بادن ورتمبرګ

د جرمني فدرالي جمهوريت په سوېل لوېديځ کې يو ايالت
(له بادن ورتمبرګ آیالات نه مخ گرځېدلی)

بادن ورتمبرګ په الماني Baden-Württmberg) د ]]المان]] هیواد هغه یوازینی آيالات دی چې د ټاکنو (ټول پوښتنې) په ترڅ کي منځ ته راغلی دی. د ۱۹۵۱ م مېلادي کال د ډسمبر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه په دغه سيمه کې يوه ټول پوښتنه يا رېفرېنډم تر سره شو. ځايي ښځو او نارينو د خپلو رايو په اکثريت سره دې ته لاره هواره کړه چي د پخوانیو دریوو آيالاتونو بادن ورتمبرګ، ورټم بېرگ هوهن څولرن او د باډن د ايالت څخه يو نوی ايالت جوړ کړی شي. معنی دا چي درې واړه د باډن ورټم بېرگ په نوم سره يو ځای کړل سي. ددغه ايالت د منځ ته راتلو رسمي نېټه د ۱۹۵۲ م مېلادي کال د اپريل ۲۵ مه نېټه ده.

Baden-Württemberg
Baden-Württemberg
د Baden-Württemberg انځور
د Baden-Württemberg انځور
د Baden-Württemberg انځور

Map
Baden-Württemberg

Map
کورډېناټونه: ۴۸°۳۲′۱۶″شمال ۹°۰۲′۲۸″ختیځ / 48.537777777778°شمال 9.0411111111111°ختيځ / 48.537777777778; 9.0411111111111   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
د رامنځته کېدو نېټه۲۵ اپرېل ۱۹۵۲  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیوادالمان
پلازمینهشتوتګارت
حکومت
 • هيئةLandtag of Baden-Württemberg
 • والیوین فرید کریتشمن (کينډۍ:Polparty)
 • Governing partiesکينډۍ:Polparty / کينډۍ:Polparty
 • Bundesrat votes6 (of 69)
پراخوالی[۳]
 • Total۳۵٬۷۵۱٫۴۶ کلوميټر٢ (۱۳٬۸۰۳٫۷۲ میله  مربع)
لوړوالی327 متر [۴]  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2017-12-31)[۵]
 • Total۱۱,۰۲۳,۴۲۴
 • د نفوسو کثافت۳۱۰/کلوميټر٢ (۸۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زونCET (ه.ن.و+1)
 • د اوړي وختCEST (ت.ع.م +2)
جيو کوډ2953481[۶]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166DE-BW
GDP (nominal)€477/ $561 billion (2016)[۷]
GDP per capita€42,000/ $49,400 (2015)
NUTS RegionDE1
HDI (2017)0.950[۸]
very high · 2nd of 16
رسمي وېبپاڼهwww.baden-wuerttemberg.de
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډېر عايدات اوکمه بې روزگاري

باډن ورټمبرگ

وروسته له دې چي باډن ورټم بېرگ د نوي ايالت په ډول منځ ته راغلی، په ډېر لږ وخت کي دغه ايالت ډېر پر مخگ وکړی او اوس د المان په تر ټولو بريالي ايالتونو کي شمېرل کيږي. ددغه ايالت وگړي د ټول المان د اوسط په پرتله جگ معاشونه لري او د المان د نورو ټولو ايالتونو په پرتله دلته بې روزگاره انسانان کم دي. په ۲۰۰۸ م مېلادي کال پدغه ايالت کي ۴.۵ فيصده وگړي بې روزگاره وه او هغه پداسي حال کي چي د ټول المان په کچه اوسطا ۸.۲ فيصده وگړي بې روزگاره وه.

„بېله معياري الماني زموږ نور هر څه زده دي.“

دباډن ورټم بېرگ ایالت د نورو گڼ شمېر ځانگړتياو تر څنگ د ټولې اروپا پر سطح د نوي صنعتي ټېکنالوجۍ او علمي اوساينسي څېړنو له وجي منل سوی او پېژندل سوی دی. د اروپا د نورو ټولو سيمو په پرتله پدغه ايالت کي پر علمي او ساينسي څېړنو زياتي پيسې لگول کيږي. باډن ورټم بېرگ د ۲۰۰۷ م مېلادی کال راهيسي د غورو او فوق العاده پوهنتونونو د ځای د نوم درلودلو اعزاز لري.

دباډن ورټم بېرگ د عايداتو تر ټولو مهمه څانگه د موټر جوړولو صنعت دی. دغه صنعت په علمي او ساينسي څېړنو کي هم زياته پانگونه کوي. نامتو موټر جوړونکي صنعتونه لکه ډايملر، پورشه او بوش په باډن ورټم بېرگ کي خپلي مرکزي نمايندگۍ لري. د باډن ورټم بېرگ په اقتصادي بريا کي د هغو متوسطه او کوچني تجارتي او کسبي شرکتونو لاس هم سته، چي پدغه ايالت کي کار کوي او د وگړو د ښه اقتصادي حالت سبب گرځي.

علم او پوهه، صنعت او طبعي منظرې

  • نفوس = ۱۰.۷ مليونه
  • احاطه = ۳۵۷۵۰ کلوميتره مربع
  • د ايالت پلازمېنه = شټوټ گارټ
  • د منځ ته راتلو نېټه = ۲۵/۰۴/۱۹۵۲
  • مهمې اقتصادي څانگي = ماشين جوړونه، موټر جوړونه

ددغه ايالت د ښه معيار اصول د زياتو خلکو لپاره کشش لري. پدغه ايالت کي د المان بهترينه ريسټورانټونه، بېلا بېل مشروبات او يوه بډايه کلتوري ظهور اوصحنې تر څنگ قدرتي او طبعي ځايونه هم سته.

په همدې وجه دغه ايالت ته زيات سېلانيان راځي. پداسي حال کي چي هر کال پدغه ايالت کي څلوېښت مليونه سېلانيان شپې کوي، د المان د بايرن ايالت نه وروسته دغه د المان تر ټولو زيات سېلانيان را جذبوونکی ايالت دی. په باډن ورټم بېرگ ايالت کي گڼ طبعي ځنگلات سته چي د تور ځنگلونو په نامه ياديږي. دغه ځنگلونه چيري چي په زړه پوري درې، غونډۍ، د بزگرو ښکلې کورونه، د گلونودرې مايناو او غايشه ناو سته، د سېلانيانو په راجذبولو کي ستر رول لوبوي. د گلونو د درې په نوم سېمي مايناو او غايشه ناو د ملگرو ملتونو د ټولنې يونېسکو لخوا د نړۍ وال کلتور ميراث ټاکل سوي دي. ددې تر څنگ ښارونه لکه هايډل بېرگ، ټيوبينگن، فرای بورگ او کونسټانڅ د سېلانيانو د توجه مرکز وي.

سرچينې