څو حجروي ارګانیزم

څو حجروي ارګانیزم داسې یو ارګانیزم دی چې د یوحجروي ارګانیزم په پرتله، له یوې څخه د ډېرو حجرو درلودونکی وي.[۱]

د څارویو ټولې بڼې، د وچې بوټي او ډېری فنګسان، د الجي ګانو په څېر، څو حجروي دي، په داسې حال کې چې ډېر لږ شمېر ارګانیزمونه په جزوي توګه یو حجروي او په جزوي توګه څو حجروي دي، لکه سلایم مولډان او ټولنیز آمیبان د Dictyostelium نسل په شان.[۲][۳]

څو حجروي ارګانیزمونه په بېلابېلو لارو رامنځته کېږي، د بېلګې په توګه د حجروي وېش سره یا د ګڼو واحدو حجرو په راټولېدو سره. استعماري ارګانیزمونه له یوبل سره د ورته حجرو د یوځای کېدو په پایله کې رامنځته کېږي چې په ګډه سره یوه کالوني جوړوي. په هرحال، له رښتینو څو حجروي موجوداتو څخه د استعماري پروټیسټانو جلا کول ډېر پېچلی کار دی، ځکه دا دوه مفهومه جلا نه دي؛ استعماري پروټیسټان د «څو حجروي» پرځای «جمع حجروي» نومول شوي دي. همدارنګه ځینې څو هستوي ارګانیزمونه هم شتون لري چې له تخنیکي اړخه یو حجروي ماکروسکوپیک ارګانیزمونه دي، لکه xenophyophorea چې کولی شي ۲۰ سانټي مترو ته ورسېږي.[۴][۵][۶]

د تکامل تاریخ

پېښېدنه

څو حجرې توب په خپلواکه توګه لږ ترلږه ۲۵ ځله په یوکاریوټانو او همدارنګه په ځینو پروکاریوټانو لکه سیانوباکټریا، میکسوباکټریا، اکټینومیسټان، Magnetoglobus multicellularis یا Methanosarcina کې تکامل کړی دی. په هرحال، پېچلو څو حجروي موجوداتو یوازې په شپږ یوکاریوټي ډلو کې تکامل کړی دی: حیوانات، سیمبیومیکوتان فنګسونه، نصواري الجي، سور الجي، زرغون الجي او د وچې بوټي. دوی د کلوروپلاسټیډا (زرغون الجي او د وچې بوټو) لپاره په مکرر ډول، د حیواناتو لپاره یوځل، د نصواري الجي لپاره یو ځل، د فنګسونو (کیټریډان، آسکومیسټان او بازیدیومیسټان) لپاره درې ځلې او د سلایم مولډانو لپاره کابو څو ځلې تکامل کړی دی. د څو حجروي تنظیم لومړني شواهد، هغه وخت دی چې یو حجروي موجودات خپلې کړنې همغږې کوي او کېدای شي د رښتیني څوحجرې‌توب د تکامل مخینه وي، لکه سیانوباکټریا ته ورته اورګانیزمونه چې ۳-۳.۵ میلیون کاله پخوا یې ژوند کاوه. د بیا تولید لپاره، رښتیني څو حجروي موجودات باید د زېږوونکې حجرې (یانې د سپرم او هګۍ حجرې) څخه د یوه بشپړ ارګانیزم د بیارغونې ستونزه حل کړي، هغه موضوع چې په تکاملي ودې بیولوژي کې مطالعه کېږي. حیواناتو د بوټو او فنګس۱۰ – ۲۰ حجرو ډولونو په پرتله په څو حجروي بدن کې د حجرو د بڼو د پام وړ تنوع رامنځته کړې (۱۰۰-۱۵۰ بېلابېلو حجرو ډولونه).[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د څو حجرې توب له منځه تلل

په ځینو ډلو کې څوحجرې‌توب له منځه تلل رامنځته شوی دی. فنګس په عمده ډول څو حجروي دي، که څه هم لومړني متنوع نسبونه یې په عمده ډول یو حجروي دي (د بېلګې په توګه میکروسپوریډیا) او په فنګسنو کې (لکه ساکارومایکوتینا، کریپتوکوکس او نورو خمیرونو کې) یوحجرې‌توب ته بېرته راګرځیدل شتون لري. همدارنګه کېدای شي په ځینو سرو الجي ګانو (لکه پورفیریدیوم) کې هم رامنځته شوی وي، خو کېدای شي هغوی په لومړني ډول یوحجروي وي. ګومان کېږي چې په ځینو زرغونو الجي ګانو (لکه کلورېلا ولګارېس او ځینې Ulvophyceae) کې هم د څوحجرې توب له منځه تلل رامنځته شوي وي. په نورو ډلو، په عمومي توګه پرازیټانو کې، د حجرو په تعداد یا ډولونو کې د څوحجرې توب کمښت رامنځته شوی (د بېلګې په توګه میګزوزوان، څو حجروي ارګانیزمونه، چې پخوا اټکل کېده یوحجروي دي، په اصل کې سنیډاریان دي چې په شدت یې حجرې کمې شوې دي).[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرطان

څو حجروي ارګانیزمونه، په ځانګړې توګه اوږد عمر لرونکي حیوانات، د سرطان له ننګونې سره مخامخ دي، سرطان هغه وخت رامنځته کېږي چې حجرې ونشي کولی د طبیعي ودې په پروسه کې خپله وده تنظیم کړي. د نسج په مورفولوژي کې بدلونونه کولی شو د دې پروسې په اوږدو کې وګورو. سرطان په حیواناتو (میتازونونو) کې اکثراً د څوحجرې‌توب د له منځه تللو په توګه تعریف کېږي. په نورو څو حجروي ارګانیزمونو او ان په پروټوزوا کې د سرطان د احتمالي شتون په هکله بحث شتون لري. د بېلګې په توګه، نباتي ګالونه د تومور په توګه پېژندل شوي دي، خو ځینې لیکونکي بیا استدلال کوي چې بوټي (نباتات) سرطان نه رامنځته کوي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د سوماټيک او زېږوونکو حجرو جلا کول

په ځینو څو حجروي ډلو کې چې ویزمانیسټان نومېږي، د سوماټیکو سټریل حجروي لړۍ او زېږوونکو حجرو لړۍ تر منځ جلاتوب تکامل وکړ. په هرحال، د ویزمانیسټ وده نسبتاً نادره ده (د بېلګې په توګه مهره لرونکي، آرتوپودان، ولووکس)، ځکه چې د ډېری ډولونو لویه برخه د جسمي امبریوجنیزس وړتیا لري (لکه ځمکني بوټي، ډېری الجي ګان، ډېری invertebrates).[۲۶][۲۷]

د اصل فرضیه

د څو حجروي اصل لپاره یوه فرضیه دا ده چې د مشخص فعالیت لرونکو حجرو یوه ډله د grex په نوم راز ته ورته یوه ډله کې سره راټولې شوې، چې د څو حجروي واحد په توګه یې حرکت وکړ. دا په اصل کې هغه کار دی چې سلایم مولډان یې ترسره کوي. بله فرضیه دا ده چې یوه ابتدایي حجره د هستوي وېش مرحلې څخه تېر شو او په پایله کې یوه کوئنوسایټ باندې بدل شو. د هرې هستې چارپېره یوه غشا جوړه شوه (او حجروي فضا او اورګانیلونه په فضا کې اشغال شول)، په پایله کې په یوه ارګانیزم کې د حجرو نښتې ډلې رامنځته کېږي (دا میکانیزم په ډروسوفیلا کې لیدل کېږي). دریمه فرضیه دا ده چې د یوه حجروي ارګانیزم له وېش سره، د حجرې لورګانې له یوبل څخه جلا نشوې، چې په یوه ارګانیزم کې د یوشان حجرو د راټولېدو لامل شو چې وروسته کولی شي تخصصي نسجونه جوړ کړي. دا هماغه کار دی چې نباتي او حیواني جنینونه او همدارنګه استعماري choanoflagellate یې ترسره کوي.[۲۸][۲۹]

له هغه ځایه چې لومړني څوحجروي موجودات ساده او نرم موجودات وو چې هډوکي، پوستکي او د بدن نورې کلکې برخې یې نه لرلې، په فوسیلونو کې په ښه توګه ندي ساتل شوي. یوه استثنا کېدای شي ډیموسفنج وي چې کیدای شي په لرغونو ډبرو کې یې کیمیاوي لاسلیک پرځای پرېښی وي. د څو حجروي موجوداتو لومړني فوسیلونو کې ګریپانیا سپایرالیس او په ګابن (Gabonionta) کې د B Palaeoproterozoic Francevillian فوسیلي ډلې تور شیلونو فوسیلونه شامل دي. د دوشانتو جوړښت د څوحجروي ځانګړتیاوو شواهدو سره ۶۰۰ میلیون کلن کوچني فوسیلونه موندلي دي.[۳۰][۳۱][۳۲]

تر دې وروستیو، فیلوجنیټیکي بیارغونه د اناټومیکي (په ځانګړې توګه امبریولوژیکي) ورته والي له طریقه ترسره کېده. دا ناسمه ده، ځکه له ۵۰۰ میلیون کالو زیات کېږي چې څوحجروي ژوندي موجودات لکه حیوانات او بوټي له خپلو یوحجروي نیکونو څخه لرې شوي دي. د وخت داسې تېرېدنه دواړو متنوع او متضادو تکاملي وختونو ته اجازه ورکوي ترڅو له ورته والي څخه تقلید وکړي او د مډرنو او پخوانیو ورکو شویو ډلو بڼو ترمنځ تفاوتونه راټول کړي. مډرن فیلوجینیټیک له پېچلو تخنیکونو لکه آلوانزایمونه، سټلایټ DNA او نورو مالیکولي نښانو څخه د هغو صفتونو د توصیف لپاره کار اخلي چې د پخوا پورې اړوند نسبونو کې مشترک دي.

څوحجروي تکامل کېدای شي د بېلابېلو طریقو له لارې رامنځته شي چې ځینې یې لاندې توضیح شوې دي:

سیمبیوټیک تیوري

دا نظریه سپارښتنه کوي چې لومړني څو حجروي موجودات د یوحجروي موجوداتو بڼو له سیمبیوزس (همکارۍ) څخه، چې هر یو یې بېلابېل رول لوبوي، رامنځته شوي دي. د وخت په تېرېدو سره، دا موجودات هومره یوبل پورې تړل کېږي چې نشي کولی په یوازې توګه ژوندي پاتې شي او بلآخره په یوه څو حجروي موجود کې د هغوی د جینوم د ادغام لامل کېږي. هر اړوند ارګانیزم په نویو جوړو شویو بڼو کې د توپیرموندلو حجرو جلا نسب باندې بدلېږي.[۳۳]

له یوبل پورې داسې شدیده تړلې د سیمبیوزس دا بڼه کېدای شي په مکرر ډول ولیدل شی، لکه د مسخره کب او ریټري سمندري شقایقو اړیکې په شان. په دې مواردو کې، ډېر زیات شکمن دی چې که کومه بله بڼه به له منځه لاړه شي که نه. په هرحال، د دې نظریې ستونزه دا ده چې تراوسه په ډاګه نده چې د هر ژوندي موجود DNA  څنګه کولی شي چې په یوه واحد جینوم کې ځای پرځای شي ترڅو یوه واحده بڼه تشکیل کړي. که څه هم داسې ښکاري چې داسې سیمبیوزس به رامنځته شوی وي (د بېلګې په توګه، په حیواني او نباتي حجرو کې مایټوکانډریا او کلوروپلاسټ – انډوسیمبیوزس)، دا کار په ندرت سره رامنځته شوی او ان په هغه وخت کې د انډوسیمبیوزس جینوم د توپیر یو عنصر ساتلی دی او په جلا توګه د کوربه بڼو مایټوز په جریان کې د هغو DNA تکراروي. د بېلګې په توګه، دوه یا درې سیمبیوټیک ارګانیزمونه چې lichen رامنځته کوي، که څه هم د بقا لپاره یوبل پورې تړلي دي، باید په جلا توګه بیاتولید شي او وروسته بیاځلې شکل واخلي ترڅو یو انفرادي ارګانیزم جوړ کړي.

د حجروي کېدو (سینسیشال) نظریه

دا نظریه وایي چې یو انفرادي یوحجروي موجود، له څو هستو سره، کولی شي د خپلو هرې یوې هستې شاوخوا ته د داخلي غشا تقسیمونه جوړ کړي. ډېری پروټیسټان لکه سیلیاټان او سلایم مولډان کولی شي څو هستې ولري چې له دې فرضیې څخه ملاتړ کوي. په هرحال، د څو هستو ساده شتون د دې فرضیې ملاتړ لپاره کافي ندي. د سیلیاتانو ګڼې هستې توپیر لري او په واضح توګه بېلابېلې دندې په غاړه لري. ماکرونوکلیوس د ارګانیزم اړتیاوې پوره کوي، په داسې حال کې چې مایکرونوکلیوس بیا د جنیټیکي مواد په تبادلې سره د جنسي تکثر لپاره کارول کېږي. د سلایم مولډانو سینسیشیا له کومې بلې لارې څخه نه بلکه آمیب ته ورته انفرادي حجرو، لکه د ځینو څو حجروي ارګانیزمونو سینسیشیال نسجونو، څخه جوړېږي. د دې لپاره چې معتبره وګڼل شي، دا نظریه د اثبات وړ یوې بېلګې او له پخوا څخه موجود سینسشیم نه د څوحجروي ارګانیزم جوړېدو میکانیزم ته اړتیا لري.[۳۴]

سرچينې