وینټ سرف (Vint Cerf)، یوګین دلال (Yogen Dalal) او کارل سنشین (Carl Sunshine) لخوا لیکل شوي، تر لومړي خپرېدو وروسته انټرنټ ته راووت. دا بیا د یوزنېټ (Usenet) د بنسټ په توګه مطرح شو چې په ۱۹۷۹ کې په چپل هیل کې د شمالي کارولینا پوهنتون او ډیوک (Duke) پوهنتون کې د ټام ټروسکوټ (Tom Truscott) او جیم ایلیس(Jim Ellis)  له خوا ډیزاین او په ۱۹۸۰ کې رامنځته شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تعریف او ځانګړنې

دا فکر چې ټولنیزې رسنۍ تر ډېره د خلکو راټولولو او رایوځای کولو د توانایۍ له مخې پېژندل کېږي، په پراخه کچه لیدل کېږي او دا په دې معنا ده چې په بنسټيزه توګه بېلابېلې ټېکنالوژۍ لکه ټېلېګرف او ټېلېفون هم ټولنیزې رسنۍ دي. دا اصطلاح ډېره روښانه هم نه ده، ځکه د ۲۰۰۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې ځینو څېړونکو ټولنیزې رسنۍ د ټولنیز شبکو یا د ټولنیزو شبکو د خدمتونو په نوم یادې کړې دي. د ۲۰۱۵ کال یوې تازه مقالې د دې برخې اړوند ادبیات څېړلي او لاندېنۍ څلور شریکې ځانګړنې یې پکې موندلې، چې د پخوانیو او اوسنیو ټولنیزو رسنیو د خدماتو اړوندې دي:  [۱۹][۲۰]

  1. ټولنيزې رسنۍ مشارکتي (Web 2.0) انټرنېټي اپليکېشنونه دي.
  2. د کاروونکي له خوا تولید شوې منځپانګه (UGC) د ټولنيزو رسنيو د وجود ساه ده.
  3. کارنان یا کاروونکي په هغو وېبپاڼو یا اپلیکېشنونو کې د اړوندو خدماتو ځانګړي پروفایلونه جوړوي چې د اړوندې ټولنیزې رسنۍ د ادارې له خوا ډیزاین او ساتنه یې کېږي.
  4. ټولنیزې رسنۍ له نورو افرادو یا ډلو سره د یوه کارن (User) د پروفایل نښلولو له لارې د انلاین ټولنیزو شبکو په پراختیا کې اسانتیاوې رامنځته کوي.[۲۱]

په ۲۰۱۹ کال کې مېريم وېبسټر قاموس (Merriam-Webster) ټولنیزې رسنۍ "د برېښنایي اړیکو (لکه د ټولنیزو شبکو او مایکرو بلاګونو د وېبپاڼو) د هغو بڼو په توګه تعریف کړې چې له لارې يې کاروونکي انلاین ټولنې رامنځته کوي ترڅو معلومات، نظرونه، شخصي پیغامونه، او نور توکي (لکه ویډیوګانې) شریک کړي." [۲۲]

په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو د بېلابېل ډوله خپلواکو (stand-alone) او نه بېلېدونکو (built-in) خدمتونو له کبله د ټولنيزو رسنيو تعريف ستونزمن شوی، خو بیا هم د بازار موندنې او ټولنیزو رسنیو متخصصین په پراخه کچه موافق دي چې په ټولنیزو رسنیو کې لاندې ۱۳ ډوله ټولنیزې رسنۍ شاملې دي:[۲۳]

  • بلاګونه
  • د پروژې مشارکتي مدېریت
  • کاروباري ټولنېزې شبکې
  • سوداګریزې شبکې
  • فورمونه (د بحث او خبرو اترو ځايونه)
  • مايکرو بلاګونه
  • د انځورونو شريکول
  • د توليداتو/ خدمتونو بياکتنه
  • ټولنيز په نښه کول (Social Bookmarking)
  • ټولنيزې لوبې يا ګېمونه
  • ټولنيزې شبکې
  • د ویډیوګانو شريکول، او
  • مجازي نړۍ

مبایل ټولنیزې رسنۍ

ګرځنده یا مبایل ټولنیزې رسنۍ په ګرځنده وسایلو لکه ځیرکو تلیفونونو او ټبلیټ کمپیوټرونو کې د ټولنیزو رسنیو کارولو ته ويل کېږي. مبایل ټولنیزې رسنۍ د ګرځنده یا مبایل بازارموندنې ګټور اپليکېشونه دي ځکه د کاروونکي له خوا تولید شوې منځپانګې رامنځته کول، تبادله کول او خپرول کولی شي له شرکتونو سره د بازارموندنې په څېړنه او د اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړي. ګرځنده ټولنیزې رسنۍ له نورو سره توپیر لري ځکه دا ډول رسنۍ د کاروونکي اوسنی موقعیت (د ځای حساسیت) یا د پیغامونو لیږلو او ترلاسه کولو ترمنځ د وخت ځنډ ثبتوي.[۲۴][۲۵]

د کارونې او غړيتوب اړوند احصائیې یا شمېرې

د سټاټيسټا (Statista) له نظره اټکل کېږي چې په ۲۰۲۰ کې په ټوله نړۍ کې نيږدې ۳.۶ میلیارده خلکو له ټولنيزو رسنيو ګټه اخيسته چې دا شمېره د ۲۰۱۹ کال له ۳.۴ ميليارده څخه لوړه ده او داسې اټکل شته دی چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به دا شمېره ۴.۴۱ ميليارده ته پورته شي.[۲۶]

سرچينې او ياداښتونه