تهران

تهران د ایران پلازمېنه او د تهران ولایت مرکز دی. د تهران په ښار کې ۸.۷ میلیونه وګړي ژوند کوي، خو په ټوله سره د تهران په ولایت کې بیا ۱۵ میلیونه وګړي اوسیږي. تهران په ټول ایران او لویدیځه اسیا کې یو له تر ټولو زیات وګړنیز ښار دی، چې له قاهرې وروسته په منځني ختیځ کې بیا دویم ستر میټروپولیټن سیمه ګڼل کېږي. د نړۍ په کچه د میټروپولیټن ښارونو په منځ کې په ۲۴ کتار کې راځي. دا ښار همداشان د پرمختګ او راتلونکو معمارویو له اړخه ډېر پېژندل شوی ښار دی، چې تر ټولو مهم یادګارونه یې د زاها حدید له خوا طراحي شوي د میلاد برج او د فرشته پاسارګاد هوټل دی. [۸][۹]

د تهران انځور
د تهران انځور
د تهران انځور

د تاسيس نيټه۲۰ مارچ ۱۷۹۴  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تهران
تهران

هيواد ايران   د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پلازمینه د
Map
کورډېناټونه: ۳۵°۴۲′۰۰″شمال ۵۱°۲۵′۰۰″ختیځ / 35.7°شمال 51.416666666667°ختيځ / 35.7; 51.416666666667   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
سيمه
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه686 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالي1200 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس8693706 (سرشمېرنه ) (۲۰۱۶)[۳][۴]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  • مرد4324155 (۲۰۱۶)[۴]  د (P1540) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  • عورتیں4369551 (۲۰۱۶)[۴]  د (P1539) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
خورلڼې ښارونه
اوقات
رسمی ژبهپارسي   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوسټ کوډ
13ххх-15ххх  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټليفون کوډ021  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ویب پاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ112931[۷]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په کلاسیکه سیمه کې، چې ځینې برخې یې په اوسني تهران کې شاملي دي، یو وخت د ری ښار و، هغه ښار چې په منځنیو پیړیو کې د عرب، ترک او مغول تیریو له کبله ویجاړ شوی. د نن ورځې ری ښار هغه ښاري سیمه ده چې د تهران په میټروپولیټن سیمه کې شامل ده. [۱۰]

تهران په لومړي په ۱۷۸۶ز کال کې د قاجاریانو د سلسلې د پاچا، اقا محمد خان له خوا د ایران پلازمېنه وټاکل شو، د دې کار علت قفقاز سیمې ته د تهران نږدیوالی، چې وروسته بیا د قفقاز سیمه د ایران او روسانو په جګړو کې له ایران څخه بېله شوه. د ایران پلازمېنه د تاریخ په اوږدو کې څو ځلې بدلون موندلی ده، چې په دې ترڅ کې تهران د فارس ۳۲ مه پلازمېنه راځي. په دغه ښار کې په پراخه کچه ودانۍ په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې پیل شوه، چې په ۲۰مه پېړۍ کې تهران ته له ټول ایران څخه خلک را کډه شول. [۱۱]

تهران کې زیاتره تاریخي ځایونه شته، له هغې ډلې کولای شو د ګلستان، سعدآباد او نیاوران په نوم شاهانه مجتمع یادې کړو، چېرته چې د ایران وروستۍ دوه د پاچاهۍ سلسلې پکې مېشتې وي. په تهران مشهورې ودانۍ د ازادي برج، کوم چې په ۱۹۷۱ز کال کې د پهلوي سلسلې د محمد رضاشاه له خوا د ایران ۲۵۰۰ کلیزې په ویاړ جوړ شو او بل د میلاد برج چې په نړۍ کې شپږم تر ټولو ستر برج دی، چې په اصل کې د شاه له خوا یې پلان جوړ شوی و او په ۲۰۰۷ کال کې بشپړ شو او درېیم یې هم د طبیعت پل دی چې په ۲۰۱۴ز کال کې بشپړ شو.[۱۲]

زیاتره اوسیدونکي یې فارسي ژبې دي او نږدې ۹۹ سلنه یې په فارسي ژبه خبرې کوي، چې په تهران کې اوسیدونکې د نورو ژبو زیاتره اوسیدونکي هم په فارسي ژبه خبرې کوي. [۱۳][۱۴][۱۵]

تهران د (امام خمیني) په نوم یو نړیوال هوايي ډګر، (مهراباد) په نوم داخلي هوايي ډګر، د اورګاډي مرکزي سټیشن، چټک د ترانزیټ سیستم، تهران میترو، د بس ګاډو چټک ترانزیټي سیستم، برقي بسونه او د لویو لارو پراخه شبکه لري.

د هوا د ککړتیا او زلزلو له کبله نورو سیمو ته د ایران د پلازمېنې لېږد، تر اوسه پورې نه دی تصویب شوی. په ۲۰۱۶ز کال کې د Mercer له خوا د نړۍ له ۲۳۰ ښارونو څخه تر سره شوې سروې، تهران د ژوند کولو د کیفیت له اړخه په ۲۰۳ کتار کې راوست. په ۲۰۱۶ز کال کې د نړیوالو مقاصدو د ښارونو د شاخص له مخې، تهران په غوره لسو هغو هېوادونو کې راځي چېرته چې زیات شمېر ور مات دي. [۱۶][۱۷]

د تهران د ښار شورا په ۲۰۱۶ کال کې د اکټوبر ۶مه د تهران د ورځې په نوم ونوموله، کوم چې په ۱۹۰۷ کال کې په همدې ورځ تهران د ایران رسمي پلازمېنه اعلام شوه. [۱۸]

ریښه پېژندنه

د تهران د نوم په اړه ګڼ شمېر نظرونه شته.

ایرانی ژب پوه، احمد کسرايي د «شمیران-تهران» په نوم یوه مقاله کې ویلي چې تهران او کهران د «ګرم ځای» او شمیران د «ساړه ځای» په معنا ده.  هغه ښارونه د ورته مختاړې او وروستاړې سره ګڼلي او د همدې کلیمو توري یې د لرغوني ایران په ژبو کې څېړلې او بیا دې پایلې ته رسیدلی چې تهران او کهران د ایراني ژبو په بېلابېلو کورنیو کې ورته معنا ورکوي، ځکه چې په دغو ژبو کې د «ت» او «ک» توري ورته معنا لري. هغه همدا راز په خپله مقاله کې شواهد وړاندې کوي چې هغه ښارونه کوم چې د «شمیران» په نوم وو هغه ساړه او هغه چې د د «تهران» یا «کهران» په نوم وو هغه ډېر ګرم و. هغه د ایران د لرغونو ژبو تاریخ ته په نه کتو سره لکه «تیرګان» تیوري او د «طهران» تیوري، نورې نظریې په پام کې نیولي دي. [۱۹]

بله نظریه دا ده چې «تهران» له تیران/تیرګان څخه را اخیستل شوی ده، «د تیر مسکن»، د زردشتي د هرمیس معادل. د تیران یو لرغون پارتین ښار د مهران په نوم یو ګاونډی درلود (مهران یعنې د مهر/میترا مسکن، د زردشتیانو د خدای لمر). دا دواړه ښارونه د ری د ستر ښار په څنډو کې دوه کلي وو. مهران او ری لا اوس هم د تهران په میتروپولیټن سیمه کې د اوسیدو سیمې دي، چې د تهران سویلي سیمې جوړوي.

د تهران د ښار رسمي وېبپاڼه وايي چې «تهران» فارسي کلیمه ده چې له «ته» یعنې د «بیخ یا پای» او «ران» یعنې «غر» په معنا ده – چې په اصطلاحي ډول ورته د غره بیخ ویل کېږي. دې ته په کتو سره وینو چې تهران د البرز غرونو په لمنه کې پرته دی او دا نظر تر یوه برېده پورې مناسب ښکاري.[۲۰]

کلاسیکه دوره

تهران له تاریخي اړخه د ماد یا مادیا د سیمې په شمال لویدیځ ایران کې پروت ولایت دی. د مادیا د سترواکۍ په مهال، د نننۍ ورځې د تهران یوه برخه د مادیا د ستر ښار یعنې ری یو کلی و. د اوستا په ویدویدات کې ری د اوهرمزد له خوا د ۱۲ سپیڅلي ځای په توګه یاد شوی دی. په زړو فارسي لیکنو کې، ری د یوه ولایت په توګه راښکاره شوی (بستون ۲، ۱۰-۱۸). له ری څخه لومړي داریوش د خپل پلار، هیسټاسپس ته مرستندونه ځواک ور ولیږد کوم چې په پارت کې د بلواګرو د ځپلو په حال کې و (بستون ۳، ۱-۱۰). ځینې فارسي لیکنې ری د زردشت د زوکړې ښار را پېژني، که څه هم معاصر تاریخ لیکونکي د زردشت د زوکړې ځای خراسان بولي. [۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې