اتيزم

د الحاد ډېره عامه مانا د خدایانو پر شتون باندې د باور نه درلودل دی، خو په بله مانا الحاد د هر خدای د شتون د ردولو په مانا دی. د یوې بلې او کاملا محدود لرلید له مخې الحاد په ځانګړي ډول هغه دریځ دی، چې په څرګند ډول ښيي، چې هېڅ خدای نشته. د الحاد ضد یا برعکس توحید دی، چې په عامه بڼه، لږ تر لږه پر یو خدای باندې د اېمان درلودل ښکاره کوي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د بې دینه توب یو سمبول.

د لغاتو د ريښې پېژندنې له اړخه د الحاد د کلیمې ریښه تر میلاد وړاندې له پنځمې پېړۍ کې له یوې لرغوني یوناني کلیمې  ἄθεος (atheos), څخه اخیستل شوې، چې له «خدای پرته» مانا ورکوي. په تېر لرغوني وخت کې دغه کلیمې د یوې توهینونکي اصطلاح په توګه د هغه کسانو لپاره کارول کېده، چا چې هغه خدایان چې د ټولنې د ډېری برخې له خوا یې عبادت کېده، ردول. یا هم هغه کسانو ته کارول کېده، چې د خدایانو له خوا پرېښودل شوي و او یا هغه څوک و، چې پر خدایانو باندې باور ته یې ژمنتیا نه درلوده. دغه اصطلاح هغه ټولنیزه کټګوري په ګوته کوي، چې د ارتدوکس مذهبپالو له خوا رامنځته شوې او هغه کسان په کې برخه لري، چې مذهبي عقاید نه لري. د الحاد اصلي اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۶مه  پېړۍ کې د ازاد فکر کولو او شک اچوونکو پوښتنو او پلټنو د فضأ د خپرېدلو سره رامنځته شوه. ورپسې په دین باندې د نیوکو ډېرښت د دغې اصطلاح لمن محدوده کړه. هغه لومړني کسانو چې خپل ځانونه یې د ملحد د کلیمې په کارولو سره نورو ته وروپېژندل د ۱۸ مه پېړۍ د روښانتیا په دور کې یې ژوند کاوه. د فرانسې انقلاب چې د خپل بې ساري الحاد له امله د خلکو د پاملرنې وړ شو، د هغه لومړني مهم سیاسي خوځښت شاهد دی، چې د انسان له برترۍ څخه یې دفاع وکړه. [۶][۷][۸][۹]

د الحاد لپاره دلایل له فلسفي کړنو او پرمختګونو نیولي بیا تر ټولنیز او تاریخي لرلید پورې متغییر دي او پر خدایانو باندې د باور د نه کولو عمده دلیل د شواهدو کمښت دی. د شر یا اختلاف مسئله د متضاد انکشافاتو دلیل (دا چې یو دین پر بل دین غوره نه شي بلل کېدلی) او د هغه مفاهیمو ردول چې هغه جعلي نه شي کېدلی او د دې ترڅنګ د کفر یا بې باورۍ دلیل دی.  بې ایمانه خلک عقیده لري، چې ملحدیت د توحید پر پرتله باندې ډېر هوښیارانه دریځ دی او ټول انسانان پرته له دې چې په خدایانو باور ولري، نړۍ ته راځي. په همدې خاطر دوی استدلال کوي، چې د خدایانو د شتون اثبات د ملحدینو مسؤلیت نه دی، بلکې دا د هغه کسانو مسؤلیت دی، چې د خدایانو پر شتون باندې باور لري. که څه هم ځینو ملحدینو ځینې سیکولر فلسفې د بېلګې په ډول secular humanism «سکولر انسانیت» منلي دي. داسې هېڅ ډول ایډیالوژي یا منشور شنته، چې ټول ملحدین هغه ته ژمن وي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

لکه څنګه چې د الحاد مفکورې او بڼې سره توپیر لري، نو په همدې خاطر دا ستونزمنه ده، چې د ملحدانو د اوسني شمېر اټکل وشي. د Win-Gallup International  د  شمېرو له مخې په ۲۰۱۲ کال کې ۱۳ سلنه ځواب ویونکي، په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱سلنه او په ۲۰۱۹ کال کې ۹ سلنه ځواب ویونکي قانع شوي ملحدان وو. په هر حال نورو څېړونکو د WIN/Gallup له ارقامو سره د احتیاط سپارښتنه کړې، ځکه ډېرو سروې ګانو چې د څو لسیزو لپاره یې له ورته کلیمو څخه استفاده کوله او د نمونه ګیری کچه یې لویه وه، په پرلپسې توګه له دې څخه ټیټو ارقامو ته رسېدلي دي. په ۲۰۰۴ کال کې د British Broadcasting Corporation (BBC) دیوې پخوانۍ سروې له مخې د نړۍ 8٪ سلنه خلک ملحدان بلل شوي دي. سربېره پردې نور پخواني اټکلونه ښیي چې ملحدان د نړۍ د نفوس ۲ سلنه تشکیلوي، په داسې حال کې چې غیر مذهبي کسان ۱۲ سلنو ته رسېږي. د دې نظرپوښتنو له مخې، اروپا او ختیځه اسیا هغه سیمې دي، چې د الحاد کچه یې تر نورو لوړه ده.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ۲۰۱۵ کال کې په چین کې ۶۱ سلنه خلکو ویلي وو، چې دوی پر خدایانو باور نه لري او ملحد دي. په اروپایي اتحادیه کې په ۲۰۱۰ کال کې د Eurobarometer «یورو بارومتر» تر نامه لاندې د یوې نظر پوښتنې د راپور په اساس د اروپایي ټولنې د وګړو ۲۰ سلنه خلک ادعا لري، چې دوی په هېڅ ډول روح، خدای، او د ژوند ځواک یا قدرت باندې باور نه لري. د دوی له ډلې فرانسه ۴۰ سلنه او سویډن ۳۴ سلنه د لوړو ارزښتونو استازیتوب کوي. 

تعریف او ډولونه

لیکونکي په دې کې اختلاف لري، چې څه ډول په تر ټولو غوره بڼه الحاد تعریف او طبقه بندي کړي. کوم فوق العاده موجودات خدایان ګڼل کېږي، ایا الحاد په خپل حق کې یو فسلفی دریځ دی او که  یا یوازې د هغه نه شتون او یا دا یو شعوري او ښکاره رد ته اړتیا لري. په هر صورت، اصل دا دی، چې باید د توحید پر وړاندې د واضیح دریځ له مخې الحاد تعریف شي. الحاد د آگناستیسیسم (نه پوهېدل یا هغه حالت چې په هغه کې د خدای شتون ثابتېدل ستونزمن وي) سره ورته بلل کېږي، مګر د هغه سره توپیر هم لري.[۲۳][۲۴][۲۵]

لړۍ

د الحاد په تعریف کې ځینې ابهامات او جنجالونه د اولوهیت او خدای په څیر د کلمو د تعریفولو لپاره اجماع ته په رسیدلو کې د ستونزو له امله رامنځته کیږي. د خدای او خدایانو په اړه د مختلفو او ډارونکو ډول ډول مفکورو شتون د الحاد د مفکوري د پلي کېدلو په اړه د نظرونو د اختلاف سبب ګرځي.  لرغونو رومیانو مسیحیان په دې دلیل ملحدان وبلل، چې دوی د بتانو (بتي خدایانو) عبادت نه کاوه. ورو ورو دا نظر د خلکو له ناخوښۍ سره مخ شو، ځکه چې نور توحید په هر الوهیت کې د عقیدې په توګه و پیژندل شو.[۲۶]

د رد شوي پدیدې سلسلې ته په پام سره، ملحد ممکن د اولوهیت له شتون څخه د هر ډول روحاني، مافوق الفطرت یا ماورایي مفکورو تر شتون پورې، لکه، بودیزم، هندویزم، جینیزم او تایوزیم سره مبارزه وکړي.

ضمني د ښکاره او صریح پر وړاندې

د الحاد تعریف هغه ته د هغه غور او پاملرنې تر کچې پورې توپیر مومي، چې یو سړی یې باید د خدایانو فکر ته ولري، ترڅو ملحد وګڼل شي. الحاد په عمومي او ساده ډول د خدایانو په شتون باندې د عقیدې د نه شتون په مانا تعریف شوی دی. دغه پراخه تعریف کې ټول هغه نوي زیږیدلي ماشومان او نور هغه خلک شاملېږي، چې تر اوسه پر خدای باندې د باور کوونکو کسانو له افکارو او نظریاتو سره نه دی مخ شوي. په 1772 کال کې «بارون هولباخ» Baron d'Holbach وویل «ټول ماشومان ملحد زږیږي او هغوی له خدای څخه هېڅ تصور او فکر نه لري.» په ورته ډول «جور اېچ سمیت» George H. Smith پېشنهاد کړي چې «هغه څوک چې پر خدای باندې له باور کولو سره بلد نه دی، هغه په خدای ناباوره یا ملحد دی، ځکه پر خدای باندې عقیده نه لري» په دې کټګورۍ کې هغه ماشوم هم شاملېږي، چې د مسألو د درک فکري وړتیا ولري، خو تر اوسه له دې مسألو څخه ناخبره دی. په دغه واقعیت کې یاد ماشوم، چې پر خدای باندې عقیده نه لري، ملحد بلل کېږي. ضمني الحاد "له شعوري رد پرته د الهي عقیدي نه شتوالی دی" په داسې حال کې چې ښکاره الحاد د عقیدې شعوري رد دی. ارنست ناگل Ernest Nagel د فلسفي الحاد تر عنوان لاندې د خپلې مقالې د موخو لپاره یوازې د الهي عقیدې نه شتون د الحاد د یوې بڼې په توګه تر سوال لاندې راوستی. گراهام اوپی Graham Oppy هغه کسان چې هېڅکله یې د دغې پوښتنې په اړه فکر نه دی کړی، د بې ګناه تر نامه لاندې طبقه بندي کوي، ځکه دوی له خدای څخه هېڅ صحیح درک نه لري. د اوپي په وینا، کېدلی شي دوی د یوې میاشتې عمر لرونکي ماشومان وي، یا هغه کسان وي، چې د دماغ تر ټولو سخت  تروماتیک او دردونکي زخمونه لري او یا هم د پرختللي عقل د زوال پر ناروغۍ باندې اخته وي.  [۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې او ياداښتونه