اردن

اردن (الأردن)، رسمي نوم يې د اردن هاشمي سلطنت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. د شام په سيمه د اردن د سمندر په ختيځه څنډه کې د اسيا، افريقا او اروپا په درې لارې کې پروت دی. اردن له سعودي عربستان، عراق، سوريې، اسرائيلو او فلسطين له لويديځې تړانګې سره پوله لري. مړ سيند يې په لويديځو پولو پروت دی، داهېواد په خپل لرې سويل لويديځ کې د سور سمندر سره شپږ ويشت کيلو متره (۱۶ ميله) ساحل لري. عمان يې پلازمېنه، ستر ښار او اقصادي، سياسي او کلتوري مرکز دی. [۱][۲][۳]

بيرغ نښان
د اردن
نخشه
موقعيت
پلازمېنهAmman1
۳۱°۵۷′ شمال ۳۵°۵۶′ ختیځ / 31.950°شمال 35.933°ختيځ / 31.950; 35.933
لوی ښار Amman
حکومت Constitutional Monarchy
د وګړو شمېر
 -   estimate 5,759,732 (107th)
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2005 اټکل
 -  ټولټال $27.7 billion (100th)
 -  پر کس $ 4,800 (138th)
بشري پرمختيا (2003) 0.753 (medium) (90th)
د انټرنټ مخکښ شپول .jo

په اوسني اردن کې د لرغوني ډبرين پير انسانانو ژوند کړی. د ژېړو (برونزو) پړاو په پای کې په دې سيمه کې درې د اوږدې مودې پاچهۍ څرګندې شوې دي چې هغه دا دي: عمون، مواب او ادوم. په وروستيو واکمنيو کې يې د النبطية پاچهي، پارسي سترواکي، رومي سترواکي، راشده واکمني، امويان، عباسي خلافت او عثماني سترواکۍ شاملې دي. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په ۱۹۱۶ز کال کې د عثمانيانو پر ضد له ستر عربي پاڅون نه وروسته، بریتانيې او فرانسې عثماني سترواکي سره ووېشله. د الهاشمي له خوا په ۱۹۲۱ز کال کې او بيا د امير لومړي عبدالله له خوا د ختيځ اردن امارت تاسيس شو او دا امارت د بریتانيې تر تحت الحمايت لاندې راغی. په ۱۹۴۶ز کال کې، اردن په يوه خپلواک هېواد واوښت چې په رسمي ډول د ختيځ اردن د  هاشمي پاچهۍ په توګه وپېژندل شو، خو کله چې په ۱۹۴۸ز کال کې اردن په اسرائيلي جګړه کې لويديځه تړانګه ونيوله، په ۱۹۴۹ز کال کې د دې هېواد نوم د اردن هاشمي پاچهۍ ته واوښت، دا سيمه له اردن سره نښتې پاتې شوه، تر څو په ۱۹۶۷ز کال کې يې اسرائيلو ته وبايلله. اردن په ۱۹۸۸ز کال کې د دې سيمې د ملکيت له خپلې ادعا نه تېر شو او دويم عربي هېواد وګرځېد چې له اسرائيلو سره يې په ۱۹۹۴ز کال کې د سولې تړون لاسليک کړ. اردن د عرب اتحاديې او اسلامي همکاريو سازمان بنسټ اېښودونکی غړی دی. د دې خپلواک هېواد نظام مشروطه پاچهي ده، خو پاچا پراخه اجرائيوي او قانون جوړوونکي واکونه له ځانه سره لري.[۴]

اردن نيمه وچ او شاړ هېواد دی، ټوله سيمه يې ۸۹۳۴۲ کيلو متر مربع (۳۴،۴۹۵ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نهه ميلیونه دی، په عربي هېوادونو په يوولسم شمېره زيات نفوس لري. غوڅ اکثريت يا پنځه نوي سلنه وګړي يې سني مسلمانان دي، اصلي لږه کي مسيحيان هم لري. اردن په بيا بیا ناکراره منځني ختيځ کې «ارامه سيمه» بلل کېږي. اردن له عرب پسرلي وروسته چې په ۲۰۱۰ز کال کې يې دا سیمه ونيوله، کوم زیان ونه لېده. له ۱۹۴۸ز کال راهيسې، اردن له ډېرو جګړه کې ښکېلو ګاونډيو هېوادونو نه کډوال منلي دي. د ۲۰۱۵ز کال د شمېرنې تر مخې په اردن کې د اټکل تر مخې دوه اعشاریه یو ميليون فلسطينيان او يو اعشاريه څلور ميلیونه سوريايي کډوال مېشت دي. اردن د هغو زرګونو عراقي مسيحيانو پناه ځای دی، کوم چې د داعش له تعقيب تښتېدلي دي. په داسې حال کې چې اردن کډوال مني، له سوريې نه د کډوالو وروستي بهير د دې هېواد په سرچينو او پر ملي زیربناوو د پام وړ فشار راوستی. [۵][۶][۷]

اردن د انساني ودې د شاخص له پلوه يو سل او دويم هېواد دی او د عايد له منځنۍ کچې پورته اقتصاد لري. د اردن اقتصاد په سيمه کې يو له کوچني اقتصاد نه دی چې د ماهر کار ځواک پر بنسټ د بهرنۍ پانګونې د لېوالتيا وړ دی. دا هېواد د سيلانيانو د لېوالتيا مرکز هم دی او د ښه پرمختللي روغتيايي برخې له امله د روغتیايي سيال بينۍ لپاره هم جذاب دی. سره له دې، د طبيعي سرچينو کمښت، د کډوالو زيات ورتګ او د سيمې نا ارامۍ د دې هېواد اقتصادي وده له ستونزو سره مخامخ کړې ده. [۸][۹][۱۰]

رېښه

اردن خپل نوم د اردن له سمندر نه اخیستی دی چې د دې هېواد شمال لويديځه پوله تر ډېره بريده همدا سمندر جوړوي. په داسې حال کې چې د دې سمندر د نوم د اصليت په اړه ګڼ نظرونه وړاندې شوي، دا ډېره منل شوې چې دا نوم د سامي ژبې له «ياراد» ټکي نه اخستل شوی نوم دی، چې معنا يې ده «ښکته کېدل»، دا ټکی د دې سمندر د مخ په ځوړ حالت څرګندونه کوي. ډېری هغې سيمې ته چې اوس ورنه اردن جوړ شوی، له تاريخي پلوه د «ترانس اردن» نوم کارول کېده يعنې «له اردن ورهاخوا»، په دې نوم سره د ياد سمندر ختيځ لور ته سيمو ته اشاره کېده. په عبري ژبه لیکل شوي بابل کې د دې سيمې يادونه په دې معنا شوې ده چې، «له اردن شاته». په لومړيو عربي تاريخي ليکونو کې دې سمندر ته د «الاردن) نوم يادونه شوې، همدا نوم د سامي ژبې له «ياردن» سره همغاړی دی. جند الأردن د اسلام په لومړي پير کې د دې سمندر پر غاړه د يوې پوځي ولسوالۍ نوم و. وروسته د دويمې زريزې په پيليدو سره او د صليبي جګړو پر مهال، په دې سيمه کې د «اولټرجورډين» په نوم خاني (خپلواکه مشري) تاسيس شوه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تاريخچه

لرغونی پړاو

په اردن کې د تر ټولو لرغوني انسان د اوسېدو د شواهدو تاريخ ۲۰۰،۰۰۰ کلونو پخوا وخت ته رسېږي. اردن په شام کې د خپل موقعيت  له امله د لوړ ډبرين عصر د پاتې شونو له اړخه شتمن دی (تر ۲۰۰۰۰۰ کلونو زوړ تاريخ)، په هغه شام کې چېرې چې له افريقا بهر د انسانانو پراختيا يو له بل سره نژدې شوه. پخوانيو ساحلي چاپيريالونو د انسانانو پام ځان ته راواړاوه او له دې پړاو نه د وسايلو ګڼ پاتې شوني موندل شوي دي. ساينسپوهانو د ډوډۍ جوړولو تر ټولو زاړه پېژندل شوي شواهد د اردن په شمال ختيځه صحرا د ناتوپان په سيمه کې موندلي چې لرغونتيا يې ۱۴۵۰۰ کاله ته رسېږي. د ښکاريانو د راټولېدو له کلتور نه د يوه ګڼ ميشته کرنيز کلي جوړولو ته لېږد په نوي ډبرين کې عصر کې تر سره شو (له زېږد مخکې ۱۰۰۰۰-۴۵۰۰). د «عين غزال» په نوم دغه شان يو کلی د اوسني عمان په يوه ختيځه سيمه کې پروت دی. د انسانانو مجسمې چې له ګچ نه جوړې شوې او تاريخي لرغونتيا يې له زېږد مخکې ۷۲۵۰ يا له دې هم مخکې وخت ته رسېږي، په اردن کې موندل شوې دي، دا مجسمې «د انسان د څېرې ښودلو په لومړۍ ستره درجه بندۍ کې» شاملې دي، کومې چې تر اوسه تر لاسه شوې دي. په اردن دره کې د «تولايلات غاسول» په څېر د مسو د عصر د عامو کلو په خلاف (له زېږد مخکې ۴۵۰۰-۲۶۰۰)، په ختيځه  بازالت صحرا کې د ګردو ډبرينو انګړونو؛ چې موخه يې معلومه نه ده، لرغون پېژندونکي حيران کړي دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په سويلي شام کې پیاوړي ښارونه او د ښارونو مرکزونه په لومړي ځل د ژېړو (برونز) په عصر کې (له زېږد مخکې ۳۶۰۰-۱۲۰۰) کې جوړ شول. وداي فاينان د مسو د را ايستلو مرکز وګرځېد – دا فلز د ژېړو د توليد لپاره په پراخه کچه وکارول شو. سوداګري او د خلکو تګ راتګ په منځني ختيځ کې خپل اوج ته ورسېد، تمدنونه يې پراخ او سم کړل. د «ټرانس جورډان» په هغو سيمو کې کلي په چټکتيا سره پراخ شول، چېرې چې د اوبو باوري سرچينې او کرنيزې ځمکې وې.لرغوني مصريان د شام پر لور وغځېدل او په پايله کې يې د اردن د سمندر دواړه غاړې په واک کې واخستې.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اوسپنې په پير کې (له زېږد مخکې ۱۲۰۰-۳۳۲) د مصريانو له وتلو وروسته، «ټرانسجورډان» د امون، ادوم او مواب پاچهۍ کور و. د دې پاچهو خلکو، د کنعاني ډلې په سامي ژبو خبرې کولې؛ د دوی سياستونه د قبيلوي پاچهیو په توګه پېژندل شوې دي، نه د يوه دولت. امون د عمان په لوړه برخه، مواب د مړ سمندر ختيځ ته په لوړو ځمکو او ادوم په سويل کې د وادي عربه په شا او خوا کې موقعيت درلود. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچینې