ټي.ايس. ايليټ

تاماس سټرنز ايليټ (26 سپتمبر 1888 – 4 جنوري 1965) يو شاعر، لیکوال، خپرونکی، ډرامه ليکونکی، ادبي نقاد او سمونکی و. نوموړی چې د شلمې پېړۍ يو له سترو شاعرانو بلل کېږي، د انګليسي ژبې په نوښت پاله شاعرۍ کې يوه محوري څېره ده. په ژبه، د ليکلو طريقه او د شعر (بيت) په جوړښت کې د خپلو تجربو په مټ، نوموړي انګليسي شاعرۍ ته بيا راژوندۍ کړه. نوموړي همدا راز پخواني باورونه ختم کړل او د يو لړ انتقادي مضامينو له لارې يې نوي باورونه جوړ کړل.[۱][۲]

نوموړی د ميسوري د سينټ لويس، د يوې نوميالۍ بوسټن کورنۍ کې زېږېدلی و، د پنځه ويشت کالو په عمر په 1914ز کال کې انګلستان ته تللی و، هلته مېشت شوی، کار يې کړی او همالته يې واده کړی و. په 1927ز کال کې، کله چې هغه نهه دېرش کلن و، د انګلستان تابعيت يې تر لاسه کړ او خپل امریکايي تابعيت يې خوشې کړ. [۳][۴]

ايليټ تر ټولو دمخه له 1914 څخه تر 1915ز کال پورې د « The Love Song of J. Alfred Prufrock» په عنوان د خپل نظم له امله په پراخه کچه توجه خپله کړه، کوم نظم چې د خپرېدو پر مهال، نا اشنا بلل شوی و. له دې وروسته د «The Waste Land» (1922)، « The Hollow Men» (1925)، « Ash Wednesday» (1930) او « Four Quartets» (1943) په نومونو نور نظمونه خپاره شول. نوموړي همدا راز د اوو ډرامو له امله هم شهرت درلود، په ځانګړي ډول د « Murder in the Cathedral» (1935) او « The Cocktail Party » (1949) په عنوانونو ډرامې. هغه ته "په اوسنۍ شاعري کې د بارزې، مخکښې ونډې" په پار د 1948ز کال په ادب کې د نوبل جايزه ورکړل شوه.[۵][۶][۷][۸]

ژوند

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

ايليټيان (ايليټ کورنۍ) د بوسټن يوه برهمن کورنۍ وه، چې رېښې يې تر انګلستان او نيو انګلينډ پورې رسېدې. د ايليټ پلرنی نېکه، «وليام ګرينليف ايليټ»، د ميسوري سينټ لويس ته کوچېدلی و، تر څو هلته يوه يونيټيرين مسيحي کليسا جوړه کړي. د هغه پلار «هنري وير ايليټ» (1843-1919)، يو بريالی سوداګر او په سينټ لويس کې د «هايډروليک-پريس برک» شرکت رئيس او خزانه دار(زېرمه وال) و. مور يې شارلټ شيمپي سټرنز (1843-1929) نومېده، چې شعرونه يې لیکل، ټولنيزه کارکونکې وه، کوم چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې په متحده ايالاتو کې يو نوی مسلک و. ايليټ د هغوی له شپږو پاتې بچيانو کشر بچی و. هغه په کورنۍ او ملګرو کې د «ټام» په نوم پېژندل کېدو، دا د هغه د مورني نيکه تاماس سټيرنز همنومی و. [۹][۱۰]

په ماشومتوب کې له ادب سره د ايليټ د مينې ګڼ لاملونه ويل کېدای شي. لومړی، هغه په ماشومتوب کې په جسماني حدودو واک تر لاسه کولو سره مخ شو. نوموړی چې په پيدايښتي ډول د سپوغزو له دوه ګونې چورې ناروغۍ (هرنيا/فتن) څخه کړېدو، هغه نه شول کولای په ډېرو فيزیکي فعاليتونو کې برخه واخلي، او له مهدې امله نوموړی له خپلو ملګرو سره له ټولنيز کېدو منع شوی و. له دې امله چې هغه به عموماً ګوښه و، له ادب سره د هغه مينې وده وکړه. کله چې هغه لوستل زده کړل، دې کشر هلک په سملاسي ډول له کتابونو ژور تړاو پيدا کړ، د وحشيانه ژوند کيسې، وحشي لويديځ، يا د «مارک ټوين» د پاورنې لټونکی «Tom Sawyer» ناول يې د خوښې وړ وو.[۱۱]

د ايليټ په اړه د هغه ملګري «Robert Sencourt» په خپلو يادښتونو کې د هغه په اړه په خپله تبصره کې وايي چې کشر ايليټ "به ډېر ځله د يو لوی کتاب شاته د کړکۍ سره نږدې په چوکۍ ورمات و، او د ژوند د درد په وړاندې به يې د خوبونو درمل جوړول". دويم، ايليټ د خپل ادبي ليدلوري پياوړتيا امتياز خپل پلرني کلي ته ورکوي: "دا خپله روښانه ده چې سينټ لويس د بل هر چاپېريال په پرتله پر ما زيات ژور اغېز کړی دی. زه احساس کوم چې د يو لوی سيند په څنډو کې د يو چا ماشومتوب تېرېدو سره داسې څه کېږي، کوم څه چې هغو خلکو ته د منلو وړ نه دی، څوک يې چې نه لري. زه خپل ځان نېکمرغه بولم چې دلته زېږېدلی يم، نه په بوسټن، نيويارک يا لندن کې".[۱۲][۱۳]

له 1898 څخه تر 1905ز کال پورې، ايليټ د سمت په اکاډمۍ کې زده کړه وکړه، کومه چې د واشنګټن د پوهنتون د هلکانو د کالج مقدماتي څانګه ده، په دې ځای کې د هغه په زده کړو کې لاتيني، لرغونې يوناني، فرانسوي، او الماني شامل وو. نوموړي په څوارلس کلنۍ کې د «Edward Fitzgerald» د ژباړې تر اغېز لاندې شاعري ليکل پيل کړل، چې د عمر خيام ربعايات وو. هغه وويل چې پايلې خواشينې کونکې او ناهيلې کونکې وې او دا شاعري يې له منځه يوړه. د هغه لومړی خپور شعر د «A Fable For Feasters» په عنوان و، دا نظم د ښوونځي د تمرین په توګه لیکل شوی و، او د 1905ز کال د فبروۍ په مياشت کې د سمت اکاډمۍ په سجل کې خپور شوی و. همدلته د 1905ز کال د اپريل په مياشت کې د هغه په نسخه (مخطوطه) کې تر ټولو لرغونی پاتې نظم هم خپور شو، چې بې عنوانه غزله وه، وروسته بيا وکتل شوه، او د هارورډ پوهنتون د محصلينو په ادبي مجله «The Harvard Advocate» کې د «سندره» په عنوان چاپ شوه. نوموړي په 1905ز کال کې درې لنډې کيسې خپرې کړې، چې نومونه يې "Birds of Prey", "A Tale of a Whale" او "The Man Who Was King" وو. وروستۍ کيسه يې د 1904ز کال د سینټ لويس د نړيوالې ميلې د ليدنې پر مهال د «ايګوروټ» کلي په اړه د هغه د راسپړنې عکاسي کوي. په همدې بنسټ په سيمه ييزو خلکو کې د هغه لېوالتيا په هارورډ  کې د هغه د انسان پېژندنې له مطالعې څخه مخکې وه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ايليټ د خپل ژوند لومړي شپاړس کلونه د ميسوري د سينټ لويس په لوکسټ کوڅه کې په هغه کور کې تېر کړل، چېرته چې نوموړی زېږېدلی و. په 1905ز کال کې ښوونځي ته له لرې سفر کورو وروسته، نوموړی يوازې د رخصتيو او ليدنو لپاره سينټ لويس ته راتلو. له ښار څخه لېرې تګ سره سره، ايليټ خپل يو ملګري ته وليکل چې «ميسوري او ميسيپي د نړۍ د هرې بلې برخې څخه پر ما زيات اغېز کړی».[۲۱]

له سميت اکاډمۍ څخه تر فراغت وروسته، ايليټ د ميساچوسټس په ملټن اکاډمۍ کې د چمتوالي په يو کلنۍ دوره کې ګډون وکړ، چېرته چې نوموړي له «Scofield Thayer» سره وليدل، چا چې وروسته «The Waste Land» په نوم شاعري خپوره کړه. نوموړي له 1906 څخه تر 1909ز کال پورې په هارورډ کالج کې زده کړې وکړې، په 1909ز کال کې يې د پرتليز ادب په توګه یو انتخابي پروګرام کې د لسانس سند او راتلونکی کال په انګليسي ادب کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. په ملټن اکاډمۍ کې د هغه د يو کال تېرولو له امله، ايليټ ته د عموماً څلورو کلونو پر ځای درې کلونو څخه وروسته د لسانس سند تر لاسه کولو اجازت ورکړل شو. « Frank Kermode» لیکلي چې د ايليټ د پوهنتون دورې تر ټولو مهمه شيبه په 1908ز کال کې هغه وه، کله چې هغه د «Arthur Symons» د «The Symbolist Movement in Literature» په نوم اثر تر لاسه کړ. دې اثر هغه ته « Jules Laforgue, Arthur Rimbaud» او « Paul Verlaine» وروپېژندل. ايليټ وليکل، کېدای شي له «Verlaine» پرته، هغه د «Tristan Corbière» او د هغه د کتاب «Les amours jaunes» په اړه کله هم نه و اورېدلي، دا یو داسې اثر و چې د ايليټ د ژوند په دوران يې اغېز وکړ. د «The Harvard Advocate» په نوم مجلې د هغه ځينې شعرونه خپاره کړل، او د امریکايي لیکوال او نقاد «Conrad Aiken» سره يې عمري ملګرتيا جوړه شوه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

له 1909 څخه تر 1910ز کال پورې په هارورډ کې د فلسفې د مرستيال په توګه له کار کولو وروسته، ايليټ پاريس ته ولاړ، چېرته چې نوموړي له 19010 څخه تر 1911ز کال پورې په سوربون کې فلسفه ولوسته. هغه د « Henri Bergson» درسونو ته حاضر شو، او له «Henri Alban-Fournier» سره يې شاعري ولوسته. له 1911 څخه تر 1914ز کال پورې، هغه بېرته هارورډ ته راغلی و چې هندوستاني فلسفه او سنسکرتي ژبه يې لوستل. کله چې هغه د هارورډ د ګريجيوټ ښوونځي غړی و، ايليټ له «Emily Hale» سره وليدل او ورباندې مين شو. ايليټ ته په 1914ز کال کې د اکسفورډ د ميرټن کالج بورس ورکړل شو. لومړی هغه د المان «ماربرګ» ته ولاړ، چېرته چې هغه د دوبي په پروګرام کې د ګډون نيت درلود، خو کله چې لومړۍ نړیواله جګړه پيل شوه، د هغې پر ځای اکسفورډ ته ولاړ. هغه مهال ډېر زيات امريکايي محصلينو په مرټن کې ګډون کړی و، او محصلینو د ټولنې يو خوځښت وړانديز کړی و، چې "دا ټولنه د اکسفورډ له امريکايي کولو څخه کرکه کوي". دا تحريک په دوه رايو سره له ماتې سره مخ شو، کله چې ايليټ محصلينو ته ورياد کړل چې هغه د امريکايي کلتور څومره پوروړی دی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې