الېکسانډر گراهام بېل
الکساندر ګراهام بېل (د ۱۸۴۷ د مارچ ۳یمه - د ۱۹۲۲ د اګسټ ۲یمه) په سکاټلنډ کې زیږېدلی مخترع، ساینسپوه او انجینیر و چې د لومړني تېلېفون اختراع یې په خپل نوم ثبت کړه. همدا راز په ۱۸۸۵ ز کال کې یې د ټېلېفون او ټلګراف امریکايي شرکت (AT&T) جوړ کړ.[۱۸][۱۹]
الېکسانډر گراهام بېل | |
---|---|
(انګلیسي: Alexander Graham Bell)[۱] | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳ مارچ ۱۸۴۷[۲][۳][۴][۵][۶][۱][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] ایدینبرګ [۱] |
مړینه | 2 اگسټ 1922 (75 کاله)[۱۴][۳][۱][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] |
د مړینې لامل | ډايبېټېز مېلېټوز [۱۵] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات (۱۸۸۲–۱۹۲۲)[۱] د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱۸۴۷–۱۸۸۲)[۱] |
قد | 183 سانتي متره [۱۶] |
وزن | 111 کيلوګرامه [۱۶] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فزيک پوه سوداگر |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۱۷] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د بېل پلار، نیکه او ورور ټول د وینا د فن او خبرو په برخه کې په کار کولو کې ښکېل وو، مور او ښځه یې کاڼه وو او دغه کوڼوالي د ده پر ژوند او کار ژور اغېز کړی و. د اورېدو او خبرو په اړه څېړنو تر ډېره نوموړی د اورېدو د دستګاوو د ازمویلو خوا ته یو وړ چې بالاخره د امریکا متحده ایالاتو د ۱۸۷۶ ز کال د مارچ په اوومه د ټېلیفون لپاره د اختراع لومړی حقالثبت ده ته ورکړ. بېل خپله اختراع په خپل واقعي کار کې د یوه ساینسپوه په توګه لاسوهنه بلله او په خپله څېړنه کې یې د ټېلیفون له درلودو ډډه کوله. [۲۰][۲۱]
ډېرو نورو اختراعاتو لکه په نوري مخابراتو، هایدروفویلس او هوا پېژندنه کې نوښتلرونکو کارونو کولو د بېل پاتې ژوند ته ځانګړی رنګ ورکړ. که څه هم بېل د نشنل جیوګرافک ټولنې (National Geographic Society) له ۳۳ بنسټګرو نه و، خو د دویم رئیس په توګه یې د خدمت په دوره کې چې د ۱۸۹۸ کال له جنورۍ څخه تر ۱۹۰۳ کال پورې وه، د دغه بنسټ پر خپرېدونکې مجله ډېر اغېز درلود. [۲۲][۲۳]
بېل په انجینیرۍ کې تر کار ور هاخوا د وراثت له علم سره هم ژوره مینه لرله.[۲۴]
د ژوند لومړي وختونه
الکساندر بېل د ۱۸۴۷ کال د مارچ په درېیمه د سکاټلنډ په اېډېنبورګ کې زیږېدلی دی. پلرنی کور یې د سوېلي شارلوټ پر سړک و، په دغه کور کې یو ډبرلیک دی چې د الکساندر ګراهام بېل د زیږېدو ځای ښيي. ده دوه وروڼه لرل: ملویل جېمز بېل (۱۸۴۵ - ۱۸۷۰) او اډوارډ چارلېز بېل (۱۸۴۸ - ۱۸۶۷) چې دواړه د توبرکلوز یا سېل ناروغۍ له امله مړه شول. پلار یې «پروفیسور الکساندر ملویل بېل» غږ پوه او مور یې «الیزا ګرېس بېل وه چې کورنی نوم یې «سیمنډز» و. دی یوازې د «الکساندر بېل» په نامه وزیږېد، په لس کلنۍ کې یې له پلاره وغوښتل چې د دوو نورو وروڼو غوندې نوم ولري. بیا یې پلار د یوولس کلنۍ په کلیزه کې «ګراهام» نوم ورته خوښ کړ او د غوره کولو اجازه یې ورکړه، دا د هغه کاناډايي الکساندر ګراهام په درناوي چې پلار یې درملنه کړې وه او اوس د دوی د کورنۍ ملګری و. خو نږدې خپلوانو او ملګرو ته لا هم د «الېک» په نامه پاتې شو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
لومړنۍ اختراع
ځوان بېل په ماشومتوب کې د خپلې نړۍ په وړاندې ډېره کنجکاوي وښوده. د بوټو بېلګې یې راټولې کړې او په واړه عمر کې یې ازمایښتونه وکړل. د بېل ښه ملګری یې ګاونډی «بن هرډمن» و چې کورنۍ یې ژرنده لرله. بېل په دوولس کلنۍ کې یوه کورنۍ دستګا جوړه کړه چې تاوېدونکي پاروګان یې د نوکانو د بورسونو له یوې بنچې سره یو ځای کول او یوه ساده پوستکوونکې دستګا ترې جوړېده چې په ژرنده کې ترې ګټه اخیستل کېده او په دوامدار ډول یې څو کلونه وکاروله. په مقابل کې د بن پلار «جان هرډمن بن» دواړو هلکانو ته اجازه ورکړه چې یو کوچنی ورکشاپ وچلوي او اختراعات په کې وکړي.[۳۱]
بېل د ژوند په لومړنیو کلونو کې په هنر، شعر او موسیقۍ کې خپله وړتیا وښوده چې مور یې ډېر وهڅاوه. له کومې رسمي زدهکړې پرته پر پیانو غږولو برلاسی شو او د کورنۍ پیانو غږوونکی شو. له دې سره سره چې معمولاً غلی او ارام و، د «غږیزو چلونو» له تقلید څخه چې بطني خبرو [دا یو ډول هنر دی چې یو کس په بندو شونډو خبرې وکړای شي او اورېدونکی داسې فکر وکړي چې غږ یې له بل ځایه راوځي] ته ورته وې خوند اخیست او تل به یې د هغو کورنیو مېلمنو ښه راغلاست کاوه چې کله کله به د دوی لیدو ته راتلل. همدارنګه پر بېل د خپلې مور تدریجي کوڼوالي ډېر ژور اغېز وکړ (د بېل د مور کوڼوالی هغه وخت پیل شو چې دی دوولس کلن و) او د لارښوونې لپاره یې د لاس د ګوتې ژبه زدهکړه تر څو د مور تر څنګ کېناستی شي او په هغه سکوت کې یې د مور لپاره وکاروي چې د کور د ناستي په خونه کې خبرې روانې وي. همدا راز ده د خپلې مور لپاره په مستقیم ډول له څرګند او تنظیم شوي غږ سره د خبرو لپاره داسې تخنیک جوړ کړ چې مور یې په څرګند ډول غږ واورېدای شي. د مور له کوڼوالي سره اندېښمن زړه، بېل د اکوسټیک (غږپوهنې) په برخه کې زدهکړو ته کش کړ.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
زدهکړې
بېل په کوچنيوالي کې د خپلو وروڼو غوندې لومړنۍ زدهکړې په کور کې له پلار نه وکړې. په لومړیو کلونو کې یې د سکاټلنډ په ایډېنبورګ کې په سلطنتي لېسه کې نوملیکنه وکړه، خو په ۱۵ کلنۍ یې ښوونځی پرېښود او یوازې لومړي څلور ټولګي یې بشپړ کړل. د زدهکړو سوابق یې ناڅرګندوو، غیر حاضرۍ یې لرلې او نمرې یې کمزورې وې. د ده اصلي لېوالتیا له ساینس سره پاتې شوه، په ځانګړې توګه له بیولوژي سره، په داسې حال کې چې د ښوونځي نور درسونه یې سم نه لوستل او دغه کار یې پلار ځوراوه. د ښوونځي تر پرېښودو وروسته لندن ته لاړ چې له نیکه الکساندر بېل سره په هریینګټون کې ژوند وکړي. له نیکه سره د ژوند کولو د کال په جریان کې یې له زدهکړو سره مینه پيدا شوه او ساعتونه ساعتونه به یې په جدي بحثونو او مطالعو تېرول. نیکه یې ډېره هڅه وکړه چې دی روانې او پرېکنده خبرې زده کړي، ځکه دا هغه ځانګړنې وې چې دغه کوچني زدهکوونکي یې د استاد کېدو لپاره اړتیا ورته لرله. په ۱۶ کلنۍ کې بېل د سکاټلنډ د الګېن موري په «وېسټون هوس» اکاډمۍ کې د وینا او موزیک د «زدهکوونکي – ښوونکي» په توګه وټاکل شو. که څه هم بېل په لاتیني او یوناني ژبو کې د زدهکوونکي په توګه نوملیکنه کړې وه، خو ټولګي يې هم تدریسول او د هر درس په مقابل کې یې لس پونډه اخیستل. راتلونکی کال اېډنبورګ پوهنتون ته لاړ او له مشر ورور ملویل سره چې تېر کال یې هلته نوملیکنه کړې وه، یو ځای شو. په ۱۸۶۸ کال کې کاناډا ته خپلې کورنۍ ته تر تګ لږ وړاندې یې پوهنتون ته د داخلېدو ازموینې پای ته ورسولې او لندن پوهنتون ته د داخلې لپاره ومنل شو.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
کورنی ناورین
په ۱۸۶۵ ز کال کې یې چې کله کورنۍ لندن ته ولاړه، بېل «وېسټون هوس» اکاډمۍ ته د همکار استاد په توګه بېرته راوګرځېد او په خپلو خالي ساعتونو کې به یې د لابراتوار د کمو تجهیزاتو په مرسته پر غږ ازمایښتونه کول. بېل د غږ د لېږد لپاره د برېښنا پر ازمایښت تمرکز وکړ او بیا یې په سامرسټ پوهنتون کې له خپلې خونې نه د یوه ملګري خونې ته د ټلګراف یو سیم نصب کړ. د ۱۸۶۷ ز کال په وروستیو کې یې د ستړیا له امله روغتیا ګډه وډه شوه. کشر ورور یې «اډوارډ ټېډ» هم په ورته ډول د ناروغۍ پر بستر پروت و او له توبرکلوز یا سېل ناروغۍ کړېده. دا چې بېل ترې روغ شو او راتلونکی کال یې د انګلنډ په باث کې په سامرسټ پوهنتون کې د ښوونکي په توګه خدمت پیل کړ، خو د ورور حالت یې خراب شو او روغ نه شو. د ورور تر مړینې وروسته بېل په ۱۸۶۷ کال کې کور ته راوګرځېد. مشر ورور ملویل یې واده کړی و او له هغه ځایه تللی و. له لندن پوهنتون نه د سند ترلاسه کولو په هیله یې راتلونکي کلونه د سند ازموینو ته د چمتووالي لپاره په پام کې ونیول او په کور کې یې خپل خالي وختونه د مطالعې لپاره ځانګړي کړل.[۴۱][۴۲]