برتا ون ستنر

برتا سوفی فليسيټيس فرایفرا ون ستنر (۹ جون ۱۸۴۳ – ۲۱ جون ۱۹۱۴ز کال) یوه طريشۍ-بوهميايي سوله خوښې ناول ليکونکې وه. په ۱۹۰۵ز کال کې هغه دويمه ښځه وه چې د نوبل جايزه يې تر لاسه کړې وه (په ۱۹۰۳ ز کال کې له ماري کوري وروسته)، هغه لومړۍ ښځه وه چې د نوبل سولې جايزه ورکړل شوې وه او لومړۍ اطريشۍ ښځه وه چې دا جايزه تر لاسه کوي.[۲۷][۲۸][۲۹]

برتا ون ستنر
برتا ون ستنر
برتا ون ستنر

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۹ جون ۱۸۴۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
پراګ [۱۸][۱۹][۲۰][۷][۱۲][۲۱][۱۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه21 جون 1914 (71 کاله)[۲۲][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۶][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وين [۱۹][۷][۱۲][۲۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملد معدی سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت
رکنیت
ميړه
پلار
مور
کورنۍ
عملي ژوند
کار/مسلکليکوال [۱۷][۲۵]،  وخبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهآلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه [۲۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
برتا ون ستنر
برتا ون ستنر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ژوند لومړي کلونه

برتا کينسکي د ۱۸۴۳ز کال د جون مياشتې په نهمه نېټه  د پراګ د «اوبيکني ديور» ولسوالۍ په «کينسکي ماڼۍ» کې زېږېدلې وه. د هغې پلار اطريشي ډګرجنرال (المانی: فيلډمارشال بريدمن) « Franz Michael de Paula Josef Graf Kinsky von Wchinitz und Tettau » (۱۷۶۹-۱۸۴۳ز کلونه) نومېده چې د هغې د زېږېدو څخه لږه موده مخکې مړ شوی و، مور يې « Sophie Wilhelmine von Körner » (۱۸۱۵-۱۸۸۴ز کلونه) نومېده، مور يې له پلار څخه شا او خوا پنځوس کاله کشره وه.[۳۰][۳۱][۳۲]

د هغې پلار د «کاونټ وليم کينسکي» (۱۵۷۴-۱۶۳۴ز کلونه) له لارې د نوميالۍ کينسکي کورنۍ غړی و. د «برتا» مور د داسې يوې کورنۍ غړې وه چې ښکته حيثيت يې درلود او د کوم لقب لرونکې نه وه، د خپل مېړه د ملګري «جوزف ون کارنر» (په شاهي پوځ کې د سپرو ځواکونو قوماندان) لور وه، څوک چې د شاعر «تيودور کورنر» لرې خپلوان و. «برتا» د خپلې مور د نسب له لارې هم د «تيودور کورنر ادلر ون سيګرينګن» خپلوانه وه چې د دې شاعر همنومی او د ورور له لمسيانو څخه يې و، چا چې وروسته د اطريش د څلورم ولسمشر په توګه کار وکړ، د فلم جوړوونکي، ليکوال او مصنف «جيسن ايل. کويرنر» (په ۱۹۷۲ کې زېږېدلی) سره يې هم خپلوي درلوده.[۳۳]

«برتا» د ټول ژوند لپاره د اطريش د لوړ درناوي له دايرې څخه له دې امله ايستل شوې وه چې هغې مخلوط نسب درلود، د بېلګې په ډول: يواځې هغه خلک په شاهي دربار کې د حاضرېدو وړ بلل کېدل، چې له سکه غورو نيکونو څخه يې سوچه اشرافي نسب درلود. سربېره پر دې له هغې څخه دا امتياز ځکه هم اخستل شوی و چې د خپلو والدينو د درېيم زوی په توګه د هغې پلار ډېره شتمني او مالي سرچينې هم نه درلودې، چې هغې ته يې په وصیت سره په میراث پرېږدي. «برتا» ته د پراګ په (Church of Our Lady of the Snows) کليسا کې مذهبي غسل ورکړل شوی و، نه د اشرافو لپاره  غوره شوی دوديز تعميدي غسل.[۳۴]

د «برتا» له زېږېدو ډېر ژر وروسته، د هغې مور د «برتا» د پالونکي «لينډګراف فردرش مايکل زو فورستنبرګ-ټايکويتز» (۱۷۹۳-۱۸۶۶ز کلونه) سره نژدې په برنو کې د استوګنې لپاره ولاړه. د هغې مشر ورور « Count Arthur Franz Kinsky von Wchinitz und Tettau » (۱۸۲۷-۱۸۶۶) په شپږ کلنۍ کې پوځي ښوونځي ته استول شوی و او له کورنۍ سره يې ډېره کمه اړيکه کېده. په ۱۸۵۵ز کال کې د هغې مورنۍ ترور « Charlotte (Lotte) Büschel, née von Körner » (چې کونډه هم وه) او د هغې لور «الويرا» له دوی سره په دې کور کې یو ځای شوې. د الويرا پلار يو شخصي پوهاند او د هغې د پلار « Count Johann Carl August von Huyn» له مړينې وروسته د هغې رسمي پالونکی هم وګرځېد، هغه او برتا نژدې همزولې وې او د فکري پوهې په تر لاسه کولو کې يې لېوالتيا درلوده، هغې خپله ترله له ادب او فلسفې سره اشنا کړه. له خپلې زده کړې ورهاخوا «برتا» په ځوانۍ کې د يو شمېر خصوصي ښوونکو تر څارنې لاندې په فرانسوي، ايټالوي او انګليسي کې هم پوهه تر لاسه کړه، هغه يوه شوقي پيانو غږوو نکې او سندرغاړې هم وه.[۳۵][۳۶][۳۷]

د برتا مور او ترور چې ځانونه يې روښانفکره بلل، د ۱۸۵۶ز کال په دوبي کې «وايزبيډن» ته په دې هيله د قمار لپاره ولاړې، چې له شتمنۍ سره به راستنې شي. د دوی تاوان دومره دروند ثابت شو چې دوی «ويانا» ته تګ لپاره اړ شوې. د دې سفر پر مهال له «برتا» څخه شهزاده «Philipp zu Sayn-Wittgenstein-Berleburg» (۱۸۳۶-۱۸۵۸) څخه د واده غوښتنه وکړه، هغه د شهزاده « August Ludwig zu Sayn-Wittgenstein-Berleburg» (د ناسو دوک د دولت وزير) او « ranziska Allesina genannt von Schweitzer» (۱۸۰۲-۱۸۷۸) درېيم زوی و، خو د واده داغوښتنه د «برتا» د کم عمرۍ له امله رد شوه. دا کورنۍ په ۱۸۵۹ز کال کې «وايزبيډن» ته راستنه شوه، دويم سفر يې هم په ورته توګه بريالی شو او دوی په «کلوسټرنيوبرګ» کې په يو کوچني ملکيت کې ميشت شول. له دې لږ وروسته برتا د « novella Erdenträume im Monde» په نوم خپل لومړی خپور شوی اثر وليکه چې په « Die Deutsche Frau » خپور شو. د کمزورو مالي شرايطو له امله «برتا» د شتمن « Gustav, Baron Heine von Geldern» سره د لنډې مودې لپاره کوژده وکړه چې له هغې څخه يو دېرش کاله مشر او د بانکدارې «هين» کورنۍ غړی و، دا کوژه د هغې لپاره د خوښې وړ نه وه او رد يې کړه، د هغې په يادښتونو کې ثابته شوې چې هغې له دې کرکه کوله چې يو زوړ سړی د هغې د ښکلولو هڅه وکړي.[۳۸]

په ۱۸۶۴ز کال کې، دې کورنۍ دوبی په «بيډ هومبرګ» کې تېر کړ، کوم چې د هغه مهال د اشرافو تر منځ د قمار يو په زړه پوری ځای و. «برتا» د جورجيا له شريفزاده د «مينګريلا» د شهرادګۍ «ايکاترين ډاډياني» سره ملګرتيا پیدا کړه او له «دويم سکندر تزار» سره يې وليدل. هغې چې د پيسو پیدا کولو لپاره د اوپرا (اوپرا د موسيقۍ ننداره وړاندې کول) د سندرغاړې د دندې پيدا کولو په لټه کې وه، هغې د زده کړو يوه ژوره دوره پيل کړه چې په يوه ورځ کې به يې له څلور ساعته زيات په خپل اواز کار کاوه. سربېره پر دې چې په ۱۸۶۷ز کال کې يې په پاريس کې د نوميالي «ګلبرټ ډوپريز» او په ۱۸۶۸ز کال کې په «بيډن بيډن» کې له «پولين ويارډوټ» څخه زده کړې کولې، هېڅکله يې يو مسلکي مصروفيت ونه موند. هغه په دريځ باندې د وېرې له احساس سره مخ وه او نه يې شول کولای چې ښه تمثیل وکړي. د ۱۸۷۲ز کال په دوبي کې، د شهزاده « Adolf zu Sayn-Wittgenstein-Hohenstein» (۱۸۳۹-۱۸۷۲ ز کلونه) سره د هغې کوژدنه وشوه، څوک چې د شهزاده «Alexander zu Sayn-Wittgenstein-Hohenstein» (۱۸۰۱-۱۸۷۴ ز کلونه) او « Countess Amalie Luise von Bentheim-Tecklenburg-Rheda» (۱۸۰۲-۱۸۸۷ ز کلونه) زوی و. د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې شهزاده اډولف په سمندر کې هغه مهال مړ شو، کله چې هغه هڅه کوله، له خپلو پورونو څخه امریکا ته وتښتي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د سټنر په کور کې روزنه، په جورجيا کې ژوند

د «برتا» پالونکی (سرپرست) (لينډ ګريو فريډرک زو فرسټن برګ) او د هغې ترله الويرا دواړه په ۱۸۶۶ز کال کې مړه شول او هغې (چې اوس يې د واده عمر تېر شوی و) خپل ځان د خپلې مور د نااشنا طبيعيت او د کورنۍ د ناوړه مالي حالت له امله زيات تړلی وموند. په ۱۸۷۳ز کال کې، هغې د «کارل، فراير ون سوتنز» د څلورو لوڼو د ښوونکې او ملګرې دنده تر لاسه کړه چې د هغوی عمرونه د پنځلسو او شلو کلونو تر منځ وو. د «ستنر» کورنۍ د کار په درې موسمونو کې د ويانا په « Innere Stadt» کې ژوند کاوه او د دوبي موسم يې د ښکته اطريش په « Harmannsdorf» کلا کې تېراوه. هغې له خپلو څلورو ځوانو زده کوونکو سره له مينې ډکه اړیکه درلوده، چا چې هغې ته د «بولوټ Boulotte» (چاغه) لقب له دې امله ورکړی و چې هغه ډېره غټه وه، دا هغه نوم و چې هغې وروسته د خپل ادبي مستعار نوم په توګه غوره کړ او په دې ډول به يې لیکو « B. Oulot».[۴۴][۴۵][۴۶]

هغه ډېره ژر د دې نجونو په مشر ورور « Baron Arthur Gundaccar von Suttner» ميئنه شوه، څوک چې له هغې اووه کاله کشر و. دوی کوژده وکړه، خو د هلک د پلار او مور د مخالفت له امله يې واده ونه کړ. په ۱۸۷۶ز کال کې د هغې استخدامونکو په هڅونه، هغې د یوې ورځپاڼې اعلان ته ځواب ورکړ او د لنډې مودې لپاره په پاريس کې د «الفريد نوبل» منشۍ او د کور ساتونکې شوه. د خپل کار په څو اونيو کې، د هغې او «نوبل» تر منځ ملګرتيا پيدا شوه او شونې ده چې «نوبل» د مينې وړانديزونه ورته کړی وي، خو هغه «ارتور» ته وفاداره پاتې شوه او ډېر ژر ويانا ته ستنه شوه،  تر څو «ګمپينډورف» په «ايجيډ» کليسا کې له هغه سره په پټه واده وکړي.[۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې