ګوادلوپ

ګوادلوپ (په فرانسوي ژبه: ([ɡwad(ə)lup]؛ په انتیلیایي کریول ژبه: Gwadloup, [ɡwadlup]) په کارابین کې د فرانسې د ټاپوګانو یوه ټولګه او بهرنی ولایت او سیمه ده. دا ټولګه د استوګنې وړ له ټاپوګانو له شپږو ټاپوګانو - لکه باسی تیرې، ګرانډ تیرې، ماري ګالانت، لا دیسیراد، او دوه د استوګنې نه وړ ټاپوګانې لکه الیس ډیس سېنټیس - او همدارنګه ډېری نا مېشته ټاپوګانو او لویو ډبرو څخه جوړه ده. دا مجمع الجزایز د انتيګوا او باربودا او مونتسیرات په سوېل کې، او د ډومینیکا هم ګټې دولت په شمال کې پروت دی. پلازمینه یې د باس - تیریري ښار دی چې د باس - تیری ټاپو سوېل لوېدیځ ساحل کې موقعیت لري؛ خو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار لزابیمز دی او د سوداګرۍ اصلي مرکز یې ګاونډی پوینټ-آ-پیتر دی، چې دواړه په ګرانډ ټیرې ټاپو کې موقعیت لري. دې ولایت په ۲۰۱۹ کال کې ۳۴۴۲۳۹ کسه نفوس درلود.[۱][۲][۳]

د نورو بهرنیو ولایتونو په شان، دا د فرانسې یوه ارضي برخه ده. د اروپایی اتحادیې د تشکیلاتي او یوروزون د یوې برخې په توګه، یورو یې رسمي پولي واحد دی او د اروپایی اتحادیې هر وګړی په نامحدود ډول هلته د مېشته کېدو او کار آزادي لري. خو د بهرني ولایت په توګه، د شینګین د سیمې برخه نه ده. پخوا په دې سیمه کې سېنټ بارتیلیمي او سېنټ مارټین هم ګډون درلود، چې د ۲۰۰۳ کال د ټولپوښتنې وروسته په ۲۰۰۷ کال کې له ګوادلوپ څخه جلا شول.

کریسټوفر کولمبس لومړی اروپایی و چې ګوادلوپ یې ولید، چې په دې ځای کې یې په ۱۴۹۳ کال کې پل کېښود، او دې ټاپو ته یې نوم ورکړ. رسمي ژبه یې فرانسوي ده؛ انتیلین کریول هم په کې تکلم کېږي. [۴][۵]

رېښه پېژندنه

دا ټاپو وزمه د اراواک د اصلي خلکو لخوا د کروکیرا (یا "د ښکلي اوبو ټاپو") په نوم یادیدله.[۶]

کریسټوفر کولمبس په 1493 کې د ګوادالوپ زموږ د میرمنې په نوم ټاپو د سانتا ماریا دی ګوادالپ نوم کېښود، د ویرجن مریم لپاره یو زیارت چې د هسپانوي په ګوادالپ، Extremadura ښار کې عبادت کیږي. کله چې دا سیمه د فرانسوي کالونۍ شوه، د هسپانوي نوم ساتل شوی و - که څه هم د فرانسوي اورتوګرافي او فونولوژي ته بدل شوی. دغه ټاپوګان په سیمه ایزه توګه د ګواډا په نوم یادیږي. [۷]

تاریخ

له استعمار نه مخکې دوره

دا ټاپوګانې په لومړي ځل د امریکا د بومي وګړو له خوا تر استوګنې لاندې راغلې، احتمالا تاریخ یې ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاد ته رسېږي. د اراواک وګړي لومړۍ تشخیص کېدونکې ډله ده، خو دوی وروسته د کالینا - کاریب وګړو له لوري د ۱۴۰۰ ز کال په شاوخوا کې بې ځایه شول.  [۸][۹][۱۰][۱۱]

له ۱۵مې تر ۱۷مې پېړۍ

کریسټوفر کولمبس لومړنی اروپایی و چې ګوادلوپ یې ولید او د ۱۴۹۳ کال په نومبر میاشت کې یې په دې خاوره پل کېښود او اوسنی نوم یې ورکړ. په شپاړسمه پېړۍ کې ډېری استعماري هڅې د هسپانویانو له خوا د بومي وګړو د بریدونو له امله ناکامې شوې. په ۱۶۲۶ کال کې، فرانسې د پییر بیلین ډی ایسنمبوک تر واکمنۍ لاندې ګوادلوپ ته لېواله شول او هسپانوي اوسېدونکي یې وشړل. د امریکایي ټاپوګانو کمپني په ۱۶۳۵ کال کې د چارلس لینارډ دی لولیو او ژان دو پلیسس ډی اوسنویل تر لارښوونې لاندې په ګوادلوپ کې میشته شوه. دوی په رسمي توګه د فرانسې لپاره ټاپو غصب کړه او فرانسوي بزګران یې د ځمکې د استعمار لپاره راوستل. دا کار د ناروغۍ او تاوتریخوالي له امله د زیاتره بومي وګړو د مړینې لامل شو. خو په ۱۶۴۰ کال کې، د امریکایي ټاپوګانو کمپنۍ له افلاس سره مخ شوه او په دې توګه دوی ګوادلوپ په چارلس هول دو پیتیټ پېري باندې خرڅ کړ چې نوموړي په ۱۶۵۰ کال کې د لومړیو افریقایي غلامانو په راتګ سره په کې کې کرنه پیل کړه. د غلامانو مقاومت سمدلاسه پراخ شو او په ۱۶۶۵ کال کې د یو ښکاره پاڅون لامل شو چې څو اونۍ یې دوام وکړ او په ورته وخت کې له خدمت نه د ډله ایزو تېښتو لامل شو چې لږ تر لږه دوه کاله یې دوام وکړ تر هغه چې چې فرانسې بومي وګړي اړ کړل چې له دوی سره له مرستې لاس واخلي. دې ټاپو ملکیت لوېدیځ هند فرانسوي کمپنۍ ته ولېږدول شو چې ورسته په ۱۶۷۴ کال کې د دوی د مارټینیک مستعمېرې تر ساتنه (قیمومیت لاندې) له فرانسې سره ضمیمه شو. رسمي غلامۍ، چې د ۱۸۶۵ کال څخه ورسته څخه د تورپوستو د قانو پر بنسټ نافذه شوه، د بورې د کښت اقتصاد ته یې وده ورکړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

۱۸مې تر ۱۹مې پېړۍ

د اوه کلنې جګړې په اوږدو کې انګلیسانو د ۱۷۶۳ کال د پاریس تر تړون پورې دا ټاپوګان ونیول او استعمار یې. په دې وخت کې، پوینټ-آ-پیتر یو لوی بندر شو او د ګوادلوپین بورې ته د انګلستان د شمالي امریکا په مستعمرو کې بازارونه پرانیستل شول، چې د خوراکي توکو او لرګیو په مقابل کې تجارت کېده. اقتصاد په چټکۍ سره پراخ شو چې د فرانسوي استعمارګرانو لپاره لویه شتمني رامنځ ته کړه. ګوادلوپ په هغه وخت کې دومره هوسا شو چې فرانسې د پاریس د ۱۷۶۳ کال د تړون پر بنسټ د ګوادلوپ د بېرته لاس ته راوړلو په بدل کې خپلې کاناډایی استعمېرې تاوان ورکړې. د ۱۷۲۰ کلونو په وروستیو کې د قهوې کښت، چې د غلامانو پر پر مخ وړل کېده، پیل شو او همدارنګه، په ۱۷۷۵ کال کې، کاکاو په یو لوی صادراتي محصول بدل شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د فرانسې انقلاب په ګوادلوپ کې ګډوډي راوسته. تر نوي انقلابي قانون لاندې، آزاد غلامان له مساوي حقونو برخمن شول. بریتانیې د ګډوډ سیاسي وضعیت څخه په ګټه، په ۱۷۹۴ کال کې په ګوادلوپ یرغل وکړ. فرانسې د ویکتور هیګس تر مشرۍ لاندې د یوه پوځي ځواک په لېږلو سره غبرګون وښود، چې دا ټاپوګان یې بېرته ونیول او غلامي یې منسوخ کړه. په پایله کې یې له ۱۰۰۰ څخه زیات فرانسوي استعمارګران ووژل شول. [۲۳]

د فرانسې لومړۍ سترواکۍ د په ۱۸۹۲ کال کې، د انقلاب څخه مخکې حکومت او غلامي بېرته احیا کړل، چې د لويي ډیلګریس تر مشرۍ لاندې د غلامۍ بلوا ته یې وده ورکړه. فرانسوي چارواکو زر غبرګون وښود، چې د ۱۸۰۲ کال د می د میاشتې د ۲۸ نېټې د ماتوبا د جګړې لامل شو. ډیلګریس او د هغه پیروان چې پوه شول چې د بریالیتوب هېڅ چانس نه لري، په قصدي توګه د خپلو د باروتو د ذخیرو په چاودنو سره ډله ایزه ځان وژنه وکړه. په ۱۸۱۰ کال کې، انګلسانو دا ټاپو یو ځل بیا ونیوله او د ۱۸۱۳ کال کال د ستاکهولم د تړون پر بنسټ یې سویډن ته وسپارله. [۲۴][۲۵][۲۶]

سویډن د ۱۸۱۴ کال د پاریس په تړون کې، ګوادلوپ فرانسې ته پرېښود، چې د ګوادلوپ د مالي ونډې د لوړېدو لامل شو. په ۱۸۱۵ کال کې، د ویانا تړون په ګوادلوپ باندې د فرانسې کنټرول تصدیق کړ. [۲۷][۲۸]

د فرانسې په سترواکۍ کې په ۱۸۴۸ کال کې غلامي ختمه شوه. له ۱۸۵۴ کال وروسته، د هند کې د پانډچري د فرانسوي مستعمرې څخه قرادادي وړیا غلامان راوړل شول. وروسته آزادو غلامانو له ۱۸۴۹ کال څخه وروسته د رایې حق ترلاسه کړ، خو هندي اتباعو ته د فرانسې تابعیت او رایه تر ۱۹۲۳ کال پورې ور نه کړل شوه، تر هغه چې د هینري سیدامباروم تر مشري لاندې یوه اوږد کمپاین را منځ ته شو او په پای کې یې بریالیتوب ترلاسه کړ. [۲۹]

له ۲۰مې تر ۲۱مې پېړۍ

فیلیکس ایبو په ۱۹۳۶ کال کې، د ګوادلوپ لومړی تور پوستی والي شو. د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې، ګوادلوپ په پیل کې د ویچي حکومت تر کنټرول لاندې راغی او وروسته په ۱۹۴۳ کې له آزادې فرانسې سره یوځای شو. د ګوادلوپ مستعمېره د په ۱۹۴۶ کال کې، فرانسې یو بهرنی ولایت شو.  [۳۰][۳۱]

په جګړې پسې دوره کې د ګوادلوپ ټولنیز جوړښت او د فرانسې سره د هغې د اړیکو په اړه کړکېچ راپورته شو. د سېنټ ویلینټاین عامه وژنه په ۱۹۵۲ کال کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې په لی مول کې د فابریکې کاربندیز کوونکي کارګران د جمهوري امیتي ځواکونو له لوري په ډزو وویشتل شول چې په پایله کې یې څلور تنه ووژل شول. د ۱۹۶۷ کال د می په میاشت کې توکمیز کړکېچ په تاو تریخوالي واوښت چې په تورپوستو ګوادلوپي وګړو د نژادپاله بریدونو لامل شو او په پایله کې یې اته تنه ووژل شول.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د خپلواکۍ یو غورځنګ په ۱۹۷۰ کلونو کې وده وکړه، چې فرانسه یې اړ کړه چې په ۱۹۷۴ کال کې ګوادلوپ د فرانسې یوه سیمه اعلان کړي. د ګودالوپ د آزادۍ لپاره ولسي یوالی (UPLG) د بشپړې خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړې، او د ۱۹۸۰ کلونو په اوږدو کې د ځينو ډلو لکه د آزاد پوځ ډلې (GLA) د کړنو له مله وضعیت په تاوتریخوالي واوښت.

په ۲۰۰۰ کال کې ګوادلوپ ته زیاته خپل اختیاري ورکړل شوه. په ۲۰۰۳ کال کې د یوې ټولپوښتنې له لارې، سېنټ مارټین او سېنټ بارتیلیمي د ګوادلوپ له اداري واک څخه جلا کولو ته رایه ورکړه، چې په ۲۰۰۷ کال کې په بشپړ ډول نافذ شو. [۳۸]

د ۲۰۰۹ کال د جنوري په میاشت کې، د کارګرانو ټولنې او نور چې د Liyannaj Kont Pwofitasyon (د استثمار په وړاندې قیام) په نوم یادېدل، د معاشونو د لوړېدو په موخه کاربندیز وکړ. کاربندیز کوونکي د ټیټو معاشونو، د ژوند د لوړ لګښت، د فرانسې په پرتله د بې وزلۍ د لوړې کچې او د وزګارۍ کچې چې د اروپایي ټولنې په کچه ترټولو بد حالت و. په غوسه وو. وضعیت په چټکۍ سره کړکېچن شو، او د هغه څه له امله چې د فرانسې د حکومت له لوري غیر اغیزمن غبرګون و ګڼل شو، په تاوتریخوالي واوښت او فرانسه یې اړ کړه چې په ډزو د ټولنې د مشر (جاکوس بینو) له وژل کېدو وروسته نور پولیس ځواکونه ولېږي. کاربندیز ۴۴ ورځې دوام وکړ او په نږدې مارتینیک کې یې ورته کړنې هم وهڅولې. وروسته ولسمشر نیکولاس سرکوزي له دې ټاپو لیدنه وکړه او د اصلاحاتو ژمنه یې وکړه. ګرځندوی په دې وخت کې ډېر زیانمن شو او د ۲۰۱۰ کال سیاحتي فصل یې هم اغیزمن کړ. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې