پییر سیمون لاپلاس

پییر سیمون لاپلاس مارکي ډي لاپلاس (فونوتیکي سمبول یې: /ləˈplɑːs/؛ په فرانسوي: [pjɛʁ simɔ̃ laplas]؛ زوکړه د ۱۷۴۹ کال د مارچ ۲۳مه- مړینه د ۱۸۲۷ کال د مارچ ۵مه) څېړونکی او ګڼ پوهیال و، چې کار يې د انجنیرۍ، ریاضیاتو، احصایې، فزیک ستورپوهنې او فلسفې د پرمختګ لپاره مهم و. هغه د اسماني میخانیک په نوم په‌خپله ۵ ټوکه رساله کې چې د ۱۷۹۹ او ۱۸۲۵ کلونو تر منځ خپره شوه د خپلو مخکینیو اثارو لنډیز او پراختیا خپره کړه. دې کار د کلاسیک میخانیک هندسي مطالعه د ډېفرینشیل او انتیګرال حساب پر بنسټ وژباړه او د ستونزو پراخه لړۍ یې پرانیسته. په احصایو کې د بیزي احتمالاتو تفسیر تر ډېره لاپلاس رامنځته کړی. [۱]

لاپلاس د لاپلاس معادله جوړه کړه او د لاپلاس انتیګرالي بدلون یې پیل کړ چې د ریاضي او فزیک په ډېرو برخو کې تر سترګو کېږي او دا هغه برخه ده چې نوموړي يې په جوړولو کې مخکښ رول لوبولی. د لاپلاس دېفرینشیل کارکړون ګر په پراخه کچه په ریاضیاتو کې کارول کېږي چې د هغه په نوم نومول شوی هم دی. هغه د شمسي نظام په اړه د نیبولر/سحابي فرضیې ته په بیاځلي توګه وده ورکړه او یو له لومړنیو ساینس پوهانو څخه و چې تور غار ته ورته نظریه یې وړاندې کړه.

لاپلاس د ټول دوران له لویو ساینس پوهانو څخه یو شمېرل کېږي. ځینې وختونه د فرانسوي نیوټن یا د فرانسې د نیوټن په نوم یادیږي، هغه د طبیعي ریاضي په برخه کې خارق العاده پوهه لرله چې د خپل وخت له نږدې ټولو معاصرو پوهانو څخه غوره و. هغه په ۱۷۸۷ کال کې د پاریس په پوځي ښوونځي کې د ناپیلون د امتحان پر مهال د هغه ممتحن و.  [۲]

لومړي کلونه

د لاپلاس د ژوند ځینې جزییات معلوم نه دي، ځکه د هغه ثبت شوي معلومات په ۱۹۲۵ کال کې په سینټ جولین ډی ملیو کې لیزیوکس ته څېرمه د هغه د کړوسي کامېټ ډي کولبرټ -لاپلاس په کې کور کې د هغه له کورنۍ شاتو(ماڼۍ ته ورته لوړې کلاوې چې اشرافو په کې ژوند کاوه، ژباړن) سره یو ځای وسوزېدل، نور هم مخکې له دې چې په ۱۸۷۱ کال کې يې پاریس ته نږدې په ارکویل کې کور لوټ شي لمنځه تللي و.[۳]

لاپلاس د ۱۷۴۹ کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د بیومونټ- اېن -اوج په نوم د پونټ اېواکو لویدیځ لوري ته څلور مایله لرې پراته کلي کې زېږېدلی و. پلار یې پيري ډي لاپلاس د ډبلیو.ډبلیو روز بال په وینا د مارکیس د کوچنیو کروندو څښتن او کروندګر و. د هغه مشر تره میټر اولیور ډي لاپلاس د شاهي شیغوژیا (جراح) لقب خپل کړی و.داسې بريښي چې هغه په بومونټ کې په ښوونځي کې له زده‌کوونکې څخه لارښوونکی شو، خو ډلامبر ته د ورپېژندلو له لیک سره هغه پاریس ته لاړ تر څو په‌خپل بخت کې مخکې شي. له دې سره کارل پېرسون د روزبال په حساب کې د تېروتنو په اړه جدي دی او وايي: [۴]

په حقیقت کې «کان» د لاپلاس پر مهال له فکري پلوه د نورماندي له تر ټولو فعالو ښارونو څخه و. لاپلاس په همدې ښار کې زده‌کړې وکړې او د لنډمهال لپاره یې استادي وکړه. هغه په همدې ځای کې لږ تر لږه ۲ کاله مخکې له دې چې په ۱۷۷۱ کال کې په‌خپلې ۲۲ یا ۲۳ کلنۍ کې پاریس ته لاړ شي د «ټورین ښار د سلطنتي ټولنې ملانژ، ټوم/ لوی کتاب څلورم والیم. ۱۷۶۶-۱۷۶۹» په نوم یې خپله لومړۍ مقاله ولیکله. په دې توګه هغه تر شل کلنۍ مخکې په ټورین ښار کې له لاګرانژ سره په اړیکه کې و. هغه پاریس ته نه لاړ، یو خام کلیوال هلک چې هرڅه یې له ځانه زده کړې او د دهقانۍ مخینه یې لرله! لاپلاس په ۱۶ کلنۍ کې په ۱۷۷۱ کال کې په بومونټ کې د «ډوک اورلیان» ښوونځی پرېښود او کان پوهنتون ته لاړ، داسې بریښي چې هلته يې ۵ کاله زده‌کړې کړې او د سفېنکس/ابوالهول (د لرغونې مصر یوه افسانه، ژباړن) غړی و. د بومونټ پوځي ښوونځی تر ۱۷۷۶ کال پورې د پخواني ښوونځي ځای ونه نیوه.  

د هغه مور او پلار پیر لاپلاس او ماري-ان سوشون له یوې هوسا کورنۍ څخه وو. د لاپلاس کورنۍ لږ تر لږه تر ۱۷۵۰ کال پورې په کرنه کې ښکېله وه، خو لوړ رتبه پییري لاپلاس د مڼو د شرابو سوداګر او د بومونټ ښار د کورنیو د خپل منځي ګټو ټاکلی استازی و.  

پییر سیمون لاپلاس په کلي کې په یو ښوونځي کې چې د بندیکت د صومعې (مذهبي ځای) له‌خوا اداره کېده، پلار یې هوډ درلود چې د روم په کاتولیک کلیسا کې وګومارل شي. په ۱۶ کلنۍ کې د خپل پلار د مقصد پر مخ وړلو لپاره، د دینپوهنې د زده‌کړو لپاره د کان پوهنتون ته ولېږل شو. [۵]

په پوهنتون کې د رضیاتو د دوو شوقمنو ښوونکو کرېسټف ګادبلډ او پیرلو کانو له‌خوا هغه ته لارښوونه وشوه او مضمون ته یې د هغه لېوالتیا راویښه کړه. دلته د لاپلاس ځلا د یو ریاضي پوه په توګه په چټکۍ سره وپېژندل شوه او کله چې لا په کان کې و د انتیګرال د ترټولو کوچني او لایتناهي حساب تر منځ توپيرونو (Sur le Calcul integral aux differences infiniment petites et aux differences finies) په اړه یې خپل یادښت ولیکه. دې د لاپلاس او لاګرانژ تر منځ لومړنۍ اړیکه رامنځته کړه. لاګرانژ ۱۳ کاله مشر و او په وروستیو کې يې د خپل زېږون په ښار ټورین کې د مسیلینیا ټورنېنشا (Miscellanea Taurinensia) په نوم یوه مجله هم رامنځته کړې وه چې د هغه ډېری لومړني اثار په‌کې چاپ شوي و او د یادې مجلې په څلورمه ګڼه کې د لاپلاس مقاله خپره شوه. دا نږدې هغه مهال و چې چې نوموړي دا تشخیص کړه چې هغه د کشیش کېدلو هېڅ وړتیا نه لري او باید یو مسلکي ریاضي پوه شي. ځینې سرچینې وایي چې وروسته هغه له کلیسا څخه جلا شو او پر خدای بې عقیدې/ملحد شو. لاپلاس د دینپوهنې له څانګې څخه فارغ نه شو، خو د یو مکتوب په‌واسطه له لوکانو څخه ژان لو رون ډالامبر ته چې هغه مهال په علمي غونډو کې غوره و وروپېژندل شو او پاریس ته لاړ. [۶][۷]

د هغه د کړوسي په وینا ډالامبر هغه په نسبي توګه ښه ونه موند او له هغه څخه د خلاصون لپاره یې هغه ته د ریاضي یو ډبل کتاب ورکړ او ویې ویل چې د یاد کتاب تر لوستلو وروسته بېرته راشي. کله چې لاپلاس څو ورځې وروسته بېرته راستون شو، ډلامبر لږ صمیمي و او په دې تړاو يې خپل نظر پټ نه کړ چې دا ناممکنه ده چې لاپلاس دې هغه کتاب په دومره لږ وخت کې ولولي او پرې ودې پوهيدی شي. خو له هغه څخه تر پوښتنو وروسته وپوهېده چې هغه ریښتیا لوستی او له هغه وخت وروسته لاپلاس تر خپلې پالنې لاندې ونیو. [۸]

بل روایت دا دی چې لاپلاس د شپې ناوخته یوه مسئله حل کړه او ډلامبر په راتلونکې اونۍ کې هغه د لېږلو لپاره وټاکه، وروسته یې بله شپه تر هغه سخته مسئله حل کړه او ډلامبر یې تر اغېز لاندې راغی او په یوه پوځي ښوونځي کې یې د تدریس لپاره د هغه سپارښتنه وکړه. [۹]

اوس لاپلاس د خوندي عاید او غیرمجاز تدریس تر څنګ خپل ځان لومړنیو څېړنو ته واچوه او ۱۷ کاله وروسته یې ۱۷۷۱-۱۷۸۷ خپل ډېر اصلي کارونه د ستورپوهنې په برخه کې خپاره کړل.  [۱۰]

سرچينې