چیکوسلواکيا

چیکوسلواکيا يا چيک او سلواکيا، په منځنۍ اروپا کې یو خپلواک هېواد و، کوم چې په ۱۹۱۸ز کال کې جوړ شوی و، دا هغه مهال و کله چې دې هېواد له اتريش-هنګري څخه خپلواکي اعلان کړه. په ۱۹۳۸ز کال کې، د مونيخ له تړون وروسته، «سوډټنلينډ» د المان برخه وګرځېده، په داسې حال کې چې دې هېواد د هنګري او پولنډ په وړاندې نورې سيمې له لاسه ورکړې. د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۵ز کلونو تر منځ د دې دولت شتون له منځه ولاړ، ځکه چې سلواکيا خپلواکي اعلان کړه او د پايلې په توګه په ختيځ کې پاتې سيمې د هنګري برخه شوې، په داسې حال کې چې په پاتې چيک سيمو کې «بوهيميا» او «موراويا» د المان تحت الحمايه اعلان شوې. د ۱۹۳۹ز کال په اکتوبر کې، د دويمې نړیوالې جګړې له پيل سره سم، د پخواني چيکوسلواکيا ولسمشر «ايډوارډ بينيس» په تبعید کې حکومت جوړ کړ او له متحدینو څخه يې د رسميت پېژندلو غوښتنه وکړه. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د ۱۹۳۸ز کال څخه مخکې چیکوسلواکيا بيا جوړ شو، له «کارپتهين روتهينيا» پرته، کوم چې د شوروي اوکراين برخه وګرځېده (د شوروي اتحاد يو جمهوريت). له ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۸۹ز کال پورې، چيکوسلواکيا د ختيځ بلاک برخه وه چې اقتصاد يې د مرکز په واک کې و. د دې هېواد اقتصادي حيثيت په ۱۹۴۹ز کال کې د «کمنکن» (د دوه اړخيز اقتصادي همکارۍ شورا) په غړيتوب او په ۱۹۵۵ز کال د وارسا تړون کې د هېواد په دفاعي حيثيت سره رسميت پيدا کړ. په ۱۹۶۸ز کال کې د سياسي ازادۍ پړاو، کوم چې د پراګ د پسرلي په نوم پېژندل کېږي، په تاوتریخوالي سره پای ته ورسېد، کله چې شوروي اتحاد د وارسا تړون د ځينو نورو هېوادونو په مرسته پر چیکوسلواکيا بريد وکړ. په ۱۹۸۹ز کال کې، کله چې مارکسيستي-لينني حکومتونه او کمونست په ټوله مرکزي اروپا کې د ختمېدو په لور روان وو، چیکوسلواکيانو د ۱۹۸۹ز کال د نومبر په اولسمه نېټه په «ويلويټ انقلاب» کې خپل سوسيال حکومت په سوله ييز ډول له واکه لرې کړ او د چمتوالي له پړاو وروسته يې د دولت له خوا د نرخونو مديريتونه له منځه يوړل. په ۱۹۹۳ز کال کې، چیکوسلواکيا په دوه خپلواکو هېوادونو ووېشل شو چې يو يې چيک جمهوريت او بل يې سلواکيا شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ځانګړتياوې

د دولت بڼه

  • ۱۹۱۸-۱۹۳۸: ديموکراتيک جمهوريت چې «توماس ماشاريک» پر مخ وړ.[۹]
  • ۱۹۳۸-۱۹۳۹: په ۱۹۳۸ز کال کې د نازي المان له خوا د «سوډيټنلينډ» له تر لاسه کولو وروسته، دا سيمه کرار کرار په يوه دولت بدله شوه، په کوم کې چې چیک، سلواک او روتينياي برخو تر منځ سستې اړيکې موجودې وې. سويلي سلواکيا او «کارپيتين روتينيا» يوه تړانګه خپله کړه او «زاولزي» سيمه پولنډ له ځانه سره ضميمه کړه.
  • ۱۹۳۹-۱۹۴۵: د دولت پاتې برخه په ټوټو ټوټو ووېشل شوه او د بوهيميا او موراويا او سلواک جمهوريت په تحت الحماية تر منځ ووېشل شوې، په داسې حال کې چې د «کارپتين روتينيا» پاتې برخه هنګري اشغال کړه. په لندن کې په تبعيد کې يو حکومت بيا هم خپل وجود ته دوام ورکړ، انګلستان، متحده ايالاتو او د هغوی متحدانو يې ملاتړ کاوه؛ په شوروي اتحاد د المان له بريد وروسته، شوروي اتحاد هم په رسميت پېژندلی و. چيکوسلواکيا د ملګرو متلونو په اعلان عمل وکړ، او دا هېواد د ملګرو ملتونو بنسټګر غړی و.
  • ۱۹۴۶-۱۹۴۸: دا هېواد د يو ايتلافي حکومت له خوا اداره کېدو چې د لومړي وزير او کورنيو چارو د وزير په ګډون يې کمونیست وزيران هم درلودل. «کارپتين روتينيا» شوروي اتحاد ته وسپارل شو.
  • ۱۹۴۸-۱۹۸۹: دا هېواد د شوروي اتحاد تر واکمنۍ لاندې په داسې حال کې چې اقتصادي واک يې له مرکز سره و، يو مارکسستي-لينني هېواد وګرځېد. په ۱۹۶۰ز کال کې، دا هېواد په رسمي ډول يو ټولنپال جمهوريت شو، د چيکوسلواکيه سوسيال (ټولنپال) جمهوریت. دا هېواد خلپواک خو د شوروي اتحاد تر نفوذ لاندې و.
  • ۱۹۸۹-۱۹۹۰: چيکوسلواکيا په رسمي ډول يو فدرالي جمهوريت شو چې له چيک ټولنپال جمهوريت او سلواک ټولنپال جمهوريت څخه جوړ و. د ۱۹۸۹ز کال په وروستيو کې، د «ويلويټ یا بنفشي» انقلاب پر مهال کمونستي حکومت پای ته ورسېد، له کوم څخه وروسته چې يو ځل بيا ديموکراتيک پارلماني جمهوريت په کې رامنځته شو.[۱۰]
  • ۱۹۹۰-۱۹۹۲: له «ويلويټ» انقلاب ډېر ژر وروسته، د دې هېواد نوم چيک او سلواک فدراتيف جمهوريت کېښودل شو چې له چيک جمهوريت او سلواک جمهوريت (سلواکيا) څخه جوړ و، تر دې چې د ۱۹۹۳ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په سوله ييز ډول منحل شو.[۱۰]

ګاونډيان[۱۱]

  • اتريش ۱۹۱۸-۱۹۳۸، ۱۹۴۵-۱۹۹۲
  • المان (دواړه پخواني، لويديخ المان او ختيځ المان، د ۱۹۴۹ او ۱۹۹۰ز کلونو تر منځ د دې هېواد ګاونډيان وو)
  • هنګري
  • پولنډ
  • رومانيا ۱۹۱۸-۱۹۳۸
  • شوروي اتحاد ۱۹۴۵-۱۹۹۱
  • اوکراين ۱۹۹۱-۱۹۹۲ (تر ۱۹۹۱ز کال پورې د شوروي اتحاد غړی)

جغرافيايي ځانګړتياوې

دې هېواد په عام ډول غیر منظمې سيمې درلودې. لويديځه سيمه يې د شمال مرکزي اروپايي لوړو ځمکو برخه وه. ختيځه سيمه يې د «کارپيتين» غرونو شمالي برخه او «ډينوب» سمندر د ډنډ په ځمکو مشتمله وه.

اقليم

هوا يې يو څه يخه (ژمنۍ) او يو څه توده (دوبي) لرونکې ده. له لويديځ څخه پرې د اتلانتيک بحر، له شمال څخه پرې بالټک سمندر او له سويل څخه پرې د مديترانې بحېره اغېز لري. قاره يي هوا نه لري.

نومونه

  • ۱۹۱۸-۱۹۳۸: چيکوسلواک جمهوریت (لنډيز يې په دې ډول و ČSR)، يا په ۱۹۲۰ز کال کې د نوم له رسمي کېدو مخکې چيکوسلواکيا، همدا راز د چيکو سلواکيا يا چيکو-سلواک دولت په نوم هم پېژندل کېدو[۱۲]
  • ۱۹۳۸-۱۹۳۹: چيکو سلواک جمهوريت، يا چيکو سلواکيا
  • ۱۹۴۵-۱۹۶۰: چیکوسلواک جمهوريت (ČSR)، يا چيکوسلواکيا
  • ۱۹۶۰-۱۹۸۹: چيکو سلواک ټولنپال جمهوريت (ČSSR)، يا چيکوسلواکيا
  • ۱۹۹۰-۱۹۹۲: چيک او سلواک پدراتيف جمهوريت (ČSFR)، يا چيکو سلواکيا

تاریخ

منشاً

دا سيمه د اوږدې مودې لپاره د اتريش-هنګري سترواکۍ يوه برخه وه، تر دې چې د لومړۍ نړيوالې جګړې په پای کې دا سترواکي ونړېده. «توماس ګاریک ماساريک» (۱۸۵۰-۱۹۳۷) د نوي دولت بنسټ ايښی و، چا چې د ۱۹۱۸ز کال د نومبر له څوارلسمې نېټې د ۱۹۳۵ز کال د ديسمبر تر څوارلسمې نېټې د ولسمشر په توګه خدمات وړاندې کړل. د هغه نژدې متحد «ايډوارډ بينيس» (۱۸۸۴-۱۹۴۸) د هغه ځای ناستی شو.[۱۳]

د چيک ملتپالنې رېښې تر نولسمې پېړۍ پورې رسېږي، کله چې د فلکياتو او زده کړې پوهان له رومانيت څخه اغېزمن شول، د چيک په خلکو کې يې چيکي ژبې وياړ ته وده ورکوله. د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې ملتپالنه يو ولسي خوځښت وګرځېد.د اتريش واکمنۍ لاندې په سياسي ژوند کې د برخې اخستو څخه د محدودو فرصتونو څخه په ګټې اخستنې سره، د تاريخ پوه «فرانتيشک پالاکي» (۱۷۹۸-۱۸۷۶) په څېر مشرانو د بېلا بېلو هېوادپالو، د خپلې مرستې سازمانونو بنسټ کېښود، ، چا چې له خپلواکۍ مخکې خپلو ډېرو هېوادوالو ته په شریک ژوند کې د ګډون فرصت ورکړ. «پالاکي» د اتريشي-سلواکيت ملاتړ وکړ او د سره بیا منظميدو او فدرالي اتريشي سترواکۍ لپاره يې کار وکړ، کوم به چې د روسي او الماني ګواښونو څخه د مرکزي اروپا هغه خلکو خوندي کړي چې په سلواکي ژبه خبرې کوي.

د اتريش-هنګري په داخل کې د جمهوري سمونونو او چيک خپلواکۍ ملاتړ «مساريک» دوه ځله د «ريخسراټ» (د اتريش پارلمان) لپاره وټاکل شو، په لومړي ځل له ۱۸۹۱ څخه تر ۱۸۹۳ پورې د ځوان چيک ګوند لپاره او دويم ځل له ۱۹۰۷ څخه تر ۱۹۱۴ز کال پورې د چيک  ريالسټ ګوند لپاره، د کوم بنسټ چې هغه په ۱۸۸۹ز کال کې له «کيرل کرام» او «جوزف کيزل» سره يو ځای ايښی و.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال يو شمېر چیکيانو او سلواکيانو، د چيکوسلواک عسکري غونډ، په فرانسې او ايټاليه کې له متحدینو سره جنګونه وکړل. په داسې حال کې چې غټ شمېر يې د اتريش سترواکۍ څخه د چيکوسلواکيا د ازادۍ لپاره د هغې د ملاتړ په بدل کې روسيې ته وتښتېدل. د لومړۍ نړيوالې جګړې په پيليدو سره، «مساریک» له سلواکيا سره يو ځای د چيک د ازادۍ لپاره کار پيل کړ. له «ايډوارډ بينيس» او «ميلان راسټيسلاو سټيفانک» سره يو ځای «مساريک» د يو شمېر لويديځو هېوادونو څخه ليدنه وکړه او د اغېزناکو مبلغينو ملاتړ يې تر لاسه کړ. چيکوسلواک ملي شورا يو مهم سازمان و، کوم چې د چیکوسلواک دولت غوښتنې مخ په وړاندې يوړې.[۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې