آلن ټورینګ

آلن ماټیسون ټورینګ (زوکړه: د ۱۹۱۲ زکال د جون ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۵۴ زکال د جون ۷ مه) انګلیسي ریاضي پوه، کمپیوټر پوه، منطق پوه، فیلسوف، ریاضیکي ژوند پوه او کوډ جوړونکی و. ټورینګ د نظري کمپیوټري علم په پراختیا کې په پراخه کچه ونډه لرله. په ټورینګ ماشین کې د الوګاریتمونو او محاسباتو د کاراخیستو له امله دغه ماشین په ټولو برخو کې د یو کارېدونکي کمپیوټر په توګه په پام کې نیول کېږي. نوموړی تر ډېره پورې د کمپیوټر د نظري علم او مصنوعي ځیرکتیا د پلار په توګه پېژندل کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

آلن ټورینګ
(انګلیسي: Alan Mathison Turing د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آلن ټورینګ
آلن ټورینګ

د شخص معلومات
زیږون نوم(انګلیسي: Alan Mathison Turing د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۲۳ جون ۱۹۱۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه7 جون 1954 (42 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتبرېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهباتيزم [۱۴]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهسولګرپوهنه
شمېرپوهنه
سولپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکید کېمبرېج پوهنتون (۱۹۳۴–۱۹۳۷)[۱۷]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنېد تورينګ ازموينه   د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
آلن ټورینګ
آلن ټورینګ

ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټورینګ د لندن په مایډا ویل کې وزېږېد او د انګلستان په سوېل کې را لوی شو. نوموړی د ریاضي د سند په ترلاسه کولو سره د کمبرېج له کېنګ کالج څخه فارغ شو. هغه مهال چې نوموړي د کامبرېج د علمي ټولنې غړیتوب درلود، داسې یو ثبوت یې وړاندې کړ چې څرګندوله یې د ریاضي یو شمېر هو- نه پوښتنې کېدای شي هېڅکله په محاسباتي چارو ځواب نه شي او د دې د ثبوت لپاره یې ټورینګ ماشین تعریف کړ؛ هغه ثابته کړه چې د ټورینګ ماشینونو درېدل د پرېکړو کولو د وړتیا نه لرلو له امله دي. نوموړي په ۱۹۳۸ زکال کې خپله دوکتورا د پرینسټون پوهنتون د ریاضیاتو له څانګې څخه ترلاسه کړه. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ټورینګ په بلچلي پارک کې د ګورنمنټ کوډ او سایفر سکول ((GC&CS په نامه مرکز سره کار کاوه چې د کوډونو د ماتولو بریتانوي مرکز و او په پام وړ کچه اطلاعات یې برابرول. د یوڅه مودې لپاره نوموړي د هټ اته (Hut 8) برخې مشري وکړه چې د جرمني د سمندریز ځواک د کوډونو د تجزیې او تحلیل مسئولیت پر غاړه درلود. نوموړي دلته د کار کولو پر مهال د جرمني کوډونو د لوستلو د چټکتیا په موخه یو شمېر لارې چارې اختراع کړې؛ د بېلګې په توګه هغه له جګړې وړاندې د پولنډي کوډ جوړونکو میتودونو په پراختیا سره یو الکترومیخانیکي ماشین رامنځته کړ چې کولای یې شو د انیګما ماشین تنظیماتو ته لاسرسی ومومي. ټورینګ د هغو لېږل شوو کوډیکو پیغامونو په تجزیه کې مهم رول درلود چې پر مټ یې متفقینو وکولای شول محور ځواکونو ته په یو شمېر مهمو جګړو له دې ډلې په اتلانتیک جګړه کې ماته ورکړي. [۲۳][۲۴]

له جګړې وروسته ټورینګ د فزیک په ملي ازموینځای/لابراتور کې کار وکړ، چېرې چې نوموړي د محاسباتو اتوماتیک ماشین (ACE) اختراع کړ؛ هغه چې د پروګرام لرونکي کمپیوټر لومړنۍ طرحه وه. په ۱۹۴۸ زکال کې ټورینګ د منچسټر په ویکټوریا پوهنتون کې د ماکس نیومن د محاسباتي/کمپیوټري ماشین په لابراتوار کې کار وکړ چېرې چې هغه د مانچسټر کمپیوټرونو له پراختیا سره مرسته وکړه او همدلته یې له ریاضیکي بیولوژي سره لېوالتیا پیدا کړه. هغه د مورفوژنېسېز د کیمیاوي بنسټ په اړه لیکنه وکړه او د یو شمېر هغو کیمیاوي اهتزاز لرونکو غبرګونونو لکه د بلوسوف – ژابوتینسکي د غبرګون وړاندوینه یې وکړه چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې مشاهده شو. د دغو لاسته راوړونو سربېره؛ ټورینګ د خپل ژوند په اوږدو کې هېڅکله په بریتانیا کې په رسمیت وه نه پېژندل شو ځکه چې د هغه ډېری چارې د رسمي محرم قانون (Official Secrets Act) تر پوښښ لاندې وې. [۲۵][۲۶]

ټورینګ په ۱۹۵۲ زکال کې د خپلو همجنسګرایانه چارو له امله له عدلي تعقیب لاندې ونیول شو. نوموړي د ډي اتیل اسټیل بسټرول هورموني درملنه ومنله، هغه کړنلار چې معمولا د کیمیاوي اخته کولو (chemical castration) د لارې په توګه پېژندل کېږي او د بندي کېدو پر ځای په یوه کس پلې کېږي. ټورینګ د ۱۹۵۴ زکال د جون په ۷ مه د خپلې ۴۲ کلنۍ له کالیزې ۱۶ ورځې مخکې د سیانور یا سیاندریک اسید په واسطه د مسمومیت له امله ومړ. د هغه د مړینې اړوند یوې څېړنې د هغه مړینه ځان وژنه وبلله خو دې ته یې هم اشاره وکړه چې د شواهدو له مخې کېدای شي د تصادفي مسمومیت سره تطابق ولري.

په ۲۰۰۹ زکال کې د یو عمومي کمپاین وروسته د بریتانیا لومړي وزیر ګورډن براون د بریتانیا د دولت په استازولۍ «په ټورینګ باندې د تطبیق شوې درملیزې چارې» له امله عمومي رسمي بخښنه وغوښته. ملکې دویمې الیزابت په ۲۰۱۳ زکال کې له مړینې وروسته هغه ته بخښنه وکړه. د «آلن ټورینګ د قانون» اصطلاح اوس مهال په غیر رسمي توګه د بریتانیا د ۲۰۱۷ زکال کې هغه قانون ته کارول کېږي چې د پخوانیو قوانینو له مخې ټولو محکوم شوو همجنسګرایانو ته یې له مخې بخښنه وشوه او له مخې یې همجنسګرايي قانوني وبلل شوه. [۲۷]

د ټورینګ په پراخه میراث کې د نوموړي مجسمې او ډېری هغه څه چې د ده په نوم نومول شوي شاملېږي؛ له دې ډلې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د نوښتونو کلنۍ جایزه هم ورته اړوندېږي. د نوموړي انځور د انګلستان د اوسني پولي واحد په ۵۰ پونډي بانک نوټ کې راغلی چې د ۲۰۲۱ زکال د جون په ۲۳ مه د هغه د زېږون د تلین سره هم مهاله خپور شو. په ۲۰۱۹ زکال کې د بي بي سي یوه سریال د لیدونکو د رایو پر بنسټ نوموړی د شلمې پېړۍ له مخکښو کسانو څخه بللی.

لومړنی ژوند او زده کړې

کورنۍ

ټورینګ د لندن په مایډا ویل کې هغه مهال وزېږېد چې پلار یې جولیوس ماټیسون ټورینګ (۱۸۷۳- ۱۹۴۷ زکال) د هند په چاتراپور کې د سلطنتي ملکي خدمتونو (هندي ملکي خدمت) او وروسته د مدراس په پریزیډنسي کې چې اوس مهال د هند اودیسا ایالت ته اړوندېږي، له دندې څخه په رخصتي راغلی و. د ټورینګ پلار د کشیش جان رابرټ ټورنیګ زوی و چې د سکاټلنډي سوداګرو کورنۍ ته اړوند و او په هالنډ کې استوګن و؛ د دوی په کورنۍ کې یو بارونټ هم شامل و. د ټورینګ مور، د جولیوس ښځه، ایتل سارا ټورینګ نومېده (کورنی نوم یې سټوني و؛ ۱۸۸۱- ۱۹۷۶ زکال) چې د مدراس د اوسپنۍ پټلې د سر انجینر اډوارډ والر سټوني لور وه. د سټوني کورنۍ ټیپرری او لانګفورډ ایالتونو ته اړونده انګلیسي- ایرلنډي پروتستانت اشرافي کورنۍ وه؛ په داسې حال کې چې ایتل خپل ماشومتوب په کلر ایالت کې تېر کړی و. جولیوس او ایتل د ۱۹۰۷ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د دوبلین د کلایډ روډ سیمې په باتلومیو کلیسا کې واده وکړ. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د هند په ملکي خدمت کې د جولیوس دنده لامل وګرځېده د دوی کورنۍ هند ته کډه وکړي، چېرې چې د هغه نیکه د بنګال د پوځ جنرال و. په داسې حال کې چې جولیوس او ایتل دواړو غوښتل ماشومان یې په بریتانیا کې را لوی شي، له همدې امله یې د لندن مایډا ویل ته کډه کړه او ټورینګ په همدغه سیمه کې د ۱۹۱۲ زکال د جون په ۲۳ مه وزیږېد. ټورینګ د جان په نوم (د ټورینګ بارونېټانو د ۱۲م بارونیټ، جان درموټ ټورینګ پلار) یو مشر ورور هم درلود. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د ملکي خدمتونو په برخه کې یې د پلار دندې لا د هغه د ماشومتوب د کلونو پر مهال دوام درلود او والدینو به یې د بریتانیا هاسټینګز او هند ترمنځ تګ راتګ کاوه، دوی به د سفر پر مهال خپل ماشومان یوې پوځي تقاعد شوې کورنۍ ته پرېښول. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

ښوونځی

د ټورینګ والدینو نوموړی له شپږ کلنۍ څخه تر ۹ کلنۍ پورې د سنټ لئوناردز – آن سي سیمې د ۲۰م چارلز واټ په سنټ مایکل ابتدايي ښوونځي کې شامل کړ. د هغه پوهې ته د ښوونځي د مدیرې پام شو او څرګنده یې کړه چې «... په ښوونځي کې ډېر تکړه زده کوونکي لري، خو آلن د دوی ترمنځ نابغه دی».[۴۲]

د ۱۹۲۲ زکال له جنوري میاشتې څخه تر ۱۹۲۶ زکال پورې ټورینګ د ساسکس په فرانت کلي کې (اوس مهال ختیځ ساسکس) د هازلهرسټ په خصوصي ښوونځي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۲۶ زکال کې د ۱۳ کلونو په عمر نوموړی د ډورسټ په سوداګریز شربورن ښار کې بشپړ مهالي (شپني او ورځني) د شربورن ښوونځي ته ولاړ؛ چېرې چې نوموړی په وسټکاټ کور کې اوسېد. د هغه د زده کړو لومړۍ ورځ په بریتانیا کې د ۱۹۲۶ زکال د عمومي اعتصاب سره هم مهاله وه خو هغه د خپلو زده کړو په برخه کې دومره پیاوړی هوډ درلود چې له سویلي همپټون څخه تر شربورن پورې یې د ۶۰ مایلو (۹۷ کیلومتره) فاصله په خپل بایسکل سره ووهله او آن یوه شپه هم په مسافرخونه کې پاتې شو. [۴۳][۴۴][۴۵]

له ریاضیاتو او ساینس سره د ټورینګ طبیعي لیوالتیا د دې لامل وګرځېده چې نوموړی د شربورن د ښوونځي د یو شمېر ښوونکو په زړه کې ځای پیدا نه کړي ځکه چې هغوی تر ډېره پورې د کلاسیک په زده کړه ټینګار درلود. د ښوونځي مدیر د هغه کورنۍ ته ولیکل: «هیله من یم چې هغه د دوه ګړنګونو ترمنځ وه نه لوېږي. که چېرې غواړي په عامه ښوونځي کې زده کړې وکړي باید اړوند څه زده کړي، خو که غواړي یو علمي متخصص واوسي خپل وخت په دغه ښوونځي کې ضایع کوي». له دې سره ټورینګ د هغو څه په زده کړه کې چې ورسره یې لیوالتیا لرله پام وړ وړتیا له ځانه څرګندوله او آن په ۱۹۲۷ زکال کې یې د ابتدایي حساب له لوستنې پرته کولای شول پرمختللې ریاضیکي محاسبې ترسره کړي. په ۱۹۲۸ زکال کې د ۱۶ کلنۍ په عمر ټورینګ د البرټ انشټاین له اثارو سره بلد شو. هغه نه یوازې د نوموړي اثار درک کړل، بلکه دا امکان هم شتون لري چې هغه توانېدلی د نیوټن د حرکت د قوانینو اړوند د انشټین د پوښتنې ځواب د هغه له هغه متن څخه استنباط کړي چې هیڅکله هم د دغې موضوع اړوند په کې په صراحت څه نه دي یاد شوي. [۴۶][۴۷]

سرچينې