د امریکا کورنۍ جګړه

د امریکا کورنۍ جګړه (اپریل ۱۲، ۱۸۶۱- می ۹، ۱۸۶۵ ز)، (چې نور نومونه هم لري) په امریکا متحده ایالتونو کې د اتحاد یا  Union (هغه آیالتونه چې فدرال اتحاد ته وفادار پاتې شول، یا "شمال the North") او کنفدراسی ( Confederacy) (هغه آیالتونه چې بېلتون ته يې رایه ورکړې وه یا "سویل the South") تر منځ پېښه شوه. د دې جګړې اصلي لامل د غلامۍ قانونی حالت و، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته د غلامۍ پراختیا وه چې د لویزیانا پېر (Louisiana Purchase) او مکسیکو-امریکا جګړې په پایله کې ترلاسه شوې وې. په ۱۸۶۰ز کال د کورنۍ جګړې په درشل کې، له ۳۲ میلونو امریکایانو نه څلورو میلیونو هغو (٪۱۳) یې تورپوټکي وګړي، نږدې ټول په سویل کې غلامان کړي وو.  [۱][۲]

د غلامۍ کسب، په امریکا کې د ۱۹مې پېړۍ له عمده سیاسي مسئلو نه یوه وه. د غلامۍ پر سر لسیزې سیاسی ناکرارۍ په کورنۍ جګړه واوښتې. جلاوالی هغه مهال رامنځته شو چې ابراهام لینکلن د ۱۸۶۰ز کال د ولسمشرۍ ټاکنې په دې خبره وګټلې چې دی د غلامۍ د پراختیا ضد دی. په لومړي سر کې غلام لرونکو اووه سویلي آیالتونو له هېواد نه د بېلتون اعلان وکړ او کنفدراسي يې جوړه کړه. کنفدراسي ځواکونو د ادعا وړ په خپلو ځمکو کې فډرالې پوځي چوڼۍ ونیولې. په وروستي شېبه کې هڅه وشوه چې، د کرېټېنډن جوړجاړي (Crittenden Compromise) له لارې د شخړې مخه ونیول شي، خو دا چاره ناکامه شوه او دواړو اړخونو جګړې ته چمتووالی ونیو. د ۱۸۶۱ز کال په اپریل میاشت کې جګړه هغه مهال ونښته، چې کنفدراسي پوځ په ساوت کارولینا کې د فورټ سامر جګړه پیل کړه. دا پېښه په چوکۍ د ابراهام لینکلن د کېناستو نه یوه میاشت وروسته رامنځته شوه. کنفدارسي (د ۱۸۶۱ز کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا د ۳۴ ایالتونو نه) د یوولسو آیالتونو د ډېری خاورې واکې په خپل لاس کې ونیولې او پر دوو نورو يې هم دعوا وکړه. هغه ایالتونه چې فډرال حکومت ته وفادار پاتې شول، اتحاد بلل کېدل. دواړو اړخونو د داوطلبانو او اجباري خدمت سترې لښکرې جوړې کړې. څلور کاله، تر ډېره په سويل کې سخته جګړه وشوه.

د ۱۸۶۱-۱۸۶۲ ز په بهیر کې، په لویدیځه جبهه کې اتحاد د پام وړ دایمي لاسته راوړنې درلودې، خو په ختیځه جبهه کې شخړې پرېکنده پایله نه درلوده. د ۱۸۶۲ز کال په سپتمبر میاشت کې، لینکلن [دغلامانو] د آزادۍ اعلامیه ورکړه او په دې توګه غلامي د جګړې د یوه هدف په توګه له منځه ولاړه. لویدیځ پلو ته، اتحاد د ۱۸۶۲ز کال په اوړي کې د کنفدراسي سمندري ځواک او ورپسې ډېری لویدیځې لښکرې له منځه یووړې او نیواورلیانز يې ونیو. په ۱۸۶۳ز کال کې د اتحاد له خوا د ویکسبرګ بریالۍ محاصرې پر مسیسیپي سیند کنفدراسي په دوو برخو ووېشله. په ۱۸۶۳ز کال کې، کنفدراسي جنرال رابرټ اي لي پر شمال برید وکړ او د ګېټيسبرګ جګړه رامنځته شوه. په لویدیځ کې د بریاوو له امله، په ۱۸۶۴ ز کې جنرال اولیسیس اېس ګرانټ ته د ټولو اتحادي ځواکونو قومانده وروسپارل شوه. اتحاد د کنفدراسي بندرونه د سمندري ځواک په وسیله ډېر ټینګ محاصره کړل او پر کنفدراسي یې د ټولو اړخونو نه د برید په موخه د سرچینو او بشري قوت تابیا ونیوله. دا چاره د دې لامل شوه چې په ۱۸۶۴ ز کې اتلانتا ایالت د جنرال ویلیام تیکومیش شېرمن ځواکونو په لاس سقوط وکړي او ځواکونو يې د سمندر پر لوري وخوځېږي. وروستي ستر جنګونه، د پټرسبورګ د لس کلنې محاصرې په اوږدو کې رامنځته شول، ځکه یاده سیمه د کنفدراسي پلازمېنې، رېچموند دروازه وه.

کورنۍ جګړه، د ۱۸۶۵ز کال د اپرېل میاشتې په ۹مه نېټه هغه مهال پای ته ورسېده چې د کنفدراسي جنرال لي د پېټرسبورګ او ریچموند د پرېښودلو نه وروسته د اپوماټاکس کورټ هاوس (Appomattox Court House) په جګړه کې اتحادي جنرال ګرانټ ته تسلیم شو. د کنفدراسي پوځ جنرالانو همدغه لاره ونیوله او وروستی کس، د جون په ۲۳مه نېټه تسلیم شو. د جګړې په پای ته رسېدو سره، د سویل ډېری زیربنا، په ځانګړې توګه ریل پټلۍ ویجاړه شوې وه. کنفدریسي راوپرځول شوه، غلامي له منځه ولاړه او څلور میلیونه غلام تورپوټکي وګړي آزاد کړای شول. ورپسې دا جګړه ځپلی هېواد د بیارغونې دوران ته ننوت او تر ډېره حده يې هېواد بیاجوړ کړ او آزادو شوو غلامانو ته يې مدني حقونه ورکړل.

د امریکا په تاریخ کې کورنۍ جګړه، یوه له هغه موضوعاتو نه ده چې ډېر لیکل پرې شوې دي. دا مسئله د کلتور او تاریخ لیکنې بحث موضوع ده. د کنفدراسي ورکه داعیه ،اوس هم یوه افسانه ګڼل کېږي. د امریکا کورنۍ جګړه یو له لومړنیو صنعتي جګړو نه ده. ریل پټلۍ، ټیلیګراف، بخاري کښتۍ، زرهي جنګي بېړۍ او د ستر تولید وسلې په دې جګړه کې وکارول شوې. په ټول کې په دې جګړه کې د ۶۲۰۰۰۰ او ۷۵۰۰۰۰ تر منځ سرتېري ووژل شول او نامعلومه ولسي مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. د لي له تسلیمۍ نه پنځه ورځې وروسته ولسمشر لینکلن ترور شو. کورنۍ جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو مرګونې پوځي شخړه وه. په وروستیو کې یواځې د ویتنام په جګړه کې په بهر کې د وژل شوو امریکایانو [مجموعي] شمېرې، د امریکا د کورنۍ جګړې د مړو پر شمېره سیوری وغوړاوه. د کورنۍ جګړې ټکنالوژۍ او بې رحمۍ له ځان سره د راتلونکو نړیوالو جګړو پیغام لېږداوه. [۳]

د بېلتانه لاملونه

د اتحاد بیرغ
د کنفدراسۍ د جګړې بیرغ


د جګړې د پیل راهیسې د بېلتون لاملونه پېچلي او جنجالي دي، خو ډېری عالمان ، غلامي د جګړې اصلي لامل بولي. جېمز سي براډفورډ لیکي چې: دا مسئله د تاریخي بیاکتنې غوښتونکو (historical revisionists) له خوا لاپېچلې شوې ده او هڅه کوي چې جګړې ته ګڼ دلایل ومومي. غلامي په ۱۸۵۰ ز لسیزه کې د سیاسي ترینګلتیا د رامنځته کېدو عمده سرچینه ده. د جمهوري غوښتونکي ګوند ټینګه پرېکړه کړې وه چې هغو سیمو ته به دغلامۍ د پراختیا مخه ډب کوي چې د ایالتونو په توګه منل کېږي او دې چارې په کانګرس او الکټرول کالج کې شمال ته ډېری چوکۍ ورکولې. ډېری سویلی مشرانو ګواښ کړی و، که جمهوري غوښتونکي نوماند لینکلن، د ۱۸۶۰ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټي، دوی به بېل شي. له هغه وروسته چې لینکلن ولسمشریزې ټاکنې وګټلې، ډېری سوېلي رهبرانو وپتېیله چې بېلتون د دوی یواځینی انتخاب دی، ځکه چوکۍ يې له لاسه ورکولې او دې کار د دوی د غلامۍ پلوه کړنو او پالیسیو د عملي کولو اړوند مخه نیوله. لینکلن د خپلې پرانیستې په دویمه وینا کې وویل: "غلامان یو امتیاز او ستره ګټه ده. ټول پوهېږي چې دا ګټه، په یو ډول، د جګړې لامل وه. د دې ګټې پیاوړي کول، ساتل او پراخول هغه هدف دی چې اورپه کي غواړي اتحاد دړې وړې کړي، ان که خبره جګړې ته هم رسېږي؛ خو دولت یوازې د دې چارې د ځمکنۍ پراختیا محدودول خپل حق وباله."[۴][۵][۶]

غلامي

غلامي د بېلتانه عمده لامل و. غلامي د اساسي قانون د جوړولو پرمهال یوه جنجالي

موضوع وه، خوهمداسې ناحل پرېښودل شوه. [۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې