پوزیټویزم (مثبت پالنه)

پوزیټویزم یوه تجربه پالونکې فلسفي نظریه ده او په دې باور ده، چې ټوله ریښتینې پوهه (علم) یا د تعریف له مخې یا هم د مثبتې معنا پر اساس ریښتیا وي، یعنې د هغو وروستیو حقیقتونو په معنا ده، چې د عقل او منطق په وسیله له حسي تجربې نه ترلاسه کېږي. د یوې پوهې (علمیت) نورې لارې، لکه:  الهیات، میتافزیک، ادراک یا انټروسپیکشن رد یا بې معنا ګڼل کېږي. [۱][۲]

که څه هم د غربي افکارو په تاریخ کې پوزیټویستي نظریه یوه تکراري موضوع وه، اوسنی  پوزیټویزم د لومړي ځل لپاره د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د اګوست کنت په وسیله بیان شو. د هغه د ټولنپوهنې اړوند  پوزیټویزم مکتب په دې باور دی، چې ټولنه لکه د فزیکي نړۍ په څېر د عمومي قوانینو په اساس عمل کوي. له اګوست کنت نه وروسته د منطق، روانپوهنې، اقتصاد، تاریخپوهنې او نورو فکري برخو کې د  پوزیټویزم اړوند ښوونځي رامنځته شول. په عمومي توګه پوزیټویستانو هڅه کوله، چې په خپلو اړوندو برخو کې علمي مېتودونه معرفي کړي. د ۲۰مې پېړۍ له پیل راهیسې  پوزیټویزم د علمي کېدو، کمولو، ډېر عمومي کولو او میتودولوژيکي محدودیتونو اړوند ادعاوو له امله په کمه اندازه د نورو انتقادي او د پوزیټویستانو ضد تیوریستانو تر انتقاد لاندې راغلي دي.[۳][۴][۵]

مخینه

کایران ایګان داسې استدلال کوي، چې  پوزیټویزم د فلسفې په هغه اړخ کې موندلای شو، چې اپلاتون هغه د فلسفې او شعر تر منځ د اختلاف په توګه تشرېح کړ او وروسته بیا د ویلیلم دیلتای په وسیله د طبیعي علومو (Naturwissenschaften) او انساني علومو (Geisteswissenschaft) تر منځ د شخړې په توګه و ارزول شو.[۶][۷][۸]

د نولسمې پېړۍ په پیل کې په طبیعي علومو کې پراخو پرمختګونو فیلسوفان دېته وهڅول، تر څو په نورو برخو کې علمي میتودونه وکاروي. ځینې مفکرین لکه هانري دي سن سیمون، پیر سیمون لاپلاس او اګوست کنت په دې باور وو، چې د فکر او نظریو په تاریخ کې علمي میتود، یعنې د تیورۍ او مشاهدې دایروي تړاو باید د میتافزیک ځایناستی شي.[۹]

د کنت لومړني پیروان

د څو کلونو په لړ کې نورو علمي او فلسفي مفکرینو د  پوزیټویزم لپاره د خپلو ځانګړو تعریفونو رامنځته کول پیل کړل، چې په دې مفکرینو کې ایمیل زولا، ایمیل هینکین، ویلهیم شیرر او دیمیتري پیساروف شامل وو. له کارګرې طبقې نه د کنت د افکارو لومړنی پیروان فابین مګنینو، چې د «پرولتاریايي  پوزیټویزم» په نامه د یوه غورځنګ مشر شو. اګوستکنت، د خپلې مړینې په حالت کې میګنین د خپل ځایناستي په توګه د  پوزیټویزم اړوندې ټولنې‎ مشر وټاکه. مګنین دغه دنده له ۱۸۵۷ز کال نه تر ۱۸۸۰ز کاله پورې یعنې د خپلې استعفا ورکولو تر وخته پورې ترسره کړه. میګنین له انګلیسي پوزیتویستانو لکه ریچارډ کنګرو او ادوارد اسپنسر بیزلي سره په اړیکه کې و. هغه په ۱۸۶۳ز کال کې د پرولتاریایي پوزیټویستانو ټولنه (Cercle des prolétairespositivistes) رامنځته کړه، چې له لومړۍ نړیوالې ټولنې سره یې تړاو درلود. اوژن سمري یو ارواپوه و، چې په پوزیټویستي غورځنګ کې یې هم برخه درلوده او په ۱۸۷۰ز کال کې د فرانسې د درېیم جمهوریت له تاسیس نه وروسته یې په پاریس کې د  پوزیټویزم یومرکز جوړ کړ. هغه لیکلي: « پوزیټویزم یوازې یوه فلسفي نظریه نه ده، بلکې دا یو سیاسي ګوند هم دی او په دې توګه مدعي شو چې د موخې وړ پرمختګ سره د ټولو ټولنیزو فعالیتونو د پخلاینې لپاره نظم اړین بنسټ دی».[۱۰][۱۱]

منطقي پوزیټویزم

منطقي  پوزیټویزم (چې وروسته او په کره توګه د منطقي تجربه پلوی په نامه ونومول شو) یوفلسفي مکتب دی، چې تجربه پلوي سره ترکیب او یو ځای کوي. دا نظر چې د نړۍ پېژندنې لپاره مشاهده یي شواهد اړین دي، د عقل پلوي یا منطقي توب له یوې نسخې او دغه راز دا نظریه چې زموږ په پوهه کې داسې یوه برخه شامله ده چې موجودیت نه لري، له مشاهدې نه اخیستل شوې.

منطقي  پوزیټویزم«د ویانا لومړۍ حلقه» په نامه یوې ډلې له بحثونو نه وده وکړه، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې نه مخکې په مرکزي چای خونه (سنترال کافه) کې راټول شوي وو. له جګړې نه وروسته هانس هان د هغې لومړۍ ډلې یوه غړي ویانا ته د موریتز شلیک په راوستلو کې مرسته وکړه. د ویانا شلیک حلقه، د هانس ریچینباخ د برلین له حلقې سره په ۱۹۲۰ز لسیزه او د ۱۹۳۰ز لسیزې په لومړیو کې په پراخه توګه د نوو نظریاتو تبلیغات وکړل.

دا د اوتو نیورات ملاتړ و، چې یاد غورځنګ ډېر هوښیار او په پراخه کچه وپېژندل شو. په ۱۹۲۹ز کال کې د نورات، هان او رودولف په وسیله یوه ټولګه ولیکل شوه، چې د ویانا حلقې اړوند عقاید یې په کې خلاصه کړل. په دې کې له ټول میتافزیک، په تېره بیا انتولوژۍ یا هستي پېژندې او مخکنیو ترکیبي مواردو سره مخالفت شامل و. د میتافزیک (مابعدالطبیعاتو) رد کول د غلطۍ په اساس نه، بلکې د بې معنا اوسېدو (یعنې د تجربې له مخې د تایید وړ نه وو) له امله و، چې د لودویک ویتګنشتاین د لومړني کار پر بنسټ د معنا معیار (چې وروسته بیا هغه خپله رد کړ) په توګه و.  دا نظریه چې ټوله پوهه باید د علم په یوه معیاري ژبه کې د منلو وړ وي او تر ټولو لوړ د «منطقي بیارغونې» پروژه، چې په هغه کې د عادي ژبې اړوند مفاهیم په تدریجي ډول په هغې معیاري ژبه کې له دقیقو معادلاتو سره ځای پر ځای کېده، په دې توګه دا پروژه په پراخه کچه ناکامه ګڼل شوې ده. [۱۲][۱۳]

متحده ایالاتو ته له تللو وروسته، کارنیپ د خپلې ژبې په منطقي ترکیب کې د پخوانیو نظریو د ځای پر ځای کولو وړاندیز وکړ. د خپل مسیر دا بدلون او د ریچینباخ او نورو یو څه توپیر لرونکي باورونه د دې اجماع لامل شو، چې د مشترکه نظري پلاټفرم انګلیسي نوم باید د ۱۹۳۰ز لسیزو له وروستیو نه د هغه په امریکایي جلا وطنۍ کې باید «منطقي تجربه پلوي» وي. د منطقي  پوزیټویزم غورځنګ اوسمهال مړ ګڼل کېږي او دغه راز په فسلفي پرمختګ یې اغېز لرلی دی. [۱۴]

تاریخي پوزیټویزم

په تاریخپوهنه کې تاریخي یا مستند  پوزیټویزم هغه باور دی، چې تاریخ لیکونکي باید په دې توګه د تېر وخت عیني حقایق تعقیب او وڅېړي، چې تاریخي سرچینو ته له هر ډول اضافي تفسیر پرته د «ځان په اړه خبرې کولو» ته اجازه ورکړي. د فرانسوي تاریخ لیکونکي فوستل دو کولنګز (Fustel de Coulanges) په وینا: د پوزیټویست په توګه«دا زه نه یم، چې خبرې کوم، بلکې خپله تاریخ یم».پر مستندو سرچینو باندې د تاریخي پوزیټویستانو ډېر ټینګار د سرچینې اړوند انتقادي میتودونود ودې لامل شو، چې د تعصب له منځه وړو او په خپل اصلي حالت کې د اصلي سرچینو د موندلو په لټه کې دی. [۱۵][۱۶][۱۷]

د تاریخي پوزیټویستي مکتب ریښه او اصل په ځانګړې توګه د ۱۹مې پېړۍ نامتو ‎الماني تاریخ لیکونکي لیوپولد فون رانکه سره تړاو لري، هغه په دې باورو، چې تاریخ لیکونکی باید د تاریخي حقیقت تشرېح کولو هڅه وکړي (لکه څنګه چې خپله هم همداسې و). که څه هم وروسته یو شمېر نورو مؤرخینو؛ لکه: ګئورګ ایګرز هم په همدې باور و. د دې مفکورې او باور پراختیا تر ډېره د خپله رانکه په پرتله د هغه د پیروانو له برکته وه.[۱۸]

تاریخي  پوزیټویزم په ۲۰مه پېړۍ کې د تاریخ د بېلابېلو فکري مکتبونو د مؤرخینو او فیلسوفانو په وسیله تر نیوکو لاندې راغی؛ لکه: د المان په ویمار کې د ارنست کانتوروویچ په وسیله، چې استدلال یې وکړ چې « پوزیټویزم ... هغه وخت د رومانتيک کېدو له خطر سره مخامخ دی، چې وایي: له مخکینۍ مفکورې او اساس پرته د نیلي ګل د موندلو امکان موجود وي» دغه راز لکه په فرانسه کې له جګړې وروسته ریموند آرون او میشل فوکو، چې دواړه یې په دې باور و، چې تفسیرونه تل په پایله کې څو اړخیز دي او د بیا موندلو لپاره هېڅ ډول نهایي عیني او د لیدو وړ حقیقت نشته.همدارنګه انګلیسي تاریخپوه آرجي کولینګوود (R. G. Collingwood) په ۱۹۴۶ز کال په خپل کتاب «د تاریخ باور» چې د هغه له مړینې وروسته خپور شو، دې کتاب کې یېپر تاریخي  پوزیټویزم نیوکه کړې، چې تاریخي واقعیتونه له علمي حقایقو سره په ټکر کې دي، چې تل یې استدلال کېږي او په تکرار سره تاییدېدلای نه شي، هغه داسې استدلال وکړ، چې د «حقایقو پر ټولګه» تمرکز لري. مؤرخینو ته«په کوچنیو کچو ستونزو باندې د برلاسي بې ساری مهارت» ورکړل شوی، خو «د لویو ستونزو سره په معامله کې بې سارې کمزورتیا» لري.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په تاریخپوهنه کې د پوزیټویستي تګلارو پر وړاندې د تاریخپوهانو استدلال دا دی، چې تاریخ د موضوع او میتود له نظره د فزیک او اخلاق پېژندنې په څېرعلومو سره توپیر لري، چې د تاریخي مطالعې زیاتره برخه د اندازې وړ نه ده، له همدې امله بې غوري کول د دقت له لاسه ورکول دي او دا چې تجربي میتودونه او د ریاضي اړوند ماډلونه عموماً په تاریخ کې نه کارول کیږي، نو دا ناشونې وي، چې په تاریخ کې عمومي (شبه مطلق) قوانین تدوین کړي.[۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې